قاموس او دایرة المعارف پوهنه
په تیره بیا نن ورخ قاموسونه؛ او هغه هم تشریحی قاموسونه، د محصلانو او څیړونکو لپاره یو مهم ضرورت دی. اوس لله الحمد زموږ پوهنتونونه څه ناڅه کاغذی چاپ درسی کتابونه لری، بریښنایی کتابتونو ته هم لاسرسی لرو، خو ورسره یو ځای یو شمیر مرستیال موادو لکه زموږ په خپلو رسمی ژبو واضح او رنګه اطلسونو، لارښود جدولونو(لکه د مندلیف تشریحی او اسانه شوی د کیمیا جدول، لوګارتم، د طبیعی منحنی t جدول…)، په لویو او کوجنیو مقیاسونو رنګه نقشو (طبیعی، سیاسی، صنعتی، …)، Tables، سمبولونو اومخففاتو او دخپلو ژبو قاموسونو ته لا هم اړتیا شته چې کار ورباندې وشي.
نړۍ په هر ډګر کې په تولید او صنعت سره پرمخ ولاړه، پورته مثالونه ټول علمی او اکاډمیک تولیدات او صنعتونه دی .په دې لړ کې زموږ یوه اړتیا قاموس لیکنه ده .
• ناولی، بې ګټې، تبا کوونکی ۴۷کلنه کورنۍ جګړه،
• د نورو په تمه پاتې کیدل او د نورو تر اغیز لاندې راتګ،
• اقتصادی ناتوانی،
• ملی کلتور سره بی توپیره چلند او دې برخه کی ضعیف احساس او دمسئولیت نه درک کول،
• د حکومتونو له خوا دې برخو کې د روښانه، لارښوونکی،هڅوونکی او متعهدې ستراتیژی نه لرل،
• د خپلو پوهانو، څیړونکو د کارونو خنډ کیدل، هغوی په بیلابیلو نومونو تورنول، تهدید، تخویف، تکفیر او بالاخره په فزیکی ډول یې له منځه وړل،
• په ملی اډانه کې د هیواد دټولو ژبو لپاره د بی تعصبه او بی تبعیضه عملی علمی کار کولو پلان نه لرل،
• دعلمی مراکزو لپاره د کافی بودجی نشتون، د پوهانو او قلموالو بی بضاعتی ،
• په ټولنه کی د سواد دعمومی کچې ټیټوالی، دهیواد دعلمی ادارو او فرهنګی مرکزونو ترمنځ نه همغږی او دخپل منځي توامیت او ګډ کار نشتوالی،
• دعلمی پروژو لپاره د پروپوزل په لیکلو کې ستونزی او له حکومت څخه په دی برخه کی د بودجی او له نړیوالو موسساتو څخه د فنډونو په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل،
• د تجربه لرونکو پوهانو له هیوادڅخه وتل، له یو نسل څخه بل نوی نسل ته د علمی تجربې د لیږد په برخه کی لوی تشیال راتلل او دکلتوری سیستماتیکی ودې د لړۍ مظلومانه پرې کیدنه،
• د پردیو استبدادی لاسوهنې او اګاهانه یرغلونه.
• د کلتوری او علمی مرکزونو دفزیکی زیربنا لوټ کیدل او داسې نور مثالونه چی دلته یی لیکل خواشینوونکی دی.
د خپلې شخصي تجربې له مخې ویلای شم؛ هغه وخت چې ماته د آریانا دایرة المعارف د انستیتیوت د آمریت مسئولیت راوسپارل شو، دغه ستونزې ټولې راته مخې ته ودریدې.
په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د اسلامی دولت د عالی مقام د (۱۱۶)ګڼه فرمان له مخې، چې د همدې کال د زمری په ۱۴مه صادر شوی و، د آریانا دایرة المعارف د دوهم دور (وروسته تر پنځوسو کلونو) د کار دستور د افغانستان د علومو اکاډمی ته ورکړل شو. د دایرة المعارف دوهمه دوره باندې کار د افغانستان د علومو د اکاډمی دایرةالمعارف دریاست له خوا پیل شو، خو لومړی ټوک یې (الف توری په۱۰۰۳ +۳۳مخونوکې ) په ۱۳۸۵ کال کې تکمیل او په ۱۳۸۶ کال کې چاپ شو، ټوله دوره یې په لسو کلونو کې تر (ی) توري پورې په ۷۰۰۰مخونو کې تکمیل شوه، هیله ده درېیمه دوره یې هم دوام ومومی او دغه د افغانستان انسایکلوپیدیا بیا توقف ونه مومی.
په دغه دوره کې دافغانستان د علومو د اکاډمی ډدیرو قدرمنو،پوهې او ملی فرهنګ ته دژمنو او خواریکښو پوهانو او څیړونکو او د کابل پوهنتون قدرمنو استادانو نه ستومانه کیدونکی او د درناوی وړ زیار وګاله. دغو قدرمنو دانشمندانو د ارتیکلونو د لیکنې، ژباړې او ادیت کار په پوره حوصلې ترسره کړ او دافغانستان د بډای او ژور معنویت د ثبوت بریالۍ آزمونیه یی ترسره کړه. د مدخل کولو، تثبیت او نهایی کولو کار یوه د ډیر دقت وړ پروسه وه. همداسې هم د افغانستان د علومواکاډمی په څو قاموسونو کار کړی چې اوس زموږ دهیواد ټولو علمی مرکزونو کی موجود دی. موږ د افغان قاموس سلسله یادولای شو.
د دایرة المعارف لومړنی مدیریت په ۱۳۲۰کال کی د افغانستان د علومو اکاډمی له جوړیدو مخکې تاسیس شوی و، چې د علومو د اکاډمی په تاسیس سره دغه مدیریت د یوه ریاست په چوکاټ کی پکې مدغم شو، خو د قاموسونو سلسله له ۱۳۳۹ل. کال څخه راپیل کیږی. لومړنی قاموس د افغانستان جغرافیایی قاموس و، چې په شپږو ټوکونو کې تکمیل شو. دې سره یو ځای یو څو تشریحی قاموسونه هم چاپ شول. دغه سلسله له ۱۳۵۵کال وروسته ودریده، خو په ۱۳۵۸ کال کې پښتو او دري- پارسي، بیا انګلیسی تشریحی او لغوی قاموسونه بیا چاپ شول اوتر ۱۳۶۵ کال پوری د علومو اکاډمی د ژبو او ادبیاتو انستیتیوت ، دژبپوهنې څانګې ډیر د قدر وړ کارونه وکړل. له دې وروسته یو ځل بیا له ۱۳۸۱کال څخه د قاموس لیکنی چارې پیل او څو قاموسونه چاپ شول. له ۱۳۸۵ کال وروسته د ارایانا دایرة المعارف دوهم دور مطبعی ته واستول شو او او له (الف) تر (ی) پورې بشپړ شو.
قاموسونه او دایرة المعارف لیکنه بیلابیل ډولونه لری. دا د پوهی یو جلا او پراخ ډګر دی. موږ عمدتاً د مفاهیمو قاموس او د لغاتو قاموس څخه خبرې کولای شو.
قاموسونه بیلابېل ډولونه لري:
موږ په افغانستان کې د پښتو او دری- پارسی ژبی تشریحی او لغوی قاموسونو باندې کار کړی دی، خو مسلکی مشرح دکشنری نه لرو، خدای وکړی د اقتصاد، فارمسی، طب، کانونو او زمکپوهنې، کرنې او دا ډول نورو مهمو څانګو کی جامع دکشنری ولرو. باید اعتراف وکړوچې زموږ د ځوان کول د لغاتو دایره او د افادې قوه محدوده اوضعیفه ده. له دیرشو کلونو را دې خوا مو معارف د فساد او بی کفایتۍ په منګولو کې دی، د دولسم ټولګی فارغان هغه وړتیا نه لری، چې تمه یې کیږی.
ددې ډول ستونزو دحل لپاره کلیدی وسیله دکشنرۍ دي. تر دې هم لا زیات دا چې؛ دکشنری د علمی تحقیق په پروسه کی له محقق او څیړونکی سره، چې د خپل کار لپاره لږ وخت لري، خو نااشنا اونوی اصطلاح سره مخامخ کیږی، نو ډکشنری ورسره مرسته کوی چی د ورپېښې ستونزی او پیچلی ، نامانوسه اصطلاح معنا او داستعمال ځای ډیر اسانه او ژر ومومی.
قدرمن او زموږ پیاوړی استاد پوهاند دوکتور مجارو احمد زیارچی په۱۳۷۸ کال یې په۷۹۴مخونو کې پښتو سیندګی په پېښور کې خپور کړ، د بهیچ صیب دکشنری، وحیدالله کلیم چې پښتو-انګلیش انلاین قاموس باندی یی کار کړی، احمد ولی اڅکزی د قاموس اندرویدایب ، ، نصیر سهام په ۱۳۶۱ کال د(اصطلاحات اقتصادی وسیاسی ) په نوم یو کوچنی کتاب چې څو محدودشمیر اصطلاحت یې تشریح کړیه و، خپور کړی و. په ۱۳۸۷ ل کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د افغانستان د عدلي او قضايي چارو د پروژې په چوکاټ کې، چې د متحده آیالاتو له خوا تمویل کېده په پښتو او دري یو د حقوقي اصطلاحاتو قاموس په یوه مجلد کی چاپ کړ، چې د دري ټوک یې ۲۷۰ مخونه او په پښتو یې ۲۹۷ مخونه لري.
ورپسې په ۱۳۸۹ ل. کال کې یې پښتو ټوک په جلا توګه خپور شو. تر اوسه پورې یو دوه پښتو اختصاصي قاموسونه د خصوصي ناشرانو له خوا چاپ شوي دي.
قدرمن انجنیر صیب کلیوال د جیالوژيکي اصطلاحاتو په نوم یوه ډېکشنري په ۱۳۹۱ ل. کال کې چاپ او خپره کړی ده. درانه استاد دوکتور محمد عارف غوثی له نن نه تقریباً شپېته کاله وړاندې په ۱۳۴۰ ل. کال کی یو ټوک داقتصاد قاموس په ۴۳۱مخونو کی تألیف کړی، په دې لړ کې د اقتصاد پوهنځی کی دڅلویښتمې لسیزې په وروستیو کې یوبل قاموس چی هغه تشریحی نه و، د ګستدنر په بڼه محدود شمیرد آلمان د توامیت ټیم له خواچاپ شو ، په۱۳۸۲ل.کال کې دوکتور ماخان شینواری د شمېرپوهنې یوه دکشنری لیکلی وه، چې په په کولن کې د افغانستان فرهنګی ټولنې چاپ کړې ده .
بې له شکه مونږ اختصاصي قاموسونو ته، په تېره بیا تشریحي قاموسونو ته نوره هم ډېره اړتیا لرو.
په قاموس کې کوم ټکی په پام کې نیول کیږی؟
• ډیره غوره ده چې دقاموس /دایرة المعارف لیکوال /لیکوالان د لیکوالي په فن بشپړه احاطه ولري، دغه وړتیا نه یواځې ادبی قاموسونو، هنری نثر او تخلیقی ژانرونو کې ضرور ده، بلکې په هر څانګه کی ځانګړی اررزښت لري،
• پوره مسلکی او افاقی پوهه او معلومات اود قاموس او دایرة المعارف په تیوری باندې پوهیدنه،
• د تاریخی او جغرافیایی قاموسونو لپاره په تاریخ پوهیدل حتمی دی،
• لغت د قاموس او دایرة المعارف اساسی واحد دی؛ نو ځکه د قاموس او دایره المعارف لیکوال/لیکوالانو لپاره ، دلغات پرریښه، مصدر، ژوند، اشتقاقونو،په لیکنه او وینا کې یې دنده او مترادفاتو باندې پوهیدل،
• دمحاورې تکړه توب(فرازیالوژي phraseology) او دژبپوهنې نورې څانګې
• په ساینسی- مسلکی قاموسونو کې د علمی لیکنې Scientific/heavy writing په روشونو styles پوهه،
• په صرف morphology نحو syntax (او که د نوی تکنالوژي په مرسته ظبط شوی قاموس جوړوی، نو غږپوهنه هم ورته ضروری ده)(غږ پوهنه یو لوی هنر دی، په تیره بیا د ویاند لپاره)،
• په ولس کې له خلکو سره نږدې او روزمره اړیکې لرل،
• نه ستومانه کیدونکی او پرله پسې کار او خپل مسلک او علمی کار سره مینه لرل.
په تیره بیا ګڼ شمیر څیړنیزو چلند بیلګو کې څیړونکی له خپلو مسلکی، طبیعی ، تاریخی، جغرافیایی، حقوقی او نورو اصطلاحاتو سره مخامخ کیږی، چې د خپل کار دبهیر د نه درولو او د وخت د نه ضایع کیدو لپاره باید سمدستی د مربوطه اصطلاح په هکله لنډ ارتیکل ترلاسه او د هغې د معلوماتو په ادامه خپل اصلی کارته دوام ورکړی. د نورو هیوادو څیړونکی، نړۍ ګرځیدونکی، ټولنپوهان او نورو ته اړتیا پېښېږي چې د تاریخی سیمو، نامتو څیرو او ځانګړو اصطلاحاتو په هکله پوه شي، د بیلګې په توګه د تایخ یو څیړونکی د افغانستان د غزنی ولایت د اقتصادی پیداوارو په هکله څیړنه کوی، په دې بهیر کې د (ناور) د طبیعی زیرمو او په تیره دهغی د نادرو ژویو موضوع مخې ته ورځي، خو په دې نه پوهیږی چې ناور د غزنی کومې خواته ده او طبیعی او جغرافیایی ځانګړنې یې کومې دي؟د دې موضوع د روښانتیا لپاره د افغانستان د ولایاتو دایرة المعارف یا جغرافیایی قاموس رااړوی د (ن) توری ته ورځي، لکه څرنګه چې دایرة المعارف د الفبې د تورو له مخې لیکل شوی ، نو په همدې پیل کې (ناور) ډیر اسانه پیدا کوی، که ګوری دناور نقشه،اربعه حدود، مساحت ،…. ټول معلوات پکې شته، هغه څه یې چې په کار وی، ورڅخه رااخلی یی او بیرته خپلې اصلی موضوع باندی بوخت شی.
پوهانو او نورې نړۍ لا دمخه د دایرة المعارف او قاموس تیوری ته انکشاف ورکړی . دایره المعارفی لیکنه او قاموس او ډکشنری یو بل سره یوه څه توپیر هم لري چې باید په پام کې وي.
لکه څرنګه چی د دې لیکنی لومړۍ سر کې وویل شول، اوس لله الحمد موږ دواړو برخو کی یو څه اندازه تجربه لرو، خو ترسره شوی کار او موجوده تجربه کافی نده؛ لا زیات کار ته اړتیا ده، په تېره بیا اوس اختصاصی دایرة المعارفونو او رشتوی- مسلکی قاموسونو ته کلکه اړتیا لرو. که وکولای شو یو کلکشن یې انلاین کړو، نو د هیواد دعلمی مرکزونو لپاره به یوه لویه علمی زیرمه وي. له نورو هیوادو او نورو ژبو سره یونسکو او نورو نړیوالو سازمانو په دې برخه کې د بشری معنوی پانګی د پیاوړتیا او دبشریت د ګډ فرهنګد غنامندی لپاره پوره مرستې کړی دی او دغه ډول مرستې لا هم دوام لري. دا دولتونو په وړتیا پورې اړه لري، چې څومره دغه ډول مرستې جلبولای شی او څومره یی دعلمی پروژو په بڼه مصرف او پروژې ورباندې تطبیق کولای.