ساینس: د ماشومانو چوشکونه د خطرناکو ناروغیو سرچینه ده
یوې تازه څیړنې ښودلې چې د ورځني استعمال توکو په ځانګړي ډول د ماشومانو د شیدو چوشکونو/فیډر کې داسې کیمیاوي مواد دي چې د بې حده چاغښت ناروغۍ شونتیا زیاتوي.
څیړنه په ګوته کوي چې د انسان د ودې په لومړنیو مراحلو کې د “بيسفينول A“ کیمیایي مادې چې لنډیز نوم یې “BPA” کارول کیږي په زیاته پیمانه ددې خطر زیږوي چې د عمر وروستیو پړاوونو کې بیحده چاغ/څرب شي.
څیړونکې زیاتوي چې مخکنیو څیړنو په ډاګه کړې وه چې همدا ماده د زړه د ناروغیو شونتیا هم زیاتوي.
څیړنه وایي چې کیدلی شي دا زیانونه حتی د “بيسفينول A“ مادې ترټولو کم مجاز استهلاک څخه هم پیښ شي. (“بيسفينول A“داسې ماده ده چې د پلاستیکي توکو جوړولو کارول کیږي او په چاپیریان منفي اغیز لرونکې بلل کیږي) امریکا کې د دغې مادې ترټولو زیاته اندازه استعمال د بدن د وزن هرې کیلو په تناسب ورځ کې ۵۰مایکرو ګرامه دی.
څیړونکي وایي چې « بيسفينول A» د بدن هغه هورمونونه تبدیلوي کوم چې د غذایي استاځيتوب مسئولیت لري، او پدې ډول چاغښت زیږوي.
د لندن پرونیل پوهنتون، نیویارک پوهنتون، او امسټرډیم کې د فریجي پوهنتون په ګډه ۶۱ هغه څیړنې تحلیل کړي چې موږکانو کې د دغې کیمیایي مادې اغیز لاندې راتلل او د چاغښت او غوړونو موم کیدلو کچې ترمنځ تړاو په ډاګه کوي.
پایله دا را ووتله چې د نمو(وړکتوب) مرحله کې «بيسفينول A» کارول د ژوند وروستیو مراحلو کې د بیحده زیات چاغښت خطرونه زیاتوي.
همداراز، ددې مادې استعمالول په بدن کې غوړ زیاتوي، چې مخکنیو څیړنو د زړه په ناروغیو د اخته کیدو خطر سره تړاو ورکړی دی.
پرونیل پوهنتون څخه ددې څیړنې مولفه جولیی لیګلر وایي دا څیړنه هغه پایلې تاییدوي چې مخکنۍ څیړنو په ډاګه کړې وې چې بيسفينول A ماده کارول بدن کې د زیږولو، د سینو د غدّو نمو/وده، د پیژند/معرفت، او غذایي استاځولۍ دندو باندې منفي/ویجاړوونکي اغیز کوي.