ذوالقرنين څوک وو؟

د ذوالقرنین ژوندلیک:

دا واقعه د خپل خواږه تاریخ له مخي ډېره مهمه ده کومه چه په لاندنیو برخو ویشل شوې ده

(۱)ذوالقرنین
(۲)د ذوالقرنین دیوال
(۳) جوج ماجوج
اسماني کتابونه مثلا په تورات کي د هغه یادونه په څو ځایه کي سوې ده قرانکریم هم د هغه ظروري حالات ښکاره کړۍ دۍ، د قرانکریaم په دقت مطالعه کولو سره
معلومېږي چه ذوالقرنین لاندینۍ ځانګړیني درلودې.
(۱)هغه په یهودیانو کي د ذوالقرنین په لقب باندي مشهور وو
(۲)هغه ته الله لویه پادشاهي د ټولو دنیاوي اسبابو سره ورکړې وه
(۳)هغه ډیر پیاوړۍ دیوال جوړ کړۍ وو چه د جوج ماجوج لار يي بنده کړې وه
(۴)هغه یو انصافداره، مومن او موحد وو، ظالم او جابر نه وو
په پخواني تاریخ کي دقرانکریم ذکر سوې څیره څوک کیدلای سي، نامتو مفسر امام رازي د هغه رښتنې څېره (سکندر مقدوني)ښوولې ده ،دا خبره ډېره مشهوره
هم ده ـ سکندر مقدوني که د قرانکريم له ځانګړینو سره پرتله کړو نو د هغه رښتنې څیره نه سي کیدای ولي چه سکندر مشرک،درواغجن،ظالم او جابر وو
هغه څه داسي ديوال نه دۍ جوړ کړۍـ
د ذوالقرنین رښتني څیرې د معلومولو لپاره د یهودیانو په اسماني کتابو کي د داسي سړي ذکر د ذوالقرنین په لقب سره سته مثلا د حضرت دانیال په کتاب کي
دهغه د یو خوب ذکر سته چه د رودنیل پر غاړه یو پسه ولاړ دۍ دوه لوۍ ښکرونه يي هري خوا ته ښورول د هغه و مخ ته یو حیوان هم پاته نه سو،
د لویدیځ له خوا څخه یوه بزه راغله چي د دواړو سترګو په منځ کي يي یو عجیبه غوندي ښکروو هغه دوو ښکرو والا پسه يي جګړه وکړل. او د پسه ښکرونه يي
مات کړل بیا جبراییل ددې خوب تعبیر داسي بیان کړ:د دوو ښکرو والا پسه د میډیا او فارس پادشاهیت دۍ،او بزه د یونان هغه لوی ښکرونه دي چه یهودیانو ته به
ازادي ورکوي. د دې خوب وړاندوینه د حضرت یسع،حضرت یرمیاه،حضرت عزرا او حضرت ذکریا علیهماالسلام په صحیفو کي تر لاسه کیږي.
د بخت نصر تر وفات وروسته د بابلي حکومت واګي د بیل شازار لاس ته ورغلې، د حضرت دانیال علیه السلام په کتاب کي لیکلي دي چه بیل شازار ډیر عیاشه وو، هغه د بیت المقدس په پاکو لوښو کي شراب څښل، دبابلي حکومت د پایتخت (سورالبدر)ډیرو پیاوړ ځواکونو په کلکه ساتنه کول، خو د یونان لوۍ لښکرد بابلي
حکومت(اوسني عراق) د هغه وخت پایتخت باندې قبضه وکړل، یهودیان يې ازاد نه کړل خو نوري ښیګڼي يې ورسره وکړې. دا هغه څوک دي چه یونانیانو د (سایرس)،عبرانیانو د(خورس) او عربانو د(خسرو) په نوم یاد کړي دي.د حضرت دانیال علیه السلام په کتاب کي د خورس په نوم یاد سوي دي.
د اې کې مینز یا نحامش قبیلې یو ځوان (خورس) په ۵۶۰ قبل المیلاد کي پاڅون وکړ.
په ۵۴۰ قبل المیلاد کښي د تور سمندر پر غاړه د کاکیشا په دره کي دننه (یوه تنګه د دنګو غرونو دره) د داریان په نوم باندي کومه چه د اوسنۍ نقشې له مخي(ولاډي کیوکیز)بللی شي یو اوچت د اوسپني او مسو کلک دیوال جوړ کړۍ او په ۵۳۹ قبل المیلاد کښي سایرس د ټولي نړۍ پادشاه سو او په ۵۳۹ قبل المیلاد کي وفات سو.

جوج ماجوج

یوناني تاریخ پوه هیروډټس ليکي چه کله ذوالقرنین ختیځي خوا ته مخه کړه نو دوه لوۍمحاذونه پراته وو.(۱)جوج ماجوج،(۲)د بخت نصر ځای ناستی بیل شاذار وو په سنه ۵۴۰ قبل المیلاد کي دبابل د اوسیدونکي اوبني اسراییلو په غوښتنه د ختیځي خوا غرییزه سیمه کاکیشا ته مخه کړه چه به وخت په وخت دا ځنګلي وینه څښونکي راوتل تباهۍ او بربادۍ به يي کولې اوس پوښتنه داده چه دا قوم څوک وو قرانکریم هم دهغه ظروري حالات ذکر کړي دي د تاریخ پوهانو دا اتفاق دۍ چه دا ځنګلي وینه څښونکي د اوسني مکران څخه بیا تر بخارا او سمرقند او تاتار پوري وحشي قبایل کوچیان دي د جوج ماجوج په اړه عالمانو عجیبه او نا اشنا روایتونه نقل کړي دي

چه دا ټول اسراییلي روایتونه دي خو حقیقت دادۍ چه دا قوم هم د عامو انسانانو په شان دۍ
او بل مخلوق نه دۍ نامتو مفسر حافظ ابن کثیر لیکي چه جوج ماجوج د نوح علیه السلام د زوۍ یافث بن نوح اولاد دۍ . د تاریخ نه مخکي زمانه کي نبیانو د جوج ماجوج په اړه وړاندویني کړي دي مثلا د حضرت ادم علیه السلام د زوۍ حضرت حزقیل علیه السلام په کتاب کي دي چه آی د ادم زویه ته خپل مخ دجوج ماجوج خوا ته که او د هغو په خلاف نبوت وچلوه مکاشفات یوحناکي چه لیکوال يي معلوم نه دۍ جوج ماجوج د شګو برابر ښودلي دي په اروپا کي دجوج ماجوج لپاره ګاګ میګاګ استعمالیږي مقدمه ابن خلدون کي علامه ابن خلدون لیکلي دي علامه شبیر عثماني په فوایید عثمانیه کي لیکي چه دا قوم د عامو انسانانو او جناتو په مینځ کي یو برزخي مخلوق دۍ د تاریخي اندازې له مخي دا قوم دقطبې ختیځي علاقې کاکیشا هغه طاقتور قبایل دي چي د پخوانۍ زمانې نه را وتل کاکیشا چه د قرانکریم له مخي د ځمکي تر ټولو اوچته سطحه ده چه په ختیځ کي يي چین دۍ په لویدیځ او سهیل لویدیځ کي يي سهیلي اسیا ده په قطبي لویدیځ کي يي اروپا ده د دې ځایه په سوونو قبیلې د عامو انانو په مینځ کي ابادي سوې مثلا په هندوستان کي د ارین په نامه اباد سول په منځنۍ اسیا کي يي د ایریا په نامه سره ایران مشهور کړ،په اروپا کي د ګوت،فرانک او ډانډیان په نامه اباد سول،د اروپا او اسیا په ګډه پوله کي د رشین په نامه کوم چي اوس ورته راسان او تاتاریان وایو اباد سول ښکار کول د جوج ماجوج د خوښۍ کسب وو،او پر شاتورو اسانو به سپریدل نامتو مفسر مولانا ابوالکلام ازاد لیکي چي د چنګيز تاتاري تاړاک د جوج ماجوج اخري راوتل دي د اسلام له ظهور څخه وروسته تاتاري تاړاک دجوج ماجوج بلل به دصحیح احادیثو خلاف وي یوناني تاریخ پوه لیکي چي ذوالقرنین ډیر زړه ور او بهادر انسان وو د اکسفورډ یونیورسټي پروفیسر ګریټ پروشن وار لیکي چي ذوالقرنین یو غیر معمولي شخصیت وو،هغه د خلګو په زړونو باندي پاچاهي کول .د ذوالقرنین څخه یونیم سل کاله وروسته زینوفن چي د سقراط شاګرد وو په خپله انساکلو پیډیا کي لیکي چي ذوالقرنین د ابراهیم زردشت په نوم چي د قفقاز په سیمه کي یو روحاني شخصیت وو تعبیداري کول د بعضي اصحابو کرامو خیال دی چي هغه نبي وو خو د یو زیات شمیر علماوو رایه ده چي هغه نبي نه وو بلکه یو نیک شخصیت وو

د ذولقرنين ديوال

دذولقرنين سره اړونده دايوه غټه وښتنه چې دذولقرنین ديوال چېري دی او څنګه جوړسوی
دجوج ماجوج دبربادی څخه دخلاصيد په خاطر بيل بيل ديوالونه جوړ سوي دي.
يو ديوال دچین دی چې اوږدوالي يې دولس سوه ۱۲۰۰ مېله دی چې مغل يې داتکره او ترکان يې دبوقورقه په نوم يادوی
دوهم ديوال په منځني اسيا کې بخارااوترمند ته نژدې جوړ دی چې دربند په نوم ياديږي ټول تاريخ پوهان پر
دې خبره په اتفاق دې چې داديوال دمغل بادشا تيمور په وخت کې ودان وو دريم ديوال دروس په داغستان کې چې دکاسپين درياب پر غاړه اباد
دي داهم ددربند په نوم یاديږي
څلورم ديوال په يمن کې دکاکنتيا په دننه حصه کې يوه دره دداريان په نوم سره مشهوره ده چې داوسنۍ نقشي له مخې ورتهلاډی کهوکزوايې
دکاکیشادډیرولوړو غرو پخ منځ کې داوسپينو اومېسو يوډير
زيات کلک ديوال جوړسوی دی
پوښتنه داده چې په دې څلورديوالونو کې کوم د يوال دذولقرنين دی.
په قرآن کريم کې ځښتن ج ويلي کله چې ذولقرنين ددو جګو غرونو مينځ ته ورسېدی نودداسي قوم سره مخامخ سو چې په ژبه يې نه پوهيدی
ذولقرنین وه ويل جوج ماجوج وه ويل
پرمځکه شر اوفساد جوړوي او ماته زما رب هر څه راکړي دی چې ستاسو په مرسته به دمېسو کلک ديوال جوړوم
سوره کهف آیت ۹۶
قران کريم دديوال دوه صفتونه سته
لومړي دیوال دمېسو او اوسپينې څخه جوړدی
دوهم هغه ددوغرونو په مينځ کې دی
دقران کريم يادسوي صفتونه که په نظرکې وه ساتو نو دکهکشان ديوال کېږې .ولې چې هغه داوسپنو او ميسو څخه جوړ دی اود جګو غرو په منځ کې دی.
پاتې سوه دچین ،دکاسپین او بخارا ديوالونه دادری سره ديوالونه دچوني او خښتو څخه جوړ دي نو دکهکشان ديوال داوسپنو او ميسو ديوال دذولقرنين دیوال دی.

ويښ ځوانان ادبی ټولنه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب