د کابل پولي تخنیک پوهنتون

تاریخچه:

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ۱۳۴۲ لمریز کال د میزان میاشتې ۲۱ چې د ۱۹۶۳ میلادي کال د اکتوبر میاشتې د ۱۳ نیټې سره سمون خوري په ۷۲ هکتاره ځمکه کې چې ۳۶۰ جریبه سره برابره او د کابل ښاروالې په پنځمه ناحیه کې پرته ده، د دولتي او خارجي پلاویو په ګډون یې د تهداب ډبره ایښودل شوې ده، چې پکې تدریسي ودانې، لابراتوارونه، کتابتون، د محصلینو لیله، د استادانو د هستوګنې لپاره ودانۍ، په یوه وخت د ۱۰۰۰ تنو په ظرفیت طعام خوري، په یوه وخت د ۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو په ظرفیت جومات، سپورتی میدانونه او جمنازیوم، د کنفرانس تالار چې د ۱۰۰۰ تنو ظرفیت لري، ورکشاپونه، پولیګونونه او تفریحي ساحې شتون لري.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون
د کابل پولي تخنیک پوهنتون

د دې پوهنتون ساختماني مواد او تجهیزات او د ودانولو ټول لګښت یی د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان خلکو ته د ډالۍ په ډول ورکړل شوي دي. د ودانولو چارې یې افغاني او د وخت شوروي اتحاد انجینرانو او کارګرانو، په ګډه ترسره کړي دي.  

د درسي خونو او لابراتوارونو د ودانولو د بشپړیدو سره سم په ۱۳۴۶ لیږدیز- لمريز کال لومړۍ دوره محصلینو په زده کړو پېل او په ۱۳۵۱ لیږدیز- لمریز کال یې لومړۍ دوره فارغین ټولنې ته د لیسانس په کچه وړاندې کړل. تر ۱۳۸۱ لمریز کال پورې دا پوهنتون د پولي تخنیک انستیتوت په نوم نومېده او وروسته یې نوم د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته واړول شو.  تر ۱۳۵۹ لمریز  کال پورې ددې موسسې فارغینو د لیسانس په کچه زده کړې تر سره کولې، خو له دې نېټې وروسته تر ۱۳۷۱ لمريز کال پورې یې فارغینو د انجینري علومو د ماسترې په کچه زده کړې سرته رسولې. د پوهنتون په همدې دوره کې د هیواد ملي کادرونه، په علمي – پیدا ګوژي عالي سویه د دوکتورا (PHD) تر کچې روزل کېدل. په دغه موده کې  (۱۳۵۹-۱۳۷۱)، په ټولیز ډول د ۲۰۰ تنو څخه  ډېرو د دوکتورا تیزسونه دفاع کړي دي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپل تأسیس د لومړنیو کلنو څخه راپدېخوا په هیواد کې د ستر علمی بنسټ په توګه د مسلکي کادرونو په روزلو پېل کړی، چې فارغان یې د انجینري په ټولو څانګو کې محسوس او د پام وړ دي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ستونځو سره سره هڅه کړې چې تل د پرمختګ، پراختیا، او نوښت لپاره  کمیت او کیفیت برابر کړي.  

د کابل پولي تخنیک مرامنامه: 

مقصد: 

په پرله پسې توګه د پوهنتون د ټولو کاري برخو معیاري کول او له معاصرو غوښتنو سره برابرول، د نړۍ د نویو علومو او فنونو پر بنسټ د انجینري علومو پرمختګ، د نویو څانګو او پوهنځیو جوړول او د علمي کادرونو روزنه، د هیواد اړتیاوو ته ځواب ورکوونکی، انساني، اسلامي او د هیوادپالنې ارزښتونو ته وفادار، د ننې عصر د معیارونو سره سم  انجینر وړاندې کول.

رسالت: 

زمونږ رسالت په لوړ کیفیت سره ټولو هغو هیوادوالو ته چې د اکاډمیکو قوانیو سره سم د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو حق لري، د خدمتونو برابرول، ښه تدریس، څیړنه او د خپلو فارغینو په وسیله د ملي پروژو لارښونه داسې چې د ټولنې ټولو مسلکي او تخصصي غوښتنو ته په کورنۍ کچه ځواب ووایي، د هیواد پرمختګ دی.

لید :

زمونږ لید د داسې لوړو زده کړو د یوه سېستم رامنځته کول دي چې د کمیت او کیفیت له پلوه نه یواځې د افغانستان د پرمختګ اړتیاوو ته د نوي عصر له غوښتنو سره ځواب ورکوونکی وی، بلکې د منطقې او نړۍ د پوهنتونو د اکاډمیکو معیارونو سره سیالي وکړای شي.

موخې:

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د ټولو قوانینونو، مقررو او لوایحو په رعایت کولو او په لاسکې د شته امکاناتو او آسانتیاوو په لرلو سره، په هیواد کې د یو مخکښ انجنیري دولتي پوهنتون په توګه، خپل ټول راتلونکي فعالیتونه د دې مرامنامې د لید، رسالت، موخو او د شته فرصتونو په پام کې نیولو سره تطبیق او هغه به د مالي، بودجوي مسائلو ، د استقلالیت د اصل، او په لاس کې د شته امکاناتو او بشري منابعو پربنسټ عملي کړي.

د موخو اړین ټکي:

1.      په با کیفیته او معیاري انجنیري مسلکي پوهې سره د ځوانو کادرونو روزل.

2.      په نېکو اخلاقو او د هیواد پالنې په روحیې سره د کادرونو تربیه کول.

3.      د استادانو د ظرفیت لوړول،

4.      د تدریس او څیړنې په نوې تکنالوژی د دیپارتمنتونو د لابراتوارونو مجهزول او د هغوی ساتنه او څارنه. 

5.      په پرله پسې بڼه د تدریس د نویو میتودونو څخه د ګټې اخیستنې پراختیا.

6.      د مناسبې ټولنیزې او اخلاقی  فضا رامنځته کول، او د پوهنتون په اکاډمیک محیط کې د تعصباتو د ټولونو ډولونو مخنوی.

7.      په پرله پسی بڼه د پوهنتون د درسی  کریکولم بیا کتنه او نوی کول (معاصر کول)

8.      د پوهنتون د درسی مفرداتو ټولیزه بیا کتنه.

9.      د نویو درسی کتابونو او موادو تالیف او ترجمه .

10.  د ضرورت له مخې د دیپارتمنتونو د علمی کادرونو استخدامول. 

11.  د شته ماستری پروګرامونو پیاوړتیا او په شرایطو برابرو دیپارتمنتونو کې د ماستری د نویو پروګرامونو او د دوکتورا رامنځته کول او د هغوی لپاره د اسانتیاوو برابرول. 

12.  د پوهنتون په اقتصادی او ساختاری برخو کې د اکادميک استقلالیت ترلاسه کول.

13.  د څیړنیزو او انجنیری پروژو اجرا کول.

14.  د هیواد د اړتیاو سره سم د نویو پوهنځیو او دیپارتمنتونو د رامنځته کولو له لارې د پوهنتون پراختیا.

15.  د هیواد په کچه د علمی څیړنو د مرکز سطحې ته، د کابل پولی تخنیک پوهنتون لوړول.

16.  د کورنیو او بهرنیو پوهنتونو سره د توأمیتونو او د علمی، څیړنیزو او اکاډمیکو مرستندویه اړیکو رامنځته کول.

17.  د دیپارتمنتون لپاره د لابرانتانو او تکنیشنانو استخدام، تربیه کول او تشویقول.

18.   د بهرنیو ژبو د ديپارتمنت پرمختګ او پراختیا.

19.  د پوهنتون د طباعتی او نشراتی مرکز تجهیزول.

20.  د پوهنتون د پراختیا لپاره د تدریسی او لابراتواری ودانیو جوړول.

21.  د پوهنتون د دیتابیس او معیاری ویب سایټ رامنځته کول.

22.  د کریدت د سیستم تطبیقولو ته بیا کتنه او دهغه نوی کول.

23.  د تجربه لرونکو او ښایسته محصلانو په مرسته، په اکاډمیکو، اداری او تدریسی چارو کې په پرله پسې توګه د ځاني ارزیابی تطبیقول.

24.  د دولتی کلنی بودجې برسیره د دولتی او حقوقی بهرنیو او کورنیو مالی سرچینو لټول.

25.  د کابل پولی تخنیک په کچه د سالم او اغیزمن مدیریت رامنځته کول.

26.  د لوایحو، مقررو، طرزالعملونو او رهنمودونوبیا کتنه .

27.  د پوهنتون په کچه د مجازاتو او مکافاتو د سیستم بیا ژوندی کول.

28.  د وزارتونو او د ملی او نړیوالو سکتوری بنسټونو سره د همکاریو د تفاهمنامو، یاداشتونو او پروتوکولونو امضاء کول.

د ځوانو استعدادونو د رشد په خاطر د محصلانو د ادبی، علمی او فرهنګی ټولنو رامنځته کول 

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب