شکر او انسولین- د شکر ډولونه، نښې، تشخیص او درملنه

شکره او د انسولین رول

د شکرې ناروغې یوه اوږده یا مزمنه ناروغي ده. په دې ناروغۍ کې په وینه کې د شکرې یا خوږې اندازه لوړېږي.
کوم شکره لرونکي خواړه چه هره ورځ موږ خورو، نوموړي خواړه د هضمي سیستم په واسطه ټوټې  کېږي یا هضمیږي نوموړی خواړه د هضم او ټوټې کېدو څخه ورسته د وينېوينې جریان ته داخلیږي او د ورځنیو کارونو او بدن د داخلی وظیفو د پر مخ بیولو په خاطر په مصرف رسیږي،  یعنې معنا دا چې له دې خوړو څخه انرژي په لاس راځي. هضم شوي خواړه کله چه د وينېوينې جریان ته داخلیږي د شکر په شکل وي چه ګلوکوز ورته ویل کېږي، او ګلوکوز د انرژۍ یا توان منبع ده.

د انسان په بدن کې یو ساختمان یا یوه غده ده چه د پانکراس په نامه يادېږي ( پانکراس د کولمو په لومړی برخه کې تر ینه لاندی موقعیت لري) پانکراس د انسولین په نوم یو نوع هورمون (هورمون یو ډول مواد دی چه د انسان په بدن کې د یو ډول خاصو غدو یا مرغړیو په واسطه تولیدیوی، د وينېوينې جریان ته داخلیږی او د انسان د بدن د مختلفو وظیفو په کنټرول او پر مخ بیولو کې مهمه دنده لری) افرازوي، انسولین د خوړو څخه په لاس راغلی ګلوکوز د بدن حجرو ته انتقالوی او د ورځنیو کارونو د پر مخ بیولو لپاره یی په مصرف رسوي، که چیرې د ګلوکوز اندازه د ضرورت څخه زیاته وې نو نوموړی ګلوکوز د ځیګر خوا ته وړي او هلته ذخیره کېږي، د ضرورت په وخت کې که چیرې انسان ته خواړه ونه رسیږي نو دا په ینه کې ذخیره شوی ګلوکوز بیرته د وينېوينې دوران ته ازادیږي او د انرژۍ د منبع په حیث کارول کېږي، او یا که چیری د ګلوکوز اندازه د ورځنی مصرف څخه هم زیاته وي او د ځیګر د ذخیرې څخه هم زیاته وي، نو د بدن په مختلفو برخو کې د وازګو په شکل ذخیره کېږي او د انسان د چاغښت سبب ګرځي.

هغه خلک چه د شکرې ناروغي لري یا یې د وینې شکره زیاته وي، نشي کولای چه ګلوکوز په مصرف ورسوي، ینی ته یي د ذخیرې په خاطر یوسي او یا یي د بدن په شحمي حجراتو کې د وازګې په ډول ذخیره کړي، کېدای شي لاندې مشکلات ولرې.

ددې ناروغانو د پانګراس غده نشي کولای په کافی اندازه انسولین افراز کړي.پانګراس انسولین افراز کولای شي مګر د بد ن حجرات مشکل لري، انسولین ته درست او کافی ځواب نه وايي.کېدای شي پورته دواړه مشکلات په یو وخت کې موجود وي یعنی انسولین هم په کافي اندازه نه افرازیږي او د بدن حجرات هم مشکل لري نه شي کولای چه ګلوکوز په مصرف ورسوي.

د شکرې ناروغی ډولونه

په عمومی ډول دوه عمده شکلونه لري، چې اسباب یې او ددې ناروغۍ څخه راپیښیدونکي خطرونه او همدارنګه د شخص عمر په دواړو ډولونو کې یو له بل څخه توپیر لري.
لومړی شکل چه د Type 1 diabetes په نوم يادېږي، دا ډول د شکرې ناروغۍ د عمر په لحاظ هر وخت مینځ ته راتلای شي، خو ډیر واقعات یې په کوچینوالي کې معمولآ د لس کاله په عمر یا تر هغه په لوړ عمر کې مینځ ته راځي، په دې شکل کې بدن یا د پانقراس غده انسولین نه افرازوي او یا په کمه اندازه انسولین افرازوي، په همدی خاطر دا ډول شکرې ناروغۍ ته د انسولین سره تړلې شکره یا Insulin defendant diabetes mellitus(IDDM) هم وایي. دوهم شکل شکرۍ ناروغی چه د Type 2 diabetes په نوم هم یادیږي، دا ډول ناروغي د شکرې د ناروغۍ زیاته برخه جوړوي یعنی د شکرې ناروغان اکثرآ یې په دغه ډول کې شامل دي، دا ډول ناروغي اکثرآ په لوړ عمر کې مینځ ته راځي، د شکرې ناروغۍ په دې ډول کې مشکل معمولآ د بدن په حجراتو کې وي چې د انسولین په مقابل کې کافي ځواب نه وایي، همدارنګه کېدای شي د انسولین د افراز مشکل هم موجود وي. دا چه دا ډول شکرې ناروغي د انسولین په کموالي پورې تړلې نده نو له همدې کبله دې ډول ناروغی ته Non Insulin defendant diabetes mellitus ( NIDDM) هم وايي.

د حاملګئ د دوران شکره

دا ډول د شکرې ناروغي په حامله ښځو کې د حمل د دوران په مختلفو وختونو کې مینځ ته راتلای شي. په دې حالت کې حامله میندی کېدای شي چې مخکنۍ تاریځچه د شکرې ونه لري، دا ناروغی د ولادت څخه ورسته خپله ښه کېږی او بعضی وخت کېدای شي د شکرې د ناروغۍ په ډول ادامه پیدا کړي یعنی د ولادت څخه وروسته مریضی په دوامدار ډول موجوده وی.

د شکرې ناروغی نښې

د لیدلو مشکلات خصوصآ د شپی له خوا.ډیر تږی کېدل، خستګی یا د ستړیا احساس.لوږه.ډېرې بولی کول.ډنګریدل یا د وزن د لاسه ورکول.
دا چې ډیر ناروغان په دوهم شکل یا Type 2 diabetes ناروغۍ اخته وي، او داډول ناروغي ورو ورو پر مختګ کوي، په لومړي سر کې ناروغ کېدای شي د ناروغۍنښې و نه لري. معکوس د لومړی شکل یا Type 1 diabetes ناروغی سیر یا مینځ ته راتلل په لنډ وخت کې مینځ ته راځی او نښی یی هم ژر څرګندیږی. په مریض کې د ناروغی نښی ژر څرګندیږی، چې د مرض په ژر تشخیص کې مرسته کولای شي.

دا چه مخکې مو یادونه وکړه چه زیاتره ناروغان په دوهم یا ټایپ ۲ باندی اخته وي، او دد شکل نښی ورو ورو ښکاره کېږی، په همدی خاطر وروســته له څو کلو کېدای شي شدید مشکلات ولری لکه:
په لیدلو کې مشکل خصوصآ د شپی له خوا، د رڼا په مقابل کې حساسیت یعنی د ناروغ سترګی د رڼا په مقابل کې بریښی د ناروغی د زیات پرمځتګ سره کېدای شي ناروغ په ټپه ړوند شي.
د ناروغ د بدن په پوستکې خصوصآ په پښو باندی دردناک زخمونه پیداکېږی چه کېدای شي منتن یا مکروبی شي.عصبی ریښی د بدن په مختلفو ساحو کې کېدای شي ضرر ووينېوينې چه په نتیجه کې د مربوط ساحی د درد، خارښت او حسیت د لاسه ورکولو سبب کېدای شي. همدارنګه د عصبی ریښو د متضرره کېدو له کبله کېدای شي هضمی مشکلات، د ځان مینځلو څخه مخنیوی او داسی نورو مشکلاتو سبب شي.

د شکرې ناروغی تشخیص:

د شکرې ناروغۍ قطعي تشخیص په لابراتواري معایناتو ولاړ دي، د معایناتو لپاره د ناروغ ادرار او وینه کتل کېږي که د ناروغ ادرار وکتل شي په لوړه اندازه شکره به ولری خو باید په یاد ولرو چه یوازی د ادرار لابراتواری معاینه د تشخیص لپاره کافی نه ده ځکه کېدای شي د یوی خوږی غذا یا خوږو شربتو د څښلو ورسته په ادرار کې د شکر اندازه لوړه وی چه دا د شخص په مریضی دلالت نه کوی د تشخیص لپاره ضروری ده تر څو د ناروغ کس وینه وکتل شي.

کله چه د ناروغ د وينېوينې د شکرې اندازه له 200mg/dLڅخه لوړه وی په د صورت کې ډاکتر د شکرې په ناروغی مشکوک کېدای شي د قطعی تشخیص لپاره لاندی ټیسټونه باید ترسره شي:
په نهاره په وینه کې د شکرې اندازه معلومول: سهار نهاری نه مخکې وینه د شکرې د اندازی لپاره اخیستل کېږی، که چیری د شکرې اندازه له 126mg/dLڅخه لوړه وي، او نوموړی ټیسټ دوه ځله باید تکرار شي، نو موږ ویلای شو چه شخص د شکرې په ناروغی اخته دی، که چیری د کلوکوز یا شکرې اندازه د 100-126mg/dLتر مینځ وی دی د حالت ته pre-diabetes یا د شکرې ناروغی د شروع مرحله ویل کېږی اود ناروغی دوهم شکل یا تیپ ۲ مینځ ته راتلو لپاره خطری فکتور دی.Hemoglobin A1c test: هیموګلوبین د وينېوينې په سروکریواتو کې موجود پروتینی مواد چه څو تیپونه لری یو تیپ یی Hemoglobin A په نوم يادېږي او Hemoglobin A بیا څو نور فرعی شکلونه Sub Typeیالری چه یو یی هم Hemoglobin A1c په نوم يادېږي چه نورمال او مرضی حالت په لاندی ډول دی:
۱ – نورماله اندازه ۵،۷٪ څخه کمه وی.
۲ – د شکرې ناروغی د شروع مرحله یا pre-diabetes ۵،۷٪-۶،۴٪ .
۳ – د شکرې ناروغی قطعی او تشخیصی اندازه ۶،۵٪ او یا تر د لوړه.
د خولی د لاری د قـــند یا شکرې د تحمل تیست: په د حالت کې په ناروغی مشکوک کس ته د خولی د لاری په کافی اندازه کلوکوز یا شکرې لرونکې مایعات ورکول کېږی. د مایعاتو د څښلو نه دوه ساعته ورسته د مشکوک کس د وينېوينې معاینات تر سره کېږی که چیری یی د شکرې اندازه له 200mg/dLڅخه زیاته وی دا دد ښکارندویی کوی چه شخص په تیپ ۲ شکرې ناروغی اخته دي.

تداوي Treatment 

کوم کسان چه د شکرې د ناروغۍ د شروع په مرحله کې وي خصوصآ تیپ ۲مریضان (pre-diabetes phase) کولای شي چه د ناروغی مخ د ژوند څرنګوالی او غذایی رژیم د بدلو سره وګرځوي، مثلآ منظم ورزش وکړی، په پښو وګرځي، غذایی رژیم تنظیم کړي د ضرورت څخه زیات خوړو د خوړلو څخه ډډه وکړي هغه خواړه چه د وزن د زیاتوالي سبب کېږي و نه خوري، په خپل غذایی رژیم کې سبزیجات ( خام او پاخه) میوه جات شامل کړي، په د ډول کېدای شي چه ناروغی ته مساعد کس بیرته نورمال حالت ته وګرځی.
د شکرې ناروغی تداوی ( تیپ ـ ۱ او تیپ- ۲) په غذایی رژیم، منظم تمرین یا ورزش او دوا پوری تړلی ده خو غذایی رژیم او ورزش په هر حالت کې ډیر اړین دی او کولای شو د منظم غذایی رژیم په اخیستو او منظم ورزش په کولو علاوه د شکرې د ناروغی د ډیرو نورو ناروغیو مخنیوی وکړو.
په دوایی تداوی کې انسولین او مختلفی دوا ګانی توصیه کېږی انسولین د تیپ- ۱ مریضانو لپاره توصیه کېږی همدارنګه تیپ- ۲ هغه مریضان چه د نورو دوایانو په مقابل کې ځواب نه وایی.
دا چه د شکرې د ناروغی تداوی کېدای شي دا خطر حتی د مرګ سبب شي. نه غواړم چه څه پکې ولیکم لازمه او غوره خبره داده چه که چیرې په خپله یا بل کوم کس په د ناروغی اخته یا مشکوک وي نو ضروری خبره ده چه د ډاکتر صاحبانو تر نظارت لاندی او د ډاکتر صاحبانو د مشوری سره سم کړنه وکړي.

تمرین:

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ:

  1. ……………. هورمون د شکرې په بدن کې د شکرې انډول ساتي.
  2. د شکر په مریضۍ اخته ناروغ په خپو باندې درد ناک …………… راښکاره کېږي.
  3. د شپې لخوا ډیره تنده ښايي شخص په …………. ناروغۍ اخته وي.
  4. په …………….. ناروغۍ د اخته شخص د بدن ټپ په اسانۍ نه جوړېږي.
  5. شکر ……………… ډولونه لري.

حل:

  1. انسولین
  2. زخمونه
  3. شکرې
  4. شکرې
  5. دوه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب