سالم او مضر نشنليزم

نشنليزم چې په قوم پالنه يا قوم پرستۍ ترجمه کېږي، په معاصره نړۍ کې چې انسانان د معاصرې ټکنالوژۍ او پرمختګونو له لارې د يوه کلي په څېر سره تړل شوي، بيا هم د يوې مهمې ښکارندې په توګه مطرح دی او په بېلابېلو بڼو ورته لمن وهل کېږي.

که څه هم تمه کېده، چې له معاصرو پرمختګونو او بې ساري ټکنالوژۍ سره به دانسان په ذهن کې دغه پديده پيکه او ورته به کوم ارزښت ونه لري، ځکه چې اوس د نړۍ د يوه کونج انسان د بل کونج د انسان له کړو وړو او ژوند څخه نا خبره نه دى، خو ښکاري چې دا يوه بې ځايه توقع وه او د معاصر ژوند سره نشنلېزم هم په خپله معاصره بڼه په ټولنو کې راڅرګند شو.

د ټولنپوهانو له انده، چې همدغه ملتپالنې يا نشنليزم د نړۍ بڼې ته بدلون ورکړى دى، په دې مانا، چې په ١٩١٤ کال کې په نړۍ کې يوازې ٥٠ ازاد هيوادونه وو، خونن دغه شمېره دوو سوو هېوادونو ته رسيږي، ځکه ډېر هېوادونه داسې دي، چې د قوم پالنې پر بنسټ رامنځته شوي او وجودي فلسفه يې هم په ګوښي توب کې د سوکالۍ او بسياينې لټون و.

دا چې د موضوع په يويشتمه پېړۍ کې هم د يوې ښکارندې په توګه پاتې ده ، نو مخالف او موافق کسان ، يا په بله اصطلاح قوم پالنه مثبت او منفي اړخونه دواړ لري. ډيرخلک ملت پانې يانشنليزم ته په ښه اوځينې نور بيا په بده سترګه ورته ګوري. له دې ښکارندې نه هم ديووالي اوهم ټولنيزې تباهۍ اوګوښي توب لپاره کار اخيستل کېدلى شي. د نشنليزم د تباهۍ په اړه ډېرې شوې وړاندوينې ناسمې وختلې. ځينې باور لري چې نشنليزم دننۍ ورځي په هره اېډيالوژي او فکر کې په يوه بڼه ځاى لري.

که چېرته ددې موضوع شاليد ته پام وکړو، نو نشنليزم رېښې په اروپا کې تر ناپليون پورې غځېږي. د١٨ مې پيړۍ په وروستيو کې ديو ډول غبرګون په توګه رامنځ ته شو. په ځانګړي ډول د المان مفکرينو ترمنځ چې دفرانسې داوښتون اوعمومي تابيعبت د مفکوروپه وړاندې يې غبرګون ښوده ، کوم چې ناپيليون هغه مهال په اروپا کې خورې کړې وې.

په لومړي سر کې د المان زيات مفکرين په دې خوښ وو، خو وروسته يې د فکر زاويې بدلې شوې او دا هغه وخت کله چې دوى وليدل ناپيليون په پوځي فاتح اوړي، نودوى يې پر ضد شول اوځينو الماني مفکرينو دکلچر( کلتور) اوژبې ارزښت او قدر ته اشاره کوله او دغه لاره يې نيولې وه.

د نشنليزم ډېره برخه په نوې بڼه رامنځ ته کېږي او د غوړېدو مهال يې ١٩مه پېړۍ ښودل شوې ده، خوټول پوهان په دې باور نه دي چې نشنليزم تش معاصرجوړښت دى. دوى په دې عقيده دي چې دا د برېتانيې اوفرانسې په څېر هيوادونوکې چې ډېرپخوا رامنځ ته شوي د ي هم ترسترګوکيږي اوپه خپله ددولتونو حيثيت له همدې نشنليزم نه جوړ شوى دى.

نشنليزم د معاصرې نړى په سيستم کې په قانوني توګه ورګډشوى دى .ځکه دا خپلواک اوناپيلي هيوادونه دى چې ازادې ټولنې رامنځ ته کوي. د درې ميليونه فلسطيني وګړو په ګډون هغه کډوال اوبې برخليکه ملتونه چې په کوم هېواد پورې اړه نه لري له سياسي اومدني اعتبار نه بې برخې کيږي .خود نوو دولتونو په رامنځته کېدو سره چې په خوا هېڅ وخت هم په دې کچه نه وو رامنځ ته شوي؛ موږ له دې ستونزې سره هم مخامخ يو، چې کله اوڅرنګه دا دولتونه د جلا دولتونوپه څېرپه رسميت وپېژندل شي.

ځينې ملت پالنې په منفي توګه هم ځان راڅرګندوي. د بېلګې په توګه په فرانسه کې به د فرانسوي ملي هويت لوړوالى د کورنيو لږکيو د ټکولو په مانا وي. د شمالي اوسويلي امريکا نيواکګرو په خپلو اصلي هيوادونو اسپانيا، پرتګال اوفرانسه کې نوي ملي هويتونه ځانونوته وموندل. په اسيا اوافريکا کې د نشنليزم راټوکيدنه داروپايي پراختيا غوښتنې نيواک ته يو غبرګون و.

په هر صورت،ښه به دا وي، چې دې موضوع ته زموږ په افغاني ټولنه کې تم شو. لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل نشنليزم داسې يوه پديده ده، چې يوازې په لوستې او نالوستې ټولنه پورې يې نه شو تړلى، يا په بل عبارت يوازې د نالوستې ټولنې د ذهنيت او عمل زېږنده نه ده، بلکې ډېرې پرمختللې ټولنې هم ورسره مخ دي، خو په افغاني ټولنه کې چې هر وارداتي فرهنګ او پديده په اسانۍ سره په کې خورېږي؛ همداسې نشنليزم هم ننۍ او پرونۍ رېښې لري.

په افغانستان کې نشنليزم هم په تېرو درېيو لسيزو جګړو کې رول درلودلى، دلته چې د يوه قوم نه کوم کس لوړ مقام ته رسېدلى، وزير يا رييس شوى، نو فورا يې د نورو قومونو خلک له نږدې څوکيو لرې کړي او د خپل قوم ، ژبې او کورنۍ کسان يې د وړتيا او لياقت له مخې نه بلکې د قومي تړاو له مخې په دندوو ګومارلي دي، چې دا بېلګې په اوسني حاکميت کې هم په څرګنده توګه وينو او څه پټه خبره نه ده.

همدغه کړنې سالم نشنليزم هم تر سيوري لاندې را وستى او ذهنيتونه يې منلو ته عيار نه دي، که چېرته زه وغواړم، چې قوم مې باسواده، اوچت او پرمختللى شي، د ذهنيت او شعور کچه يې اوچته، اوښتون او ويښتابه څپه په کې خوره شي، نو ددې لپاره سالمه مبارزه، چې بل کوم قوم ته په کې زيان او سپکاوى نه وي، حقوق يې په غير مشروع توګه ونه خوړل شي، نو زه يو سالم نشنلست يم او دا ډول مبارزه د افغانستان په ټولو قوانينو کې هم ممانعت نه لري.

خپله د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد( ص) هم تر خپل عربيت وړاندې په دې وياړ کړى، چې هغه قريش او بيا په قريشو کې بني هاشم دى. هېڅوک هم د خپل قوم نه نشي محرومېدلى، همداسې هر څوک حق لري، چې په خپل قوم وياړ او ستاينه وکړي، خو دا ستاينه بايد د بل قوم د سپکاوي او ټيټ کڼلو په بيه نه وي او همداسې د حقونو او مدني غوښتنو په برخه کې هم بل اړخ هم د ورته چارو مستحق وګڼي، خو ددغه لارو چارو لپاره مبارزه کې بايد خپل قوم د مشروع لارې د امتيازاتو تر لاسه کولو او يا د حقونو وړ ګرځولو لپاره هڅه وکړي.

که چېرته بيا مبارزه او قوم غوښتنه يا ملت پالنه په دې ډول وي، چې زه دې بل قوم تر پښو لاندې کړم او خپله دې پرې اوچت شم، د بل حق دې تلف او خپل حق دې وګټم، د بل په سپکاوي کې دي خپل درنښت ولټوم او د قوم د لوړوالي او رسولو لپاره له هرې مشروع او نا مشروع لارې او وسيلې ډډه ونه کړم؛ نو په ټولنه کې به مې د مضر نشنليزم بنسټ اېښى وى او بيا نو د مقابل لوري غبرګون او عمل ته ځواب نه لرم.

ګڼ داسې کسان شته، چې په دې ډول سالمه مبارزه کوي، د خپل قوم او خلکو په پرځېدلي حالت يې زړه سوځي، نو د هغوى د ژغورنې لپاره په رسمي او غير رسمي توګه مبارزه کوي، خو دا مبارزه يې سالمه او نورو قومونو ته په درناوي سره ده، ولې دا چې اوس د قوم پالنې يا نشنليزم منفي يا مضره بڼه ډېره عامه شوې، نو بل قوم يا سيال لورى، چې کله د مقابلې توان ونه لري او يا غواړي دا سالم او مدني حرکت وځپي نو د نشنليزم رنګ ورکوي او پيل شوى خوځښت په يوه ډول ځپل کېږي.

اوسمهال چې په افغانستان کې ورو ورو ټوپک شپېلۍ سړېږي او د حقونو د اخيستلو مبارزه د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو له لارې کېږي او د ښکته پوړ حکومتي څوکۍ هم تر يوې کچې د وړتيا او لياقت له مخې ظاهرا د اصلاحاتو او تخصص له مخې کېږي، نو تر بل هر وخت اړينه ده، چې د هر قوم مخکښان خپل قوم د سالم نشنليزم له اړخه وپالي.

دا مانا چې د خپل قوم د ټولنيزې ويښتابه، سياسي او فکري شعور د ويښلو، له خپل حق نه د خبرولو او زده کړې له لارې يې وهڅوي، چې د نورو قومونو سره سالمه سيالي وکړي او ځان د فکر او پوهې په ګاڼه سمبال کړي، خو هېره دې نه وي، چې ددې برعکس( مضر نشنلېزم) به د تېرو ترخو تجربو له تکرار څخه پرته بل هېڅ هم له ځان سره ونه لري.

 

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب