اقتصادټولنهستونزې او ننګونې

فقر په افغانستان کې

فقر داسی یو حالت ده چیرته چی د یو مملکت وګړو ددی توانایی او طاقت ونلری چی خپل شته کوم لومړنی ضروریات  چی دی ځانته تحیه  او اماده کړی لکه یوکس خواړه ته لاسرسی ونلری او یا هم مریض شی د دوا پیسی ورسره نوی چی ځانته دوا واخلی او داسی نور  چی البته دغه ټول حالات ته په کتو سره مونږ دغه اشخاصو ته بی نهایت غریب او د فقر یا غربت د کرښی لاندی راځی.                 
په ټولنیزه  بڼه باندی غربت په دوه برخو ویشل کیږی چی په لاندی  ډول دی: 
۱- مطلق غربت دی : یو شخص او یا د یو هیواد په سطحه د همغی هیواد  په مطلق شکل لومړنی ضروریاتوته لاسرسی ونلری  چی حتا د دی د مړینی سبب ګرځیږی.

۲- نسبی غربت: چی یو شخص یا د هیواد وکړو په نسبی شکل خپل شته لومړینی ضروریات رفعه کړی چی البته په دی حالاتو کی په  یو هیواد کی د جنایتونو او بی  ثباتی ورسره زیاتیږی.

که چیرته ټول نړی ته  ځیر شو نو زمونږ او ستاسی  ذهن ته به دوه ټول هیوادونونه  راشی چی  عبارت له پرمختیایی او پرمختللی هیوادونو څخه دی چی البته د غربت  دواړه اشکال په پرمختیایی هیوادونو کی ګورو چی دلته ددی ټولو نه د بیلګی په شکل افغانستان په نظر کی نیسو.

افغانستان هیواد د پرمختیایی هیوادونو له جملی څخه ده چی ډیر ښه او پر منفعت جغرافیوی موقعیت په درلودلو سره د اور په لمبو سوځی سره له دی چی  هم نړیوالو دلته مستقر او قرار کری چی په ملیاردونو پیسی افغانستان ته راغلل خو بیا هم خلک په فقر ، غربت او بدبختی سره لاس په ګریوان دی یعنی په ۲۰۱۱- ۲۰۱۲ کال کی  اففانان ۳۵ ٪ د فقر د کرښی لاندی ژوند کول ښو د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۴ پوری دغه ۳۹٪ فیصدی ته خیز وکړل چی د نړیوال بانک د می ۲۰۱۷ د میاشتی د راپور پر اساس باندی دغه فیصدی مخ په جګیدو دی چی د زیاترو د ننه اقتصادانانو ، سیاسی چارواکو او حتا د نړیوالو اند یښنی  را پارولی دی، چی غواړم همدغه لاملونو باندی ډیر په لنډ او مختصر شکل باندی نظر واچوم چی عبارت دی له:

۱- بی سوادی :

په افغانستان کی د فقر او غربت یواځنی لامل دا دی چی افغانان  په کافی اندازه تعلیم نه لری چی ددی  باعث شوی چی غربت دلته شتون لری ځکه چی که یو شخص تعلیم و نلری  نو هغه په ښه او بد څه پوهیږی چی ددی فعالیتو په نتیجه کی  څومره ګټه ماته رسوی او ددی ترڅنګ نورو هیوادوالو ته او هرڅه چی وایی خلک ورته همغه کارکوی خپل ځان سره فکر او سوچ نلری چی ددی ښه بیلګی اوسنی حالات چی افغانان یي تجربه کوی دی.

۲-د تصدیانو او فابریکو نه شتون :

په افغانستان کی د تصدیانو او فابریکو نشتون ددی باعث شوی چی افغانستان د وارداتی هیواد په نوم یادیږی، چی  د وراداتو د کلمی  د استعمال سره په مستقیمه توګه مونږ ته دا جوته کیږی چی په هیواد کی د نرخونو توازن بر قرار نه دی انفلاسیون سره مخامخ دی بیکاری هم شتون لری چی دغه ټول دا بیانوی چی اقتصادی بهران سره مخامخ دی نو دا ټول ددی شاهدی ورکوی چی دغسی حالاتو ته په کتو سره غربت او فقر ډیره فیصدی دلته شتون لری که چیرته یی تداوی ونشی نو نور هم زیاتیږی چی د یو نظام د ړنګیدو باعث ګرځیږی چی په اخر به خلک غیر اخلاقی کارونو ته لاس په کاریږی چی جرمونو او جنایتونو کچه لوړوی چی تر ی ډیره کچه  پوری ددی حالاتو تجربه اوس افغانان کوی.

۳- تش په نوم زراعتی هیواد :

افغانستان د زراعتی هیواد په نوم یادیږی حال داچی د فغانستان زراعتی تولیدات خپله د افغانستان ۴۰ فیصده د افغانانو شته لومړنی ضروریات نه شی پوره کولی نو دغه مواد د مجبوری له وجهه د بهرنی هیوادونو نه په ډیر ګران قیمت هیواد ته دننه واردیږی چی دا  د افغانستان په افتصاد باندی منفی اًثرات کوی چی د دی لامل ګرځیږی چی افغانان غربت کندی ته غورځوی ورځ تر بله نو که چیرته فکر و کړو د پورتنی خبرو مقصد دا نه دی چی افغانستان زراعتی ځمکی نه لری بلکه زراعتی ځمکی شته خو بد بختانه چی د هغی نه په صحیح او دروست شکل استفاده نه کیږی البته چی باید کوم للمی او اوبه لرونکو ځمکی چی دی  هغی نه استفاده او د کرنی لپاره اماده شی او باید یادونه وشی چی زمونږ څه باندی ۵۵٪ فیصده خلک پکی مشغول دی خو د نویو طریقو نه کارول او درویجی استادو نه شتون ، د اصلاح شویو تخمونو نه شتون او د فاسد نظام  د ناغړیو له کبله بدبختیو ورځ تر بله لمن وهی او د فقر کچه زیاتیږی.

۴-سیاسی ثبات نه شتون :

په افغانستان کی د تیرو څو لسیزو را پدیخواد دایمی صلح نشتون او د مشرانو( نظام ټیکداران)  ترمنځ  سیاسی اختلافات په مختلقو برخو کی  البته د دوی د خپلو شخصی ګټو په سر نه د ملی ګټو په سر باندی ددی باعث شوی چی نړیوالو ته لاره هواره کړی چی د افغانستان په داخلی نظام کی لاس وهنه وکړی ترسو خپل شخصی اهدافو ته ځان ورسوی چی دا ټول په کولی بڼه باندی د افغانستان په اقتصاد باندی منفی اغیزه کړی چی د خلکو د بیکاری، بیسوادی، د دولت  مخالفینو سره یواځی ګیدل چی په نتیجه کی دا ډول د افغان ولس د فقر او بدبختی سبب ګرځی چی ورځ تر بله دغه مشکلات په زیاتو دو دی چی ځان سره د فقر د کچی د لوړیدو باعث ګرځی.

دا چی په افغانستان  د فقر او بدبختیو سره لاس په ګریوان یو چی ددی د وجهه زمونږ ځوانان او خلک  د مختلقو لارو چارو په استفادی سره په مختلفو جنایی جرمونو باندی لاس پوری کوی چی د غو پورتنیو لاملونو او اصل ته په کتو سره باید د فقر د ټغر د راټولولو او یا ددی د کچی د ټیټیدو لپاره لاندی څو ټکوته باید خاص تمرکز و شی چه عبارت دی له:

۱-انسانی منابع باندی سرمایه ګذاری:

دا چی په افغانستان کی د سواد ګچه په ټیټه اندازه ده نو باید چی په انسانی منابع باندی دقیق او په کافی اندازه سرمایه ګذاری وشی یعنی د هیواد دننه معارف او د لوړو زده کړو وزات ته خاص بودیجه تخصیص شی چی د افغان کهول لپاره د زده کړو لپاره زمینه برابر شی تر سو وکولی شی چی د تر دوکتورا تر ګچی پوری خپل  تعلیم او تحصیل ته ادامه ورکړی او دوی ته  بهرنی سکالرشیپونو سهولتونه باید هم امده شی چی افغان نسل د نورو مملکتونو کی تحصیل وکړی چی د نورو ماحول په لیدو سره د وطن دوستی، اخلاص، صاداقت ، مینه دووی په زړونو او زهنونو کی راژوندی شی چی ددی ځوان کدرونو څخه د اففانستان په دولت کی استقاده به مونږ د شته ستونزو د هواری په موخه او د فقر د لری کولو او د هغی د کچی د ټیټولو په منظور او د یوی قوی اقتصاد په درلودلو په برخه کی به په ډیر پیمانه کمک او ټول نړی به شاهدان وګرځی.

۲- پانګه اچونه :

یواځنی لار چی د اقتصادی ودی او  پرمختیګ ته لاره هواره کوی او ډیر مهم اصل یی

پانګه اچونه دی چی که هغه د داخلی پانګه وال او یا خارجی پانګه وال له خوا ترسره شی په افغانستان کی په مختلفو سکتورونو کی  دا به له یوی خوا افغانستان به د وارداتی  هیواد نه په صادراتی هیواد تبدیل کوی او په ضمن کی دولت ته به عاید راشی ، کاری فرصتونه به خلکو ته مهیا شی چی د یوی خوا نه به په نرخونو کی د پام وړ توازن رامنځته شی او د بیکاری کچه به ټیت شی چی د اقتصادی بهران مخه د ډیر کچه کنټرول کوی چی په کولی شکل به د غربت او فقر څخه اففانان خلاص شی او یا که وی هغه هم په ډیر ټیټ فیصدی تر یو لنډی مودی پوری.

۳- زراعت بخش کی قوی تغیرات :

که د افغانستان زراعت ته په ښه او دروست شکل ځیر شو او نړی ته ځیر شو نو زمونږ ذهن به دا ووایی چی په واقعیت مونږ د قرن اوستا سیسټم تعقیب کوو ځکه چی پدی سیسټم مونږ تولیدات نه لرو پدی چی همدا اوس د افغانستان شته خوراکی ضروریات  نه شی پوره کولی سره له دی چی د افغانستان ۵۵٪ خلک په دی برخه کی بوخت دی خو باید دلته د نویو ابتکاراتو او پرمختګونو شایدان باید و اوسو او د نویو ،خورا کافی او اصلاح شویو تخمونو، نیالګیو، نویو نباتاتو سره اشنایت چی په کم وخت کی ډیره حاصل وکړی په کینولو او روزلو کی باید په عملی بڼه باندی کاروشی چی د یوی خوا نه به دولت ته کافی اندازه عاید راشی او د بلی خوا نه خلکو ته پوره د کار زمینه او په ضمن کی زراعتی محصلاتو په نرخونو کی هم توازن رامنځته کیږی.

۴-ښه حکومتداری :

ښه حکومتداری هر هغه څیزونه دی چی که په یو هیواد کی صورت ونیسی نو د هغی هیواد خلکو به د خدای (ج) د هریو نعمت نه به برخمن شی او ددی ترڅنک به همغه هیواد به د قوی  اقتصاد او سیاست خاوندان واوسی چی داټول په هغه صورت شونی دی چی ددی په راس کی یو قوی رهبر او ځان سره خبل ټیم په درلودلو سره چی هر څه نه ورته ملی ګټی مهم وی شونی دی نه چی غل،رازن ،غلام ،خاین، او د پردیو هیوادونو لپاره د نظام په دننه کاروکړی او د هغوی د اهدافو د ترلاسه کولو په منظور کار وکړی د خپل شخصی منافعو په غرض باندی چی البته ددی شاهدان دی ټول افغانان په افغانستانه کی ځکه چی یوکس که مقرر کیږی هغه په روابطو باندی چی د سره پکی لیافت ،د وطن د مینی او د ملی منافعو احساس ورسره هم نه وی نو دغه اصل ته په کتو سره ددغه اشخاصو ګمارل چی د افغانستان په تاریخ باندی ملنډی ووهی دا به څنګه او به چیرته ښه حکومتولی وی، نو باید چی په دغو ټکو باندی ډیر زیات پام وشی تر څو په افغانستان کی د ټولو اقوامو په منځګړیتوب او د ښواو وړ  کدرونو ټولول او ګمارل دا د یو ښه رهبر کار دی چی ددغو کدرونو د ګمارنی پراساس باندی شته ستونزو ته به د پای ټکی کیښودل شی چی په نتیجه کی یو ازاد او د اسلامی نورمونو سره برابر به یوه نظام ولرو چی د هر چا حق به حق دار ته ورسیږی او د غربت د کرښی نه هر یو افغان به پورته ژوند وکړی.

ومن الله توفیق

د یو اباد او سوکاله افغانستان په هیله

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: