د ښاروندۍ روزنه یا ټولنيزه استوګنولي

د شهروند کلیمه په دري ژبې کې له دوو کلیمو څخه جوړه ده چې یوه یې شهر او بله برخه یې د وند وروستاړی دی، د معین په قاموس(سیند) کې چې شهر د لویې ودانۍ، چې په کې لوی سرکونه، کوڅې، کورنه، دوکانونه وي اومملکت په معنا دی، دهخدا په سیند کې هم دوی معناوې لري، د بلد، مدینه او د مملکت، خاورې اوهېواد په مانا دی، په فارسي کې شهر د تبعه یا تابع په مفهوم او وند مالک په معنی په عمومي ډول د سیاسي ټولنې غړی هغه چاته ویل کېږي چې څوک په ښارکې اوسیږي په چارو کې ونډه ولري، لرغوني یونان کې رعیت په معني .
او ښاروندي لاندې معاناوې هم لري:
(۱)- قانوني او سیاسي دريځ په دې معنا
(۲)- په عمومي چارو او ژوند کې د ښاروند رول.
(۳)- ښاروندي یو ښوونیز فعالیت ته هم ویل کیږي.
همداډول ښاروندي د ټولنیز قرارداد داسې ډول دی چې اصلي موخه یې د ټولنې په سطحه د هوساینې ارتقا او امنیت دی او د اړتیا په بنسټ په دې کار لاس پورې کوي.
 

ښاروندي له لاندې بنسټیزو لویو بحثونو سره تړلې ده.

د سیاسي دولت ماهیت.،د ښاروند ځنګړیتاوې.،په ټولنه کې د فرد اړیکي.
د ښاروند تعریف: هغه حقوق چې قانون ورکړي له هغوی کټه واخلي. د شهروند مسولیتونه:
(۱)- له قوانینو اطاعت کول.
(۲)- د مالياتو ورکول
(۳)- له ټولنې دفاع کول

مدني روزنه
د ښاروندۍ د روزنې له مفهوم سره نږدې اړیکه لري. خو داسې هم ویلی شو چې تر دولت او سیاسي کړنلارو پورې ډېر تړاو لري. یا په بل عبارت مدني روزنه په یوه ولسواکه او تعلیم یافته ټولنه کې په محلي او ملي ټولنیزو کارونو کې د ټولنیزو استوګنوالو ګډون یو اړین کار بولي.

د ټولنیزې استوګنولۍ تاریخچه

د ټولنیزې استوګنولۍ د اړوند اصطلاحاتو د منځته راتګ ځای لرغونی یونان دی وروسته په غرب کې په لومړي ځل د سومر په تمدن کې رامنځته شوه او بیا د اتن تمدن ته انتقال شوه. د سیتې په لرغوني دور کې یوه سیاسي وړه ډله موجوده وه چې غړي او اوسیدونکي یې به یې د سیاسي او مذهبي بنسټونو له خوا مشترکاً اداره کول.

په یونان او روم کې ټولنیزه استوګنولي
‌په یونان کې د مدني ټولنې کلیمې د ارستو په وخت کې کارول شوي دي. د ښار اوسیدونکي معنا یې لرله او له city-state سره تړلې وه. ټولنیزې استوګنولۍ د زده کړې له پاره منسجم د زده کړې پروګرام لومړی ( اسپارت) جوړ کړی و د رومیانو استوګنولۍ له اتنیانو سره دوه ډوله توپیر درلود لومړۍ دا چې هېڅ رومي د استوګنولۍ سره د موسیقۍ زده کړه نه حمایه کوله دویم دا چې رومیان د پلار واکۍ ډوله کورنیو د جوړولو په حال کې و. رومیان په دې عقیده و چې د ښاروندۍ روزنه د کورنیو دنده ده له اوه کلنۍ به یې تر شپاړ کلنۍ ورکوله . د روم د امپراطورۍ په وخت کې ښاروندي ورو ورو سیاسي شوه.
ټولنیزه استوګنولي له منځنۍ دورې تر دې دمه

په منځنیو پېړیو کې استوګنولي تر ډېره وخته له پامه وغورځېدله اخلاقي زده کړو او وفاداریو ښوونې روزنې له پاره محوري رول کلیسا لوباوه. د ایټالیا څو ښارونه لکه فلورانس او وینزکې په ټولنیزو کارونو کې خلکو ګډون درلود، ښاروندۍ او مدني ټولنې مفهوم په اولسمه پېړۍ کې د ځینو متفکرینو له خوا په ځانګړۍ توګه ( تامس هابز او جان لاک) سیاسي تفکر ته راګرځي، هابز په دې باور و خلک ځينې حقوق لري.لیبرالیزم پراختیا له اولسمې پېړۍ د ښاروندې په معنا کې بنسټيز بدلون راوست. ځینې وخت په لیبرالیزم کې مدني ټولنه، هم دولت او هم د افرادو ځانګړو حقوقو ته شاملیږي. په نولسمې او شلمې پېړیو په اږدو کې د استوګنولۍ زده کړه د دولت له پاره مهمې وګرځولې. په وروستیو کې د ملت او ملت جوړونې مفاهیم رامنخته شول،دویمې نړۍ والې جګړۍ وروسته دا نظریه له ماتې سره مخامخ شوه؛ ځکه په المان کې دا ثابته شوه چې د یو فرهنګ لاندې ممکن اقتدار پالنه استبدادي نظام منځته راولي. دوه بدلونونه مدرنيزم او پوست مدرنيزم د استوګنولۍ په مفهوم کې یې بدلون رامنځته کړه

د نړۍ وال بدلون او د ښاروندۍ لاملونه

۱- د خلکو خوځښت له داخل څخه تر سرحدونو پوري.
۲- د بومي خلکو او اقلیتونو د حقوقي ودې د روحیې پیژندل.
۳- د موجوده سیاسي جوړښتونو ړنګیدل د نویو جوړښتونو د ایجادولو او ودې ورکولو په اړه.
۴- په ټولنه کې د ښځو رول او دریځ بدلول.
۵- د اقتصاد ډېره چټکه وده د کاري نمونو، سیاسي، اقتصادي ټولنیزو تجربو داړیکو بدلون په اړه.
۶- داطلاعاتو او د ارتباطي تکنالوژي د انقلاب اغيزې.
۷- د نړیوالو د نفوس زیاتوالی او د ژوند دچاپیریال پایلې.
۸- د ټولنیزو نوو شکلونو او بڼو ظهور کیدل.
د مدني روزنې مطرح کیدل، هغه ځانګړي ستونزې او چالشونه په لاندې ډول دي:
۱- تنوع او تفاوت
۲- ټولنیز حقوق
۳- مشارکت
۴- محل او ځای

د ښاروندۍ محورونه:

۱ – ارزښتونه، دوستي او مهرباني، برابري، تنوع، تحمل او زغم.
۲ – پوهه او مهارتونه، تاریخي فهم، د دیموکراسي اصول، د افرادو حقونه او مسولیتونه، محلي، ملي او نړيواله ښآروندي، سواد، غوږ نیول، نقادانه تفکر.
۳ – اګاهي او پوهه، عقاید، فردي حقوق، ټولنېز حقوق، د اقلیت حقوق.
۴ – تعهد او مسولیتونه، مسولیت قبلول، د استبدادي نظام په مقابل کې درېدل.
د ښاروندۍ حوزې
۱ – شناختي حوزه کې:حکومت، قوانینو، دیموکراتیک بهیرونه ، رسنۍ، بشري حقوق، ازادي، برابري، او مساوات څخه ځان خبرول. همدارنګه زده کوونکي د اطلاعاتو په اړه فکر وکړي،ذهني مهارتونه لکه فرضیه، څېړل، د شواهدو په اړه فکر کول د افکارو تر منځ همغږي رامنځ ته کول.
۲ – ښاروندي روزنه په عاطفي حوزه کې: مهم اړخونه په دې اړه ارزښتونه او تمائیلات دي لکه عدالت ته احترام، دیموکراسي، قانون، عقېدوي ازادي، غوږ نیول او عنعناتو ته احترام.
۳ – رفتاري حوزه کې د ښآروندي روزنه : د لازمو مهارتونو برابرول، انتقادي تفکر،د اطلاعاتو تحلیل، نظر اظهارول،شخړو قطع کول،په ډلیزو پریکړو کې رایه ورکول د قانون څخه اطاعت کول.

د ښاروندۍ د روزنې اړخونه

۱ – دانش: زده کوونکو ته د ښاروندۍ خبرتیا او پوهه ورکول.
۲ – عاطفي بعد: په دې بعد کې احترام، هېواد دوستي، خود انضباتي او د نورو حقوقو ته احترام لرل شامل دي همدارنګه ذهنیت او اعتقاد لرل، ملي هویت پيژندل، دیموکراسي ته احترام لرل، ښاروندي ته علاقمند کېدل او احترام ورته لرل، صداقت او وفاداري،
۳ – رفتاري بعد: ګډون یا مشارکت، مهارتونه، اغیزمني خبري کول، په سیاسي سازمانونو کې ګډون کول، غیري دولتي نهادونه رامنځ ته کول.

د ښارندوۍ ډولونه

الف: د قلمرو او سرحداتو د معیار له مخې د شهروندۍ ډولونه :
1) ملي یا د ملت ښاروندي: دا ډول ښاروندي د مشخص ملت ارزښتونو ته وفاداره وي او کاملاً د نورو د خوښي احساس کوي .
2) منطقوي اوسېمه یېزه ښاروندی: یو هېواد د ځمکې پرمخ د جغرافیوي موقیعت په اساس خپله ښاروندي لري لکه په اروپایي هېوادونو کې.
3) نړیواله ښاروندي: دا ډول ښاروندي د ځمکې د کرې له مخې په نړیواله سطحه وفاداروي او نړیوال ارزښتونو ته درناوی کړي.
4) متحرکه:دحرکت په حالت کې هم خپل ارزښتونه له لاسه ورنه کړي، لکه د کوچیانو ښاروندي

(ب) د ښاروندي دویمه تقسم بندي د جهت او مفکورې په اساس
1) د چاپیریال ساتنې ښاروندي: د ښاروندانو له حقوقو څخه دفاع کوي او نړیواله مسأله ده په استرلیا کې د چاپیریال ساتنې مضمون د اول ځل لپاره 1989کې رسماً تدریس شو.
2) د اقلیتونو ښاروندي:دارزښتونو په اساس صورت نیسي لکه د مهاجرینو ښاروندي.
3) دیني اومذهبي ښاروندي: چې د دین په اساس وي او په ښاروندانو کې دیني ارزښتونو ته وده ورکوي او مذهبی ځایونه لکه بیت المقدس، مکه، مدینه، کربلا.
4) خصوصی ښاروندي: دا ډول ښاروندي د فردي اړیکو په واسطه مینځ ته راځي
5) دموکراتیکه ښاروندي: په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د روشن فکرانو یوه ډله راټوله شي چې دموکراتیکو اصولو ته وفاداره وي لکه فعال مدني ټولنې
6) فعاله ښاروندي: دا ډول ښاروندي د ژوند په هره سطحه کې فعالیت کوي لکه په سولیزه مظاهرو کې ګډون کول او د خپلو حقوقو غوښتنه په خیره کارو کې ونډه اخستل.
7) الکترونکي ښاروندي: چې د انټرنیټ او تکنالوژي په واسطه د هیوادونو او افرادو ترمینځ صورت نیسي لکه ایمل ،مسج، پریکال، وایبرکال، سمس.

ښه ښاروند څوک دي

 ښه ښاروند هغه فرد دی چې د دیموکراسۍ او ښاروندۍ ترمینځ په اړیکو پوه وي.
 ملي او بین المللی تعهداتو باندې پوه وي
 د چاپیریال ساتنې په اهمیت باندې پوه وي
 د اصولو او قوانینو په معنی باندې پوه وی ترڅو د قانون حمایت ترلاسه کړي

د شهروندۍ د روزنې اهداف اوموخې

1 هغه مفاهیمو او ارزښتونو تفسیر چې د ارتباطې وسایلو لکه د نیټ په واسطه چې انتقالیږي.
2 د زده کوونکو روحیې او رواني ودې لپاره لازم او بنسټیزه لارو برابرول.3 د شخصي مسؤلیت د منلو روحیه پیاوړې کول.4 د کورنۍ د بنسټ پیاوړتیا.5 د اجتماعي زیانونو مخنیوي.6 عدالت، مساوات او د نورو ارزښتونو درناوی.7 د ټولنې په کچه د ملې غرور پیاوړتیا.8 له قوانینو څخه خبرتیا.9 په ملی او نړیواله کچه د سولې پیاوړتیا.10 د ښځو درناوی.
د ښاروندۍ د روزنې په اړه د اکثره هېوادونو مشترکې موخې او اهداف:
د دولت او د دولت د کړنو سره بلدتیا،نړیوالو مسایلو ته پاملرنه،په نړیوال ډګر کې د هېواد له رول څخه خبرتیا،د رسنیو له تاثیراتو څخه خبرتیا،د هېواد له اغزمنو اشخاصو د رول څخه خبرتیا،د ملي تاریخ او خاورې سره بلدتیا،له اساسي قانون سره بلدتیا،د شهروندۍ له دندو او حقوقو سره اشنایي،د انتخاباتو او د قانون د بهیر څخه خبرتیا،د بشر حقوقو ته درناوی،تفکرترلاسه کول ،له خشونت او تاوترخوالي څخه پرهیز،د چاپيریال ساتنې پروړاندې مسؤلیت منل
د ښاروندۍ د روزنې په موخو او اهدافو کې د هېوادونو ترمینځ تفاوتونه:
لکه :په امریکا، استرلیا او فرانسه کې د ښځو او بشري حقوقو ته زیاته پاملرنه شوې ده
په ایران او هند کې بیا اجتماعي او سیاسي زده کړو ته زیاته پاملرنه شوې ده
تربیتې نظر ورکوونکي په اجتماعي روزنه کې اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو ته ډير اعتبار ورکوي ځینې نور بیا مدني ټولنو او د نورو افرادو سره مینه او محبت او نورو ته خدمت کول معتبر بولي.
د پورته ذکر شو اهدافو له مخې د ښاروندۍ درسي پروګرام لاندې برخې لري:
له چاپیریال څخه خبرتیا،د دموکراسي تقویه،ښاري ارزښتونه،کورني ارزښتونه،تنوع او فرهنګ،اخلاقي ارزښتونه،ملي هویت،نړیوال مسایل درک کول ،جنډراو جنسیت ته پاملرنه ،شخصي خپلواکي

د شهروندۍ هغه اصول چې داسلام دمقدس دین داصولو له پاملرنې سره سم رامینځته شوي

1. د ټولنیز تعامل اغيزمن اصل: لکه د یو فرد هویت ته پاملرنه
2. د ټولنیز مشارکت اصل: هغه دا چې انسان باید په ټولنیزو چارو کې دخیل وي
3. ټولنیز، فرهنګي دودیز او سنتي اصل: چې په دې اصل کې باید فرهنګ او دود تکیه وکړي
4. د ازادۍ او مسؤلیت اصل: زده کوونکي باید باحساسه او مسؤلیت منوونکي او ازاد وي
5. د عزت اصل: انساني کرامت، شرافت او بشري ارزښتونو ته باید احترام ولري
6. د عدالت کولو اصل:
7. د شرایطو د اصلاح او د سمون اصل: دلته د نامطلوبه حالاتو له مینځه وړل
8. اعتدال اصل:اسلام فرد اعتدال ته رابولي همدارنګه الله ج اسلامي امت معتدل معرفي کړی و
9. سیاست څخه دین د نه جلاکیدو اصل:
10. د فردیت د ساتنې او ارتقا اصل: فرد د ټولنیز ژوندانه یو جز دی باید په خپله ارتقا وکړي

د شهروندۍ په درسي پروګرامونوکې ملی هویت د سرلیک داصل په توګه منل:
د ملي هویت تعریف: ملي هویت د لوړو ارزښتونو یوه مجموعه ده چې یو ملت یی د خپل شتون لپاره یوه ملي هنداره بولي چې په یوه هېواد کې د جغرافیوي موقیعت او د تابعیت نښانه ده.
په ملي هویت کې دا شیان دخیل دي:
A. بیرغ: نړۍ هم یو هېواد د یوه بیرغ په واسطه سره پیژني
B. نمادونه: لکه مډالونه او نشانونه لرل.
C. دولتي نشانونه: چې دا هم د ملي هویت معرفي کونکي دي
D. ملي سرود: چې دا هم د ملتونو د پیژندنې سمبول دی .
E. تاریخې اتلان او شخصیتونه: چې په دې کې علمي، فرهنګي، جنګي.
F. ملي جشنونه: لکه د ملي او مذهبي ورځو لمانځنه چې دا هم د ملي هویت یوه برخه ده.
11. د تدریج او تمکن اصل: د لږ لږ ورو په ورو د پرمختګ معنی لري همداشان تمکن د ځای نیولو او تقرر په معنی دی روزنه یو تدریجې کار دی افرادو توانایی، دوام او استمرار ته پوره ضرورت لري.
12. په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي مصالحو باندې د روزنیزو مصالحو د تقدم اصل: څرنګه چې د ټولنیز نظام او مصالحو د جوړښت اصلي محور او اساس دین او عقیده ده همداشان روزنیز مصالح هم د سیاسي مصلحتونو لپاره ضروري دي.
13. په خود محورۍ باندې د غلبې اصل: د ښاروندۍ روزنه کې فرد لپاره امکانات برابر کړو چې خود محوری باندې غالبه شي او خپل حالت اسلامي معیارونو سره سم برابر کړي.
14. د قانون مندي او قانون مدارۍ اصل: د هرې ټولنې د ملاتړ لپاره قانون یو کلک محور دی چې د یو هیواد با تجروبه کارو او ذی صلاح کسانو په واسطه د ټولنې د نظم لپاره اجرا کیږي که مونږ په ټولنه کې عدالت وغواړو یوازې د قانون په مراعاتولو سره ممکن دی
15. د مدارا (شفقت) او مهربانۍ اصل: هرانسان باید مهربانه او مشفق واوسي
16. د ناقبليدونکي تفکیک اصل: د ښاروندۍ زده کوونکی باید د خدای ج او نړۍ ترمینځ د انسان او طبیعت ترمینځ، د جسم او روح ترمینځ، د دنیا او آخرت ترمینځ جدایی طرد کړي
17. جنسي هویت ته د پاملرنې اصل: جنسي هویت څخه عبارت د نارینه او ښځو ترمنځ د کورني نظام مشترکات مطلوب دي

د مدنی ښوونه اوروزنه:

د مدني روزنې په لرغوني یونان کې په ښار یا دولت کې د اوسیدو لپاره د خلکو د روزنې په مفهوم کارول کیده.اروپا کې په منځنیو پیړو کې ښاروند هغه چاته ویل کیده چې جمهوري ښار کې اوسیده
په انګلسي دایرت المعارف کې داسې تعریف شوې: مدني روزنه هغې ته ویل کیږي چې له مدني توانمندیو سره د ښاروند ارتباط پیداکوي، د ټولنې پرمختګ ملتونو د غوښتنوپه ارتباط رامینځته شي ځکه چې پوه، ذهنیت او ارزښتونه په مشارکتي ژوند کې د یو څخه بل ته انتقالیږي. یا په بل عبارت: مدني روزنه په یوه ولسواکه ټولنه کې ښاروندان په ملي او محلي چارو کې مشارکت ته هڅوي.
(بوتس) د مدني روزنې په برخه کې دا ځانګړنې په ګوته کوي لکه (بنسټیزه قوانین، د هیواد د خپلواکۍ تاریخ، د عدالت ټینګول، برابري، مشارکت، د حقوقو ازادي، سوکالي، هیوادپالنه)
په لنډه توګه سره ویلی شو چې د مدني روزنې موخه د مدني ټولنې پیاوړتیا او په خلکو کې د دیموکراتیکې روحیې ژوندي ساتل دي.

د مدنی روزنې او ښاروندۍ ترمینځ توپير:
د مدنې روزنې په زده کړه کې محدود میتود موجود دي چې تر زیاتې اندازې پورې نظری زده کړه پکې شامله ده، په مدني روزنه کې د زده کوونکو د تامل او نوښت لپاره ډیره کمه زمینه برابره وي. د ښاروندۍ د زده کړې په میتود کې یوازې د پوهې لاس ته راوړل ندې بلکې د سېمې، ملي او په نړیوالو چارو کې ګډون او د خپلې پوهې څخه ګټه اخیستل دي.

د مدني روزنې مؤلفې (برخې)‎‎
1 مدني پوه:
 له ټولنیزو قوانینو او مفرداتو څخه خبرتیا
 له شخصي حقوقو څخه خبرتیا
 د ټولنې د پیښوڅخه خبرتیا
 د تاریخ سیراو بدلون څخه خبرتیا
 له عقیدتي لیکنو او د ټولنې له ازډیالوژیوزڅخه خبرتیا
 په ملي او سېمه یېزه کچه د دولت جوړښت او کړنو څخه خبرتیا
 له نړیوالو حقوقو څخه خبرتیا
 د ټولنې په بیلابیلاو چارو کې د خلکو د ګډون څخه خبرتیا
 چاپيریال ته زیان اړونکي عوامل څخه خبرتیا
2 مدني مهارتونه:
 د متقابل درک توانایي
 قانون ته عملي درناوی
 ټولنیز او کورنی مسؤلیت منل
 د نورو حقوقو ته درناوی
 په انجمنونو کې ګډون
 په ټولنه کې تنوع او تکثر ته درناوی
 د کره کتنې او رزنې پیاوړتیا لرل
 د متقابلو خبرواترو پیاوړتیا
 داخلاقي او مذهبي رفتارونو پیاوړتیا.
3 مدني ماهیت او فضیلت:
 د هیواد پالنې حس درلودل
 د قانون منلو روحیې درلودل
 د زعم او تحمل د روحیې درلودل
 ملی، مذهبي، فرهنګي میراثونو ته درناوی
 خوش بین اوسیدل
 انساني عزت ته درناوی
 د سیاسي او اقتصادي مسؤلیتونو منل
 په مدني او ټولنیزو چارو کې فعال ګډون
 د اعتقاداتو او باورونو درلودل

اسلامي ښاروندي اومدني روزنه:
1) منل او قبلول(تنقیح): په ټولنیزو چارو کې برخه اخیستل،خلکو ازادي،قانون منل،انتقادی تفکر
2) طرد (ردول) اسلام هم دا نظام رد کړی لکه سکولریزم، لبرالیزم، عقلانیت، کاپیلټیزم او مطلقه استبدادي نظامونه او مدني روزنې هم دا نظامونه رد کړیدی.
3) ابداع او نوښت: اسلامي مدني روزنه په دې باندې امر کوي لکه نیکي کول، د حق پلوي، ټولنیزعدالت، سرښندنې او دعامه ګټو ته وده

د ښاروندۍ د روزنې پروګرام لاندې پړاوونه لري:
1. د اړتیاوو معلومول،د هدف ټاکل ،د تګ لارې تدوین،اجراکول او ارزونه

د غیري دولتي مؤسسو رول:
د ښاروندۍ د روزنې په برخه کې د غیري دولتي (نارسمي) مدني ټولنو شتون ډېر ضروري دی لکه په مدارسو او جوماتونو کې د شوراګانو جوړښت چې د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي همدارنګه د کلیوالۍ او د ښوونې او روزنې د مصلحتی خلکو لخوا د غونډو جوړول چې د ښآروندۍ د روزنې په اړه موثرې لارې چارې وسنجوي په عمومي ډول ویلی شو چې غیري دولتي بنسټونه او موسسې د ښاروندۍ په روزنه کې مهم نقش لوبوي.

آيا د ښاروندۍ زده کړه د ښوونځیو د درسي پروګرام له لارې امکان لري؟
د لته دوه نظرونه شتون لري چې یو هم مخالف او دوهم موافق دی:
موافق نظر:(fark/Ehman) پارک له نظره که چیرته درسي پروګرام لاندې ځانګړتیاوې ولري نو د ښاروندۍ روزنه په درسي پروګرام کې امکان لری: مناسبه محتوا لرل،د زده کوونکو د تجروبو سره اړیکه درلودل،په تدریس کې د اغیزمنو میتودونو کارونه او درسي پروګرام کې د ښاروندۍ د تدریس لپاره مناسب وخت ورکولو له لارې ترسره کيدی شي
مخالف نظر: د ښاروندۍ بېلابېلو اغیزو اچونکو لاملونو په سبب د ښوونځۍ په پروګرام کې نه محدودیږي. له یوې خوا د ښاروندۍ مستقیمه زده کړه د درسي پروګرامونو له لارې که څه هم د زده کوونکو مدني پوه زیاتوي خو د مهارتونو،ارزښتونو او مدني ذهنیتونو په زده کړه کې اغیز نلري.

د ښاروندی په روزنه کې اوسني نظریه

لومړي ډله : د فریمن بوتز په نظر مدني روزنې په برخه کې دموکراسي اصولو باندې ټینګارکوي او داسې عقیده لري چې زده کوونکو لپاره دیموکراتیک ارزښتونو او حقوقو پیژندنه اړینه ده.
دوهمه ډله: د مدني روزنې د زده کړې میتود لکه د ټولګي ازاد بحث، د درسي پروګرام په مختلفو برخو کې د زده کوونکو د اړتیاوو معلومول، د ډلیزې مسلې د حل میتود، د فرضیو طرحه کول او انتقادي تفکر ته پاملرنه کوي.
دریمه ډله کې(سی فین) نظر دغه ډول میتودونه ددې سبب ګرځي چې ماشومان فرهنګي نسبت ګرایي ومني او په ذهني قضاوت باور وکړي.
څلورمه ډله: دا داسې نظرورکوونکی دي چې پراختیا او فرهنګي حساسیت او پراخه بنسټ مدني روزنې ته ډیره توجه کوي. او د فعالو په ګډون او مشارکت باندې ډیر ټینګارکوي
پنځمه ډله: د ټولنیز ګډون او د ښاروندانو په وده کې د سیاسي مشارکتونو په وده باندې ډير ټینګار کوي ځکه چې سیاسي ټولنیز ګډون د انسان په عمل او تفکر احساس کې پیاوړتیا راولي.

د ښاروندۍ د روزنې نمونې، نظريې او ميتودونه

– د ديموکراتيکو ښوونځيو ميتود:
په دې ميتود کې ښوونځي د ښاروندۍ په روزنه کې اصلي رول لري،مدني زده کړه زده کوونکو سره پوهې په زياتوالي کې مرسته کوي، خو ښاروندۍ په ذهنيت او رفتار کې لازمي سمون نه لري.
په دې ميتود کې رونيز فعاليتونه بايد په دوه برخو متمرکز وي.
۱- ښوونځي بايدديموکراتيکه ټولنه کې وګړو ته مهارتي محتوا ګډون او مشارکت لپاره ور زده کړي.
۲- ښوونځي بايد د ماشومانو ته د ښاروندۍ روښانه درک وکړي. په دې ميتود کې زده کوونکي بايد اخلاقي پوه . نورو درناوی زده کړي، قانون، عدالت او برابرۍ ته ارزښت ورکړي. د دې ميتود لومړنۍ بېلګې د جانديوي ، لارنس او ګلبرګ په افکارو کې ليدلای شو.
ديوي- د يموکراسي يواځي د حکومت يو نظام او د چارو اداره نه ده، د ژوندانه لپاره يو ميتود هم دی. ښوونځي بايد د کوچنۍ دیموکراتيکې ټولنې په توګه اداره شي. ماشومان بايد په کارونو کې مشارکت وکړي او بيا کولای شي په لويه ټولنه کې هم د ښاروند په توګه مسوليتونه ومني.
ګلبرګ- په روزنه او اخلاقي وده ټينګار کوي وايي اخلاقي روزنه د ښاروندۍ په مرکز کې موجوده ده.
– د سياسي مدني مستقيمې زده کړې ميتود:
په دې ميتود کې د ښاروندۍ روزنه د دولت د هغو سياستونو، مطالعو، تګلارو او ارزښتونو له لارې صورت نيسي، چې حکومت د هغې پر بنسټ ولاړ وي. درې اړخونو ته ځای ورکوي. سياسي مدني مستقيمې زده کړې، د ښاروندۍ مهارتونه او د ښاروندۍ ارزښتونه. د د ې لارې زده کوونکي په ولسواکه توګه خپل حقوق او مسوليتونه درک کوي.
په دې ميتود کې ځانګړتياوې:
خود انضباطي، د خبرو اترو او مطالعې فنون، د تفکر له ميتودونو سره اشنايي ، د مطلوبه ذهنيت درلودل، خپل ځان او نورو ته درنا وی، هېواد پالنه، عدالت، له فردي حقوقو سره اشنايي او د خپلواکۍ او په ځان تکيه کيدو روحيې درلودل.
د دې نمونه د امريکا د کليفورنيا ايالت د ښاروندۍ د روزنې مرکز لخوا رامنځته شوې.
– د ټولنيزو مسايلو ميتود :
دا ميتود په ټولنو او موسيساتو پيژندنه باندې متمرکز دی او په دې ميتود کې بې عدالتي، زور زياتی، جنايت، تبعيض، بې وزلي، د چاپيريال ککړتيا، جکړه او نورو مسايلو ته ځای ورکول شوی.

څلور مهمې موخې:
– د معاصرو ټولنيزو ستونزو سره پيژنګلوي.
– له ټولنيزو چارو( ماليات، د ژوندنانه او نورو) سره پيژندګلوي.
– د پريکړې کولو د توان زياتوالی.
– د نورو د نظرو په درک کې له ماشومانو سره مرسته.
د دې ميتود اصلي موخه د ټولنې له نابرابرۍ او ستونزو څخه د زده کوونکو خبرتيا ده.
– د ټولنيزو- سياسي مفاهيمو د تدريجي پراخوالي ميتود:
په دې ميتود کې درسي پروګرام په سياسي او ټولنيزه روزنه کې اساسي مفاهيم دوره په دوره پراخيږي لکه: لومړی له کورنۍ سره د فرد اړيکې، بيا د ټولنيزو ډلو سره ،بيا سازمانونو سره او په پای کې د ټولنې سره مطرح کېږي. د سياسي مسايلو سره د بلدتيا لپاره هم د تولنيزو او سياسي مسايلو سره په اړيکه کې وي.

– د قانونو محوره زده کړې ميتود:
په دې ميتود کې په قانون باندې د پوهيدلو زده کړه مهمه ده. په دې ميتود کې لومړی په اساسي قانون او بيا په ايالتي قوانينو پوهيدل ضروري دي.
اساسي ټکي: ۱- په دې ميتود کې زده کړې د ښوونځيو په کچه د حقوقي- قضايي خپلواکو چوکاټونو کې کې سازماندهي کېږي.۲- قانون محوره زده کړې په دولتي درسي پلانونو کې اجرا کېږي. ۳- له يوې خوا په حقوقي او قانوني زده کړو ټينګار کوي او له بلې خوا د ټولنيز زيان پيژندنې له ميتودونو له امله زده کوونکو سره اړيکه لري او د جرمونو د کموالي لامل کېږي.

– د ښاروندۍ روزنې تاريخي ميتود:
په دې ميتود کې زده کوونکي اړ دي چې د تاريخ په اړه هم معلومات ترلاسه کړي او هغه نيمګړتياوې چې د سياست ، فرهنګ او ټولنيز ژوند په برخه کې په تيرو دورو کې تکرار شوي، د هغې مخنيوی وکړي او د هغه څخه په عبرت مخته ولاړ شي.
– د جمعيت ګرايۍ نوی ميتود:
دا د ليبراليسم په وړاندې دی مهم پلويان يې اينتاير، مايکل ساندل، چارلس تيلور دي په دې کې د انسان هويت ټولنيز هويت په بڼه تصور کېږي فردي ازادي اوجمعي مسوليت تضمين کونکی دی.
ځانګړتياوې يې: ۱- برابر وې.۲- کوچني هويتي جوړښتونه ۳- د مسوليت اخلاق ۴-عمومي او خصوصي حوزو يوډول ګڼل.
– د سياسي زده کړو د ښاروندۍ نمونه( ليبرالي پراخ بنسټه ښاروندي):
د دغې اصلي نماينده جان راولز دی او نظريات يې د ليبرالي فرد ګرايانو د تفسيرونو پر بنسټ ولاړ دي روښانفکرو د عصر د فلاسفوو له انديشو څخه اغيزمنې شوي دي.
ځانګړتياوې:
۱- عمومي رويې برابري: په دې نمونه کې د عدالت اصول د دې غوښتونکي دي، چې ټول ښاروندان د اخلاقي پلوه د برابرو ارزښتونو درلودونکي دي.
۲- ملي هويتي جوړښتونه: ملي ښاروند د دغې نظريې اصلي ماهيت جوړوي.
۳- د حق ګرا اخلاق: راولز ليبراليسم د فرد او ټولنې ترمنځ د حقوقو او مسوليتونو ترمنځ ښکاره تقابل د نندارې لپاره وړاندې کوي. په ټولنه کې فرد د اخلاقو په ډول واکمن دی.
۴- د عمومي او خصوصي حوزو جلا کتل: د عمومي او خصوصي اخلاقو قلمرونه جلا دي.
۵- فردګرانه او ليبرالي نمونه:په ښاروندهيڅ ډول سياسي فشار،فکر،عقيده، بيان او نور تحميل نه شي.
– جمهوريت ګرايانه او نوې ليبرالي نمونه:
د روسو د نظرياتو ريښه لري او د هامپري مارشال په واسطه رامنځته شوه. ښاروندان په يوه خاوره کې د يو دولت لاندې ژوند کوي، ټول د عامو او برابرو حقوقو درلودونکي دي.
– فمينيستي نمونه:
ښځې بايد د دويمې درجې ښاروندانو په نوم ونه نومول شي. په دې نمونه کې بنسټيز اتفاق چې په فمينيستي نمونه کې رامنځته شوی دی د طبقې له مفهوم څخه بل مفهوم ته ليږديدنه ده. ښځو ته بايد د غلا مانو، کډوال او دويم جنس په حيث ونه کتل شي.
– د نړيوالې ښاروندۍ نمونه:
دا نمونه کوښښ کوي چې يو ښاروند په يوښار او ملک پورې محدود نه کړي او نړيوال ښاروند واوسي او موږ نه شو کولای يو ښاروند د مافوق ملي يعني نړيوالې ښاروندۍ څخه بې برخې کړو.
– د بومي ژوند د ښاروندۍ نمونه:
دغه نمونه شلمې پيړۍ په پای کې په جدي شکل طرحه شوې. ګواښوونو په وړاندې لکه د ځکمې د توديدلو، د ځنګلونو د سوزيدلو، د هواککړ تيا او داسې نورو ګواښوونو په وړاندې عکس العمل دی.
– په ټولنيزه روزنه کې ليبرالي ميتود:
فرد او فردي حقوقو ته پاملرنه کېږي۱۶ او ۱۷ پيړۍ کې اروپا کې د ليبراليسم په نوم مطرح شو.
په دې کې دوه نظرونه دي. الف- د ټولنې په وړاندې د فرد ميتود يعني د ټولنې څخه خپلواک ګڼل. ب- بين الفردي ارتباطي ميتود، فرد په بنسټيز ډول په بين الفردي ارتباط کې ګڼل کېږي.
– د ټولنيز حالت ميتود:
په دې ميتود کې د انسان ټولنيزتوب په جوړښت کې ځای لري انتزاعي او له ټولنيزو تاريخي ټاکلو شرايطو څخه فارغ کار نه دی، بلکې يواځي په ځانګړي ټولنيز جوړښت کې تحقق پيدا کوي.
– په ټولنيزه روزنه کې انتقالي فرهنګي نظر:
د ښوونځي دنده زده کوونکو ته د ټولنې د منل شوو ارزښتو، دودونو، اخلاقياتو انتقال دی. زده کوونکو ته بايد د مناسبو تګلارو لارښوونه وشي او ښوونه او روزنه بايد فرهنګي لېږدونکې وي.
– د ديموکراتيکې ښاروندۍ نظر:
ښوونځي دنده يواځي د ارزښتونو لېږد نه. زده کوونکي بايد په خپل فکر کې خپلواکي هم پيدا کړي.
– د ټولنيز بدلون نظر:
زده کوونکي بايد د مسايلو څيړنو سربيره د ښوونځي او ټولنې په کچه د بدلون بهير ته هم دننه شي او ښوونځی کولای شي د ټولنې په بيا جوړونه کې رول ولوبوي.
دا نظر درې ميتودونه لري: الف- ټولنيزه بيا جوړونه ب- د ټولنيز سواد زد کړه ج – ټولنيز عمل.
– د ښاروندۍ روزنه کې دوه لوی ميتودونه:
الف- محافظه کار ميتود:ښاروندۍ په روزنه کې فرهنګي،اجتماعي او اقتصادي نظم انعکاس ته ځانګړی لومړيتوب ورکوي.
په دې ميتود کې ښه ښاروند هغه دی چې: له قانون څخه اطاعت وکړي.ټاکنو کې رايه ورکړي. سياسي مسايل د رسنيو له لارې تعقيب کړي.تاريخ په هکله پوه شي.دولت استازو ته درناوي ولري.
– ب- د پيشرفت ګرا ميتود:
دا ميتود د ښاروندۍ په روزنه کې په ټولنیزو بدلونونو او اجتماعي عدالت ټينګار کوي. د نړيوالې ښاروندۍ روزنه، انتقادي تحليل، د سياسي فضا مشارکت او فرهنګي تعامل اګاه فرد دی. دښاروندۍ روزنه بايد لوړو بخشونوته پاملرنه وکړي، چې ډېر پوه او پوښتنه کوونکي ښاروندان وروزي.

په امریکا کې د ښاروندي روزنه :

په امریکا کې اجتماعي او سیاسي روزنه د ابتدايې څخه د دولسم ټولګي پورې ورکول کیږي. د مدني زده کړو له جملې څخه ( د مدني او دولت په اړه زده کړه ده) دا لکه تاریخ او جغرافیه یوه بین الرشیته يې موضوع ده په دې کې زده کوونکې د مدني ژوندانه، سیاست، او دولت د امریکا د متحده ایالاتو له بنسټي قانون سره اشنا شي.په دې سربیره ماشومانو ته د امریکا د سیاسي نظام او نورو نظامونو په باره کې او همدا ډول له نړیوالو چارو سره د امریکا د سیاست او دولت په ارتباط د معلوماتو ورکول کيږي. له بلې خوا د مدني زده کړو موخې فردي، سیاسي او اقتصادي حقوق ،فردي مسولیتونه اومدني مسولیتونه

په امریکا کې د ښاروندي او مدني زده کړې د پروګرام برخې:
درې بنسټي عنصرونه : مدني پوهه، مدني مهارتونه او مدني ذهنیتونه دي.
مدني پوهه :
• دمدنې ، سیاسي ژونداودولت مفهوم څه شی دی؟
• دامریکا دسیاسي نظام لامل څه شی دی ؟
• دامریکا دولت چې بنسټې قانون جوړوي دکوموموخو،ارزښتونوپیروي کوي ؟
• دامریکا اونورو نړیوالومتحدينونوترمنځ باید اړیکې په څه ډول وي ؟
• په دموکراته امریکاکې دښاروندانورول څه شی دی ؟

مدني مهارت : دمدني اړتیاووله مهمومهارتونوڅخه عقلاني اومشارکتي مهارتونه دي، عقلاني مهارتونه چې د انتقادي تفکر د مهارتونو په نوم هم یادیږي په زده کوونکو کې د ارزونې پیاوړتیا او په بېلابېلو موقیعتونو او دریځونو کې د مسولیت منل او دفاع رامنځ کوي.
د مشارکتي مهارتونو روزنه چې باید د لومړنیو کلونو کې د زده کړې په شروع کې پيل شي زده کوونکي په دې توانوي چې په خپله ټولنه کې له کوچنیو ډلو سره په تعامل کې وي، اطلاعات راټول کړي خپلې نظريې تبادله کړي او عملي پروګرامونه له خپل عمر سره متناسب تر سره کړي.

په هند کې د ښاروندي روزنه

په هند کې په ابتدایه دوره کې ټولنیزه او سیاسي زده کړه د درسي موضوع(د محیطي مطالعاتو) له لارې سر ته رسیږي.د ابتدایې په دویمه دوره کې د انساني علومو، علمي ، اجتماعي او فرهنګي پراخوالي مطالعه، د ژوندانه د سبکونو تنوع، له مدني او سیاسي بنسټونو سره اشنايي، د اجتماعي او اقتصادي شرایطو درک کول، د اجتماعي مهارتونو او مدني وړتیاوو لاسته راوړلو لپاره زده کوونکې تیاروي تر څو زده کوونکې د خپلې ټولنې په اجتماعي او اقتصادي بیا جوړونه کې ګډون وکړي.
د متوسطې په دوره کې په اجتماعي علومو کې د تاریخ، جغرافيې، مدني او اقتصادي لوستونو او د هند له معاصرو مسایلو سره اشنايي پیدا کوي.
په هند کې د ښآروندي د روزنې عمومي موخې :
د هند په هیواد کې د ښآروندۍ، ټولنیزې او سیاسي روزنې عمومي موخې په لاندې ډول دي.
د ملي هویت او یو موټي والي پیاوړتیا.
د هند له ماضي او د دې خاورې له تاریخ، خپلواکي او وګړنیزې مبارزې څخه خبرتیا،
د چاپیریال او طبعي منابعو د ساتنې د روحیې پیاوړتیا.
د دموکرات ښاروند روزنه.
د نړیوال درک روزنه
د اجتماعي مسولیت او ځان تېرېدنې د روحيې پياوړتیا.
د نورو عقایدو ته درناوی.
د هند د نړیوال دریځ ښه والی.
د ښآروندي له بنسټي دندو سره اشنايي.
په فدرالي او ایالتي کچه د دولت د جوړښت او د هغه د کړنو په باره کې خبرتیا،
دموکراسي،سوسیالیزم او له زیاتي پرته مبارزې په څېر ارمانونو لپآره په ژوند کې تیاری.
له هغو سیاسي خنډونو سره اشنايي چې دغه هېواد ورسره مخامخ دی.
نړیوالي سولې،مرستې د بشرحقوقو څخه د ساتنې په څېر مسایلو سره د هند له روله خبرتیا.

په استرالیا کې د ښآروندي د روزنې عمده موخې:

د ابتدايې په مخکنۍ دوره کې د ارتباط د ټينګولو په خاطر زده کړه، مشارکت، په سمه لاره د عمل په خاطر څارنه او زده کړه، د ښوونځي په ابتدایه دوره کې.
د ښوونځي په فعالیتونو کې ګډون، د ملي بنسټونو د نښو پيژندل، له دولت او دولتي خدماتو سره اشنايي، د اجتماعي تعامل رامنځ ته کول، د استرالیا له سل کلن تاریخ او د استرالیا د خلکو فرهنګ سره اشنايي، د انتخاباتو او رايې ورکولو له بهیر سره اشنايي.
په متوسطه دوره کې د استرالیا تاریخ، د بشر حقونو، د ګډ او اجتماعي ارزښتونو پيژندل،د دموکراسي له بهیرونو سره اشنايي، د ښآروندي له حقوقو او مسولیتونو څخه خبرتیا، په اجتماعي او سیاسي چارو کې د ښځو ګډون او اهمیت يې.

په فرانسه کې د ښآروندي روزنه

مسولیت احساس.لویانو ته درناوی. اصولو پوهېدل،فرانسې ملي بنسټونواونښو درک،
خطرناکو حالاتو کې د اصولو کارول. ښوونځي او ټولګي مقرراتو په تدوین کې مشارکت.
د ټولګي په ژوند کې مشارکت او مقرراتو ته درناوی.ټولګیوالو ته درناوی او د توپيرونو منل.
په ژوندانه کې له زور زیاتي څخه پرهیز.د دولتي بنسټونو دندې.
د چاپيریال په وړاندې زمونږ مسولیتونه،د فرانسې په ټولنه کې د دموکراتیکو ایدلونو رول.
په انګلیستان کې مدنی او ښاروندي روزنه :
 د اخلاقي او اجتماعي مسولیت په روزنه ټينګار.
 د ټولنې په چارو کې په راښکیل کیدلو ټيڼګار.
 د سیاسي سواد په لاسته راوړلو ټينګار.
 (۵ – ۱۲) کلونو لرونکو زده کوونکو لپآره د ښآروندي زده کړه په اختیاري ډول او د (۱۱ – ۱۶) کلونو لرونکو زده کوونکو لپاره په قانوني توګه په پام کې ونیول شي.

د تدریس مېتود
تدریس فعال میتود دی. د څېړنې په فعالیتونو کې بحث او ګډون، له لیدنو څخه استفاده کول، په ښوونځي او ټولنه کې د موجوده رسنیو له منابعو څخه استفاده کول.

په اسلووني کې د ښآروندي روزنه :

۱ – په ټولنه کې ژوند(سیمه،ملي)
۲ – کورنۍ
۳ – څرنګه ارتباط ټینګ کړو او څرنګه تصمیم ونیسو.
۴ – ډله ییزې رسنۍ او اطلاعات.
۵ – نسلونه او فرهنګونه.
۶ – مذهب او اخلاق.
۷ – عمومي پوښتنې لکه : په دموکراسۍ پورې اړوند پوښتنې.
۸ – شغل او کار.
۹ – راتلونکې ټولنه.

په سویدن کې د ښآروندي روزنه :

په سویدن کې د ښآروندي روزنه په تلفیقي میتود، مشارکتي او تعاملي میتود په بنسټ ده چې د زده کوونکو له ژوند سره په اړیکو کې ده.
په سویدن کې د اجتماعي مطالعاتو په درسي پروګرام کې لاندې میتودونه تعقیب کیږي.
زده کوونکی محور دی او د هغه له ژوند سره ارتباط لري.
د بیلابیلو فرهنګي توپيرونو اهمیت په زده کوونکو ټينګار کوي.
د تدریس او زده کړې له بېلابېلو میتودونو څخه لکه: د مسلې حل او څېړنه، پوښتنه او نقادانه تحلیلونه، د څو ګانه هوش روزنه او له مشارکتي او ډله ییزو میتودونو څخه د ښآروندي د زده کړې لپآره کار اخیستل.
د انتقادي تفکر مهارتونه په پآم کې نیول او د زده کوونکو ترغیبونه چې د اجتماعي مسایلو په باره کې بېلابېلې نظريې وڅېړي.
د اجتماعي مطالعاتو او ښآروندي د درسي پروګرام اصول د ښوونکې په لاس صورت مومي.
د درسي پروګرام جوړولو په بهیر کې د مشارکتي میزان په برخه کې او په تیره بیا په سویدن کې د درسي پروګرام د محتوا په انتخاب او سازمانولو کې د ښوونکی له درسي پروګرام سره ارتباط ډير مهم تصمیم نیونکی قشر دی.

په کاناډا کې د ښاروندي روزنه :

د مختلفو ټولګیو په تشکیل کې اصلي موخې په لاندې ډول خلاصه کوو.
د دموکراسي له بنسټونو او اصولو سره اشنايي.
مدني ټولنه او د هغې په چوکاټ کې د ښآروندي تحقق.
د بنسټونو او سازمانونو له کړنو او رول منلو سره اشنايي(د وګړنیزو بنسټونو په عنوان)
د ښآروندي د مشارکتونو د اصلي ابزارو پيژندل.
د دولت له سیاسي جوړښت سره اشنايي.
د تحلیل او منطقي انتقاد د توانايي پياوړتیا.
د شفاهي او لیکني بیان لپاره د افرادو د توانايي پیاوړتیا.
د ښآروندي د تحقق لپآره بحث او خبرې.
د نورو حقوقو او عقایدو ته د احترام زده کړه.
د اګاه او ژمنو ښاروندانو روزنه.

په جاپان کې د ښاروندي روزنه

په جاپآن کې د ښاروندي روزنه له دویمې نړيوالي جګړې وروسته په دریو برخو ویشو.
۱ – لومړۍ دوره له (۱۹۹۵ – ۱۹۴۷) تجربه مداره روزنه.
۲ – دویمه دوره له ( ۱۹۸۵ – ۱۹۵۵) دانش مداره روزنه.
۳ – دریمه دوره له ( ۱۹۸۵ څخه تر اوسه پورې، توانايي مداره روزنه.
لومړۍ دوره په واقیعت کې پراګماتیسم د اصولو په نسبت له ژمنې څخه انعکاس کوي او د دیوي د افکارو په لاره تګ کوي. ټولنیز مطالعات په دې دوره کې درسي پروګرام ته دننه شوي. په ټولګي د ښوونکې او زده کونکې ستونزې د مسلې د حل میتود له لارې تر څېړنې لاندې نیولي دي.
په دویمه دوره کې اکاډمیکي او علمي څانګې مطرح کیږي په دې دوره کې د زده کوونکو لپاره پوهه او علوم د جاپاني مشترک فرهنګ پر بنسټ تدارک کیږي.د شاروندي دویمې دورې په جاپآن کې په جاپاني بومي پوهنو باندې تمرکز درلود.د جاپاني ژبې زده کړې ته زیاته پاملرنه کیده.د درسي موضوعاتو موخو په څلور بنسټي عناصرو باندې ټینګار درلود.
۱ – دانش او فهم. – تفکر او ریاضیات – مهارت او توانايي– علاقه، هیلي او ذهنیتونه.
په دریمه دوره کې د متقابل ارتباط د اصولو په اهمیت باندې ټینګار کیده. زده کوونکې باید مسائل پخپله پیدا کړي او یا يي په هکله فکر وکړي قضاوت وکړي .

په جاپان کې د ښاروندي موخې
 د پوهي، مهارت، ارزښتونو او ذهنیتونو وده او پراخوالی او مسولیت منونکی شي.
 د نظري پوهي په حوزه کې زده کوونکي باید د تولید، مصرف امنیت، ساتلو، صحي کچو او اجتماعي فعالیتونو په درک سره په دې کې خپل رول پیدا کړي، او په ټولنیز مشارکت کې د تصمیم نیولو د بهیر په نسبت ریښتیني پیژندني او درک ته ورسیږي،
 د عملي پوهي او مهارتونو په حوزه کې زده کوونکي باید مهارتونه له هغو څخه دقیقه مشاهده د اطلاعاتو راټولول نظارت، د نقشه لوستنې مهارت او داسې نورو باندې پوهه شي.
 زده کوونکې باید د جاپاني خاوري فرهنګي میراث او تاریخ سره مینه ولري .
د ښاروندۍ له مخې د هېوادونو پرتله کول ( توپیرونه او یوشان والی ): دغه پرتله کولو له پاره دوه کلیدي لاملونه وجود لري: ۱ – مخکینۍ زمینې ( پیش زمینه ). ۲ – جوړښتونه.
۱ – مخکینۍ زمینې: په ځینو هېوادونو کې برنامو جوړولو نه مخکې داسې زمینې وي چې نیغ په نیغه په برنامه باندې اغېز کوي، لکه فرهنګي، مذهبي، تاریخي، سیاسي، ټولنېزې او داسې نور.
۱ – تاریخي دودونه: ۲ – جغرافیوي موقعیت ۳ – سیاسي او ټولنېز جوړښتونه:۴ – اقتصادي نظام:
۵ – نړیوال کیدل: درېمه درجه هېوادونه نه غواړي چې د نړیوال کیدو پر لور لاړ شي ځکه چې وګړي د خپلو جامو، خوراکي توکو، په فکر کې وي،پرمختللي هېوادونه په نړیوال کیدو ټینګار کوي.
۲ – جوړښتي لاملونه: روزنېزه ښاروندي د ښوونې او روزنې د سیستم یو جز دی، په مرکزي او غيري مرکزي سیستم کې په اغېزمن ډول سره پلي شي.۲ – د ښوونې او روزنې په ستراتیژیک پلان کې ځينو ازرښتونو ته پاملرنه شوې ده، باید په روزنېزه ښاروندۍ کې یادو موخو ته پاملرنه وشي. کور Kor له نظره داسې تقسیمات رامنځته شوي دي چې له ټولوهېوادونو څخه یې په ۱۶ هېوادونو کې سروې کړې ده او په دریو کټګوري کې ویشلي.

۱ – ارزښتونو ته پاملرنه او څرګندونه.
۲ – دویمه کتګوري هېوادونو کې ملي ارزښتونه عمومي چوکاټ کې پر ځای شوي دي جزئیاتو پسې نه ځي لکه استرلیا، ایټالیا
۳- په ځېنو نورو هېوادونو کې لږو جزئیاتو پسې تللي دي دغه هېوادونه د متمرکزي ښوونې او روزنې درلودونکي دي لکه جاپان، سینګاپور، سویدن او کوریا
۱ – په هند کې مشترک اهداف تاریخ ته پاملرنه کول.سینګاپور کې جامع ګرا میتود څخه کار اخلي، امریکا کې بیا مدني او سیاسي مسائلو باندې. په انګلیستان کې انسان ته زیاته پاملرنه کوي

د زده کړې میتودونه: په استرالیا کې ټولګي مباحثې، امریکا کې ټولګي بحثونو، تمثیل، لکچر.په فرانسه کې ښوونکو ته واک او اختیار ورکړل شوی دی. په هند کې د فعالې زده کړې،علمي سیر. په هسپانیا کې له شوراګانو څخه کار اخلي.
۲ – محتوا: لاندې ټکو ته پاملرنه:۱ دهېواد له مسائلو او روانو پيښو سره تړاو ولري.
۲ – د خپلواکۍ او فرد د خود کفایئ پربنسټ ولاړ وي.
۳ – زده کوونکي له خپلو اړتیاوو او مسؤولیتونو سره په ملي او فراملي کچه اشنا وي.
۴ – سیمه يېزه او ملي ټولنه کې له دودونو او ارزښتونو سره اشنا شي.
۵ – هغه فعالیتونه چې زده کوونکي د خپل تاریخ او حکومت په باره کې مهم مطالب زده کړې.

د ښاروندۍ روزنې دپيژندګلوۍ داساساتو او مبانيو ارزښت

مباني هغه توصيفي پشنهادي طرحې يا قضيې دي چې دانسان کلي ځانګړتياوو ته اشاره کوي.
انسان دکرامت څښتن،انسان يو ازاد مخلوق دی،د ټولنې او اجتماع بنسټ پر عدالت باندې ولاړ دی
احسان او شفقت (مهرباني) دټولنيزو بنسټيزو ارزښتونو له ډلې څخه دي

د ښاروندۍ په روزنه کې دښاروندۍ اخلاقي اړخونه
۱ـ معنوي(روحي)
۲ـ اخلاقي پراختياـ زده کوونکو ته دسمو او ناسمو موضوعاتو څخه دانتقادي تفکر پراختيا ورکوي
۳ـ ټولنيز پرمختګ ـ د زده کوونکو سره د مسوليت اوفعال مشارکت د اړتيا وړ مهارتونو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.
۴ـ فرهنګي ـټولنه کې بيلابيلو ډلو د رول په فهم کې مرسته او اختلاف پر ځای احترام رامينځته کوي.
دښاروندۍ اخلاقي ريښې او د ښاروندۍ زده کړه
ديويد ګر او ګراهام هايدون د هرډول ښاروندۍ زده کړې لپاره په اخلاقي فلسفه کې موجوده وضع اوزمينې تر څيړنې لاندې نيسي.
کر بيا دښاروندۍ لپاره اخلاق ګرايي يوه بنسټيزه پايه بولي، دونرو، دښاروندۍ په زده کړه کې اخلاقي تفکري نظريو ته نه پاملرنه دانتقاد وړ بولي.
سوارتردښې ښاروندۍ ايجادولولپاره اخلاقو او ديني زده کړه دستراتيژۍ او کړنلارې جز ګني، پوهانو نظريو نچوړ داسې دی چې اخلاقو او ښاروندۍ ته پاملرنه دملي زده کړې په سيستمونو او نظامونو کې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې زيات اهميت او ارزښت لري او پاملرنه بايد ورته وشي.

دښاروندۍ داخلاقو منابع او سرچينې
۱ـ دين: ۲ـ سنت:ـ ۳ـ اسلامي تمدن.
دښاروندۍ داخلاقي ارزښتونو په اړوند دښوونکو رول.
جکسن او همکاران يې عقيده لري چې غير رسمي زده کړې د زده کړو يو ډير مهم ډول دی او د تحصيل پر پايلو مثبته اغيزه غورځولی شي

دهاسيد او پيک په آند ښوونکي بايد:
۱ـ اخلاقيات وپيژني او په ثابت ډول ترې ګټه پورته کړي.
۲ – په هغه ارزښتونو چې يوې مجموعې په اړه يې لري عام بحث وکړي.
۳ – سم او نا سم تشخيص کړي،او سم ته برتری ورکړي.
۴ـ اخلاقي محرک تعريف په تصميم نيولو کې دخالت په ګوته.
۵ – سم حالت د ناسم په پرتله تحليل اوحل لپاره هڅې تقويه کړي.
۶ ـ اخلاقو نقش درک کړي پدې پوهه چې منطقي او عقلاني اخلاقيات په ۲۱ پيړۍ کې دژوند اړتياوې دي .

په لاندې جدول کې دښاروندۍ د روزنې ارزښتونه چې په ډول ډول هيوادونو کې دي ذکر شوي.

امريکا

مشارکت،مسوليت،عدالت،اګاهي يا پوهه،برابروالی،تنوع،ډول ډول والی ،ډيموکراسي ارزښتونه،اخلاقي ارزښتونه،کورنۍ ارزښتونه ،قدرت او اقتدار،د ځان غوندې دنورو احترام

انګلستان
دښه توب په اړه پاملرنه،په انساني کرامت او شرافت عقيده،داستقامت او دوام په اړه تمرين ،دخپل ليد او ذهنيت په اړه ددفاع ترغيب،دمنصفانه عمل کرد لپاره مشق او تمرين،دجنسي برابرۍ فرصتونو ته التزام،دفعالې ښاروندۍ تعهد او دواطلبانه خدمتونه، دبشر حصوصي حقوق او چاپير يال ته پام لرنه ،همکاري،مشارکت ،دافرادو او تضادونو ترمينځ توپير،تحمل،اخلاقي ارزښتونه،ټولنيز عدالت،ښکلا او ښه کول،له زورزياتي ډډه، قومي،مذهبي او ملي هويت ته درناوی کول،دسم او ناسم ترمينځ توپير او پرې پوهيدل.

کاناډا
دنورو حقوقو او عقايدو ته درناوی،پوهه او تعهد،دډيمو کراسۍ ارزښتونه، ازادي، اخلاقي ارزښتونه، مدني ارزښتونه،تحمل او استقامت،همکاري،عادلانه ملاتړ،په ټولو کارونو کې مينځنی حد غوره کول، صداقت او انساني شرافت،عدالت په پام کې نيول، بخښنه ، نورو ته درنښت،دمسوليت منل، دانصاف احساس ، چاپيريال ته احترام کول،مشارکت ارزښتونو لرل.

استراليا
ګډ ارزښتونه لکه: نورو ته درناوی،تحمل،مسوليت منل،دښاروندۍ دمسوليت په اړه پوهه،ټولنيز ارزښتونه،دډيموکراسۍ ارزښتونه،مشارکت،سياسي ارزښتونه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب