روحي فشار د وزن زياتيدو باعث کيږي
څيړنې ښيي، چې روحي فشار يا سټريس د چاغوالي لامل کيږي.
باور داسې دى، چې په روحي فشار اخته کسان د خوراک اشتها نه لري، خو دا خبره دقيقه نه ده. تر فشار لاندې خلک د فشار سره د مبارزې په پار ډيره کالوري يا انرژې مصرفوي، چې ورسره اړ کيږي ډير خوراک هم وکړي.
روحي فشار د چاغوالي سربيره د وينې فشار، شکرې او زړه ناروغيو لامل کيږي.
د سټريس سره د مبارزې د لارو چارو څخه يو هم فزيکي تمرين دي. او بل هم د سبزي او په خاص ډول د کيلې خوړل دي.