د ژوند له ډیرو مهمو پوښتنو څخه ۱۰ شیان باید وپیژنې

هره یوه پوښتنه ځواب لري، مونږ باید حکماء واوسو څومره چې کفایت کوي مناسب او وړ سوالونه غوره کړو، یو تریخ حقیقت چې مونږ ټول باید ورسره مخ شو، هغه دا چې هر یو زمونږ په یوه او بله بڼه ناپوهه یو،او لدې سره دا مو خوښیږي چې پر ضد یې تظاهر وکړو، او د یو بسیط او ساده حقیقت نه سترګې پټې کړو چې: د هر شي پیژندنه ناشونې ده.

نو ناپوهي د ټول بشریت ترمنځ ستر مشترک قاسم دی، او ناپوهي یو له هغو ویرونکو حقائقو څخه دی چې د ژوند واقعیت ته زیات زیان رسوي؛ ځکه چې د بشر وړ خلک تر نورو ډیر ناپوهه دي، او دوی په دې نه پوهیږي چې دوی ناپوهه دي.

او دلته لا ندې یو تلوراي آزموینه ده: که ته خپله رأیه بدله نه کړې په هغه څه کې چې ستا له زده کړو باورونو څخه په یوه پورې اړه لري، او که د هغو ځینو آراو په اساساتو کې چې تا د ځان کړي دي شک نه وي کړی، او که له تاسره د هغو د عملي کولو کوم رغبت او مینه نه وي؛ نو ته به حتما په یو شي او یا ډیرو شیانو ناپوه وې چې ته پر هغو د پوهیدو باوري یې.

نو ډیر تلواري حل څه شی دی؟
د ناپوهۍ د کابو کلو او له هغه څخه د خلاصون ډیر تلواري حل: د یو داسې شخص د پیداکولو هڅه وکړه، چې ستاپه باور هغه داسې باورونه او کړنې لري چې ستا له معتقداتو او تصرفاتو سره توپیر لري، له هغه سره یو ساده رښتینې مرکه ترسره کړه، زه درسره وعده کوم چې د ژوند ځینې ډیر مهم سوالونه به په دې کار سره ډیر څرګند شي، او په دې کې تاسې دواړو ته ډیر خیر دی.

او دا دي هغه مهمې چارې چې ته به یې د دغه کار د سرته رسولو په مهال په یاد ولرې:
لومړی: باید د امکان تر حده په دې ژوند کې د ناوړه فهم فهم له ډیرو بدو ډولونو څخه ډډه وشي، کله چې مونږ سره مناسب عقل او مناسب وخت وي د دغه ساده او بسیط سوال د مطرح کولو لپاره: «آیا هلته د دې نورې معناوې شته؟».
دوهم: خبیر او پوه هغه نه دی چې له ده سره د هرې پوښتنې ځواب وي، لکن پوره خبیر او پوه هغه دی چې درست سوالونه طرح کړي.

your ads

دریم: په نړۍ کې ډیر کم خلک داسې دي چې هغوی روزانه د نویو معلوماتو په لټه کې وي، او ډیرخلک په دې خوښ دي او چې څه معرفت ورته حاصل دی قناعت لري، د سوالونو له طرح کولو یې توقف کړی دی، په ځای د دې چې د نویو معلوماتو په لاسته راوړو هڅه وکړو، او زیات سوالونه طرح کړو، باید کوښښ وکړو چې له مجهول نه داسې ځوابونه، حکمونه او ثبوتونه راوباسو چې مونږ د کمي او د عدم کمال د احساس نه وژغوري؛ ځکه د نویو حقیقي سوالونو ته د دروازې خلاصول د ویجاړونکي توپان راخوشي کول دي، او ځوا یې تر هغې سخت توپان دی چې مونږ ډیر لیري له ځانه سره جارو کوي.

څلورم: که څوک وکولی شي چې تا داسې وګرځوي چې ناسمې او خطا پوښتنې مطرح کړې؛ نو چیرې به هم هغه خپل فکر په کوم داسې ځواب مصروف او بسیا نکړي چې ته هغه ته ورسیږې.

پنځم: په حقیقي نړۍ کې اشباح او څروي شتون لري، خو هغه ډیر کم او ډیر ضعیف دي چې په اوږد مهالي کې حقیقي ضرر ولري، او د زیات او ضرر والا هغه عادي خلک دي چې پاک نیتونه لري او دیته اماده دي چې تصدیق وکړي، باور ولري او د پوښتنې له مطرح کولو پرته تصرف اوعمل وکړي.

شپږم: هغه پوښتنې چې ته یې له ځانه د ورځې په پای کې مطرح کوې، دا هغه دي چې ستا د شخصیت بڼه درته ثابتوي.

اووم: زړورتیا او شجاعت دا نه دی چې ته ګرد ځوابونه احاطه کړې، بلکې اصلي زړورتیا دا ده چې ته د هغو پوښتنو سره چې تل دې ترې ډډه کړې وه د مخ کیدو وړتیا ولرې.

اتم: ستا د ځانګړو رابطو په اړه وپوښته: آیا تل له تاسره په درنښت تعامل کوي؟ دا لومړۍ پوښتنه ده.
دوهمه پوښتنه هغه: آیا ته او یا دا د لس کلو په واټن کې همداسې پاتې یاست، او آیا له هغه یا له هغې سره په همداسې اړیکو پاتې یئ؟

دریمه پوښتنه دا ده: چې آیا ته یا دا د دې تمه لرئ چې تردې نور هم غوره شئ؟
نو که ځواب دې دریو پوښتنو ته «هو» وي نو تا د ځان لپاره داسې اړیکه پیدا کړه د دې وړ ده چې ویې ساتې.

نهم: د معرفت له اندازې او د مطرحو پوښتنو له شمیر څخه په صرف نظر کیدو سره ، ناشونې ده چې د زیاتو هغو پوښتنو مطرح کول رازده کوي، هغه چې زمونږ په خاطر او خیال کې هم نه ګرځیدل، او دا ښه شی دی.

لسم: د دې سره سره چې ژوند تل له داسې لاځوابه پوښتنو ډک دی؛ خو زړورتیا په دې کې ده چې د مهمو پوښتنو د ځوابونو په لټه کې شې، او دا کار د ژوند د سفر معنا ټاکي.

او دا هم کیدای شي چې ټول ژوند د بدمرغۍ او ځوړتیا په خاوره کې په رغړیدو تیر کړئ، له ځانه وپوښتې:
ولې زه د دغو ستونزو لپاره غوره شوی یم؟ دا ناسمې پوښتنې دي!

او یا ته سمې پوښتنې مطرح کولی شې، او داسې هیله لري چې ته پیاوړی یې، او په څه چې کفایت کوي ښه ذکي یې چې ته د دې ستونزو او مشکلاتو سره سره نمو او پرمختګ وکړې.

پام کوه! چې په صبر او زغم سره هر څه حل کړې، چې ستا په ژوند کې ناهیلي او نا آشنا وي، او کوښښ وکړه چې د ژوند له پوښتنو سره مینه ولري، لکه هغه بندې دروازې یا هغه کتابونه چې په پردیو ژبو دي او ته پرې نه پوهیږې، درته په آسانه راشي؛ ځکه ستا اوسنی فهم لا پخوالي ته ندی رسیدلی، ته دیته اړتیا لري چې تر هر څه لومړی هر څه وازموې.

کشف کوه..زده کړه کوه.. ژوند کوه؛ او ډیر زر به ته خپل ځان په داسې حالت ومومې چې په تدریج سره هغو ځوابونو ته ورسې چې ته یې غواړې.

ژباړه: محمدامان رسولي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب