د ژبژغورنې ملي غورځنګ پرځنګوالان که له ستورو راغلي وګړي

چوپه چوپتیا وه، غلی شه پښتو مه وایه؛ ته تعصب کوې، تعصب کول حرام دي، له پښتو سره د کرکې ډک زړه به بریتور مامور تش کړ، چې کله به خوار پښتون له دفتر څخه ووت، نو د څنګ ملګري ته به یې وویل: ودې لېده څنګه مې غلی کړ، دا ساده پښتانه خپل حق څه پېژني؛ چې پوښتنه یې وکړي او یا زما پر وړاندې غبرګون وښایي، دوی نه پوهېږي چې په اصل کې زه غواړم د دوی ژبه له منځه یوسم او د تاریخ یوه برخه ترې جوړه کړم، ځکه زه غواړم دلته زما ژبه برلاسې شي.

وخت تېرېدو، ۳۰۰ کاله بیلابېلې واکمنۍ راغلې او راوپرځېدې، د ځینو یې کور ودان پښتو ته یې پام وکړ، خو پر وړاندې یې خپل پښتون ورور راپاڅېده او هغوی یې راوپرځول، خو اړینه دا ده چې دلته پنځه نوي سلنه واکمنانو د ارګ ژبه پردۍ ژبه وګرځوله، تر دې چې پښتو ته د دوزخ ژبه وویل شوه او ویونکي ته یې متعصب وویل شو.

پښتو ژبې له دوزخه د جنت پر لور تګ پیل کړ، حمزه بابا ورته د جنت ژبه وویله، په دې لار کې ډېرې ککرۍ وشېندل شوې چې پښتو ته ولې د جنت ژبه وایي؟ دا خو کفر دی؛ خو دا ژبه جنتي شوه او ویل یې د وینو په بدل روا وګڼل شول.
بیا یو ځوان د کابل له پاړسیوان زړه؛ له ځان سره سوچ واخېست، زه څوک یم؟ د چا زوی، لمسی او خېل یم؟ ژبه مې څه ده؟ ولې راته په خپلې ژبې ویلو سره متعصب ویل کیږي؟ دا چې لوړې زده کړې لرم نو ماته د خپلې ژبې په پار څه کول په کار دي؟

دا دنګ ځوان ښاغلی ابوبکر ځلاند وو، دنده یې پرېښوده، د پښتو غم واخېست، یو څه کول په کار وو؛ په ملګرو یې غږ وکړ، چې راځئ پښتو ووایو، پښتو ولېکو، پښتو وپالو، پښتو د رسنیو، زده کړو، سوداګرۍ، دولتي او خصوصي ادارو، راکړې ورکړې، دین او ټکنالوژۍ ژبه کړو.
ملګرو ورسره ومنله، له څو غونډو وروسته د ژبژغورنې ملي غورځنګ رامنځته شو، د پښتو ژبې د ودې او بډایښت په زرګونو تږي ځوانان او مشران ورسره مل شول، په بېلابېلو ولایتونو کې یې څانګې پرانېستل شوې، په هغه ادارو یې نېوکې وکړې چې پښتو به یې نه ویله او نه لېکله، ډېری سم شول، پښتو پرمختګ پیل کړ، زده کړیالان، ښوونکي، کمپنۍ، سوداګر او پښتانه مشران یې وهڅول تر څو پښتو ژبې ته لومړیتوب ورکړي، په رسنیو کې غوغا جوړه شوه، مشرانو ترې ملاتړ وکړ، ځینو لا وویل: دا څوک دي؟ چې دومره ژر یې د عمل په ډګر کې دومره لوی بدلونونه راوستل، دا وګړي لکه له ستورو راغلل، چې پښتو ژبه پرې نېکمرغه شوه.
هغه برېتور مامور هم اوس سوچ وړی، چې هر څه ولې بدل شول، دا وېده ټبر خو راویښ شو؛ نو اوس ورته یو بل ځوان په مخکې ولاړ دی، ورته په کره پښتو وایي، چې زما غوښتنلیک ته ځواب په پښتو ولېکه، دا پاڼه زه ولایت ته وړم، هلته بیا څوک په پاړسو نه پوهېږي، مامور په خواشینۍ په ماته ګوډه لهجه ورته وایي: ښه ته یې په پښتو ولېکه چې زه یې درته لاسلیک کړم.
دې ته وایي د سپېڅلي پرځنګ خوند.

لیکوال: انجنیر عبدالکبیر حساس

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب