ادیبان، لیکوالان، شاعران

غني خان؛ د پښتو ادب ځلاند ستورى

لوى غني، شاعر، مجسمه جوړوونكى، پوه، اديب، سياستوال، د مينې، سولې او روغې جوړې خاوند، د باچا خان د زړه سر، له نړۍ څخه وكوچېدو، خو د هغه د خپلې ژبې، خاورې او خپل كلتور او د هغه خدمتونه به دى تل ژوندى ساتي. داى دلته يې شجره او ادبي هڅې په لنډ ډول معرفي كېږي:

د 1914م كال د ډسمبر په مياشت كې د پښتونستان د اشنغر د ?زړ? په كلي كې د خان عبدالغفار خان په كور كې يو ماشوم پيدا شو، چې دغه ماشوم د پښتني ادب يو ځلېدونكى ستورى و. دا ماشوم غني خان و.
د ښاغلي غني يو ملګرى ليكي چې غني خان په كوچنيوالي كې ډېر ښكلى او د مور و پلار ډېر نازولى و، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والى و، خو د قدرت اراده نه وه، چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي. غني له پيله له سختيو او ربړو سره ګير و، نو ځكه د پنځو كلونو په عمر د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ كې د وبا په ناروغۍ وفات شوه، دى او كشر ورور يې ?ولي خان? د درې نيمو كلونو او يوه خور يې ?سردارو? د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت كې غفارخان د پرنګيانو حكومت له خوا په درې كاله بند محكوم شو. نو د درېيو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان وور ته ورترغاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له سرپرست څخه بې برخې پاتې شول. غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه د وستانو د غريبو هلكانو لپاره په ?اتمانزو? كې جوړ كړى و، زده كړې څه له پاسه په كې وړيا وه. 

باچاخان ځكه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستاوه چې خلك ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير كوي، خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته بيايي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته لېږي.
په هغو ورځو كې د باچا خان دا خيال و چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل. 

باچا خان ډېر وخت له جېل كې بندي و او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنګ د تبليغ لپاره په دوره وتلى و.
غني خان لسم ټولګى په بري سره پايته ورساوه، وروسته د ډهلي جامعه مليه مدرسې ته لاړ.
دا هغه وخت و چې په افغانستان كې د سقاو زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاكټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه، اووه ډاكټران او دېرش نور زليمان په دې پلاوي كې شامل وو (غني خان په كې و) خو انګرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول چې د افغانستان پاچا تاخ او تخت پرېښودل او د كندهار له لارې بهر ته لاړ. 

غني خان د څوارلسو كلونو په عمر په بمبيي كې د لندن په نيت د اوبو بېړۍ ته وخوت او همغه ورځ يې خپل لومړى شعر، د تسلي په نامه وليكه. 

د انګلستان په ازاد چاپېريال كې د غني خان ناياب ښايست د هغه لپاره يو لوى مصيبت شو، چېرې چې به چې ته، نو انګرېزۍ نجونې ورپسې وې او سبق ته يې نه پرېښود، په پاى كې د لندن يوه فلمي لوبغاړه ورباندې مينه شوه، چې ډېره ښكلې وه. باچاخان خبر شو او حكم يې وكړ چې سم له لاسه دې امريكا ته لاړ شي، غني خان امريكا ته لاړ او په لويزيانا ايالت كې په زده كړه بوخت شو. 

عبدالغفار خان بيا بندي شو او له دې سره د غني خان ژوند بيا له تريخوالي سره مخ شو او په ژوند كې يې ډېره ګډوډي راغله، په ځانګړې توګه اقتصادي تنګسې ډېر راګير كړ.
غني خان د خپلې سيمې په باره كې وايي:
د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ كړلو محل
دې ټول خرګي جان ورته حيران حيران كتل
قالين مې په كې خور كړ، د سرو پاڼو د ګلاب
اوچت يې دېوالونه د سازونو د رباب
يوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم
په خوا كې مې دلبره وه، موسكۍ سترګې پُر نم

رښتيا هم، د غني خان ژوند هغې دوه لارې ته رسېدلى و، چې يوه لار ټولنيز يا سياسي ډګر ته تله، بله لار د غني د سپېڅلي طبيعت، فطرت، ادب او ښكلا دنيا ته.

هغه په 1945م كال د سياست ډګر ته د تلو هڅه وكړه، په مركزي پارلماني انتي بيرو لپاره ودرېدو ځان يې كانديد كړ. د ده په وړاندې درې ډلې ولاړې وې.

باچا خان د ?زلمي پښتون? غورځنګ وځنډاوه. د 1948م كال د جولاى په څلورمه نېټه د شپې پر يوه بجه د پاكستان حكومت له خوا ونيول شو. دا مهال په پښتونستان كې د پاكستان سخت تشدد او ظلم روان و، ډېرې ازادۍ غوښتونكې پښتنې مېرمنې كونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان او زلميان ووژل شول. غني خان شپږ كاله په زندان كې تېر كړل. ده په زندان كې هم شعرونه ليكل، دى د هريپور په بنديخانه كې بندي و، د خپل كتاب په پاى كې داسې ليكي:
كتاب خلاص شو، خو شعرونه ډېر پاتې دي، خير بيا په چېرته څه غم وكړو، ژوند هم عجب شى دى.
وايي چې تر بند وروسته چا غني خان ته وويل: ته او قافلې يې سره ډېر بد ګير كړي يئ.
د دې لپاره چې د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افكارو باندې څه ناڅه رڼا واچول شي، نو غوره لار دا ده چې د ده خپل كلام ته ځير شو او ويې لولو.
انسان د غني په نظر ډېر لوړ مقام لري، دى ان د كايناتو او موجوداتو مطلب او اروا انسان ګڼي او بې له انسانه اسمان هم بې مانا ويني:
څنګه ملامته زه په ګناه شم
چې وس قسمت او تدبير د بل دى
څنګه ستومانه زه په خندا شم
خوب دى د بل او تعبير د بل دى

غني خان د عارفانو په څېر د انسان زړه د خداى كور ګڼي او ديوه مفكر انسان په توګه خپل خداى، نه په جومات كې لټوي، نه په مكه كې. بلكې په خپل زړه كې يې مومي او وايي:
په جومات كې مې ونه موند، په مكه كې رانه ورك شو
خداى مې زړه كې راپيدا شو، چې مې مخ د يار كړ ښكل
غني خان خپل فكري مشكلات داسې بيانوي:
خدايه! عقل چې و، زړه دې ولې راكړ؟
په يو ملك كې دوه خودسره پادشاهان
پادشايي او فقيري دې ولې يو كړه
د ژوندون په هره ساه كې مرګ پنهان

د خپل خداى مينې ده ته دومره جرئت وركړى، چې رندانه خبرې كوي، لكه:
ما به شمع شمع كړله
تا كه جوړ رانه پتنګ
ما د قصده وې ملنګ يم
ما رښتيا كړمه ملنګ
ما پېښې كړې د تورزنو
تا مې كور له راوړو جنګ
زه خو غږ كولاى نه شم
په ګيلو ته خپه كېږې.
غني خان او ژوند:
غني خان ډېر خوشبين دى او ژوندون ته په ډېر اهميت قايل دى، د ده په نظر ژوند حركت او وړاندې تلل دي، پاڅېدل، غورځېدل او د ستونزو په وړاندې مبارزه كول دي، يا بالاخره اروايي خوشحالي ته رسېدل دي، دى وايي:
چې خمار مستي ترې وځي
شراب ښې ترخې اوبه وي
چې سرور غرور يې نه وي
دا ژوندون، ژوندون د څه وي
چې په ژوند كې سخته نه وي
لكه بې مالګې طعام
چې په خوله كې خندا نه وي
لكه ډك د خاورو جام
ژوند كه تل فرني څټل وي
دا خو سپى هم شي څټلاى
كه تش نسل زياتول وي
دا غويي هم شي كولاى
ژوند نه خېټه نه ماڼۍ دى
نه ډېرى د سرو لالونو
نه ياران، نه معشوقې دى
نه باغونه د ګلونو.

نو د غني خان له نظره ژوند څه دى، داسې ځواب وايي:
ژوند خو تله دى يو په مخه
غورځېدل او پاڅېدل دي
ټكى سوز او ټكى ساز دى
څه خندل دي، څه ژړل دي

غني خان او كورنۍ:
غني په خپله كورنۍ كې تر هرچا زيات د ننګيالي پلار عبدالغفار خان درناوى د ځان فرض ګڼي، كله چې يې پلار د انګرېزانو په جېل كې پروت و او غني خان ته يې يو له ګيلو ډك ليك ليكلى و، غني خان په ځواب كې دا بيتونه ورولېږل:
بابا ته
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره
كله خاندم، كله ژاړم، لېونى يم
اى زما په بند كې پروت غريبه پلاره
نه، نه ته نه يې غريب ډېر لوى يې اوچت يې
مصيبت هم ستا عزت دى عزت داره
خداى به رحم و په تا باندې لږ كړى
بل ښه زوى به يې و كتلى ستا دپاره
چې تا كې كوم جوهر دى ما كې نه شته
ستا نېكي زما بدي دواړه بېشماره
ته سلار يې د كاروان په نېغه لار ځې
زه كوږ ځغلم لكه اوښه بې مهاره
ستا د زړه فوارې ډكې د مينې
زما زړه دى وچ كوهى نه لري داره
وهم منډې تا پسې خو ته هم ليرې
وينم ستا ايله ايله د پښو غباره
پروا نه شته كه په منډو منډو مړ شم
فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره.

غني خان خپل كتاب چې په انګرېزۍ ژبه يې ليكلى، خپل ګران پلار ته داسې ډالۍ كوي:
I dedicate this book to the first pathan I knew and the first I have know my father.
?زه دا كتاب هغه لومړني پښتون ته ډالۍ كوم، چې زه يې پېژنم، تر ټولو غوره انسان ته چې ما پېژندلى يانې زما پلار ته?
قوم او غني خان:
غني خان له خپل قوم سره ډېر لېونۍ مينه لري او تر هر ولس يې پښتون ولس زړه ته ډېر نژدې دى. غني خان په دې چې په پښتون ولس كې پيدا شوى، د خداى شكر داسې پرځاى كوي:
خدايه! شكر چې پيدا دې له دې قام كړم
د پښــتون د نــر وجـــود دې يو اندام كړم
او چې خړمخى پښتون ورور يې غېږې ته ورشي نور يې نو د دنيا ټول ښايست هېرېږي. غني خان وايي:
سر څه د سپي سر وي چې فدا نه وي په قام
نر څه ښځونى وي چې شيدا نه وي په قام
په بل ځاى بيا وايي:
ستا دا لاس د قسمت لاس دى
ورانول، جوړول دوى كا
د فرعون د كور په شانې
دا حصار خاورې ايرې كړ
پاڅه وښيه دنيا ته
د پښتون د بچو ننګ
پاڅه واوروه شغال ته
د ويستلو تورو شرنګ
غني خان او هېواد:
غني خان له خپل هېواد سره هم د زړه له كومې مينه لري، نو ځكه وايي:
ما ليدلي محلونه د لندن دي
جينكۍ مستې ازادې ګلبدن دي
ما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښكلې
په كردار ګفتار خوږې لكه بلبلې
ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو
د ډهلي ښكلي ښارونه د مغولو
خو چې ووينم زه خپل د خټو كور
رانه هېر شي محلونه ښايسته نور
دا نرۍ تنګې كوڅې زما د كلي
ورته څه دي د دنيا ښارونه ښكلي
چې خړمخى ورور پښتون مخې له درشي
درنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شي

د غني خان ترانه
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما
ستا هره دره كې دي د تورو نښانې زما
زه يم ستا د خاورې ته زما د مينې جوړه يې
ته مې د غيرت او د پښتو رنګيني جوړه يې
ته مې د نيكه او د بابا د وينې جوړه يې
ستا زړه كې ويدې دي ټولې تللې زمانې زما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

سترګې مې لوګۍ شه ستا د خاورو د كورونو نه
عقل مې ايرې شته ستا دپاره د فكرونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د غرونو د سيندونو نه
ستا هره دره كې دي د تورو نښانې ما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

ستا عزت چې نه وي زه به نوم او عزت څه كړمه
ته چې خوار و زار يې زه به خوب او راحت څه كړمه
ستا سر چې وي ټيټ، نو به زه شان او شوكت څه كړمه
مسته به دې خاوره كړم په وينې مستانې زما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

يا خو به دې سيال كړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو كې تورې خاورې كړمه ځان
زه به دړې وړې شم خو تا به كړم ودان
نر يمه پښتون يم تا ته يادې افسانې زما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

دهوسۍ مجلې څخه // بهاالدين بها، ننګرهار

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: