اسلام

ريښتينى مسلمان څو ک دى؟

اسلام او مسلماني دوه هغه ټکي دي چې په مسلمانو ټولنو کې یې هر کس او ناکس دعوا کوي، هر يو ځان ته تر بله اوچت مسلمان وایي، وګړي لا پریږده، چې ډلې او ګوندونه هم په همدې برخلیک اخته دي. خو که بیا د دې خلکو اعمالو او کړنو ته ځیر شو، د ژوند تیرولو سیستمونو او پرې حاکم نظامونه وګورو، دې نتیجې ته رسیږو، چې د خلکو څخه د اسلام سمه بڼه ورکه ده،  هر چا ځان ته د اسلام ځانګړی انځور جوړ کړی، د هماغې پیروي کوي، د ریښتیني اسلام په مفهوم څوک نه پوهیږي، او د ریښتیني مسلمان معنا چاته معلومه نه ده. خلک دا انګیري چې د اسلام په نامه که د هر څه پيروي وکړﺉ، هغه اسلام دی.د اسلام تر عنوان لاندې که هره عقیده او باور ولري هغه اسلام ګڼل کیږي او که د اسلام تر لیبل لاندې هر ازم او نظام ته سرټیټ کړي، هغه مسلماني ده. په لنډه کې کولای شو چې په اوسنیو اسلامي ټولنو کې په نامه مسلمانان د عقایدو او اعمالو له نظره، څلورو ډلو ته وویشو. درې ډلې یې هغه دي چې لاره ترې ورکه ده، خو ګمان یې دا دی چې لا تراوسه په سمه روان دي، او څلورمه ډله یې بیا د ريښتیني اسلام په لټه کې دي، او دریښتینې مسلمانې په پل روان دي:

لومړې ډله هغه ده چې په مسلمانه ټولنه کې اوسیږي، خو د عقل او عمل په آزادۍ باوري دي، خپله رایه ورته تر هر څه غوره بریښي، او دهماغې پیروي کوي.دعقل پریکړې مني، اود ژوند واګي یې په بشپړه توګه خپل عقل ته سپارلي دي، دغه ډول انسانان د دین او دیندارۍ ډیره پروا  نه ساتي، خو په ډاګه ترې انکار هم نه کوي.
دوهمه ډله هغه ده چې ځان ته مسلمان وایي، خو په حقیقت کې د خپلو خواهشاتو او نفسي غوښتنو پیروي کوي، په خپلو عقایدو او اعمالو کې دین ته نه ورګرځي، له خپله ځانه څه عقاید غوره ګڼي، د خپل ځان لپاره د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ د ژوند تیرولو لارې انتخابوي، او هغو ته د دین او اسلام نوم ورکوي، او د دې پرځای چې خپل عمل د دین تابع کړي، هڅه یې دا وي، چې دین د خپلو نفسي غوښتنو په پل روان کړي.

دریمه ډله بیا هغه ده چې په خپله هیڅ نه کوي، بس خلکو ته ګوري، او ورپسې روان وي، که خلک ښه کوي، دی هم ښه کوي، او که خلک په غلطه روان وي، دی هم ورسره په غلطه ځي. د خپل عقل څخه هیڅ کار نه اخلي، شعار یې دا وي، چې زمونږ پلرونو او نیکونو چې څه کړي دي، د هماغې پیروي به کوو، او یا ټولنه چې په کوم لوري روانه ده، په هماغه لوري به ځو.

څوک چې خپل عقل خدای بلي:
لومړي ډله خو ځان ته د آزادۍ علمبردار او اتل وایي،خو تر مرګه بیا د آزادۍ حدود او پولي نه پیژني، دوی په غلط فهمۍ کې اخته وي، دوی انګیري چې ګواکې په هرڅه پوهیږي، او د دنیا پرمخ هیڅ شی ترې پټ او پنهان نشته، هرمصلحت او ښیګڼه له دوی سره ده،لنډه دا چې مصلحت هماغه دی چې د دوی عقل ومانه، او مفسده هغه ده چې د دوی عقل ورته مفسده ووایي. دوی په ښکاره د خپل عقل سره په ټکر کې دي، ځکه چې ډیرځله خو بیا همدا عقل په خپلې یوې پخوانۍ پریکړې د خطا حکم کوي. بل پلو ته په زیات شمیر چارو کې  له یوې مور اوپلار څخه پیدا دوه عقلونه سره جلا جلا یو دبل پرضد حکم کوي، دلته خو د سم او ناسم معیار او تله معلومه نه وي، په دې صورت کې خو به هرڅوک ځان ته من وایي، په داسې آزاده ټولنه کې خو ژوند کول ممکن نه وي. د دلایلو له دې لړۍ څخه تیریږو، دغه ډول مسلمان چې هر څه کوي، د دې لپاره یې کوي چې متمدن وبریښي، خو  بل پلو ته د آزادۍ پورتنی تصور یې د تمدن سره هم په ټکر کې دی، ځکه که آزادي دا وي چې هر څوک د هغه څه پیروي وکړي، چې عقل یې ورته ښایسته کړي، او هماغه ورته سم او ریښتیا ښکاره شي، دا کار د تمدن او مدنیت مخه نیسي. دا فکر د ځنګل د اوسیدونکو سره اړخ لګوي، خو متمدنو خلکو ته کاملا د منلو وړ نه دی،ځکه چې تمدن وایي دیته چې یو شمیر خلک په څو کلي عقایدو او افکار سره متفق او یو موټی شي، او دا هوډ وکړي چې خپل ژوند او د ژوند ټولې چارې به د همدغه اصولو او  قوانینو سره سم تیروي، تمدن خو د اجتماعي نظم نوم دی، تمدن کې خو خپلسري، او انارشیزم د زغم وړ نه دی.

قرآن عظیم الشان هم د دغه ډول خلکو په اړه وایي: ﴿ وَمَا يَتَّبِعُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ شُرَكَاءَ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ (يونس66)
ژباړه،  هغه خلک چې د الله تعالی څخه پرته نور شریکان رابلي، آیا هغوي پوهیږي چې د څه شي پیروي کوي؟ هغوی د ګمانونو پیروي کوي، او اټکلونو پسې روان دي.

په بل ځای کې فرمایي: إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنْ الْحَقِّ شَيْئًا (النجم28)
ژباړه : دوی د ګمان څخه پرته د بل څه پیروي نه کوي، او حال دا چې ګمان د حق په اړه هیڅ ګټه نه کوي.
په سورت نجم کې فرمایي: إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمْ الْهُدَى (النجم23) ژباړه: دوی له ګمان  او نفسي غوښتنو څخه پرته د بل څه پیروي نه کوي، په تحقیق سره دوی ته د الله تعالی له لوري هدایت راغلی دی.

څوک چې د نفسي غوښتنو عبادت کوي:
دوهمه ډله بیا په بله ناروغۍ هم اخته ده، دوی په منافقت کې ژوند تیروي، ځکه که انسان د خپلو نفسي غوښتنو پیروي کوي، او په خپله خطا معتقد وي او ځان ګناهکار وګڼي، دا کار له هر مسلمان څخه شونی دی، بل پلو ته که د جايز اختلاف په چوکاټ کې دننه آزاد نظر ولري، یا دکوم مذهب پیروي وکړي، دا هم باک نلري، خو که چیرې عمل او یا عقیده یې په ډاګه د اسلام سره په ټکر کې وي، او بیا هم خپل عمل او عقیده سمه وګڼي، او هڅه وکړي چې د اسلامی شریعت احکام د خپلو نظریاتو مطابق تفسیر کړي، یا په بل عبارت د خپلو نفسي غوښتنو لپاره د دین غاړه راتاوه کړي، دا ستر جنایت دی.
دغه دوهمه ډله کټ مټ د بني اسراییلو په شان دي، قرآن کریم چې د بنی اسراییلو کوم انځور کښلی دی، پر همدوی ښه لګیږي، قرآن عظیم الشان د هغوي په اړه فرمایي: يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَى خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ
ژباړه: دوی کلمات له خپلو ځایونو تحریفوي، او هغه زیات شمیر نصیحتونه یې هیر کړي دي چې دوی ته به کیدل، او تل به ته د دوی په خیانتونو خبریږي،  د دوی ډیر لږ خلک له دغه خیانت څخه بچ پاتې دي.
په بل ځای کې فرمایي: كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ
ژباړه: کله چې کوم رسول ورته د دوی د نفسونو دغوښتنو پرخلاف کوم څه راوړي، بیا د ځینو تکذیب کوي او ځینې نور وژني.

څاروي دي خو په ځان نه پوهیږي:
دریمه ډله بیا تر ټولو ذلیله ده، ځکه دوه لمړنۍ ډلې خو د عقل څخه کار اخلي، که څه هم په غلطه یې استعمالوي او د ځغل له خپل ډګر څخه یې په بل ډګر کې ځغلوي، خو دغه ډله بیا خپل عقل په کار نه اچوي، کټ مټ دڅارویو په څیر تل د بل پسې روان وي، نه خپل اصول لري او نه د دین اصولو ته پابند دي، په خپله د ښو او بدو توپیر نشي کولای. په بل عبارت د هندو سره هندو دی او د مسلمان سره مسلمان. متاسفانه نن سبا د زیات شمیر مسلمانانو حالت همداسې یا دیته ورته دي. د دې پر ځای چې په ټولنه کې خپل مسؤلیت درک کړي، او په بصیرتمندانه توګه د هغې د ترسره کولو لپاره ګام پورته کړي، تل په دې فکر کوي چې د هوا مخه په کوم لوري روانه ده. حکومت که مسلمان وي که کافر په هماغه پسې روان وي.که په دفتر کې یې کفر روان وي که اسلام، د ده پرې پروا نه وي. د دغه ډلې په اړه هم قرآن کریم مونږ ته له پخوا خبر راکړی دی، فرمایي: وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ ژباړه: کله چې دویته وویل شي چې هغه څه ته چې الله تعالی رانازل کړي دي راشي او د رسول الله پیروۍ ته راشې نو وايي: مونږ ته هغه څه کافي دي چې پلرونه مو پرې موندلي دي، که څه هم پلرونه یې په هیڅ شي نه پوهیږي، او نه په سمه لار روان دي.
په بل ځای کې بیا د ټولنې او د هوا د رخ د پیروۍ په اړه فرمایي: وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ژباړه: که چیرې د ځمکې د اکثریت خلکو پیروي وکړﺉ تا به د الله له لارې څخه بې لارې کړي، دوې د ګمان څخه پرته د بل څه پیروي نه کوي، او د اټکل څخه پرته په بل څه پسې روان نه دي.

دا درې واړه ډلې خو په نامه ځان ته مسلمانان وایي، خو د اسلام له روح څخه خبر نه دي، او د اسلام پیغام یې درک کړی نه دی، چا په کې خپل عقل ته د خدایۍ دنده سپارلې ده، او چا بیا خپل عقل لا نه دی پيژندلی، او دځان او څاروي ترمنځ توپیر نشي کولای. دوی ريښیتني مسلمانان نه دي.

ریښتینې مسلمان:
څلورمه ډله چې هغوی ته ریښیتني مسلمانان ویلی شو، هغه ډله ده چې د افراط او تفریط څخه پاک دي، نه یې د عقل څخه خدای جوړ کړی ، او نه یې عقل چیرته په پوله ایښی دی. دوی د عقل څخه په خپل ځای او په سمه توګه کار اخلي. دا د اعتدال او وسطیت لاره ده.د ریښیتنې مسلمانۍ د پیژندنې طریقه دا ده چې په پیل کې  به ټولې پردې او خنډونه دخپلې مخې لرې کړﺉ، خپل سلیم عقل به د حق او باطل د پیژندلو لپاره په کار واچوﺉ، فکر به وکړﺉ چې آیا شرک غوره دی که توحید؟ آیا دهریت او له خدای څخه انکار غوره دی، که خداپرستي؟ په دې کې به سوچ وکړﺉ چې آیا انسان له انبیاو او رسالتونو څخه پرته پر سمه لار روانیدای شي او که نه؟ آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په حقه و که ناحقه؟ کله چې ستا سلیم عقل او فطرت درته د دې سوالونو ځوابونه درکړل، او په دې پوه شوي چې الله تعالی د ټولو کایناتو خالق، مدبر، څښتن او پالونکی دی دا درته څرګنده شوه چې د انسانانو د هدایت او لارښوونې لپاره یې انبیاء علیهم السلام را استولي دي، که ضمیر دې دا ومنله چې پیغمبر علیه السلام یو ریښتینی رسول و، او اسلام یې د انسانیت د ژغورنې لپاره د یو نظام په توګه راوړی دی، او قرآن عظیم الشان د انساني ژوند قانون دی. لدې وروسته بیا د عقل کار په دې اړه پاې ته رسیږي چې په هره وړه لویه کې فکر وکړي او قضاوت وکړي چې دا حکم زما په ګټه دی که په تاوان؟  بیا نو د عقل دنده دا ده چې غاړه کیږدي، او کله چې ورته د الله او رسول حکم ثابت شي د هغې دتعمیل لارې چارې وسنجوي.  بیا د عقل وظیفه دا ده چې د الهی حکمونو په حکمتونو کې فکر وکړي. عقل دا حق نلري چې بیا د الله او رسول په حکم کې چون وچرا وکړي، دا حق ورته حاصل نه دی چې ووایي دا د ټولنې په مصلحت دی او دا نه دی. بیا دا نشي کولای چې ووایي دا زما د دود دستور سره سم دی او دا ناسم، بیا نو عقل دا حق هم نلري چې د تمدن او پرمختګ په نامه د الله تعالی په رالیږل شوي دین کې ګوتې ووهي، په دین کې ټاکل شوي حقوق او واجبات له سره ترتیب کړي. د عقل د سم او ناسم معیار او تله بیا دین وي.
د انسانانو ترمنځ اجتماعي عدالت او مساوات له همدې لارې ممکن دی. ځکه چې بیا د څو محدودو تنو عقل په نورو انسانانو حاکم نه وي، څو محدود اشخاص بیا د خدایی حق ځان ته نه ورکوي. بلکې که د هر انسان عقل چې د دین په پټلې سم روان وي، هغه بیا د نورو ټولو سره په هدف، مقصد او د ژوند په ټولو حقوقو او واجباتو کې برابر دی.
ریښتنی مسلمان همدې ته وایي چې د ژوند په ټولو چارو کې د رب بندګې وکړي، خپل عقل، نفسي غوښتنې او ټولنه او د ټولنې دود دستور او یا د هوا رخ خپل معبود ونه ګرځوي، هغوي د الله تعالی سره په نظام او شریعت کې شریک نه کړي. په هره وړه لویه کې د الله تعالی د حکم پلټنه وکړي، او خپل ژوند او د ژوند چارې د الله تعالی په حکمونو برابرې کړي.
الله تعالي فرمایي: ( ومن أضل ممن اتبع هواه بغير هدى من الله إن الله لايهدي القوم الظالمين) ژباړه: له هغه چا څخه زیات ګمراه څوک دی چې د الله تعالی دهدایت پرځای د خپلو خواهشاتو پیروي کوي. الله تعالی ظالمانو ته هدایت نه کوی.

استاد محمد نعيم جليلي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: