د چين ديوال

پس منظر

د پیړيو پيړيو راهيسې د چين خلک د خپلو حاصلخيزه ځمکو په کرکيله بوخت وو. لرغونی چین د امپراتورانو له خوا اداره کیده. دې امپراتورانو به په هيواد کې نظم او مساوات رامنځته کاوه او د چين د نيکمرغۍ تر څنګ یې ددې هيواد د کولتور د غوړولو لپاره کار کاوه.

کوچۍ قبيلې چې د چين په شمالي سيمو کې اوسيدلې يو بل ډول ژوند يې تیراوه. څرنګه چې کوچيان په داسې دښتو کې اوسيدل چې د ناکافي اورښت له کبله يې غله نه شوه کرلی، دوی به له يو ځای څخه بل ځای ته کډه کیدل او خپل ځان ته د خوراک او جامو د تيارولو لپاره يې ميږې څرولې او د اسونو سوداګري يې کوله.‌ دوی په ښکار او جګړو کې ډیر ماهره وو.‌

مغل چې يوه کوچۍ قبيله وه له خپلو ګاونډیو چينایانو سره د هغو شیانو په بدل کې د آسونو راکړه ورکړه کوله چې دوی پخپله نشو توليدولی لکه حبوبات، وريښم او اوسپنه.

د دواړو کولتورونو تر منځ لوی توپیر به کله کله د دوی تر منځ جګړې رامنځته کولې. کله چې به کوچیانو د خپلې اړتيا وړ شیان د تجارت له لارې نشو ترلاسه کولی، بيا به يې غلا او لوټ تالان له لارې ترلاسه کول.

بيلابیلو امپراتورانو د پيړيو په اوږدو کې له کوچیانو سره د چلند بيلابيلې طریقې درلودلې. ځینو سوله ييز تړونونه لاسليک کړل،‌ ځينو له کوچيانو سره د جګړې لپاره لښکرې وليږلې او ځينو نورو د دواړو کولتورونو تر منځ د سوداګرۍ لپاره قوانين او اصول رامنځته کړل. نورو امپراتورانو ديوالونه جوړ کړل چې کوچي يرغلګر له چين څخه حصار کړي.

your ads

چين ـ شي ـ هوان ـ دي Qin Shi Huangdi د چین لومړنی امپراتور وو (۲۰۶ – ۲۲۱ قبل الميلاد). هغه ته دا ویاړ ور په برخه دی چې د هغو خپلواکو هيوادونو په ولکه کولو سره يې چين ته يووالی وروباښه چې د جګړه مارو هیوادونو په توګه مشهور وو. ددې لپاره چې خپل نوی یو لاس هيواد له يرغلګرو وساتي، چين ـ شي ـ هوان ـ دي په چين کې تر ټولو لومړنی اوږد ديوال جوړ کړ. چينايي افسانو ته په پام سره،‌ تر ۸۰۰،۰۰۰ زیاتو سرتيرو،‌ کروندګرو او بنديانو د دې ديوال د جوړولو لپاره ۱۰ کاله کار کړی دی.‌ د کلونو په تيريدو سره ديوالونه بيرته ړنګ شوي دي او بيا چې هر وخت نور يرغلګر راپورته شوي دي د بل امپراتور له خوا نور ديوالونه جوړ شوي دي.

د چنګيز خان تر راتګه پورې کوچيان يوه تیته پرکه ډله وه او د خپل شدت او ظلم له کبله يې کافي سرتيري نه درلودل چې چين ولکه کړي. چنګیز خان چې يو بااستعداده او ځانپاله جګړه مار وو نورې قبيلې يې دې ته تشويق کړې چې د چين شتمني لوټ کړي. د ګڼو کلونو لپاره جګړه روانه وه. ګڼ ښارونه ويجاړ شول. په ۱۲۷۹ کال کې د چنګیز خان لمسي، کوبلای خان د چين وروستی امپراتور را وپرځاوه او واک يې د خپل ځان او پاتې شونو لپاره واخيست او خپله نوې شاهي کورنۍ يې د يوآن Yuan کورنۍ په نامه ياده کړه.‌ خان خپل واک له هغه ښار څخه چلاوه چې نن د بيجينګ په نامه ياديږي. په همدې وخت کې مارکوپولو د خان ماڼۍ ته راورسيده.‌ مارکو پولو په ايټاليا کې له خپل کور څخه سفر پیل کړ او په چين کې ۱۷ کاله پاتې شو. کله چې مارکولو پولو بيرته ايټاليا ته راستون شو يو راپور يې ولیکه چې د اروپايانو تر منځ يې د چين په اړه زیاته لیوالتيا راوپاروله.

کوبلای خان د خپلې واکمنۍ پر مهال، پر چينایانو دومره درانده ماليات وضع کړل چې زياتره خلکو لږ خواړه او پيسې درلودلې او له دې کبله يې زیات کړاو او نارامي رامنځته کړه. مغلو خپله جګړه پر ګاونډيو هيوادونو روانه وساتله او پر جاپان او جاوا جزیرې يې یرغل وکړ. مغلو جګړه مارو ان پخپل منځ کې هم جګړې وکړې.

يو کروندګر چې چو ـ یوانګ ـ چانګ نوميده د يوآن امپراتورانو له خوا پر دوی له تیرو شويو ظلمونو ښه خبر وو. نوموړی له يوې ډلې سره يو ځای شو چې سور لنګيان نوميدل او هغو بيا دی خپل مشر وټاکه. دوی زیات ملاتړي جذب کړل او مغل يې له چين څخه بيرته دښتو ته وشړل.

چو يوانګ چانګ ځان د چين امپراتور اعلان کړ او خپله شاهي سلسله يې د مينګ Ming په نامه ونوموله. هغه يو غښتلی واکمن وو او د رهبرۍ لاندې یې چين ته پرمختګ او نیکمرغي ور وبښله.

په ۱۴۴۹ کال کې مغلو يو ځل بيا پر چين یرغل وکړ او د مينګ شاهي سلسلې ۶م امپراتور او د چين د واکمن هيون Heaven ځوی چي زن Qizhen نوميده اختطاف کړ.‌ واک یو ځل بیا مغلو يرغلګرو لاس ته ولويد او د ممنوع ښار د ولکه کولو ګواښ يې وکړ.‌

د چين خلک د مغلو لاس ته د قدرت له لویدلو دومره ويريدلي وو چې له يرغلګرو څخه د ژغورنې لپاره يې ديوال جوړ کړ.‌

د دې ديوال لپاره کوم ماسټر پلان موجود نه وو.‌ هر يوه مشر په خپل اړوند ښار کې د ديوال خپله برخه په هغه سيمه کې جوړه کړه چې د مغلو د يرغل خطر په کې ډیر وو.‌ د شمالي چين په سور کې د دې ديوال جوړولو ۲۰۰ کلونه بر ته ونيول.‌ په دې توګه ټولې هغه غرنیزې لارې چې مغلو به پر چين د يرغل لپاره کارولې د دې ديوال په جوړولو سره بندې شوې. دغه ديوال بيا له نورو برخو سره ونښلول شو او په دې توګه يې د چين لوی ديوال جوړ کړ.

د چين په لويديځه برخه کې ديوال د کوټل شوې ځمکې څخه جوړ شو خو د ختيځې سيمې په پيکينګ ښار کې چې اوس بيجينګ نوميږي، کارګرو له خښتو او ډبرو له بلاکونو څخه د ديوال په جوړولو کې کار واخيست.‌ د دیوال د جوړولو لپاره زیات کارګر پکار وو.‌ له کوټل شوې ځمکې څخه د دیوال د جوړولو په برخه کې له کروندګرو او بنديانو څخه کار واخيستل شو، د خښتو او ډبرو په برخه کې د ډبرو او خښتو له معمارانو څخه کار واخيستل شو.‌ په لسګونه زره خلک د چين د لوی ديوال په جوړولو کې بوخت وو.

دوی د ديوال په اوږدو کې قلعه ګانې او د ساعتونو برجونه جوړ کړل.‌ هغو سرتيرو چې پر ديوال ګزمه کوله کله چې به مغل رانیږدې شول بيا به يې د لوګي په پورته کولو او توپونو په ويشتلو سره يو بل خبرول.‌

دا دیوال داسې جوړ شو چې د چين له طبيعي منظرې سره د همغږۍ تر څنګ هغې ته شکل ورکړي.‌ په غرنیزو سيمو کې دیوال لکه د ښامار په څیر تاو او پیچ لري خو په دښتو کې نيغ غځيدلی دی.‌ د چين لوی ديوال ختیځ پای سمندر ته رسيږي.

په ۱۶۴۴ کال کې د چين لوی ديوال په لويديځ کې له جيايوګوان څخه پیل او له ګوپي سحرا،‌ زیړ سيند،‌ او له پيکينګ (بيجينګ) څخه تر تيريدو وروسته په ختيځ کې  د شاهایګوان ته چې د بوهای بحيرې سره پروت دیرسیږي.‌ د وخت په تیریدو سره له چين څخه بهر نړۍ د بدلون په حال کې وه.‌ منچو چې يوه بله کوچۍ قبيله وه د چين پر ممنوعه ښار يې يرغل وکړ او د مينګ شاهي کورنۍ ته د مرستې په وړانديز یې واک په لاس کې واخیسته. خو پخپلې ژمنې ونه دريدل او پر ځای د چين تخت ولکه کړ او د چينګ (Ching) واکمني يې رامنځته کړه.‌

د چينايانو او منچو سرتيرو څخه جوړ ګډ پوځ، مغل بيرته لرې پرتو دښتو ته وشړل او د چينګ واکمنۍ د چين د لوی ديوال دواړه خواوې تر ولکې لاندې راوستلې او له دې کبله مغلو نور د يو ګواښ په توګه شتون نه درلود. په ۱۹۱۲ ميلادي کال کې یوه دوه کلن هلک پو يي Pu Yi د چین وروستی امپراتور وو چې په همدې مهال کې د سن ياتسن تر مشرۍ لاندې يوه پاڅون منچو له واک څخه وغورځول.‌ له دې وروسته بيا چین په يوه جمهوريت بدل شو چې د يوه ولسمشر له خوا اداره کيده.‌ د امپراتورانو او ميراثي سلسلو لړۍ نوره په چين کې غوڅه شوه.‌

په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د چین جمهوريت چې چيانګ کای شیک له خوا اداره کیده د ماوو زيدونګ په مشرۍ د کمونستانو له خوا راوپرځول شو.‌ چيانګ کای شیک له خپلو ملاتړو سره د ټايوان ټاپو ته وتښتيد.‌ ماوو زيدونګ په چين کې يوه کمونسټه واکمني رامنځته کړه او د چین د خلکو جمهوريت ته يې نوی نوم ورکړ.‌

د چين د لوی ديوال د ترميم کار اوس هم روان دی.‌ د چين لوی ديوال نن ورځ د سيلانیانو د پام وړ ځای دی.

لغات او اصطلاحات

*امپراتور:‌ هغه اصطلاح ده چې د چين واکمنو او پاچايانو د لقب لپاره يې کاروله

*کوچيان:‌ هغه سړی چې له يوه ځایه بل ځای ته کډې کوي.

*بيديا: يوه پراخه نيمه شاړه دښته چې په وښو پټه وي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب