روغتیايي کارپوهان: د نړۍ ۹۵ سلنه خلک په مختلفو ناروغیو اخته دي

د روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه ۹۵ سلنه خلک په مختلفو لویو او کوچنیو ناروغیو اخته دي. په دغو ناروغیو کې ځینې هغه ناروغۍ هم شاملې دي چې خلک يي ډیر کوچنۍ بولي او پاملرنه ورته نه کوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا دغې څیړنې ثابته کړې چې د نړۍ یوازې پنځه سلنه خلک په هیڅ ډول ناورغۍ اخته نه دي او هیڅ ډول درملنې او درمل ته اړتیا نه لري.

یوې څیړنې ثابته کړې چې په نړۍ کې د ناروغیو او ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی. دغو ناروغیو کې ځینې داسې ناروغۍ هم شتون لري چې په انسان کې د معیوبۍ لامل ګرځي.

د امریکا یوې څیړنیزې ادارې یوه څیړنه چې د «د ناروغیو نړیوال پیټی یا بار» تر عنوان لاندې ترسره شوې کې روغتیايي څیړونکو او کارپوهانو د ۲۳ کلنو په موده کې د نړۍ ۱۸۸ هیوادونو کې د ناروغ او ټپي شوي کسان شمیرلی.

دغې څیړنې کې ویل شوی چې د هغو ناروغیو شمیر چې د ناروغ د معیوبۍ لامل ګرځي مخ په زیاتیدو دی. د څیړنې پر بنسټ په دغو ناروغیو د اخته کسانو شمیر هم له بل هر وخت زیات شوی.

د دغې څیړنې پر بنسټ په نړۍ کې د ملا، غاړې او ځینې نور ذهني ناروغۍ زیات شمیر کسان معیوبوي. اوسمهال د نړۍ له دوه بیلیونو څخه زیات کسان په هغو ناروغیو اخته دي چې انسان معیوبوي.

که غواړئ د مختلفو ناروغیو څخه ځان وژغورئ نو خپل غواړه او روغتیا ته ځانګړی پاملرنه وکړئ. په خالي ګیډه او د ورځې په اوږدو کې اته ګیلاسه اوبه مو له بلا ناروغیو ژغورلی شي.

د غوره او پوره روغتیا لپاره یوازې هغه خواړه په ورځنۍ ډول استعمال کړئ چې ستاسې د روغتیا لپاره ګټور وي. ورزش لپاره ځانګړی وخت وټاکئ او ورزش خپل د ورځنۍ ژوند یوه اړینه برخه وګرځوئ.

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)  2015

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب