ستر فکرونه د قدم وهلو پر مهال ذهن ته راځي
څېړنې: ستر فکرونه د قدم وهلو پر مهال ذهن ته راځي
او الماني فیلسوف فریدریچ نیچه (Friedrich Nietzsche) وايي: ټول ستر فکرونه د قدم وهلو پر وخت د سړي ذهن ته ورځي.
بل اړخ ته بیا انګریزی لیکوال او شاعر ویلیام ورډزورث (William Wordsworth) چا چي په خپلو لیکونو او شعرونو کې د غرونو، ځنګلونو او سړکونو تعریفونه کړي، هغه خپل د پښو مزل په اړه ویلي چې لږ تر لږه به مي په خپل ژوند کې ۲۹۰ زره کیلو متره پر پښو مزل کړی وی.
که چیري موږ د نوموړي عمر ته حساب وکړو، نو که یی په پنځم کال باندي قدم وهل پیل کړي وي، نو مطلب چې اقلا به یې د ورځي لس نیم کیلومتره مزل کړی وی.
مګر د تفکیر او د پښو مزل تر منځ اخیر اړیکه څه ده؟
د دې سوال ځواب د بیولوژي په علم کې پروت دی، کله چې مونږ پر پښو مزل پيل کړو، زمونږ زړه تر پخوا په چټکه کار پیل کړي او په تیزۍ سره د وینو پمپ کول پیل کړي، چې له وجي يې زمونږ ټول بدن ته د وینې سره سم اکسیجن رسیږي او طبعاً دماغ هم زمونږ د بدن یوه برخه ده او هلته هم تر بل وخت اکسیجن د تګ پر وخت ښه رسیږي.
نوي عصبي اړیکي:
وروستۍ څیړني ښيي چې خلک عموما د ورزش وروسته د یادوني او پاملرني په امتحان کې ښه پایلي تر لاسه کوي او دا چي کله سړی په منظم شکل د پښو مزل کوي، د هغه د اعصابو په تشو کې نوي عصبي روابط جوړیږي.
د یادوني لپاره په دماغ کې یوه خاصه برخه ده، هغې ته هیپوکمپس (Hippocampus) ویل کیږي، د دماغ دغه برخه د پښو له مزل سره غټیږي او همداسي د عصبي برخو تر منځ د اړیکو نیولو او پيغام رسونه کې چټک والی راځي.
د پښو مزل یو خاص تاثیر لري، دا تاثیر داسي نه دی چې مثلا د نورو ورزشي تمریناتو څخه تر لاسه شي، لکه کلب ته تلل، او هلته درنې درنې اوسپني پورته کول ، یا سوک او لغتي وهل.
بلکي کله چې مونږ د پښو مزل پیل کړو، نو زمونږ طبیعت او مزاج خپله زمونږ د داخلي نفس سره یو خاص امتزاج پيدا کوي او زموږ د زړه دننه خبرو ته متوجی کوي او دا امتزاج زمونږ د تګ په تیزوالی او یا خاص طریقه باندې له تګ سره بدلیږی را بدلیږي.
کله چې موږ پر پښو مزل کوو، نو دا یو طبیعي او عادي عمل دی چې کوم خاص ترکیز او تفکیر ته اړتیا نه لري، ځکه نو زموږ ذهنونه له دې اړخه بیغمه وي چې څرنګه باید تګ وکړو، بلکي دغه وخت کې یوازي فکري هنر ځلیږي، او الهام اخلي.
تنظیم:
ځیني څیړني دا ښيي چې په شنو سیمو کې لکه باغونه، ځنګلونه، باغچی او چمنونو کې په پښو مزل کول د فکر لپاره تر هغو ځایونو ګټور تمامیږي، چي انسان په خپل لاس جوړ کړی وي، لکه د تعمیرونو او بازارانو منځ کې قدم وهل.
یوه خبره چې د لیکوالۍ او قدم وهلو تر منځ مشترکه ده، هغه د تنظیم ده، لکه څرنګه چې قدم وهونکی پر پښو مزل کوي او خپل هدف ته قدم په قدم نیژدې کیږي، همداسي لیکوال کلمه په کلمه تر خپل هدفه ځان رسوي، پټ رازونه افشا کوي، نوې طرحي وړاندي کوي او مشکل سوالونه حل کوي.
نو ولاړ سه، حرکت وکړه، او قدم وهل پیل کړه، کیدای شي د انساني نسل او د افغان ولس د هوسایني او نیکمرغۍ ستر فکر ستا په دماغ کي وي.