اسلامي نړۍ او امت

زما رښتیني وفاداري له چا سره؟

ليکنه : شيخ سلمان العودة

ژباړه : محسن امين.

رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي: كل مولود يولد على الفطرة  (متفق عليه)

ژباړه:  هر ماشوم په خپل طبيعي فطرت باندې پيدا کيږي.

ټول خلک د نورو سره د خپلو اړيکو او تعاملاتو پر بنسټ يو څه معلومات شريکوي، دوې په خپلو منځو کې يوې سوچه طبيعي او غير اختياري اړيکو سره نښلولي دي، د اسلام د راتللو يو لامل دا هم دى چې د انسانانو ترمنځ د اړيکو دغه جال سمبال او له بديو څخه يې پاک کړي، نه د دې لپاره چې د اړيکو جال وران او ويجاړ کړي، اسلام هيڅکله دا نه غواړي چې خلک د يو بل نه بيل او اړيکې يې ترمنځه پرې کړل شي، بې له شکه قران دا څرګنده کړيده چې د خلکو ترمنځ د اړيکو پرې کول او د هغوې ترمنځ درز اچول د بې لارې خلکو کار دى، قران هيڅکله د يو کس د بل سره د اړيکو د ټينګښت کار ته د جرم خطاب ندى کړى.

الله تعالى فرمايې :

الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ(٢٧)            (سورة البقره)

ژباړه :

هغوي چې له الله تعالى سره کړې وعدې ماتوي او هغه اړيکې پرې کوي چې الله پاک يې د ټينګښت غوښتنه کړي ده، او هم په ځمکه کې فساد خپروي، په رښتيا چې دوي زيانمن خلک دي.

د خدای ګوند له ملګرو مسلمانانو نه جوړ دی

هغه مينه چې انسان يې د خپل يو خپلوان، د ميړه يا ميرمن، د ملګري، د خپل هيواد او يا هيوادوالو سره لري دا د انسان لپاره يو فطرتي خبره ده، او له دې اړيکو سره وفا کول هم يوه نااشنا خبره نده. دا د مسلمانانو د هغه وفادارۍ پر خلاف نده کومه چې دوې يې د عقيدې او دين په اړه لري. د مسلمانانو لومړي نسل د نورو سره داسې تعامل خپل کړى وو چې هغه سوچه طبيعي او پوره خپلواک وو، د هغوي چلند له سختګيرۍ څخه خالي‌ وو، نه د ورستيو نسلونو په څير چې د چلند نورمونه يې د غلطو انګيرونو نه جوړ شوي دي، او نه د افراطيت د هغه مخلوط نه جوړ وو چې شدت او بې غوري پکې ګډه شوي وي.

په اسلام کې د وفادارۍ معنى داسې څرګنديدلاى شي چې يو مسلمان بايد د نورو مسلمانانو لپاره د مينې، ريښتنولۍ او قربانۍ داسې احساس ولري چې ځان د مسلمانانو د وجود يوه برخه وګڼي، دا د هغوي ترمنځ د ورورولۍ بنسټ ږدي. د اسلام وفاداري په مسلمانانو کې د دوه اړخيزې ملګرتيا حس راويښوي، او له يو بل سره د مرستې او لاسنيوي لپاره لار هواروي. د دې نه پرته به د اسلامي ټولنې هيڅ کومه معنى نه وي، مسلمانه ټولنه د اخلاقو د هغه تارونو نه جوړه ده چې د مسلمانونو زړونه پرې تړل کيږي او يو بل ته د بې غرضه اخلاص او وفا لپاره هڅول کيږي.

الله تعالى فرمايې: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ                    سورة الحجرات

ژباړه: ټول مومنان سره وروڼه دي.

الله تعالى په بل ځاي کې فرمايې:

إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً             )سورة الانبیاء(

ژباړه: ستاسې دغه امت يوه يوموټي او متحده ټولنه ده.

همدارنګه الله تعالى فرمايې : وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ (٥٦)    )سورة المائدة(

ژباړه : هغه څوک چې د الله تعالى سره، د هغه د رسول سره او هغه چاسره چې ايمان يې راوړى دى وفا (دوستي) کوي، نو بيشکه دوې د الله تعالى په ګوند کې دي او همدوې بريالي دي.

راځئ! چې د محمد صلى الله عليه وسلم په لاندې خبرو کې دا ولټوو چې مومنانو ته يې د يو بل سره د مرستې کولو، د دوه اړخيزې ملګرتيا او د وفادارۍ په اړه څه لارښوونه کړې ده:

د مسلمانانو په خپلو منځو کې د مينې او رحم مثال د يو بدن په څير دى، کله چې د جسم يوه برخه دردمنه شي نو دې سره تول بدن په درد او کړاو کې وي.         (متفق عليه)

همدارنګه په بل ځاي کې محمد صلى الله عليه وسلم ويلي دي:

عن أبي موسى رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ((إن المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا وشبك أصابعه))

ژباړه:

 يو مومن د بل مومن لپاره په خپلو منځو کې د يوې ودانۍ مثال لري چې د دې ودانۍ د پايښت لپاره يوه برخه د بلې برخې ټينګښت او ملاتړ کوي، او (د تمثيل لپاره يې)  خپلې ګوتې په يو بل کې دننه کړې.        (متفق عليه)

همدا د مسلمانانو ترمنځ د وفادارۍ مثال دى چې د اسلامي نظام يو مهم عنصر شميرل کيږي، دغه وفاداري په معنوي ډول د دوې په زړونو کې يو بل ته د مينې، د دوه اړخيزه ايثار او د رحم تخمونه کري، او په عملي ډول دوې يو بل سره د مرستې، همکارۍ او خيرغوښتنې لپاره هڅوي.

هغه څه چې زمونږ وفاداري يې له مونږ نه غواړي دادى چې له خپل ملګري سره په ښه کار  کې مرسته او د بد کار مخه يې ونيسو، دا په لاندې حديث کې ښکاره شويده چې محمد صلى الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته وايې:

خپل ورور سره مرسته وکړه که هغه مظلوم وي او که ظالم.

ملګرو يې وويل: سمه ده، کله چې مظلوم وي نو د ظلم څخه به يې وژغورو مګر ظالم سره څه ډول مرسته وکړو؟

محمد صلى الله عليه وسلم ورته په ځواب کې وويل: له ظالم سره داسې مرسته وکړئ چې ظلم کولو ته يې پرينږدئ. صحيح البخاري

 د وفادارۍ معيار اسلام دی، خو له کافر سره هم ښېګڼه کوو

دا مونږ ته په ډاګه کوي چې د اسلامي وفادارۍ تار د مذهبي عقيدې پر اساس جوړ شويدى، دا يو بې دليله او د پټو سترګو وفاداري نه ده. دغه وفاداري خلک پر دې اساس له يو بل سره تړي ترڅو دوې له يو بل لپاره د وړاندې تګ لاره هواره کړي او يو بل ته د برياليتوب هيله ولري، هر کله که يو کس د دغه بنسټونو پر خلاف تګ کوي نو هغه څوک که غواړي چې دغې لارې ته خپله وفاداري څرګنده کړي، هغه بايد دغه کس د دې بد کار څخه وژغوري، دا هيڅکله سمه نده چې نوموړي کس سره دې مرسته وشي ترڅو خپله ګناه ترسره کړي.

د دې وفادارۍ سره د سم تګ لپاره پکار ده چې يو کس د بل د اسلامي جذبې او هڅې ته د درنښت او اخلاص په سترګه وګوري، دا د دې معنى نلرې چې يو کس دې د غير مسلم سره د بل مسلمان اړيکه پرې کړي او يا د زړه د هغه طبيعي ميلان مخه دې ونيسي چې دوې يې په خپلو منځو کې لري، د نورو سره د چلند په اړه اساسي خبره داده چې هر څوک مونږ سره په امن کې اوسيږي بايد له هغه سره د مهربانۍ او ښه سلوک نه کار واخيستل شي.

دا په پريکنده توګه په قران کريم کې راغلي دي چې الله تعالى فرمايي:

لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (٨)إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (٩)        سورة الممتحنة

ژباړه: الله تعالى تاسې له هغو غيرمسلمانانو سره له نيک چلند، ښېګڼې او انصاف کولو څخه نه منع کوي چې  له تاسې سره يې د دين په خاطر جنګ نه وي کړی او نه يې له کورونو څخه ايستلي ياست، بې شکه چې الله پاک انصاف کوونکي خوښوي(٨) خو  الله تعالى تاسې د هغو خلکو له دوستۍ او ملاتړ څخه منع کوي چې د دين پرسر يې له تاسې سره جګړه کړې وي، له کورونو يې ويستلي ياست او ستاسې په ويستلو کې يې د نورو ملاتړ کړى دى، هر چاچې له هغوي سره دوستي وکړه نو هغوي ظالمان دي(٩)

د الله تعالى لخوا نه مونږ ته ويل شوي دي چې د غير مسلمانانو سره د مهربانۍ او انصاف نه کار واخلو. مسلمانان بايد هميشه عادل او هيڅکله ناسم کار ونه کړي، مذهبي عقيده دا خلکو ته نه ور زده کوي چې د نورو سره په ناانصافۍ وچليږي، بلکې مونږ ته په کار ده چې تر نورو ډير مهربانه او لوړ فکره اووسو.

اړينه خبره خو داده کله چې د تفاهم خبره رامنځته شي نو په ځانګړي ډول مونږ د غير مسلمو سره مينه د هغوي د مذهبي عقايدو پربنسټ نه کوو، بلکې دا به دا معنى ولري چې مونږ نورو اديانو ته پر اسلام باندې غوروالى ورکړى دى. دا د هغه مسلمان لپاره يو ستونزمنه او نه جوړېدونکي خبره ده چې  د خپل اسلام سره ډير خوښ او پرې مين دى.

الله تعالى فرمايې:

لا تَجِدُ قَومًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (٢٢)    سورة المجادله

ژباړه:

تاسې به هيڅکله دا ونه وينئ چې چا په الله تعالى او د اخرت په ورځ ايمان راوړى دى، د هغو خلکو سره مينه او دوستي وکړي چې له الله او رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مخالفت کوي، که څه هم د هغوي پلرونه، زامن، وروڼه او يا خپلوان وي، الله پاک د دوي په زړونو کې ايمان پوخ کړى دى، او له خپلې لورې يې مرسته ورسره کړيده، او داسې جنتونو ته به يې داخل کړي چې لاندې به ترې ويالي بهيږي، او تل ترتله به هملته اوسي، الله ترې خوښ دى او دوي له الله نه خوښ دي، همدا د الله ګوند دى او خبر اوسئ جې د الله ګوند بريمن دى.

څوک چې راسره دښمني کوي، دښمني ورسره کوو

پورتنى ايت د هغه چا په اړه خبره کوي چې څوک د مسلمانانو پر خلاف جنګيږي، الله تعالى او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم په مقابل کې ودريږي او په هغه چا باندې بريد کوي چې هغوي ايمان لري. دا د ډيرو مفسرينو نظر دى.

د قران کريم هغه ايتونه چې مسلمانان د کافرانو د ملاتړ نه منع کوي، پدې کې هغه کافرانو ته اشاره شويده چې هغوي د مسلمانانو سره د جکړې په حال کې دي.

د بيلګې په توګه، الله تعالى فرمايې: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ (١)        سورة الممتحنة

ژباړه: اى مومنانو! زما او ستاسې دښمنان دوستان مه نيسئ، داسې چې تاسې ورسره دوستي کوئ او هغوی له هغه حق نه منکر دي چې تاسې ته راغلى دى، رسول او تاسې يوازې پدې خبره چې په خپل رب الله مو ايمان راوړى له خپلو کورونو او وطن څخه مو وباسي، نو که تاسې په رښتيا د جهاد او زما د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپلو کورونو او هيواد څخه راوتلي ياست نو بايد دا دوستي ونه کړئ. تاسې په پټه ورسره دوستي کوئ، او ماته ستاسې پټ او ښکاره ټول معلوم دي، او ستاسې هر څوک چې دا کار وکړي نو په يقيني توګه يې سمه لار ورکه کړې ده.

همدارنګه مونږ بايد دې ايت ته هم پام وکړو چې په همدې سورت کې راغلى دى:

لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (٨)                سورة الممتحنة

ژباړه: الله تعالى تاسې له دې نه منع کوي چې له هغو سانو سره تاسې ښېګڼه او انصاف وکړئ چې له تاسې سره يې د دين په خاطر جنګ نه دی کړی او نه يې له خپلو کورونو ايستلي ياست، بې شکه چې الله پاک انصاف کوونکي خوښوي.

د مسلمان لپاره کرکه  يوازې د غير مسلمانانو د غلطو عقايدو په وړاندې پکار ده، او د هغه نا انصافيو او دښمنۍ په وړاندې چې هغوي يې لري. دغه رد يا انکار د هغه خلکو په وړاندې دى چې هغوي د جګړو لپاره د نورو لارښوونه کوي، په تشدد کې برخه اخلي او د بې ګناه مسلمانانو په وينو باندې يې لاسونه سره وي. په رښتيا چې مسلمانانو لپاره پکار ده چې هر هغه کار رد کړي چې په نورو باندې د ظلم امر کوي، هر هغه څه چې د ظالمانو او بد کارو ځواک لوړوي او د کمزورو د لا کمزورتيا لامل کيږي. اسلام د دې لپاره راغلى دى چې ترڅو د کمزورو او مظلومو سره مرسته وکړي او د بې انصافو خلکو د بې انصافۍ مخه ونيسي.

لکه څرنګه چې په مسلمانانو کې او غير مسلمانانو کې د خپلوۍ د رشتو وفاداري پالل کيږي، همدارنګه که چيرې يو مسلمان د بل غير مسلم سره په يو دليل علاقه يا مينه لري، که هغه د خپلوۍ، دوستۍ او يا د هغه د کومې مهربانۍ پر بيناد وي، چې همدا د طبيعي وفادارۍ برخه ده، اسلام د داسې کار لپاره اجازه ورکوي او هيڅلکه نه غواړي چې د دې کار مخه ونيسي. بلکې اسلام د دې امر کوي چې هميشه خپل پلار او مور سره د ښه سلوک او مهربانۍ نه کار واخلو که چيرې هغوي مشرکان هم وي. همدارنګه اسلام د يوې يهودۍ او عيسوۍ ښځې سره د واده کولو اجازه هم ورکړيده.

ابن عباس: “ما به فرعون ته دعا کړې وه”

په بل ځاي کې الله تعالى د هغوي د هدايت په اړه فرمايي:

إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (٥٦)

ژباړه: ته هغه چا ته هدايت نشي کولاى چاسره چې ستا مينه ده، مګر الله تعالى چې چا ته وغواړي هغه ته هدايت کوي، او هغه په هدايت شويو باندې ښه پوه دى.

دغه ايت د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره ابو طالب په اړه نازل شوى دى، محمد صلى الله عليه وسلم د ابو طالب سره ډيره مينه کوله، دغه مينه چې هغه مبارک کوله يوه حرامه او غير قانوني مينه نه وه.

ابن عباس رضي الله عنهما ويلي دي: که چيرې فرعون ماته ووايي چې الله دي پرتا ورحميږي، نو زه به ورته وايم چې پرتا دې هم ورحميږي، ځکه چې اسلامي زده کړه دا مونږ ته راښي چې د يو چا په ځواب کې بايد هماغسې ځواب ورته ورکړل شي او د ښه والي د څرګندولو ثواب بل څه نه همدا ښه والى دى.

مونږ بايد د قران کريم دې ايت ته هم غور وکړو، چې الله تعالى فرمايې:

هَا أَنْتُمْ أُولاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلا يُحِبُّونَكُمْ             سورة ال عمران

ژباړه: دا تاسې ياست چې مينه ورسره کوئ او هغوي يې له تاسې سره نه کوي.

دا ايت مونږ ته ښکاره کوي چې په هغه وخت کې مسلمانانو د غير مسلمانانو سره دوستي کوله. دې ايت شريف مسلمانان پدې ملامتول چې دوي د هغه چاسره مينه کوي چې هغوي يې ورسره نه کوي، بلکې د دې ترڅنګ یې پرې بدبختي پیرزو وه او د حقارت په سترګه یې ورته کتل. اسلام د هغه مینه اجازه ورکوي چې د دوې ترمنځ دوه اړخیزه وي. د انسان طبیعي رشتې د نیک نیتۍ، د يو بل منښت او د ورورولۍ پر اساس ټینګې دي، اسلام د دې لپاره راغلی دی چې دغه ارزښتونه خلکو ته ښکاره کړي کوم چې د اسلام د پیغام رسونې سره تړلي دي، مسلمانان باید د اسلام سم استازیتوب وکړي نه دا چې خلک د دې پیغام رسونې نه بې برخي کړي.

راځئ چې د ابراهیم علیه السلام کیسې ته خپل پام ور واړوو چې د سورة الممتحنة په څلورم ایت کې یاده شویده:

قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لأبِيهِ لأسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (٤)

ژباړه: تاسې ته ابراهيم عليه السلام او د هغه ملګري ښه او غوره مثالونه دي چې کله هغوي خپل قوم ته وويل، مونږ له تاسې نه او ستاسې له هغه معبودانو نه بېزاره يو چې پرته له الله نه مو نيولي، مونږ له تاسې نه منکر يو او زمونږ او ستاسې ترمنځ تر هغو چې تاسو په يو الله ايمان را نه وړئ تلپاتې دښمني او کينه اعلان ده، مګر د ابراهيم عليه السلام هغه خبره بيله ده چې پلار ته يې ويلي وو، زه به خامخا تاته له خدايه بښنه وغواړم، که څه هم زما په وس کې څه نشته چې له الله نه يې ستا لپاره وغواړم، اى زمونږ ربه! خاص پر تا مو توکل کړى دى، خاص تاته مو پناه ده او خاص ستا پر لور درګرځيدل دي.

د فطري وفاداريو پالنه تر هغه چې د عقيدې ټکر نه وي

دغه ایت د دوه اړخیزې دښمنۍ ښه څرګندونه کوي، چې وایې : زمونږ او ستاسې ترمنځ دښمني او کينه اعلان شویده. کله چې ابراهیم علیه السلام لومړی خپلو مشرکو خلکو ته راغی نو د هغوي په څیر يې د عداوت نه کار وانخیست، بلکې هغوي یې اسلام او د یو الله عبادت ته په مهربانۍ او نرمۍ سره راوبلل. مګر هغوی دا خبره په دښمنۍ او په کرکې سره رد کړه، نو په طبیعي ډول ابراهیم علیه السلام هم د دښمنۍ ځواب ورته په دښمنۍ ورکړ، تر څو د خپلې عقیدې سپیڅلتیا او شهامت وساتي.

همدارنګه ابراهیم علیه السلام خپل پلار ته د بښنې لپاره دعا کوله تر څو وبښل شي، مونږ باید پوه شو چې، ابراهیم علیه السلام تر څو میاشتو پورې د دې کار نه لاس وانخیست تر هغه چې پلار یې په ښکاره ډول ده سره او د ده دین سره دښمني په شدت ښکاره کړه. ابراهیم علیه السلام د خپل ځاني رشتې د پاللو لپاره د مینې او مهربانۍ نه کار وانخيست بلکې هغه د ده معکوس وکړل.

د دې پرځاي چې د خلکو سره د مهربانۍ په روحیې د ادابو د مراعاتو نه کار واخلو، مونږ باید له هغوي سره د اسلامي زده کړو پربنسټ چلند وکړو، ځکه چې زمونږ ټولې هغه طبیعي وفادارۍ د نورو سره، د خپلو ځانونو سره او د خپلو هیوادونو سره په اسلامي زده کړو کې نغښتي دي او د همدې ترڅنګ کولای شو چې د اسلام پیغام نورو ته په ښه ډول ښکاره کړو، که مونږ په رښتیا له خپلې عقیدې سره وفا وکړه همدا زمونږ ټولې طبیعي وفادارۍ پالي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي:

إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق ژباړه: زه د تر ټولو غوره اخلاقي معيارونو د بشپړتيا او پوره کولو لپاره رالېږل شوی يم.


*د سعودي تبعه دکتور سلمان العودة په نړيواله پېژندل شوى ديني عالم، داعي، مبلغ او اسلامي مفکر دى

 په عربي او انګليسي ژبو د هغه لخوا اداره کېدونکي islamtoday.com  او islamtoday.net سايټونه په اسلامي نړۍ کې يو له تر ټولو زيات کتل کېدونکو سايټونو څخه دي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: