افغانستان مشاهیر

عبدالرحمن پژواک

Abdul Rahman Pazhwak

عبدالرحمن پژواک په ۷ د مارچ ۱۹۱۹ په غزنی کی زيږیدلی او عمر یی د ننګرهار په سرخرود تیرکړی  دی. لمړنی تعليمات يی په افغانستان کی تر سره کړه . دولسم صنف يی په امانی لیسه کی پای ته ورساوه . د مکتب تر فارغيدو وروسته پژواک په خارجه وزارت کی په مطبوعاتی دنده و ګومارل شو . عبدالرحمن پژواک اول داصلاح ورځپاڼی مسئول مدير وو بیا وروسته په باختر اژانس کی د خبرونو مسئول وټاکل شو. تر دی دندی وروسته پژواک د افغانستان د اطلاعات او کلتور عمومی مدیر او بيا د پښتو ټولنی ریس و ټاکل شو .

د عبدالرحمن پژواک مهمی دندي :

۱۹۴۶ تر ۱۹۵۱ په واشنګټن کی د افغانستا ن د لوی سفارت کلتوری اتاشه
۱۹۵۱ تر ۱۹۵۷ د افغانستان په خارجه وزارت کی د ملل متحد د دفتر آمر
۱۹۵۸ د افغانستان دائمی نماينده په ملل متحد کی
۱۹۶۱ تر ۱۹۶۳ په ملل متحد کی د بشری حقوقو د کميسيون ريس
۱۹۶۳ د ملل متحد خاص نماينده په ويتنام کی د ویتنام دحکومت او بودايی اجتماع تر منځ روابط سمول
۱۹۶۶ په ملل متحد کی د یوويشتمی عمومی اسامبلی ريس
۱۹۶۷ په ملل متحد کی دخاصی ټولنی ريس

ښاغلی پژواک لمړی د ادبیاتو د اکاډيمی ريس وو او وروسته تر هغه د همدغی اکاډيمی افتخاری غړی وو . په عین وخت کی پژواک دتاريخ د ټولنی غړی وو.

عبدالرحمن پژواک د ۱۹۷۸ تر ۱۹۸۲ د افغانستان د لوی سفيرحيث په بن ، لندن او نوی ډيلی کی دنده تر سره کړيده . کوم وخت چه په افغانستان کی کمونستی رژيم قدرت په لاس کی واخست ، عبدالرحمن پژواک وطن ته راستون شو . په افغانستان کی پژواک لمړی دکمونست رژيم له خوا په خپل کورکی بندی شو او بیا اجازه ورکړه شوه چه د تداوی لپاره خارج ته ولاړ شی . پژواک په ۱۹۸۲ کی امريکا ته ولاړ او هلته يی سیاسی پناه واخيستله . په ۱۹۹۱ کی پژواک له امريکا نه پيښور ته راغی او هلته په ۸ دجون ۱۹۹۵ د ۷۶ کالو په عمر وفات شو .

د ټول افغانستان پاڼې څخه مننه

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: