د ځیګر وازګه یا غوړ او ددې ناروغی محنیوی

  نن سبا ډېر خلک د ځیګر د غوړو پر ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ د ستړیا احساس کوي، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او جسمي ځواک له لاسه ورکوي. له بده مرغه پر دې ناروغۍ ډېری د لوړ عمر خاوندان اخته کېږي. دا چې څه ډول کولی شو له دې ناروغۍ ځان وژغورو، په دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړې ده:
۱- د ليمو شربت وڅښئ: هر سهار په اوبو کې لیمو واچوئ او ویې څښئ، تروش لیمو د ځیګر د غوړو لپاره ګټور دي او روغتیا تضمینوي.
۲- په پخلي کې له زنجبیل استفاده وکړئ: هغوی چې په پخلي کې له زنجبیل څخه ګټه اخلي، د ځیګر له ناروغۍ په امن کې دي.
۳- شین چای وڅښئ: د شین چای څښل په ځیګر کې د غوړو د غوټه کېدو مخه نیسي او په ټوله کې د دې ناروغۍ درملنه کوي. د چین خلک په دې اند دي چې شین چای د ځیګر د سرطان مخه هم نیسي.
۴- له نباتي پروټينو استفاده وکړئ: روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره د سويا او نباتي پروټينو سپارښتنه کوي چې د ځیګر پر ناروغۍ اخته وي.
نباتي پروټین د حیواني پروتینو په پرتله ګټور دي او د ځیګر ناروغۍ لپاره ښه نسخه کېدای شي.

ډاکتر محمدامين

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب