طلاق څه ته وايي؟

د طلاق تعریف:

١- طلاق په لغت کې مطلقا د تړلي شي پرانستلو ته وايي، او د شریعت په اصطلاح کې په ځانګړو تورو سره سمدلاسه (لکه په طلاق باین کې) یاپه راتلونکي کې (لکه په طلاق رجعي کې ) د نکاح د تړون پرې کولو ته طلاق ویل کيږي .

که څه هم په مباحو شیانو کې تر ټولو ابغض (بد شی د پالونکي څښتن په وړاندې) طلاق دی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فر مایلي (ان ابغض المباحات عند الله الطلاق ). خو څنګه چې په ژوندانه کې کله نا کله د خاوند او میرمنې تر منځ نا خوالي آن تر دې ځایه راورسیږي چې نور يې نو له بیلوالي پرته بله کومه لاره نه وي ځکه نو د همدې اړتیا له امله په شريعت کې طلاق روا شوی دی .

۲- خو دلته اوس دا پوښتنه راپورته کیږي چې طلاق خو د خدای جل جلاله په وړاندې مبغوض دی نو ښایي چې ناروا وای ؟
ددې پوښتنې په ځواب کې علماوو دوه ځوابونه ویلي لومړی داچې په قرآنکریم کې راغلي چې (لا جناح علیکم ان طلقتم النساء ما لم تمسو هن )نو دا ایت شریف د دې دلیل دی چې د اړتیا په مهال خپلې میرمنې ته طلاق ورکول روا دي دوهم ځواب علماوو دا هم ویلی چې :په حديث شریف کې طلاق ته مبغوض ویل د طلاق دناروا والي دلیل ځکه نشي کیدای چې ابغض د عربي ګرامر له پلوه د اسم تفضیل صیغه ده او مضاف دی مباحات ته او مباحات يې مضاف الیه دی نو له عربي قاعدې سره سم اسم تفضیل دمضاف الیه ځنې وي ځکه نو طلاق هم مباح شو نه ناروا .

یوه بله پوښتنه دلته دا هم ده چې داسې حدیثونه هم شته چې په هغو کې په مطلقاتو ښځو باندې لعنت ویل شوی نو له هغو نه د طلاق نارواوالی څر ګندیږي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي (ایما امرأة اختلعت من زوجها بغیر نشوز فعلیها لعنت الله والملائکة والناس اجمعین) ژباړه: هغه مېرمنې چې بې له اړتیا نه له خاوند نه جلا شي په هغوی باندې دې د خدای جل جلاله ،ملائکو او ټولو خلکو له لورې لعنت وي؟

له پورتني او همداسې نورو هغو حدیثونو څخه چې هلته په مطلقاتو د لعنت ذکر راغلی هغه مېرمنې مراد دي چې بې له کومې اړتیا نه له خاوند نه جلا کيده غواړي ، مطلقا مطلقاتي مراد نه دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب