ټولنهښځه په اسلام کې

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالى اصلى لاملونه 

د څيړنو په اساس څرګنده شوې چې ښځې د ځينو دلايلو له مخې لكه ماشومانو ته ئې د ضرر رسيدل د بيوزلى سره مخ كيدل، بې عزتي، او د ځان لپاره د خطر محسوسول او يا هم د خپلې كورنې څخه د بيليدو له ويرې خپلې ستونزي او تكليفونه پټوي او دې ته ترجيح وركوي چې ستونزمن شرائط په ځان تحميل كړي او خوله پټه ونيسي.. ټولنپوهانو په دې عقيده دي چې په دوديزو ټولنو كې د ناوړه اعمالو په وړاندې د ښځو چوپتيا د هغه د ژغورنې نښه ده په دې ټولنه كې (( سوځيدل او تحمل)) يو مثبت ارزښت بلل كيږي او ټولنه ئې ستائنه كوي د خشونت د پيدائښت اغيزناك عوامل : د كورنيو مسايلو پيژندونكو د د سواد كموالۍ د ښځې او ميړه ترمينځ د عمر توپير، د ښځو واده په وړكتوب كې، د ښځې د مور او پلار د حمايت نشتوالى، مالى اختلافات او په ټولنه كې د ناوړه دودونو واكمني د خشونت په رامينځ ته كولو كې موثر او اهم عوامل بللي دي . د ښځو په وړاندې خشونت او ناوړه چال چلند له پخوا زمانو څخه په ميراث را پاتې شوې او دغه عمل د يوې عامې او سراسرې مسئلې بڼه غوره كړى. كېداې شي دا مسئله په هر ملك كې مختلف شكل ولري مګر ټولو ښځو لږ او ډېر دغه عمل تجربه كړي آن تر هغه سرحده چې د نړيوال روغتيا سازمان تائيد كړى چې ((په كورنې كې خشونت د ښځو په وړاندې يوه نړيواله پديده ده.))

له بلې خوا نه د ملګرو ملتونو د ټولنې رپورټ داسې وايي كوم پنځه په سلو كې جرايم چې هر كال په نړۍ كې زياتيږي اكثريت ئې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالٰ دى. په نوى ګينه كې په سلو كې اوه شپيته كليوال او په سلو كې شپږ پنځوس ښاري ښځې او د شيلى د هيواد په مركز سانتياګو كې اتيا په سلو كې او په فرانسه كې نوې په سلو كې او په پاكستان كې ۹۹ په سلو كې د ميړنو له خشونت سره مخامخې دي. د نړيوال روغتيائى سازمان په رپورټ كې راغلى چې سربيره په دې چې په ۱۹۷۵ م كال د ښځو نړيواله ورځ اعلان شوه او په ۱۹۸۰ م كال د ښځو په هكله په مكسيكو او كوپن هاګن كې نړيوال كنفرانس جوړ شو او په ۱۹۷۹ م كال د ملګرو ملتونو د ټولنې لخوا يو كنوانسيون ومنل شو چې د هغه له مخې د ښځو په مقابل كې توپير پاې ته ورسيد خو اوس هم زياتره ښځې د خشونت قرباني كيږي. كه څه هم د تاريخ په اوږدو كې جنګياليو ډلو د ښځو په وړاندې د خشونت نه كار اخيستى په ۱۹۷۵ م كال په يوه تحقيق كې راغلى چې په سلو جنګونو كې د ښځو په وړاندې د يو جنګى تكتيك په نامه د خشونت نه استفاده شوي ده او په كال 1993م كال د دسمبر په مياشت كې د ملګرو ملتونو د ټولنې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالى د غندلو په اعلاميه كې راغلې دى چې په كورنې او ټولنه كې د ښځو په وړاندې خشونت دومره دود شوي چې د كلتور له حدودونه وتلى او دغه عمل ئې د پراختيا ، سولې او برابرتيا په وړاندې لوئې خنډ دى. په دې اعلاميه كې خشونت د ښځو په وړاندې د ټولنې يو مهم مكانيزم معرفي شوى چې ( له امله) ئې ښځې مجبوري دي چې د نارينه و تسلط ومني. په ښځو باندې د خشونت زياتره بيلګې په ملي كچه هم ليدل كيږي. او ددغې تصور په خلاف چې خشونت يوه خصوصي او كورنې مسئله ده، بلكې دغه مسئله ملي بعدونه هم لري ځكه خشونت نه يوازې د ښځو جسمي او روحي روغتيا له خطر سره مخ كوي بلكې په ملي او نړيوالو مسائلو هم اغيزه كوي له دوديزو ټولنو نه بيا تر اوسه چې ځينې عومل او اعتقادونه لكه د ناروينه و اقتدار ، او په عقلي لحاظ د هغوي برتري او داسې نور مسائل د خشونت امكانات مساعد كړي . روح پيژندونكي داكتر حميد محمدي د ښځو د ځورولو يا خشونت په هكله ويلې هر هغه عمل چې د ښځو روحي او رواني روغتيا په خطر كې اچوي خشونت او يا ځورول بلل كيږي. چې په نتيجه كې د ښځو روحي او رواني روغتيا ته تاوان رسول ټولنه له خطر سره مخ كوي زياتره له ۱۸ څخه تر ۲۵ كلو پورې ښځې زياتي ځورول كيږي ځكه دا ئې د ګډ ژوند د پيل كلونه وي نو د ميړونو لخوا ځورول كيږي . د ميړه له اړخه هر ډول ځورونه تحقير،ډبول ، ګواښ او په ټولنيزو چارو كې د هغوي د فعال ګډون څخه مخنيوي دا ټول د فردي او ټولنيز خشونت بيلګې ګڼل كېداې شي. د پوهنتون دغه استاد د ښځو په وړاندې خشونت په دريو برخو ويشلي او بيان كړي چې ټولنيز محور، حقوقي محور او روحي او رواني محور پكې شامل دي. د يو څيړنې پايلې ښي چې ځينې خشونت د ښځو، نارينه و او قانون په وړاندې خشونت نه ګڼل كيږي بلكې هغه د نارينه و حق بلل كيږي. د كار تحصيل، واده د ميړه له اجازې پرته له كوره وتل او ځينې نور حركات نه يوازې خشونت نه بلل كيږي بلكې د قانون له نظره دا د نارينه حق بلل كيږي.

داكتر محمدي د روانې خشونت په برخه كې ويلې دي چې كوم نارينه چې د ښځو په وړاندې ناوړره چال چلند كوي ټولنيز ضد تمايلات ئې په فكر كې نغښتى چې دا كار هميشه ناوړه پايلې له خپل ځان سره لري چې دا ډول نارينه اكثراً په مخدره موادو او شرابوروږدي دي . آن تر دې چې دا ډول كسان په ځينو مواردو كې د ښځو په وژلو هم لاس پورې كوي . ويل كيږي چې كينه شخصي اختلافات او غلط تلقين هم د خشونت نور عوامل دي چې په ځينې ټولنو كې پرته له كوم روايت د نارينه و حق بلل كيږي نو په پاې كې دا ټول لاملونه ددې سبب كيږي چې د ښځو په وړاندې خشونت د قانون په حاشيه كې رسميت پيدا كړى.

د څيړنو په اساس څرګنده شوې چې ښځې د ځينو دلايلو له مخې لكه ماشومانو ته ئې د ضرر رسيدل د بيوزلى سره مخ كيدل، بې عزتي، او د ځان لپاره د خطر محسوسول او يا هم د خپلې كورنې څخه د بيليدو له ويرې خپلې ستونزي او تكليفونه پټوي او دې ته ترجيح وركوي چې ستونزمن شرائط په ځان تحميل كړي او خوله پټه ونيسي.. ټولنپوهانو په دې عقيده دي چې په دوديزو ټولنو كې د ناوړه اعمالو په وړاندې د ښځو چوپتيا د هغه د ژغورنې نښه ده په دې ټولنه كې (( سوځيدل او تحمل)) يو مثبت ارزښت بلل كيږي او ټولنه ئې ستائنه كوي د خشونت د پيدائښت اغيزناك عوامل : د كورنيو مسايلو پيژندونكو د د سواد كموالۍ د ښځې او ميړه ترمينځ د عمر توپير، د ښځو واده په وړكتوب كې، د ښځې د مور او پلار د حمايت نشتوالى، مالى اختلافات او په ټولنه كې د ناوړه دودونو واكمني د خشونت په رامينځ ته كولو كې موثر او اهم عوامل بللي دي . د ښځو په وړاندې خشونت او ناوړه چال چلند له پخوا زمانو څخه په ميراث را پاتې شوې او دغه عمل د يوې عامې او سراسرې مسئلې بڼه غوره كړى. كېداې شي دا مسئله په هر ملك كې مختلف شكل ولري مګر ټولو ښځو لږ او ډېر دغه عمل تجربه كړي آن تر هغه سرحده چې د نړيوال روغتيا سازمان تائيد كړى چې ((په كورنې كې خشونت د ښځو په وړاندې يوه نړيواله پديده ده.))

له بلې خوا نه د ملګرو ملتونو د ټولنې رپورټ داسې وايي كوم پنځه په سلو كې جرايم چې هر كال په نړۍ كې زياتيږي اكثريت ئې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالٰ دى. په نوى ګينه كې په سلو كې اوه شپيته كليوال او په سلو كې شپږ پنځوس ښاري ښځې او د شيلى د هيواد په مركز سانتياګو كې اتيا په سلو كې او په فرانسه كې نوې په سلو كې او په پاكستان كې ۹۹ په سلو كې د ميړنو له خشونت سره مخامخې دي. د نړيوال روغتيائى سازمان په رپورټ كې راغلى چې سربيره په دې چې په ۱۹۷۵ م كال د ښځو نړيواله ورځ اعلان شوه او په ۱۹۸۰ م كال د ښځو په هكله په مكسيكو او كوپن هاګن كې نړيوال كنفرانس جوړ شو او په ۱۹۷۹ م كال د ملګرو ملتونو د ټولنې لخوا يو كنوانسيون ومنل شو چې د هغه له مخې د ښځو په مقابل كې توپير پاې ته ورسيد خو اوس هم زياتره ښځې د خشونت قرباني كيږي. كه څه هم د تاريخ په اوږدو كې جنګياليو ډلو د ښځو په وړاندې د خشونت نه كار اخيستى په ۱۹۷۵ م كال په يوه تحقيق كې راغلى چې په سلو جنګونو كې د ښځو په وړاندې د يو جنګى تكتيك په نامه د خشونت نه استفاده شوي ده او په كال 1993م كال د دسمبر په مياشت كې د ملګرو ملتونو د ټولنې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالى د غندلو په اعلاميه كې راغلې دى چې په كورنې او ټولنه كې د ښځو په وړاندې خشونت دومره دود شوي چې د كلتور له حدودونه وتلى او دغه عمل ئې د پراختيا ، سولې او برابرتيا په وړاندې لوئې خنډ دى. په دې اعلاميه كې خشونت د ښځو په وړاندې د ټولنې يو مهم مكانيزم معرفي شوى چې ( له امله) ئې ښځې مجبوري دي چې د نارينه و تسلط ومني. په ښځو باندې د خشونت زياتره بيلګې په ملي كچه هم ليدل كيږي. او ددغې تصور په خلاف چې خشونت يوه خصوصي او كورنې مسئله ده، بلكې دغه مسئله ملي بعدونه هم لري ځكه خشونت نه يوازې د ښځو جسمي او روحي روغتيا له خطر سره مخ كوي بلكې په ملي او نړيوالو مسائلو هم اغيزه كوي له دوديزو ټولنو نه بيا تر اوسه چې ځينې عومل او اعتقادونه لكه د ناروينه و اقتدار ، او په عقلي لحاظ د هغوي برتري او داسې نور مسائل د خشونت امكانات مساعد كړي . روح پيژندونكي داكتر حميد محمدي د ښځو د ځورولو يا خشونت په هكله ويلې هر هغه عمل چې د ښځو روحي او رواني روغتيا په خطر كې اچوي خشونت او يا ځورول بلل كيږي. چې په نتيجه كې د ښځو روحي او رواني روغتيا ته تاوان رسول ټولنه له خطر سره مخ كوي زياتره له ۱۸ څخه تر ۲۵ كلو پورې ښځې زياتي ځورول كيږي ځكه دا ئې د ګډ ژوند د پيل كلونه وي نو د ميړونو لخوا ځورول كيږي . د ميړه له اړخه هر ډول ځورونه تحقير،ډبول ، ګواښ او په ټولنيزو چارو كې د هغوي د فعال ګډون څخه مخنيوي دا ټول د فردي او ټولنيز خشونت بيلګې ګڼل كېداې شي. د پوهنتون دغه استاد د ښځو په وړاندې خشونت په دريو برخو ويشلي او بيان كړي چې ټولنيز محور، حقوقي محور او روحي او رواني محور پكې شامل دي. د يو څيړنې پايلې ښي چې ځينې خشونت د ښځو، نارينه و او قانون په وړاندې خشونت نه ګڼل كيږي بلكې هغه د نارينه و حق بلل كيږي. د كار تحصيل، واده د ميړه له اجازې پرته له كوره وتل او ځينې نور حركات نه يوازې خشونت نه بلل كيږي بلكې د قانون له نظره دا د نارينه حق بلل كيږي.

داكتر محمدي د روانې خشونت په برخه كې ويلې دي چې كوم نارينه چې د ښځو په وړاندې ناوړره چال چلند كوي ټولنيز ضد تمايلات ئې په فكر كې نغښتى چې دا كار هميشه ناوړه پايلې له خپل ځان سره لري چې دا ډول نارينه اكثراً په مخدره موادو او شرابوروږدي دي . آن تر دې چې دا ډول كسان په ځينو مواردو كې د ښځو په وژلو هم لاس پورې كوي . ويل كيږي چې كينه شخصي اختلافات او غلط تلقين هم د خشونت نور عوامل دي چې په ځينې ټولنو كې پرته له كوم روايت د نارينه و حق بلل كيږي نو په پاې كې دا ټول لاملونه ددې سبب كيږي چې د ښځو په وړاندې خشونت د قانون په حاشيه كې رسميت پيدا كړى

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: