جغرافیه

سمندر پيژندنه – سمندرونه

سمندرونه موسم کنټرولوي،‌ د ګڼو ژونديو موجوداتو کور دی او زموږ پر ټول ژوند لوي اغیز لري خو بيا هم ډير څه دي چې موږ يې په اړه نه پوهيږو. له دې کبله سمندرپيژندنه يا هغه ساينس چې سمندر پلټي ډير مهم دی‌.‌

سمندر پيژندنه هغه علم دی چې د ځمکې د سمندرونو ګڼ اړخونه څيړي.‌ ګڼ بيلابيل ساينسپوهان په سمندرپيژندنه کې بوخت دي. فزيکي سمندرپيژندنه د سمندر د اوبو دوران، د څپو او جزر و مد حرکات او د سمندر له يو اړخ څخه بل یوه ته د تودوخې انتقال مطالعه کوي.‌ بيولوژستان د بحرونو او سمندرونو بوټي او ژوي مطالعه کوي او کيمياپوهان د سمندر د اوبو کيمياوي جوړښت او د سمندر په سيسټم کې د غذايي موادو حرکات مطالعه کوي.‌ جيولوژستان د ځمکې هغه بهيرونه مطالعه کوي چې د سمندر په تل او ساحلونو کې پيښيږي.‌

خلک تل په دې هڅه کې وي چې خپل چاپيره نړۍ وپيژني خو سمندر پيژندنې علم تش د معلوماتو د برابرولو په پرتله زيات ارزښتناکه ثابت شوی دی.‌ څرنګه چې سمندر د ځمکې د سطحې تر ټولو زياته برخه نيولې ده له دې کبله موسم کنټرولوي: باران او واوره له سمندرونو سرچينه اخلي؛ د سمندر تودې څپې هغه هیوادونه له سخت ساړه ژمي څخه ژغوري چې د عرض البلد په لوړو سيمو کې قرار لري؛ او هغه ویجاړونکي سمندريز طوفانونه چې د هريکن او ټايفون په نامه ياديږي او هر کال ګڼ خلک وژني خپله سرچينه له استوايي سمندرونو څخه اخلي. د دې بهيرونو په اړه ښه پوهه له ساينسپوهانو سره مرسته کوي چې موسم اټکل کړي او په دې توګه له خلکو سره مرسته وکړي چې د خپل خونديتوب لپاره اړين تدابير ونیسي.

کليدي واقعيتونه

فينيقيانو ۳۰۰۰ کاله وړاندې د مديترانې په سمندر کې د جزر و مد او د سمندر د جریان مطالعه ترسره کړې وه. دوی له لومړيو سمندر پيژندونکو څخه وو. سمندر ته تر ټولو ژوره کيوتنه په ۱۹۶۰ کال کې د مريانا ژورې تل ته وشوه.

سمندرپيژندونکي پلان لري چې د سمندر په تل کې د مشاهدو لپاره تلپاتې سټيشنونه جوړ کړي.‌

سمندرونه زياتره هغه کاربن ډای اوکسايډ جذبوي چې د ځمکې پر سطحه توليديږي خو پخپله يې هم آزاد وي. د دې لپاره چې د نړیوالې تودوخې او د دې تودوخې د پرمختګ د چټکتیا په اړه پوه شو، په سمندرونو کې د کاربن ډای اوکسايد د کچې دقیقه څارنه ډیره اړينه ده. سمندر له هغو پراخو منابعو هم بډای دی چې خلک يې کاروي: کبان او نور ژوي د خوراک برابرولو او تیل او ګاز د انرژي لپاره کارولی شي. د سمندر تل د هغو مهمو بهیرونو په اړه معلومات ورکوي چې د ځمکې په قشر کې ترسره کيږي ـ هغه پروسې چې لویې وچې سره بیلوي‌ او لويې زلزلې رامنځته کوي.‌

د سمندر پيژندنې پخوانۍ مطالعې‌

له ميلاد څخه نږدې ۱۰۰۰ کاله وړاندې فينيقيانو د مديترانې سمندر او شمالي اټلانټيک سمندر ځينې برخې مطالعه کړې چې له دوی سره د سوداګریزو سفرونو پر مهال په خوندي تګ راتګ کې مرسته وکړي. خو که څه هم فينيقيانو او لرغونو یونانيانو د جزر و مد او د اوبو بهیر مطالعه کړی دی خو زياتره پوهانو وروستی يونانی فيلسوف، ارسطو (۳۸۴ ـ ۳۲۲) د سمندرپيژندنې بنسټ ايښودونکي په توګه منلی دی. نوموړي د سمندريز ژوند په اړه لومړنی مهم تشريحات وړاندې کړل او د کبانو ۱۱۶ نوعې،  د سخت پوستو ۲۴ نوعې، حلقوي چينجیان او ۴۰ بيلابیل نرم تنان يې معرفي کړل. د هغه دقیقو مشاهدو نوموړی دې پایلې ته ورساوه چې نهنګان او ډولفين تی لرونکي ژوي دي، کبان نه دي.‌ څرنګه چې په هغه وخت کې سفرونه ډیر ورو او له ستونزو ډک وو، له دې کبله ارسطو ونشو کولی چې خپله مطالعه د آژه سمندر وړاندې وغځوي.

په قبل الميلاد ۱۵مې او ۱۶مې پيړۍ کې د اروپا او نړۍ د نورو برخو تر منځ سوداګري وغوړيدله. د اکثرو سوداګریزو اړيکو زياتره برخه د سمندر له لارې ترسره کیدله. په سمندر کې زياتو سفرونو د سمندر او سمندريزو اورګانیزمونو په اړه لا زياتو ساينسي موندونو ته لاره هواره کړه. وروسته بيا د سمندر پيژندنې له علم سره لويه مرسته د ايډوارډ فوربس (۱۸۱۵ ـ ۱۸۵۴) له خوا وشوه، که څه هم هغه ناسمه عقيده درلودله چې له ۱۸۰۰ فوټه (۵۵۰ ميتره) ژوروالي کې هيڅ ژوي موجود نه دي، چارلس ډاروين هم په همدې عقيده وو. ډاروين له ۱۸۳۱ ـ ۱۸۳۶ کلونو په اوږدو کې د ايج آیم ایس بيګلز HMS Beagle  پر شا خپل سفر کې بيلابيل سمندريز ژوي راټول او مطالعه کړل. نوموړی لومړنی کس وو چې درک يې کړه مرجاني ډبرې هغه وخت جوړيږي چې سمندريز ټاپوګان راکم شي او د دې سفر پر مهال د هغه مشاهدو ورسره مرسته وکړه چې د طبيعی انتخاب په اړه خپله طرحه وړاندې کړي (په دې تیوري کې هغه خپل اټکل څرګند کړی وو چې ښايي‌اورګانیزمونو خپل اوسني‌ شکل ته د طبيعي انتخاب پر بنسټ تکامل کړی وي[1]). په ۱۸۷۰مه کې د چلينجر په نامه سفر هغه لومړنی وو چې د سمندر تل يې نقشه کړ او د اټلانټيک سمندر د منځ پوله یې وموندله.

د ۲۰مې پيړۍ تر نيمايي‌ پورې ساينسپوهانو د نمونو د اخيستلو لپاره له تورونو، چنګکونو او لايروب څخه کار اخيسته او دا کار به يې هغه وخت کاوه چې نمونې به د سمندر سطحې ته راوتلې وې؛ له دې کبله دا نمونې په خپل طبيعي چاپیريال کې نشوای ليدل کیدلی.‌ اوټیس بارتونOtis Barton (۱۸۹۹ ـ ۱۹۹۲) باتي سفير bathysphere اختراع کړ چې د سمندر پيژندنې په برخه کې يې نوی انقلاب رامنځته کړ. ورپسې ويليم بيب ( (۱۹۶۲–۱۸۷۷ په کال ۱۹۳۴  ميلادي کې یې برموډا ته څیرمه ۳۰۲۸ فوټه (۹۲۳ميتره) لاندې په سمندر کې کیوت او په دې وتوانید چې کبان او نور اورګانیزمونه پخپل طبيعي چاپیریال کې وويني.‌ د اوبو لاندې اکسيجن لرونکې دستګاه يا سکوبا  چې په سطحي اوبو کې تحقيقات خورا اسانه کوي،‌ د اوبو لاندې عکاسي، د سمندر د تل د نقشه کولو لپاره د سونار حساسه آله، او هغه اوبتلونه چې په ډله ييزه توګه خلک ښکته کوي،‌ د سمندر د پلټلو معاصرې ټيکنالوژۍ دي.

سورلۍ لرونکي اوبتلونه او له لرې کنټرول کيدونکي ګاډي (ROVs)  کولی شي چې د سمندر په تل کې نمونې واخلي، د اوبو تودوخه اندازه،‌ د سمندر د اوبو کيمياوي جوړښت  ثبت او د سمندر اورګانیزمونه او جيولوژيکي ځانګړتیاوو عکاسي‌ او فلمونه ډک کړي.‌ د ټیکنالوژۍ دې ټولو پرمختګونو له ساينسپوهانو سره په سمندر پيژندنه کې مرسته کړې ده خو اوس هم ډیر څه پاتې دي چې بايد زده شي.

د ژوروالي پلټنه

د معاصرې ساينسي سمندر پيژندنې پيل د ايچ ایم ايس چلينجر له تحقيق څخه پیل شو چې د انګلنډ پورتس ماوت څخه يې په ۱۸۷۲ میلادي‌ کال کې خپل سفر پيل کړ. د سر چارلس ويويل تامسن ( Sir Charles Wyville Thomson) ۱۸۸۲–۱۸۳۰ تر لارښونې لاندې دې بحري بيړۍ د شمال او جنوب پر لور ۷۰۰۰۰ میله (۱۱۲۰۰۰ کیلومتره) سفر وکړ.

کله چې چلينجر په ۱۸۷۶ کال کې بيرته انګلنډ ته راستنه شوه ساينسپوهانو يې هيښنده نوي انکشافات راوړل. دوی د سمندر د حوضې ګڼې مهمې نقطې د اټلانټیک د منځنۍ پولې په ګډون نقشه کړل چې ساينسپوهانو د څو کلونو راهيسې فکر پرې کاوه. دوی د سمندر په تل کې تر دې دمه پيژندل شوې ژور نقطه وموندله چې د فليپین په ختيځ کې د پرتې مریانا ژورې۲۶۸۵۰ فوټه (۸۲۰۰ ميتره) کې د چلينجر ژوره وه. دې ساينسپوهانو همداراز د بحري ژوند ۴۷۱۷ نوعې هم کشف کړې چې له دې وړاندې نه وې پيژندل شوې او زیاتره یې د سمندر په هغو ژورو کې وې چې له وړاندې فکر کیده د ژوند وړ نه دي.

انکشافات

په پيړيو پيړيو فکر کيده چې د سمندر تل به يوه بې ژونده سحرا وي. ويليم بيب او اوټیس بارټن هغه لومړني کسان وو چې د ۴ فوټه او ۹ اينچه (۱.۴۵ ميتره) ارت باتي سفير په مرسته  ژوره غوټه ووهله. د ۱۹۳۴ کال په آګست کې دوی د اوبو له سطحې۳۰۲۸ فوټه (۹۲۳ ميتره) ژور کيوتل. بيب بيا د خپلو سترګو حال بيان کړ چې څه ډول ځينې یې داسې ژوي وليدل چې څو فوټه اوږده وو، چې کړکۍ ته یې ځان راښکاره کاوه او بيا يو لور ته کږيدل او بيا به ترۍ تم شول. په يو څرک سره چې زما ټول مخ او کړکۍ يې روښانه کړه، ما يو لوی سور شريمپ او د خپريدونکې رنا وړانګې وليدې. بيب د هغو ژونديو موجوداتو له خوا تولید شوې رڼا هم ولیدله چې د سمندر په تل کې یې حيوانات کاروي. ګڼو خلکو د بيب ادعاوې ونه منلې خو بیا وروسته څرګنده شوه چې د سمندرونو په ژورو کې د ژوو له خوا د رڼا توليد يو معمول کار دی.

په ۱۹۶۰ کال کې د امریکا د سمندريزو ځواکونو يوه افسر ډان والش Don Walsh او سويسي ساينسپوه ژاک پيکارډ Jacque Piccard د ټريسټ ۲ اوبتل په مرسته ۳۵۸۰۰ فوټه (۱۰۹۰۰) لاندې د مريانا ژورې د تر ټولو ژورې نقطې تل ته ښکته شول.‌ دې تورې تیارې سوړې ته ښکته کیدو ۴ ساعته وخت بر ته ونیوه، که څه هم په هر اينچ مربع (۱۱۲۵ کیلوګرام \سانتي متر مربع) کې پر دې اوبتل ۱۶۰۰۰ پاونډه فشار پروت وو خو والش د دې ژورې تل ته نږدې د يوه هوار کب د شتون خبر ورکړ؛ له دې وړاندې داسې پتیل کيدله چې د دومره ژورې نقطې په اوبو کې به ژوند شتون ونه لري.‌ ويل کيږي چې بروټوليډ Brotulid کبان د کرابين بحیرې د پیرټو ريکو د ژورې په لږ تر لږه د ۵ میله (۸ کيلومتره) ژوروالي کې ژوند کوي.‌

به ۱۹۱۲ کال کې الفريد ويګنر Alfred Wegener (۱۸۸۰ ـ ۱۹۳۰) نظر ورکړ  هغه پروسه د سمندر په تل کې نوې ډبرې جوړوي،‌ ورو ورو وچې سره لرې کوي. خو د دې نظريې ثبوت تر هغه وخته  پورې نا ممکنه وو چې اوبتل د سمندر تل ته غوټه ووهله او د سمندر له تل څخه يې نمونې راټولې کړې. ساينسپوهانو بيا دا کار په ۱۹۷۴ کال کې هغه وخت ترسره کړ کله چې الوين Alvin اوبتل د دوه فرانسویانو له خوا د اټلانټيک منځنۍ پولې ته د نمونو د راټولولو لپاره غوټه ووهله.‌

 

مالګين ډنډونه او د يخ چنجي

د سمندر پيژندنې په ډګر کې دوه نور غیر عادي انکشافات د ۲۰مې پيړۍ په پای کې د میتان او اوبو د کنګل موندل او د مالګين ساړه ډنډونه دي. براین ډنډونه د هغو مالګينو اوبو زيرمې دي چې د سمندر د اوبو په پرتله يې د مالګې غلظت ۵ ځلې زيات دی. دا ډنډونه په هغو قاره ای فلاتونو او قاره اي لمنو کې کشف شول چې په ۱۶۰۰ ـ– ۳۲۰۰ فوټه (۵۰۰ ـ ۹۷۵ميتره) ژوروالي کې موجود دي. دا ډنډونه دومره غليظ دي چې اوبتل په کې د حرکت وس نه لري.‌

د دې ډنډونو اطراف د کبانو،‌ ماسل، استوانه ای چنجيانو او نورو فقاريه ژوو څخه ډک دي.‌ په دومره ژوروالي کې د فوټوسینتيزز عمليه ممکنه نه ده، ځکه چې د لمر وړانګې هلته نه رسیږي. خو بکتريا ګانې د کيموسینتيزز عملیې له لارې د میتان ګاز او هايدروجن سلفايډ داسې خوراکي توکو ته اړوي چې ماسل، صدف، سختپوستي، استوانه اي چنجيان یې د مالګين ډنډونو په شاوخوا کې تغذيه کوي. په هغو ځایونو کې چې د میتان ګاز د سمندر د تل له رسوباتو څخه سرچينه اخلي د اوبو فشار لوړ او د تودوخې درجه ي ډیره سړه وي، ځينې وخت (تودوخې د ۴۳ فارانهايټ يا ۶ درجې سانتي ګريد سره سره) بلوري تجمعات رامنځته کيږي.‌ په ۱۹۹۷ کال کې بې سترګو ټوټه شوي ژوندي چنجیان چې ۲ اينچه (۵ سانتي میتره) اوږدوالی يې درلود د کنګل په زیرمو کې وموندل شول.

 

راتلونکی

د ۲۰۰۲ کال په دوبي کې د نيمو NeMO (د نوې زريزې پلټونکې) پروژې ۴۷۰۰ فوټه (۱۴۳۳ ميتره) ښکته د اوریګان د ساحل هاخوا د آرام سمندر په تل کې د اکزيال آتشفشانونو پیښې تر څارنې لاندې ونيولې.‌ د نیمو ساينسپوهانو په پام کې وه چې يوه خپلکاری بې سورليه اوبتل ګاډي څخه استفاده وکړي چې خپل کار په راتلونکو کلونو کې هم روان وساتلی شي.‌ او د آتشفشاني پیښو او يا د زلزلې فعاليتونه به له دې اوبتل څخه  د بحر پر سطحه ولاړې نښې ته او له هغه ځايه بيا د سټلايټ په مرسته ځمکني سټيشن ته وليږل شي. د ځمکې چاپيره دا ډول څارنيزې پروژې کولی شي چې له ساينسپوهانو سره د زلزلې په اټکلولو او د سمندر د تل جيولوجيکي پيښو په اړه معلومات برابر کړي. په اغیزمنه توګه د سمندر د تودوخې د درجې څارل به له ميټرولوجستانو سره مرسته وکړي چې د قاره ای طوفانونو د رامنځته کيدو وخت معلوم کړي او په دې وپوهيږي چې لوی ګرم او ساړه سمندريز جريانونه څه ډول تغير کوي؛ دغه جریان پر موسم او اقليم لويه اغیزه لري.‌ د شمالي او جنوبي قطبونو د کنګل ثابت راکميدل د ځمکې د اتموسفير د تودوخې د چټکتیا په اړه معلومات برابروي او په خطر کې پرتو خلکو ته د سمندر د سطحې د لوړوالي په اړه خبردار ورکوي.‌

په داسې حال کې چې د تيلو او ګازو ځمکنۍ زيرمې په چټکۍ سره راکمیږي AUVs اوبتلونه د سمندر په تل کې د دې زیرمو د اټکل لپاره هم ګټور دي.‌ پخپله سمندرونه هم ښايي د اوس حالت په پرتله د انرژۍ پر لا زياتو مهمو منابعو بدل شي: که د سمندر د څپو له حرکت څخه بريښنا ترلاسه شوه د انرژۍ زياتې اړتیاوې به پوره کړي.‌ د ګرځندوی صنعت د سمندر پيژندنې څخه لويه ګټه پورته کړې ده.‌ په راتلونکې کې ممکنه ده چې سيلانيان د رڼا ورکوونکو کبانو او هايدروترمل هواکشونو د ليدلو لپاره خپله تفريح په اوبتلونو کې د سمندر تل ته ويوسي.‌

 

تمرکز وکړۍ

د الوين په نامه اوبتل د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۴ کال فعال او له ساينسپوهانو سره يې مرسته وکړه چې د سمندرونو په اړه يو لړ هيښنده انکشافات وکړي. دا اوبتل چې د چيپمونک کارټون پسې نومول شوی دی او وډز هول سمندر پيژندنې انسټيټوټ له خوا وکارول شو،  درې کسان له ځانه سره تر ۱۴۷۶۴ فوټه (۴۵۰۰ ميتره) ژوروالي ښکته کوي.‌

الوين اوبتل د لوړ فشار غښتلې تنه، د سورلی لپاره ځای، د ژوند د ساتنې سيسټم، کمرې، سونر سیسټم او ۱۲ غښتلي څراغونه لري چې د سمندر په تل کې د ژوند تياره چاپیريال رڼا کړي.‌ د دې اوبتل میخانیکي بازوګان سورلۍ ته د نمونو د ټولولو اجازه ورکوي. د نمونو د راټولولو پر مهال الوين کولی شي چې په يوه نقطه کې ودريږي او يا په ستونزمنو ځايونو کې مانور وکړي او يا د سمندر په تل کې کيني.‌

الوين له هيجانه ډکه تاریخچه لري. په ۱۹۶۶ کال کې يې يو هايدروجن بمب وموند چې په تصادفي ډول د مديترانې سمندر ته غورځول شوی وو؛ بيا په ۱۹۷۴ کال يې په هغه بحري سفر کې برخه واخیسته چې د اټلانټيک منځنۍ پولې ته وشو. په ۱۹۷۷ کال کې يو لړ پلټونکو چې له الوين څخه یې کار اخيسته لومړنی پيژندل شوی هايدروترمل هواکش د ګلايپيګس وچې ته څيرمه وموند.‌ بيا د ۱۹۸۰ لسیزې په نيمايي کې الوين په اټلانټيک سمندر کې د  ټيټانيک بيړۍ ټوټې او د ميکسيکو په خليج کې مالګين ډنډونه وموندل.

الوين له ۳۵۰۰ څخه زیاتې سمندريزې غوټې وهلي دي. که څه هم له دې اوبتل څخه اوس هم کار اخیستل کیږي.

خو ښايي‌ د ۲۱مې پيړۍ د سمندر پيژندنيزو موندونو کې لا زياتې پرمختللي اوبتلونه وکارول شي.

[1]  دا نظريه بيا وروسته ناسمه وختله ځکه چې ډاروين د (تیورۍ د ستونزو) تر سرلیک لاندې د خپل کتاب په يوه برخه کې ليکلي وو چې دا تیوري به هغه وخت سمه وي چې د ثبوت په توګه یې انتقالي‌ اشکال وموندل شي خو د تيرو ۱۵۰ کلونو راهيسې ساينسپوهان انتقالي اشکالو پسې ګرځي خو تر اوسه یې يوازې يوه بيلګه هم نه ده موندلې.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: