زه ولې نوروز نه لمانځم؟

 دا چې کال په نوي کېدو دی، په فسبوک کې ځينې غرب مشربه او پردي پاله خلک اسلامپاله افغانانو ته وايي چې نوروز ولې نه لمانځئ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې غواړم خپل نظر د اسلامي شريعت په رڼا کې په لاندې کرښو کې څرګند کړم:

نوروز لمانځل د مجوسیانو او مشرکانو کار او عمل دی، زه يې نه لمانځم، که مې ولمانځلو نو بیا به مې له مشرکانو او مجوسیانو سره مشابهت راشي، او د مشابهت په اړه رسول الله ﷺ فرمایي:

«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» (رواه ابوداؤد).

ژباړه: هغه څوک چې له یو قوم سره مشابهت کوي؛ نو دی هم له هغو څخه دی.

نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مجوسیانو او مشرکانو په اخترو او اعمالو کې ګډون ونه کړي، ځکه چې د هغوی په اعمالو کې ګډون کول له هغوی سره مشابهت دی.

که څوک ځان  د رسول الله ﷺ اوامرو او نواهي وو ته ژمن بولې نو بايد چې ويې نه لمانځي، زموږ د خوشحالۍ دوه ورځي دي چې یو لوی اختر دی او بل کمکی اختر دی او د مجوسيانو اختر نورورز دی.

موږ بايد د اخترونو او د خوشاليو د ورځو په اړه د اسلام د مبارک دين د حکمونو او د رسول الله د ارشاداتو درناوی وکړو چې د مسلمانانو لپاره دوه ورځې دي، هغه بايد ولمانځو،  که مېلې پکې کوو او که چکرې پکې وهو …

ملا علي قاري – رحمة الله عليه –  په مرقات شرح مشکوة (۱۴ جلد، ۴۹۱ صفحه) کې وايي چې ابو حفص الکبير الحنفي وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هګۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو دا شخص د الله ﷻ په نزد باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول.

او حسن بن منصور وايي که چا د دې ورځې تعظيم په خاطر څه واخستل نو کافر دي او که مقصد يې د رزق پراخي وي نو بيا هم مکروه او حرام دی ځکه له کافرو سره مشابهت کول دي.

شيعه ګان نوروز د دې لپاره هم لمانځي چې په دې ورځ عثمان (رضي الله عنه) شهيد شوی دى او علي (رضي الله عنه) ته خلافت په لاس ورغلى دى، او داسی عقیده ساتل سوچه کفر ده.

نو د پورتني بحث په اساس، د يادې پوښتنې په ځواب کې په لنډ ډول وایم:

زه نوروز نه لمانځم ځکه زه مسلمان یم او په اسلام کې د نوروز لمانځل نشته.

اسلام  موږ ته د ژوندانه په ټولو چارو لارښوونې کړې،  چې دا کار او دا عمل  وکړئ او دا مه کوئ نو په دې ترڅ کې د نوروز لمانځلو څخه هم منعه شوي يو ځکه نوروز د مجوسیانو او مشرکانو اختر او ور پورې تړلی عمل دی، دا ورځ په دوی کې ډير لوړ حيثيت او مرتبه لري خو د افسوس ځاى دا دى چې د ګران هيواد افغانستان ځينې خلک هم د دې ورځې په لمانځلو د مجوسیانو او مشرکانو د کلتور او تهذيب تر اغيز او تاثير لاندې راغلي دي.

موږ دوه اخترونه لرو همدا مو بس دي، زه په دې پوهېږم چې د نوروز لمانځل ناسم کار دی او دا زما مسئولیت دی چې خلک پوه کړم چې مه یې لمانځئ، خیر دی کال پراخ دی بیا به د کال په کومه بله میاشت کې او په کوم بل موسم کې چکرې ووهئ او مېلې به وکړئ خو ځان په دې عظیمه ګناه کې مه اچوئ.

د نوروز لمانځلو ته ترټولو ډېر کمپاین د بي بي سي او ازادي په نوم راډیو ګانو په څېر پردي پال او مزدوره رسنۍ کوي، د دوی ټولې هلې ځلې دا دي چې د افغان ولس شعایر، دیني او مذهبي کلتور اختطاف کړي او پرځاي یې امریکایي، هندي، ایراني، مجوسي، کلتور رایج کړي. خو موږ به دوي د خپلو شومو اهدافو رسېدو ته پرېنږدو ان شاء الله.

ګرانو ورونو او خویندو ! که ځانونه درته مسلمانان او مؤمنان ښکاري نو مه یې لمانځئ ، نور نو ستاسې خپل عمل او زما خپل عمل دی صرف دا خپل مسؤلیت مې ادا کړ.

لیکنه:  الیاس تکل

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب