طنزي کیسېلنډه کیسه

د ښوونځي دوران!

د ښوونځي دوران! – جالبې خاطرې

دا جهان دي خداي له عشقه پیدا کړي
د جمله وو مخلوقاتو پلار دي دا (رحمان بابا)- سړي چه لږ علم ولري او لږلږ نوي شیان يي زده کړي وي فکر کوي چه په هر څه پوهیږي او ډیر ښه پوهیږي، خو په حقیقت کي نه پوهیږي. موږ هم د همدي ناداني په اوج کي ځان افلاطون ګاڼه په ټولو شیانو پوهیدلو او په هر څه کي ږغیدلو خو پایلي ته نه رسیدلو ځکه چه په کږو لارو تللو، اها داخو شاعري شوه زه خو نثر لیکم. خیر کله کله داسي کیږي خو چه ولي داسي کیږي زه هم نه پوهیږم. هو څومره چه کتاب لولم، څومره چه مطالعه کوم ، څومره چه فلمونه ګورم ورو ورو په دي پوهیږم چه نه پوهیږم. خوبیا هم له هغو څخه غوره یم چه نه پوهیږي او فکر کوي چه په هر څه پوهیږي ځکه زه نه پوهیږم او دا خبره منم چه نه پوهیږم.
– تا خو د مکتب د وخت کیسه کوله اوس دي فلسفه شروع کړه. خبره دي په نیمه کي پریښوده ډیره خوږه کیسه دي را اخستي وه.
– هو رښتیا خبره بلي خوا رانه لاړه خو ډنډوره شوي لا نه ده. خبره لاړه ډنډوره شوه- جانانه خپل غم دي کوه خپل به کومه هاهاهاها. موږ په مکتب کي له ملګرو سره په غټو سیوچونو ګوتي وهلي خو د خداي فضل دي برق ونه نیولو.
– تاسو درس وایه که مو د برق کار کاوه؟
– نه نه، هغه برق نه یادوم ځکه زما د مکتب په وخت کي برق چیري وو الیکین ته به ناست وو، هو رښتیا هغه د الیکین تیلو هم ښه بوي کاوه خو هغه وخت يي په ضرر نه پوهیدو. اصلي برق نه یادوم مطلب مي دا وو چه په غټو غټو او ښو غټو مسایلو مو بحث کاوه. زه غټو مسایلو ته غټ سویچونه وایم ځکه د برق په شان خطرناک دي اوکله کله سړي سر هم پکښي خوري لکه مشال خان بیچاره چه په ډیر ظلم سره يي وواژه. زما یو ملګري وو دي بیچاره مو ډیر تنګاوه او ده هم د غره په شان حوصله درلوده هیڅ نه خفه کیده او ټولو ټوکو او ځورونو ته يي ځان ټینګ کړي وو. زه سني مذهبه او دا ټولګیوال مي شعیه مذهبه دي. ده ماته او ما ده ته کافر وایه.
– کافر، توبه توبه توبه توبه، ته خو هم سړي نه يي داسي خبره څوک کوي ته د چا په کفر و اسلام څه کار لري. ته هم لکه اوسني احساساتي ځوانان ډیر ژر د خلکو د خبرو تر تاثیر لاندي راځي، ډیر ژر منحرف کيږي او ډیر ژر د استشهاد له لاري جنت ته زړه ښه کوي. ته نه ګوري چه د جګړي ټولي خواوي په همدي ځوانانو د جګړي ډګر تود ساتي ځکه دا ډله ډیر تیروزي او ډیر ژر ځان د بلا په خوله کي ورکوي. او افغانان خو بیا په دي برخه کي هیڅ د سړیتوب پوله نه پیژني.
– ستا خبره بیخي سمه ده موږ هم همداسي وو او فکر مو کاوه چه د نړي ټول نفوس باید موږ جنت ته بوزو ځکه موږ خداي د همدي له پاره پیدا کړي وو. ښه په هر صورت زما او د ملګري بحث مو په همدي مذهبي مسایلو را څرخیده. تاسو کفار یاست او موږ پر حق یو. تاسو ولي ټول لمونځونه یو ځاي کوي، تاسو ولي سنت نه کوي. تاسو ابوبکر، عمر او عثمان نه مني نو کفر تور وي که سپین. پښي مینځل چه په لمانځه کي فرض دي تاسو يي نه پر ځاي کوي نو چه په اوداسه کي فرض پریږدي ادوس کیږي؟ او چه اودس ونه شي نو په لمانځه څنګه دریږي؟ تا یو کافر لیدلي چه بي اودسه لمونځ کوي.
تاسو قران نه مني ځکه په قران کي راغلي چه په پښو او په سرونو مسحه وکړي خو تاسو د قران دا صریح ایات نه مني. ته پوهیږي چه د حج الودعا په وخت کي د اسلام پیغمبر د خم د غدیر سره چه دمدیني او مکي په منځ کي دي دریږي او خپلو اصحابو ته واي:
د کاروان هغه برخه چه مخکي تللي ده باید بیرته دي را وګرزي او د کاروان هغه برخه چه شاته پاتي ده باید ورته انتظار شو چه زه تاسو ته ډیر مهم پیغام لرم. په دي وخت کي ټول خلک سره یو ځاي شول د پیغمبر د پیغام په انتظار کښیناستل. په دي وخت کي يي پیغمبر ته یو لوړ ممبر جوړ کړ او د اسلام پیغمبر ټول ناست خلک مخاطب کړل:
اي مسلمانانو ایا ما د خداي د رسول په توګه د خداي پیغام تاسو ته رسوولي او خپله دنده مي په امانتداري تر سره کړي ده؟
ټول مسلمانانو په لوړ اواز چه غر او دښته يي لړزوله وویل هو تاسو د خداي پیغام په پوره امانتداري او صداقت سرته رسوولي دي. په دي وخت کي پیغمبر د علي لاس نیسي او پورته کوي او خلکو ته په خطاب کي وايي:
څوک چه ما د خپل بادار ( مولا) په توګه مني علي يي بادار(مولا) دي. دلته بیا ددین د کاملوالي ایاتونه هم نازیلیږې او دین تکملیږي.
په دي توګه پیغمبر د ټولو خلکو په مخکي علي خپل ځاي ناسته وټاکه. خو تاسو وایاست چه لمړي خلیفه ابوبکر دي نو اوس تاسو کافریان یاست که موږ.
ته درواغ وايي پیغمبر هیڅلکه دا کار نه دي کړي او علي يي خپل ځاي ناستي نه دي ټاکلي، هسي له خیټي خبري مه کوه د خداي غضب به درباندي وشي. او ته چه کومه خبره د پښو د مسحي په اړه کوي هغه ما له ملا څخه پوښتنه کړي ده هغه مسحه یوازي د سر د پاره ده او د اغسلو ایات په پښو عطف کیږي. او د پیغمبر له احادیثو هم دا له ورایه ښکاري چه هغوي هیڅکله په پښو مسح نه ده کړي بلکه همیشه يي مینځلي دي. ته پوهیږي چه پښي زیاتره وخت له مځکي سره په تماس کي وي او ډیري چټلیږي نو د پښو له پاره مسحه کفایت نه کوي.
ښه نو اوس د خداي د ایات په مقابل کي حدیث او عقلي دلایل راوړي او بیا ځانته مسلمان هم وايي. خداي صریحا وايي چه په پښو مسحه وکړي او ته وايي چه مسحه کفایت نه کوي نو کافر تور وي که سپین.
زه درته وایم چه پښي په اغسلو عطف کیږي او ته بیا خپلي زړي بابولالي واي.
زه بابولالي نه ، د خداي ایاتونه درته وایم او ته يي چه خپل چټیات درته مرغلري ښکاري.
موږ ټول لمونځونه په یوه وخت نه کوو بلکه د پیغمبرپه طریقه يي کوو.
پیغمبر خو پنځه وخته لمونځ کړي دي او تاسو يي دري وخته کوي دا نو بیا کومه طریقه شوه.
ته بخاري او مسلم چه ستاسو د حدیثو معتبر کتابونه دي مني که نه؟
څنګه يي نه منم څوک چه دا کتابونه نه مني کافر دي.
او که زه درته په همدي دواړو کتابونو کي وښیم چه پیغمبر همدا زموږ په طریقه دري وخته لمونځ کړي بیا به څنګه شي؟
ستا پلار يي والله که را وښیې. که دي دا خبره په بخاري او مسلم کي راوښوده نو بیا ته پر حقه يي.
درځه.
چیري مي بیايي؟
راځه چه بخاري او مسلم پیدا کړو او داحدیثونه پکښي وګورو. زما پلار په دي کاغذ کي د بخاري او مسلم هغه صفحي لیکلي دي چه دا حدیثونه پکښي دي.
په لښکرګاه ښار کي یو جومات غوندي ځاي وو چه شاوخوا دیوال يي نه درلود ځکه ‎يي دا مسجد لغړۍ جومات باله خو کله چه طالبان راغلل دا جومات يي جوړ کړ او د الفتح مسجد نوم يي ورباندي کیښود. په هغه وخت کي ددي لغړي جومات څنګ ته یومولوي صاحب دیني کتابونه خرڅول او موږ دري څلور ملګري ورغلو او له کتاب پلورونکي مولوي صاحب څخه مو پوښتنه وکړه چه بخاري او مسلم کتابونه لري؟
ورک شي تاسو بخاري او مسلم څه کوي دا د ماشومانو کتابونه نه دي.
خیر دي ملا صاحب موږ يي یو ځل ګورو. د مولوي صاحب څنګ ته یو بل مهربانه ملا هم ولاړ وو او هغه ورته وویل چه خیر دي اجازه ورکړه چه ويي ګوري. مولوي صاحب هم اجازه راکړه. ما هغه وخت مکتب خلاص کړي وو او په جومات کي مي د قرانکریم تفسیر شروع کړي وو. ځکه لږ لږ په عربي پوهیدم او له ایات او حدیث څخه مي مفهوم اخستلي شواي.
دا دي بخاري شریف مي پیدا کړ کومه صفحه وګورم؟
ته ودریږه دغه ده فلانکي صفحه وګوره.
ما هم د بخاري شریف هماغه صفحه را واړوله. سترګي مي رډي پاتي شوي ځکه د ابن عباس څخه ۲۰-۳۰ حدیثونه روایات شوي وو چه پیغمبر به د ماپښین او مازدیګر لمونځونه او د ماښام او ماخستن لمونځونه یو ځاي کول او تر ټولو حیرانوونکي خبره خو دا وه چه دا عبارت هم د هر حدیث په پاي کي لیکلي وو. بلا مطر او بلا سفر بي له بارانه او بي له سفره. یعني دا جمع الصلواتین يي په کور کي (حضر ) کړي دي چه نه باران وو او نه هم کوم بل ضرورت.
ولي دي خوله وازه پاته شوه؟ را واخله مسلم هم را واخله.
په مسلم کي هم مي همدا خبره وه او زه نور هم خجالت شوم . مړي سترکي مي له مولوي صاحب څخه پوښتنه وکړه چه دا څه خبره ده؟
مولوي: تاسو ماشومان یاست په دي خبرو نه پوهیږي ما خو له اوله درته ویلي وو چه مسلم او بخاري ستاسو تر سويي ډیر لوړ دي.
ماته نور هم قهر راغي او زما د شعیه ملګري خندا نه درلیدله. زه مي د مور او پلار له خوا په راښودل شوی دین د ملاصاحب په نصیحت او نور ډیرو شیانو شکمن شوم.

یو ته نه چه پر هر چا مي شک پیدا سو
په دنیا او ما فیها مي شک پیدا سو (جهاني)

ماته هم هر خوا شکونه را ولویدل او د چا خبره عقیده مي هغه پخه عقیده پاته نه شوه. مطالعه مي شروع کړه، کتابونه مي ولوستل، تفسیر مي ولوسته، د حدیثو د راټولیدلو تاریخ ته مي مراجعه وکړه او اوس لږ لږ پوهیږم چه هم ما او زما شیعه ملګري چټیات ویل او تر اوسه هم دیر کسان په پټو سترګو دا چټیات وايي. د شرم خبره خو دا ده چه په همدي خبرو خلک یو بل سره وژني، ځواناني کونډی کوي، ماشومان یتمان کوي، میندي بوري کوي او د خویندو وروڼه ورڅخه اخلي. بیله له دي چه یو دبل په خبره پوهه شي، بي له دي چه په حقیقت پوهه شي یو دبل سرونه پري کوي.
چه عقل يي کم ورکړ تل يي غم ورکړ. زه او شیعه ملګري مي اوس ډیر ښه دوستان یو ځکه دواړه انسانان یو او په نورو شیانو پسي ډیر نه ګرزو.
محمد اکبر پیمان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: