رواني یا اروايي ستونزې څه دي؟‌

– له ذهني ګډوډیو او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان کېدل په بېلابېلو عواملو پورې اړه لري؛ چې عمده عوامل یې جنګ، جګړې، په ټولنه کې زور زیاتی، فقر او بې وزلي، اوږده مسافرتونه، ناانډوله ژوند، کورني تاوتریخوالي، د نشه اي توکو کارول، د کورنۍ د کوم غړي له لاسه ورکول، د ژوند په ځینو چارو کې ناکام راتلل، له کوم شدید روحی فشار سره مخامخ کېدل، د یوې دوامداره عقدې موجودیت، ذهني بېلارۍ، د ناسمو عادتونو پالل، ټول فکر خپلو نیمګړتیاؤ او ناکامیو ته اړول، یومخیزه بې کاري، د ماشومتوب  او ځوانۍ د دورې محرومیتونه…..او  نور  بللی شو.

رواني ستونزې ترډېره بریده کوم ثابت او علمي تعریف نه لري، خو هغه کسان چې پرې اخته وي، له نورو سالمو اشخاصو سره یې غوڅ توپیر پیداکېږي او تل له خپلو روحي پرېشانیو څخه رنځ وړي.

په رواني ستونزو باندې اخته کس تل د یو ډول غمګینۍ او پرېشانۍ احساس کوي، له ټولنې سره یې په چلند او ناسته ولاړه کې بدلون لیدل کېږي؛ له خپلو پخوانیو عادتونو سره بې علاقې وي، له اجتماعي مسایلو سره علاقه نه ښيي او ځان ورڅخه ګوښه ساتي. سم قضاوت نه لري، په هره  لحظه کې د خطر احساس کوي، تل ځان محروم ګڼي او تل دیوې پېښې او ماتې انتظار کوي، ان که په کوم کار کې بریالی هم شي، نو خپل بری کوچینی او لنډمهاله ګڼي او یا یې هم خپل نه ګڼي.

دا ډول ناروغان په خپلو عواطفو او احساساتو کنټرول نه لري؛ په کوچینۍ خبره ژر غوسه کېږي، ژوند ورته بې رنګه او بې وزله او دنیا ورته تیاره ښکاري؛ معمولاً چې له خوبه راویښ شي، د ستړیا او لټۍ احساس ورته پیدا شي، عادي کارونه ورته درانه او ستړي کوونکي ښکاري او فکر کوي، چې ککرۍ یې خالي ده، قهر ته پناه وړي،  ځینې وخت ورته ځان مجرم ښکاري او ځینې وخت بیا له ټولنې څخه شکایت کوي، د ځان او ماحول په هکله غلط سوچونه کوي او د سالم شخص پرخلاف کله چې له کومې خواشینۍ څخه اغېزمن شي، بېرته عادي حالت ته نه راګرځي؛ دغه اغیز تر ډېره وخته پورې په کراتوکراتو په خپل ذهن کې راګرځوي او د خپل ځان د ننه یې لا اروايي خواشینۍ زیږوي؛ په دې سره نوموړی خپل کنټرول هېروي، ځان متزلزل ویني، له خپلو هیلو سترګې پټوي، ټول سوچ په خپله نارامۍ راټولوي او په لوی لاس ستونزې او  خواشینۍ پرځان مسلطوي.

دغه ډول کسان د خپل ژوند ستونزې نه شي غوڅولی، د ژوند په مبارزه کې ترشا کېږي، له دوستانو سره نه شي پاللی، ځان ته دښمنۍ او کینې پاروي، په زړه کې یې د وېرې، غوسې او ځانځانۍ غوغا جوړه وي، د ټولو بد وايي، پر نورو کسانو نیوکې کوي، کله ځان ډېر لوړ ګڼي او کله ډېر ټیټ او بابېزه. ډېری وخت د نورو په حضور کې نارامي احساسوي، په همدې سبب د پردیتوب او بېزارۍ احساس کوي، په خلکو کې ځان یوازې او پردی ګڼي، د ټولو وسایلو پرشتوالی سربېره له ژوند څخه بېزاره وي. دغه د پردیتوب حس په ناروغو اشخاصو کې په بېلابېلو کچو وي، خو که چېرې زیات ژور  او  دایمي شو، نو د لېونتوب تر حده رسېږي.

your ads

په رواني ستونزو اخته کسان معمولاً د منفي فکر کولو عادت پیداکوي.که په  ژوند کې له څو ناکامیو سره مخ شي، نو د ټول  ژوند ستره برخه یې ګرځوي او تر هغه وروسته یې د ژوند یوازینی مقصد دا وي چي خپله ناهیلي تر نورو ورسوي.  په هر مجلس کې  د ناهیلۍ په اړه ږغیږي، که څوک خوشاله وویني  د اندېښمن کولو هڅه یې کوي او  د هر شي منفې اړخ ته پام کوي.  د دوی یوه بله نښه تلپاتې نارضایتي ده، هغه کسان چې خپلې ستونزې نه شي غوڅولی، دنیا تیاره ویني او ګومان کوي، چې له نړۍ څخه نېکۍ، اخلاقو او پوهې کډه کړې، ټول خلک فاسد او خراب دي او د دوی په اند په همدغو ورځو کې به دنیا پر بله واوړي.

دغه ډول ناروغ کسان له اجتماعي ژوند او خلکو څخه کرکه کوي، دوی نور خلک په خپله ماتې کې شریک ګڼي او اصلي عاملین ورته ښکاري. ځینې وخت په ظاهره خپله کینه یادوي او په دې ترتیب د هرې ورځې په تېرېدو سره خپل دوستان له لاسه ورکوي. دا شان اشخاص کله کله تر اندازې زیاتې خبرې کوي او کله د خپلې دروني خواشینۍ او اضطراب له کبله له خبرو پاتې کېږي. معولاً که په خبرو راشي، بیا نو چندان چا ته وار نه ورکوي، ګیلې، شکایت، ځانښودنه، غوړه مالي، غیبت او بدغوښتنه  دا ټول یې د اروايي ناروغۍ څرګندويي کوي.

په ټولیز ډول، ددغه ډول چلندونو غځول او تکرارول، ډېر ژر د شخص د ذهنیت او رواني شخصیت برخه ګرځي او په هغه کې د رواني تضاد، وسواس، اضطراب، ډیپرېشن، ژورخفګان، د حقارت د عقدې او حتیْ  لېونتوب او نورو ستونزو په بڼه راڅرګندېږي.

رواني ناروغان په ځینو وختونو کې له جسمي اعراضو سره مخ وي، اکثراً بې اشتها وي او له همدې بې اشتهايۍ له امله کمزوری او خپل وزن له لاسه ورکوي. کله په وجود کې ورته د یوې برخې له نارامۍ ناڅرګند دردپیداکېږي، د خوب نورمال حالت یې ګډوډ وي، ځینو ته د شپې په اول سر کې خوب نه ورځي او ځینې بیا سهار ډېر وختي پاڅېږي. زیاتره فکري تشویش په مخه کړی وي او د همداسې دوامداره تشویش او پرېشانۍ په حال کې کله له سر خوږي او  د وجود د نورو نرمالو اعضاؤ څخه شکایت کوي.

دا او دا شان په سلګونو نښې په بېلابېلو اشخاصو کې په لږه او زیاته کچه لیدل کېږي، خو د یادونې وړ ده، چې هېڅوک د انساني ژوند په پېچلي بهیر کې له بشپړ اروايي سلامتۍ څخه برخمن نه دي، هر انسان  کله ناکله غوسه کېږي، له مختلفو ذهني او راوني کشمکشونو سره مخ کېږي، خو د روغي اروا خاوندان دا هرڅه کموي او کنټرولوي او ځانونه دوامدارو ذهني ګوزارونو ته نه سپاري.

که په څرګند ډول ووایو، له رواني اړخه روغ انسان هغه دی، چې له خپل ځان او خپل ماحول سره همغږي او جوړجاړی ولري؛ یا په بل عبارت، هر روغ روانه انسان هم له خپله نظره او هم د نورو له نظره له خپل ټولنیز ماحول سره مثبت او رغنده تړاو لري. دغه شان هغه وګړي چې له رواني سلامتیا څخه برخمن وي، ممکن د ژوندانه له یوشمېر ستونزو، ناکامیو او تعارضاتو څخه رنځ یوسي، مګر خپل ځان نه بایلي، اعتدال له لاسه نه ورکوي، خپل فکري، عملي او عاطفي استقلال خوندي ساتي. د نورو لپاره د ځان ښودنې په موخه نه، بلکې د خپل ځان لپاره ژوند کوي. د بدبینۍ پرځای، خوشبین وي. د نهیلۍ پرځای، هیله من وي. د بدچلندۍ پرځای، سم چلنده وي. د ذهني مړاویتوب او زړه تنګۍ پرځای، خوشال او فعال وي. د وېرې او ډار پرځای، شهامت او جرئت لري او بالاخره په خپل شخصیت باندې واکمن، ثابت قدمه او له متعادل ژوند څخه برخمن وي…

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب