د ښځو د ورځې په پلمه

راډیو ته غوږ وم یو وار بیا زړه بوګنونکی خبر ، دا وار فاریاب کې یوه نارینه دخپلې شل کلنې میرمنې پوزه غوڅه کړې وه .شیبه ورسته په همدې راډیو کې روغیتایې خپرونه وه له پکتیا څخه یوې جیلۍ ورته زنګ وواهه په خوږه کلیوالي لهجه یې له رابلل شوي ډاکتر سره د خپلو روغتیایې ستونزو په اړه خبرې وکړې . په دوه بېلو شېبو کې د افغان ښځو د ژوندانه دوه بېل انځورونه که یو خواه ته د افغان ښځو د سنګسار وژلو خبرونه اورو بل خواته ګورو چې نن حتې په لرو کلیو او بانډو کې د ښځو په ژوندانه کې څه ناڅه مثبت بدلونونه تر سترګو کېږي . یوه مور دخپل مسافر زوی سره دتیلفوني خبرو لپاره پاکستان ته سفر نکوي په هغو سیمو کې چې جګړه نده روانه جینکۍ ښوونځي ته ځي او د امکان تر بریده لمړنۍ روغتیایې اسانتیاوې شته خو که بل لور ته ګورو پر ښځو او جونو د ظلم او زور زیاتي خبرونو کې هم کمې ندې راغلی. کله اورو چې په یوې ماشومې جیلۍ جنسي تېرې شوې ، کله یو شمیر نارینه و ځانونه قاضیان جوړ کړي ښځه یې سنګسار کړې او یا هم یوې ښځې د کورني تاو تریخوالي له کبله په خپلو لاسونو ځانته اور اچولی. له بدمرغه په افغانستان کې هم لکه د سیمې د ځینو نورو هېوادنو په څېر د ښځو د حقونو په اړوند نا انډولي موجوده ده . که یو خواته په کابل ښار کې یوشمېر ښځې بشپړه آزادي او له خپلو ټولو انساني حقونو برخمنې دي بل لورته که ډېر لرې ولاړ نشو د همدې ولایت په نږدې ولسولیو کې وضعیت بدل دی ، ښځې او جينکۍ دناروا رواجونو کورني بې ځایه اصولو په پنجرو کې را ګېرې دي .

په کور کې د پلار په څنګ کې ورور هم دخور د مشروع ازادۍ مخه نیسي او ځانته حق ورکوي چې د هغې د محافظت په بهانه هغه دخپلو لمړنیو اساسي او فردي حقونو بې برخې کړي که پوښتنه ترې وکړې چې ولې؟ وايې وخت خراب دی بې لارې کېږي.دا په داسې حال کې ده چې هر ورځ ګڼ شمېر افغان نارینه د ښه وخت تېرولو او تفریح لپاره دبۍ تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادو ته ځي خو که کور ته یې ورشې او د ښځو ژوند یې وګورې خپله خور ، لور او یا مېرمن ته به په اسانه ښوونځي او آن ډاکتر ته دتګ اجازه نه ورکوي .

دا سمه ده چې د افغانستان اساسي قانون کې د ښځو حقونو ته ځانکړې پاملرنه شوې خه مثال یې چې په وار وار یاديږي په ملي شورا کې افغان ښځو ته د پام وړ څوکیو ځانګړي کېدل دي . په حکومت کې هم د ګوتو په شمار ښځې په لوړو څوکیو کار کوي مګر، پوښتنه داده چې د سیاست په ډګر کې افغان ښځو ته څومره ريښتینې ارزښت ورکول شوی ؟ آیا د سیاسي کړیو او د قدرت د بېلا بېلو ټاپوګانو په مېنځ کې چې نږدې هره ورځ یې سره د چوکيو پر سر لانجې وي د ښځو برخه ، ځاي او ارزښت څومره دی ؟ زما له خوا ځواب دادی چې په سیاسي هلوځلو او منډو تړو کې شته داسې تکړه ښځې چې له نارینه و که زیاتې نه دي نو کمې هم ندي خو کله چې د قدرت د ویش او تصمیم وخت را رسي ښځې څنډې ته کېږي هېڅ سیاسي ډله دیته نوي چمتو چې برخه یې په هغو ښځو ډکه شي چې له دوی سره هم نظرې او په سیاسي منډو تړو کې خواري ګاللې وي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ نه تر دې دمه په مهمو سیاسي فېصلو کې چې د پردې تر شا او یا په ډاګه ترسره کېږي د ښځو ونډه کمزورې او یا هم په نشت حساب ده . زما له انده حتی سیاسی مطرح ښځې له سیاسي مهمو پرېکړو هغه مهال خبرېږي کله چې خبره رسنیزه شي. نو په دې حساب ویلي شو چې لاهم په سیاسي قدرت کې زمونږ ونډه سمبولیکه ده .

زه کله کله د ښځو لپاره د مثبت تبعیض خبرې اورم خو که حقیقت ته وګورو دغه ډول تبعیض اصلا شته نه او که وي هم سرچپه به وي د بېلګې په توګه کله که ښځه په یوه مقام باندې ټاکل کېږي د مقررېدلو معیارونه ورته ددې پرځای چې راټيټ شي لا پسې لوړيږي . تر دې دمه به موپه افغانستان کې کومه کم لوستې ښځه پر کوم دولتي مقام نه وي ليدلې مګر که لږ پلټنه وکړو آن د وزارت پر مقام به کم لوستي او نالوستي نارینه ومومئ. مونږ د داسې ټولنې وګړي یو چې د اسلام او ازادۍ په نامه یې جهاد کړی خو نارینه یې د ښځو پر مشروع او شرعي حق باندې سترګې پټوی ، دین نارینو انحصار کړی .

ښځې په پټي کې کار کوي ، په بېدا کې خس ټولوي ، اوبه راوړي خو جومات ته د تګ حق نلري لمونځ او عبادت یې هم له خپلو نالوسته میندو زده کړی په داسې حال کې چې په بل هېڅ اسلامي هېواد کې به داسې جومات پېدا نکړي چې د ښځو ځاي پکې نه وي . دلته دښې ښځې معیارونه لا هم دادي چې په چوپه خوله هرڅه و زغمي له ورور میراث ونه غواړي او له میړه مهر. که چېرې کومه ښځه د خپل حق د غوښتلو غږ اوچت کړي نو واي دلته کله نارینه ته حق ورکول شوې چې لا ښځو ته حق ورکول شي ، ددوي له انده لمړی نارینه باید خپل ټول حق تر لاسه کړي بیا که کوم څه تر پاتې شو نو ښځو ته به ورکول شي . زه ویاړم چې افغانه یم خو خواشینې په دې یم چې په ټولنه کې مو ښځه لمړۍ درجه انسانه نه ګڼل کېږي ، لمړې خو څه کوې چې کله کله بيخي انسانه نه ګڼل کېږي . پوهېږم چې لا هم لاره اوږده ده او حق ته د رسېدلو لپاره اوږد اوله کړاو ډک مزل په مخ کې پروت دی .
March 7 at 9:34pm

ملالۍ شينوارې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب