غازي محمد جان خان وردګ او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه

د روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸– ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د  محمد رسول باوري لیکنه له تاسو سره شریکوو چې غازي محمد جان خان  وردګ او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه  نومېږي (اداره)

کوم دا ليونتوب چي غوغا را باندي راسي
سکه وهم پر زرو چې خاوند يې راپيدا سي

دا بيت د هغي سکې پر مخ حک شوې دی چي د محمد جان خان وردګ په نوم ياده سوېده.  پخوا تر دې چي د دې سکې په اړه څه ووايم اړينه ګڼم چي د سکه پوهني او د مسکوکاتو پر يو شمير ځانګړنو په لنډه توګه تم شم. ·

سکه  پوهنه، د لرغونو زمانو د بيا پيژندلو خورا ډاډمنه  پوهه  ده. دا پوهنه د لرغونو  او تاريخي ټولنو د پيژندلو  په اړه  هر اړخيز مالومات  د څيړونکو او پوهانو په  واک کي ورکوي . دا مالومات  د اقتصادي وړتيا بيا تر ټولنيزي اړتيا د عقيدتی ارزښته بيا تر کلتوري درنښته، ټولي خواوۍ رانغاړي .د همدې امله د سکې پوهني علم د يوه خپلواک دسپلين په توګه د نورو علومو تر منځ  ځانګړی موقف او دريځ تر لاسه کړيدی.

په پخوانيو تاريخي  ټولنو کي د بنسټيز بدلون نښي هغه مهال په بشپړه توګه ډاډمني ګڼل کيږي  چي  د هغو ټولنو په مسکوکاتو کي د هغه بدلون انعکاس راغلی وي. په مسکوکاتو کي حک سوي انځورونه، ليکل سوي  متنونه، د مسکوکاتو وزن، د مسکوکاتو فلزی نوعيت او په مسکوکاتو کي نوري پرتی نښي، زموږ سره دا مرسته کولای سي چي په ډاډ د هغی ټولني رښتينی انځور  لاس ته راوړو.

د شکه پرته ويلای شو چي  د سوداګری کچه، د اقتصادي پياوړتيا نښي،  په ټولنه کي د عامو وګړو د ژوندانه  څرنګوالی، د عامه ګټو له پاره  د تاسيساتو اندازه او نور د خپل پير  د مسکوکاتو څخه په خورا اسانه توګه  را پيدا کولای شو.په دې  ډول  د هري دورې د مسکوکاتو نوعيت او کميت د هغې دورې  د اقتصادي حالاتو بشپړ بيان  کوي، چي  د مسکوکاتو د دې  اړخ بيان ، د دې  ليکني موخه نه ده، نو ځکه  په همدې يوه پارګراف بسنه کوو.

اوس به  د مسکوکاتو پر سمبولونو او ليکنو لنډ تم سم . په مسکوکاتو کي  د سمبولونو دود  د پخوانيو زمانو راهيسي  پيل شوي دی . په مسکوکاتو کي د سمبولونو حک کول  او يا د نښو کيندل  په بيلا بيلو ټولنو کي بيلا بيل تعبيرونه  لري، دلته  د کوشاني دورې يوه سمبول ته پام اړو :
د كنشكا او له هغه  وروسته كوشاني پاچاهانو په زمانو كې د سكو پر مخ د نيزې نښه يوه ځانګړې علامه ده، چې د يو عام دود او دستور په حيث د کوشاني واکمنانو له لوري  عملي  شوې دی . هر كوشاني پاچا په خپل نوبت د خپلې سكې پر مخ د نيزې حك كول د يوې خاصې علامې په حيث  دود كړېده.٢

د كوشاني سكو پر مخ د نيزې انځورول او حك كېدل سربيره پر دې، چې  په رومي مسکوکاتو کي د نيزې انځور  مقدس بلل كيده او د قدرت او عظمت بهترين او عاليترين سمبول  ګڼل كېده  او  همدا د  ساكانو  په سكو كې نيزه د جنګ يوازنى وسيله بلل شوي ده، ولې د كنشكا او د هغه څخه وروسته كوشاني پاچاهانو ته، نيزې بل مفهوم او افاده درلودل . په دې انځور او سمبول كې  د هغه مهال وګړو له پاره په مسکوکاتو کي د نيزې انځور د كنشكا مافوق بشري قدرت او روحاني قوت تغښتي وو. په دې اړوند ابوريحان  البيروني  ليکي .

“كله چې كنك پاچا ته د قنوج د واكمن تحفه راورسيده او ورته وړاندې شوه، كنك پاچا د تحفې په ليدلو په غضب شو. د دې قهر علت  دا و چې د تحفې په سر باندې د لاس د علامې پر ځاى د پښې علامه موجوده وه. په همدې اساس يي د قنوج د واکمن د مينځه وړلو له پاره لښكر ترتيب كړ. د قنوج په نږدو كې د قنوج د واکمن  يوه چالاكه وزير د كنك افراد او جنګي لښكري داسي دښتي ته وهڅول چي د تندي  له امله د جنګ پريښودلو ته  اړ شول. په همدې وخت كې كنك پاچا خپله نيزه په ځمكه ووهله او له هماغه ځايه څخه اوبه راوبهېدې  (۴: ۸۵) .
يو بل عمده عنصر، چې د كوشاني دورې او خاصتاٌ د كنشكا څخه وروسته د سكو پر مخ ليدل كيږي هغه د اور لمبې دي چې د پاچايانو له اوږو څخه راپورته كيږي. د دې علامې څخه څيړونكو دوې بنسټيزي نتيجې تر لاسه كړيدي: لومړى دا چې د اور لمبې د اور نمانځنې (آتش پرستي) مذهبي عقيدې سره تړاو لري او دوهم  تړاو دا چي  د کوشاني مسکوکاتو پر مخ د اور لمبې  د يوې فکلوريکي کيسې سره اړه لري چي وايې :”كنشكا د كاپيسا په شاوخوا  د يوه غره په لمنه كې د يوې ستوپي يا بودايي معبد د ودانولو تكل وكړ. نوموړي معبد شپږ ځله جوړ شو،  ولې تر هر ځل جوړېدو وروسته به د (ناګاراجا) (خبيثه ارواح) له خوا ويجاړ شو. پس له شپږم ځله جوړېدو څخه كنشكا د ناګارجا پر ضد جګړه پيل كړه او د جګړې په جريان كې به يي په خپل روحاني قوت د خپلو اوږو څخه د اور لمبې پورته كولې چې په همدې ترتيب يي ناګارجا له هغه ځايه څخه وشاړه او كنشكا خپله ستوپه جوړه كړه او ويي ساتله” (١: ۴۳)

د مسکوکاتو  پر مخ  ليکني هم د سکو د مهال  سياسي حالات را څرګندوي، بيا هم د کنشکا مسکوکاتو ته ورځو. د كنشكا د يوې دايروي طلايي سكې توضيح:
وزن: ۱،۲۲ ګرينه  ( يو ګرين د  پنځه ويشت پر سل قيراط سره برابريږي )، اندازه : ۰،۸  انچه
د سكې پر مخ او شاه په كوشاني كاليو كې چې لوړ څوكې خولې يې په سر ده، چپنه يې په اوږو او مخ ته يو كوچنى د قرباني ميز ليدل كيږي . په كيڼ لاس كې يې يوه اوږده نيزه ښكاري او په خروشتي رسم الخط  ليكل شويدي چې: ” د پاچاهانو پاچا كوشاني كنشكا” د سكې په بل مخ د لمر رب النوع “ميرو” تصوير ليدل كيږي. (٢ : ۳۳۵)
د پاچاهانو پاچا کوشاني کنشکا د ليکني څخه د شک پرته د هغه مهال ستر توب او عظمت څرګنديږي .

د دې يادونو موخه دا ده چي مسکوکات د خپل  اړوند مهال  د ټولنو د پيژندلو او د تاريخي پيښو د بيانولو او پوهيدلو له پاره  خورا مهم اخځونه او منابع ګڼل شوي دي. د افغانستان په معاصر تاريخ کي  هم د مسکوکاتو رول او ونډه خورا مهمه او ارزښتمنه ده (3).
د دې وينا د ثبوت يوه بيلګه هم  غازي محمد جان خان وردګ  ته منسوبه سوې  سکه ده چي په زيات شمير تاريخي متونو کي د هغې يادونه شوې ده . مرحوم استاد احمد علی کهزاد د دې سکې په اړه ليکي :
( در فرصتيکه امير محمد يعقوب خان بدست انګليسها بندی شد و قوای خارجی به کابل رسيده بود، يکی از زعمای ملی محمد جان خان وردګ که نام با شهامتش در مسلۀ اخراج دشمنان ويرد زبان خورد و بزرگ بوده است، در اين گير ودار از پيدا شدن پاچا افغانستان چنين سکه زد .

ميکنم ديوانه گی تا بر سرم غوغا شود
سکه بر زر ميزنم تا صاحبش پيدا شود

لومړی د سکې په اړه : په زياتو تاريخي متونو کي د دې سکه يادونه شوې ده، يو شمير ليکوالو د سکې ضارب څرګند کړی او يو شمير نور بيا د سکې ضارب نوم ته پام نه دي اړولی، خو د سکې دا يو بيت دومره نامتو سوی او

ويل سوېدی چي اوس د اولس او په ځانګړي توګه د مورخينو تر منځ  د خپلواکۍ د شعار  او د ملی بغاوت  د سمبول په بڼه کارول کيږي.

د دې يوه بيته مورخين زيات مالومات تر لاسه کولای سي. لومړی  د دې  بيت وضاحت دا دی چي هغه مهال په هيواد کي د ټولو له پاره  يو تن منل شوی واکمن نه و، نو ځکه دا سکه د يوه ملي اتل  له لوري ضرب شوه او د خپل مهال د سياسي حالاتو انځور يې پکښي څرګند کړ . دوهم وضاحت دا دی چي دا سکه به تر هغه  کارول کيږي چي د هيواد رښتينی واکمن را وړاندي کيږي .  په دې ترتيب د دواړو اخيستنو يوه پايله تر لاسه کيږي  او هغه دا چي، د انګريزانو سره د جګړې پر مهال  افغان ولس  يو تن  داسي لارښود نه درلود چي د هغه ملي پاڅون لارښوونه وکړي. هر افغان زلمي او هر قومي مشر  او د هري مدرسې مولوی، په خپلو سيمو کي د دې پاڅون ملاتړ وکړ او ځوانان يې د مورچل تر بريده بدرګه کړل. په دې ډله ملي مشرانو کي يو هم غازي محمد جان خان وردګ و، چي د خپلي سيمي څخه بيا د هيواد تر مرکزه يې د خپلواکۍ مورچلونه تاوده وساتل او د انګريزي يرغلګرو ځواکونو له پاره يې  هر ګام ګورستان کړ.

پايله :
د  ياد شوي تعبير  تر څنګ  په دې بيت کي د افغاني دود يوه خورا ستره اخلاقي پانګه نغښتې ده او هغه دا چي: محمد جان خان وردګ د افغاني دود سره برابر د پاڅون مشري کوله، او د سکې د چلولو اړتيا يې  محسوسه کړه،   د دې له پاره چي  په ولسونو کي  د منفي تربګنيو او ناوړه سياليو مخه يې نيولې وي، نو يې سکه په خپل نوم ضرب نه کړه بلکي دا حق يې هم خپل ولس او خلکو ته پريښودی چي د دې هيواد مشري چا ته سپاري؟ دا ډول سلوک  زموږ  په ولسونو کي  د زيات  درنښت وړ دی . ميرويس نيکه هم هيڅکله د پاچا  او يا امير لقب ونه مانه، او پوره اته کاله يې د يوه مشر په نوم د هيواد ملي چاري سمبال کړې.
ستاسو د پاملرني مننه

لر او بر نت څخه مننه

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب