اسلام

غالب اسلام او مغلوب مسلمانان؟

د اسلام مطالعه موږ ته په ډاګه د دوو شيانو تر منځ توپير ته ګوته نيسي:

يو، اسلام د داسې يو دين په توګه چې خدای نړۍ ته د يو لارښود قانون په توګه او د ورک لارو لپاره د مشال په توګه رالېږلی.

او بل، له همدغه دين څخه د مسلمانانو د فهم او تطبيق ترمنځ.

اسلام د يو تضمين شوي دين په توګه هېڅکله ماتېدونکی نه دی.‌ بلکې، تل غالب او لاسبری دی. خو،‌ دا مسلمانان دي چې ماتېږي او ناکامېږي، او هغه هم له خپل دين څخه د نيمګړي تصور لامله.‌

نو، دا به غير معقوله وي که څوک ووايي چې: اسلام په هغې جګړه کې مات شو چې قطعآ پکې ښکېل شوی نه و.

هو، مسلمانان په جګړه کې داخلېږي، او بيا ناکامېږي. اما اسلام،‌ نه ناکامېږي، لکه په دې ايت کې يې چې د بريا تضمين شوی دی: ( هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) [التوبة : 33] ژباړه: خدای خپل پېغمبر له هدايت او حق دين سره راولېږه تر څو يې په نورو ټولو اديانو باندې غالب کړي، که څه هم مشرکين دا نه خوښوي.

او خدای خپل سپېڅلی کتاب قرآن له لاسوهنې او تحريف څخه ساتلی، تر څو د هرې زمانې لپاره د هغه وروستۍ رښتينې خبره واوسي. د قرآن لارښوونې به هم تلپاتې وي، همېشه به د انصاف لرونکو او هوښيارو خلکو لپاره يو ځلانده مشال، او د کوټلي حق پيغام وي.‌

د مسلمانانو د بريا راز

مګر، د مسلمانانو لپاره يوازې د اسلام د دعوی کولو له وجهې د غالبيت او کاميابۍ څه تضمين نشته، ځکه د دوی حالت په اسلام باندې د سمې او يا ناسمې پوهېدنې او بيا د هغه د تطبيق په څرنګوالي پورې اړه لري. که مسلمانان له دين څخه په عمل کې ليرې واوسي، هېڅکله لاسبري کېدی نه شي او نه د نورو سيالو ولسونو تر منځ کوم ځای موندلی شي ځکه د دوی ارزښت په دين او د هغه په ساتنه کې دی. دا په دې پورې اړه لري چې مسلمانان تر کومه حده اسلام په سوچه او بشپړه توګه اخيستی دی. مثلا، که موږ اسلام د يو ميراثي رواج په څېر له خپلو پلرونو او له خپل محيط څخه واخلو، نو کله چې موږ له رواجونو څخه په متاثر دين باندې مبارزې ته داخلېږو، هله به همدا رواجونه وي چې ماتېږي، نه اسلام.

سربېره په دې، له ژوند څخه د اسلام ليرې کول مسلمانان يو بې ارزښته امت ګرځوي، چې نه د نژدې او نه د ليرې سيالانو لپاره د سترګو اغزی کېدی شي، بلکې هر څوک به ترې خپله ګټه اخلي، او په ذلت کې به اوسي.

که مسلمانان له بري سره مينه لري، نو بايد اسلام څرنګه چې دی د خپل ټول ژوند په برخو کې ومني. او که د ازموينې په يوه پاڼه کې درغلي ناروا ګڼله کېږي، نو د مسلمان لپاره د ژوند پر پاڼه غلط نيمګړی  اخيستل بيا تر ټولو ناوړه درغلي ده.

د اسلام او مسلمانانو د لوړتيا په لار کې بايد موږ خپل تاريخ ته وګورو،  خپل ماضي او راتلونکی سره وتړو، د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړو،‌ او له نورو څخه، له هغو څخه چې د ژوند کولو هنر يې ښه زده کړی استفاده وکړو ځکه اسلام موږ ته نه دي ويلي چې تل په خپل ځان پورې محدود پاتې شو، بلکې موږ ته يې په ډاګه د خپل او نورو له تجربو څخه د زده کړې امر کړی، ځکه الحکمة ضالة المؤمن، انی وجدها فهو احق بها (پوهه د مسلمان ورکه ده، هرچېرته چې يې پيدا کړي بايد ترلاسه يې کړي.)

عجيبه ده چې د ګمراهۍ لارويان د خپلې عقيدې او ګروهې د خپرولو لپاره راپاڅېدلې دي، خو د تر ټولو غوره ارزښتونو خاوندان او د حق لارويان لاس تر زني ناست دي، نه د خپلې عقيدې په ننګه درېږي او نه ورته هغه ډول چې پکار ده پابند دي، مګر ډېر کم شمېر کسان.

اسلام کامياب دی، مدعيان يې ناکام دي

که اسلام لکه څرنګه چې دی هغه اصول وي چې مسلمان بايد ورته پابند واوسي، او داسې يو د ژوند قانون وي چې په له لارښوونې سره يې سم ژوند سمبال شي، نو بې له شکه چې د دې دين  په حقانيت او غالبيت کې شک نشته، او نه خو د خدای په ژمنو کې فرق راغلی. اسلام په هېڅ جګړه او مبارزه کې نه دی داخل شوی،‌ مګر کامياب شوی. که کله د اسلام په نوم مبارزه کوونکې ډله ناکامه شوې وي، نو داسې مه واياست چې اسلام ناکام شو، بلکې مسلمانان ناکام شول. د دې دواړه تر منځ ځمکه او اسمان فرق دی.

استاذ راشد غنوشي د مسلمانانو د اوسنۍ وضعې د ارزونې په اړه څه ښه ويلي چې مسلمان پرشا روان دي، خو اسلام پرمخ روان دی او په پرلپسې توګه له يو پړاو وروسته د بريا بل پړاو ته ننوځي. خو په دې کې هم شک نشته چې د اسلام دا چټک پرمختګ د خدای له فضل نه وروسته، د هغو کسانو له برکته دی چې له اسلام سره واقعي مينه لري، په اسلام روزل شوي دي، او د هغه لپاره ژوند کوي. سره له دې چې د دغو کسانو ځواک او وړتيا د باطل قوت په پرتله خورا لږه او کمزورې ده، خو خدای پکې برکت اچولی، او د خدای وعده چې وايي يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (اې مؤمنانو، که تاسې د خدای د دين په ملاتړ راپاڅئ، خدای به مرسته وکړي او تاسې ته به ټينګښت درکړي.)

اسلام ته د کار کولو ساحه پراخه ده

د اسلام پرمختګ چې مخکې مو وويل د مخلصو مسلمانانو د هڅو په مټ تر دې ځايه را رسېدلی د برياليتوب او ځواکمنتيا له طبيعي لارو څخه بايد ترسره شي. يعني د اسلامي پرمختيا په پروسه کې بايد څومره چې ممکنه وي ګډ او همغږی کار وشي، افراد بايد په منظمه او يوموټي بڼه کار وکړي، ځکه په يوازې-يوازې سر کار کول په اوسنۍ نړۍ کې مؤثر نه شي واقع کېدلی. بايد په ډله ييزه توګه کار وشي. مهمه داده چې که وړې وړې ډلې هم سره تنظيم شي، خو چې کار ډله ييز وي ان شاء الله حتما به نتېجه ورکوي. او هره ډله يا ټيم چې د اسلام لپاره کار کوي، بايد کار ته يې په درنه سترګه وکتل شي، هغه که په هر ډګر کې د اسلام لپاره کار کوي، هغه که ولسي ډله وي، تنظيمي وي، کوم غورځنګ وي او آن که د اسلامي نړۍ حکومتونه وي. نه شي کېدای چې اسلام ته کار کول په يوه ډله کې منحصر کړو، که څه هم هغه ډېره ستره ډله او حرکت وي. د اسلام د کار ساحه د حرکتونو او ډلو تر لمنې ډېره پراخه ده. او ان شاء الله چې په هره اسلامي ډله او غورځنګ کې خير شته دی.

موږ په داسې زمانه کې اوسو چې خلکو مو د داسې مسؤلينو له لاسه ډېرې ناخوالې ليدلې چې په غربي او نورو غير اسلامي سترخوانونو را لوی شوي دي، د سپېڅلي دين له لارښوونو او اهدافو څخه ليرې روزل شوي دي، کله چې واک ته رسېدلي اسلام يې په لوی لاس د ژوند له ساحې څخه ليرې کړی. دوی له اسلام څخه د خپل ذوق او طبيعت سره سم استفاده کوي، او د دين هغه برخې چې د دوی په ګټه وي يوازې له هغو څخه استفاده کوي. خو زموږ سترګې مسلمانو ولسونو ته دي. اسلام د مسلمانو ولسونو په زړونو کې داسې ټينګ ځای نيولی دی، چې هېڅ خنډونه يې نه شي درولی. همدا د ولس بچيان دي چې په حکمت او ځيرکۍ د اسلام خدمت کوي، پر هر چا باندې غږ کوي چې اسلام را وګرځي، او خدای ته د بلنې په لاره کې له هيچا څخه وېره نه لري.

کوم يو مطلوب دی: د خدای په لاره کې مرګ، که ژوند؟

همدا د ولسونو له زړونو څخه د اسلام لپاره راپاڅېدلې ډلې بايد په صبر، حوصله او استقامت سره د خپل دين او وطن خدمت پرمخ بوځي، او دا مختلفې ډلې او غورځنګونه بايد د خپلو اهدافو په رڼا کې خپل يووالی وساتي، پر حق باندې ټينګ ودرېږي، او خپل هغه جهاد ته په ټينګه مټې را بډ وهي‌ چې خلک د خدای په لاره کې له مرګ سربېره، د هغه په لاره کې ژوند کولو ته وهڅوي. په حقيقت کې د خدای په لاره کې په استقامت ژوند کول، په دې لاره کې تر مړه کېدلو سخت شوي دي.

که يو وايي چې د خدای په لاره کې مړه کېدل زموږ تر ټولو لوړه هيله ده، زه وايم د خدای په لاره کې ژوند کول دي هم زموږ يو لوړ هدف واوسي. د دې دواړو تر منځ تضاد نشته دی. د خدای لپاره مړ کېدل اصلي هدف نه دی، خو که د ژوند کولو په لاره کې په مخه راشي، نو بيا په زغرده ور مخکې کېږو. خو، د خدای په لاره کې د ژوند کولو اصل والی پر خپل ځای پاتې دی. او مسلمانان هم هغه مهال کاميابېدای شي چې د اسلام لپاره ژوند وکړي، او نور همدې ته وهڅوي.

د ليکنې عربي سرچينه: د اسلام انلاين سايټ، اسلامي فکر ته ځانګړې شوې د مدارک پاڼه.

ليكنه: دکتور مسعود صبري

ژباړه:  محمد يونس برهان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: