جیولوژي

زلزله څه ده؟

زلزله د ځمکې د سطحې لړزېدل دي، چې په قشر کې یې د ناڅاپه درزونو یا ماتېدنو او یا د ډبرینو کتلو له امله رامنځته کيږي. زلزله، د ځمکې د ننه لایو د ماتېدنې او ځای پر ځای کېدو له امله د ځمکې ناڅاپه او چټکه لړزېدنه ده. دا ډول لړزېدنه کولای شي د ودانیو، پلونو د ماتېدو او ویجاړېدو د ښاري ګاز د کېناستلو، او د برېښنا او تلیفون په شبکو کې د اختلال لامل شي. له همدې امله باید په زلزله کې، د ویجاړۍ له مخامخ عوارضو سربېره، باید د اور لګېدنې، د ګاز له امله د خفګۍ، چاودنې او نورو پایلو په تمه هم وو. هغه ودانۍ چې له مناسبو ساختماني اصولو نه دي برخمن او یا په ناسمو ځمکو او د اوبو په لمنو کې جوړ شوي دي، له هر څه ډېر له ګواښ سره مخ دي. زلزله د شپې ورځې یا کال په هر وخت کې کېدونکې ده. په سم ډول د وړاندوېینې وړ نه ده او باید په داسې ډول خپل ژوند او چاپېریال برابر کړو، چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې، د لږ زیان لیدونکي وو

 د زلزلې په لړ کې کړنې:

1       د زلزلې رامنځته کېدونکي شوني وخت پرمهال له کور څخه ووځئ او یوې آزادې سیمې ته ولاړ شئ. له ونو، لوحو، ودانیو د برېښنا له مزو، ستنو او نورو واټن ولرئ.

2       له کور څخه د بهر کېدو پرمهال، له زینې کار واخلئ نه له لېفټ څخه.

3       د زلزلې پرمهال په سړکونو او کوڅو له منډې وهلو ډډه وکړئ، ځکه ښايي څراغونه، د اعلانونو تختې او نږدې دېوالونه درباندې را وپرځيږي.

4       که چېرې تاسو په څو پوړیزه ودانۍ کې ژوند کوئ چې سملاسي وتل درته ستونزمن وي، باید په لاندې ډول عمل وکړئ:

  • ځان د مېز یا د خوب د تخت لاندې پټ کړئ ترڅو د درندو شیانو له پرځېدو خوندي وئ. د مېز یا تخت ستنې کلکې ونیسئ او د خپلو سترګو او مخ د خوندي ساتلو لپاره یې د مټو ترمنځ ونیسئ.
  • خپل سر مو د بالښت یا کوم بل نرم شي په وسیله خوندي کړئ.
  • دروازه پرانیزئ
  • داش، شمع، د ګاز پېکنیک او ټول برېښنایي وسایل مړه کړئ.
  • له کړکیو، دروازو، الماریو او همدا راز ماتېدونکو درنو وسایلو لېرې اوسئ.

5       که د زلزلې پرمهال په موټر کې وئ:

  • موټر ودروئ او د زلزلې تر درېدو پورې همالته پکې اوسئ.
  • د ودانیو څنګ ته، د هوایي سړکونو لاندې یا د پاسه، پر هوايي پلونو، برېښنایي مزو ته نږدې، په تنګو درو او همدا راز د سړک په هغو برخو کې چې غرونو او غونډیو ته نېږدې وي او د ځمک ښویېدنې ګواښ وي خپل لېږدوونکې وسیله مه دروئ.
  • د زلزلې پرمهال د سړک ویجاړو برخو ته متوجه اوسئ

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: