جغرافیه

د ځمکې اوبه؛ په ځمکه کې لږې اوبه شتون لري!

د لیکونکي (زما) مخکنۍ خبرې : په دې پوهېدل پکار دي ، چې ولې ګاونډي هېوادونه په تیره بیا پاکستان او ایران په افغانستان د سولې په راوستو سره د پرمختګ په لور د ګامونو اخستلو نه په اندېښنه کې دي . په داسې حال کې ، چې د اقتصادي پلوه په پښو ولاړ هېواد د خپل ګاوند سره د راکړې ورکړې په ترڅ کې د متقابلو ګټو پر بنسټ ډېر څه تر لاسه کولای شي . خو زمونږ ګاونډیان خپلې ګټې د افغانستان په غمیزه کې لټوي . او د ناامنیو له امله په ټپه ولاړ حالت نه ناوړه ګټه پورته کوي . ښایي یو یې همدا دلیل وي ، چې مونږ د خپلو طبیعي سرچینو او په تېره بیا د اوبو څخه ګټه پورته نه کړو .

داټکل له مخې په افغانستان کې د ۷۵ میلیارده مکعب متره اوبو څخه ۵۷ ملیارده مکعب متره د مځکې پر مخ بهیدونکې او ۱۸ میلیارده مکعب متره د ځمکې لاندې زېرمې جوړوي ، او پاتې نور یې جذب یا بړاس او یا هم په بوټو او د نورو موجواتو په وجود کې زېرمه دي .

د ځینو سرچینو له قوله ، په افغانستان کې ستونزه د تازه اوبو د کمښت له کبله نه ، بلکه د اوبو رسولو په برخه کې ده ، چې له کبله یې د هېواد ۷۰ سلنه اوبه ګاونډیو ملکونو لکه پاکستان ، ایران او منځنۍ آسیا هیوادونو ته پرته له دې ، چې د هیواد په دننه کې ترې ګټه پورته شي ، په وړیا توګه بهیږی .

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په اوس وخت کې ۸۰ هیوادونه د اوبو د کمښت سره مخامخ دي . په زرګونو خلک په تیره بیا کوچنيان د ناپاکو اوبو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي . د ځینو سرچینو له مخې د همدغه ناپاکو اوبو له کبله هره ورځ په افغانستان کې د ۱۳۳ په شاوخوا کې کوچنیان مري .

د اوبو حیاتي ارزښت ته په کتو مې غوره وګڼله چې د Elianne Ros لیکنه ، چې د نړۍ په بېلابېلو سیموکې یې د اوبو د وضعیت په اړه د یو شمېر کارپوهانو اندونه راټول کړي ، د روسي ژبې څخه وژباړم او تاسو درندو لوستونکو سره یې شریک کړم .

 

ژباړه :
لیکوال : ( (Elianne Ros )

په ځمکه کې لږې اوبه شتون لري

هر ځل چې مونږ د اوبو نللیکه خلاصوو، یوه کوچنۍ معجزه پېښیږي . د دې پیژندل شوي پروسیجر تر شا نور څه شته ، او هغه H2Oد ( دوه اتوم هایدروجن او یو اتوم اکسېجن ) په مایع حالت کې دی . اوبه ــ د سیارو د وینې سستم او د طبعیت دوران ، په کوم چې انساني فعالیت ډیر سخت فشار راولي . « اوس په مځکه د تازه اوبو اندازه په عمل کې د جولیا کايزر (Julia Caesar ) د وخت ، چې د روم امپراتورۍ مشر و، ورته ده . مګر په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې، د نړۍ نفوس له ۲۰۰ میلیونو څخه ۷،۲ میلیارده خلکو ته لوړ شوی، او د نړۍ اقتصاد په چټکۍ سره وده موندلې ده (له ۱۹۶۰ ز کال راهیسې، کورني ناخالصو تولیداتو په کال کې په منځني ډول ۳،۵ فیصده وده کړې). د خوړو، انرژۍ، لګښتي توکو اود اوبو مجموعي اړتیاوې د دې لوی انساني تولید لپاره د اوبوکارولو دکنترول زیاتولوته اړتیا وه » ، ـــ سندرا پوسټل (Sandra Postel) د متحده ایالاتو د ګازو او اوبو د پالیسۍ ( Global Water Policy Project ) مشري کوي زیاتوي .

الیاس فیریریس (Elías Fereres) د کوردوا دپوهنتون د یو ( دیپارټمنت ) مشر، چې پخوا یې د کرنې او چاپیریال اړوند یو شمېر پوستونوکې کار کړی، وايي : „ په آسماني سیارو کې ډیرې لږې اوبه شتون لري“ ، فیریریس وایي سره له دې چې د ځمکې مخ ۷۰ سلنه په اوبو سره پوښل شوی او تازه (خوږې ) اوبه د دې مقدار یوازې ۱ سلنه جوړوي، که چېرې ددې مقدار څخه هغه اوبه چې په طبیعي یخچالونو کې د کنګل په توګه او د شمالي او جنوبي قطب په بڼه حساب نه کړو ، دا ۱ سلنه نه یواځې زموږ د ژوند سرچینه بلکې د نړۍ د پرمختګ مهم انجن دی . „د اوبوارزښت هومره لوړ دی، چې مالومول یې ناشونی دی . اړینه ده ، اوبه باید داسې وکارول شي چې زیاته ګټه ترې تر لاسه شي ، په دې سره په اقتصادي، ټولنیزو او چاپیریال ساحه کې د نابرابرۍ زیاتوالی نه وي „ .

دا نابرابري له کوم ځای څخه اخیستل کیږي ؟

دا” د نفوسو د زیاتوالي او اقتصادي ودې ، چې په ۵۰ مو ز کالونو کې په پراخه توګه د اوبو رسولو : د زېرمو، کانالونو، پمپونو په برخه کې د لاسته راوړنو له امله رامنځته شوه . د ۱۹۵۰ زکال راهیسې، د زېرمو شمیر د ۵۰۰۰ څخه تر ۵۰ زرو پورې لوړ شوی دی . یانې په منځنۍ توګه د نیمې پیړۍ په اږدو کې د ورځې دوه د نړۍ ترټولو لویه برخه کې، اوبه د طبیعت د قوانینو سره سم نه بلکه د انسان د ارادې سره سم بهیږي ” پوستل ټینګار کوي .

په تیره پیړۍ کې، دغو تاسیساتو ته دا امکان ورکړل شوی ، چې د مځکې په زیاته برخه کې د کرنې د اړتیاوو لپاره (٪ ۷۰ ) تازه اوبه ، د صنعت لپاره (٪ ۲۰) او د کورني اړتیا لپاره (٪ ۱۰) اوبه تآمین کړي . په هرصورت، د تقاضا زیاتوالی، په عمده توګه د مخ په وړاندې هیوادونو په لګښت کې، دا نازک توازن ماتوي . د اوبود سرچینو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور وایي. « دوړاند وینې له مخې، په ۲۰۳۰ ز کال کې به د دوامداره نه بدلیدونکي اقلیمي وضعیت سره په نړۍ کې د ٪ ۴۰ اوبو کموالی وي » .

د هغې لیکوال، ریچارډ کونور (Richard Connor) ، د دولتي مشرانو له خوا د اوبو رسولو په اړه د پوره پاملرنې د نشتوالي له کبله افسوس کوي ،پدې باور دی ، چې د اوبو سرچینې نه ختمیدونکي (بې پایان ) دي . « دې مسئلې ته باید دوامداره پاملرنه وشي،خلک په بشپړ ډول بې پروا دي . انرژی د هیواد امنیت ته د ډاډ ورکولو په موخه لکه د لومړنیو اقتصادي او حتی جغرافیایي فکتور په توګه په پام کې نیول کیږي . ځکه ، دې ته ډیر لوی پام اړول کیږي . څیړونکی خبرداری ورکوي چې د اوبو مسئلې ته نه پاملرنه به ورته د پرمختګ ورو (کراره) تګ په ګډون په لوړه بیه تمامه شي » .

د پېښوسمه پروسه داسې ساینس پوهانولکه ( پوسټل ) تائید کړې ، وړاندوینه یې وکړه چې « د XXI پیړۍ لپاره به اوبه داسې وي لکه د XX پیړۍ لپاره چې نفت ( تیل) وو . که په اصطلاح تور سره زر دومره مطلوب وي ، چې حتی د نظامي شخړولامل کیږي ، دا د دې حقیقت له امله ، چې د هغې زیرمې کمیږي او ټولو پورې تړاو نه لري . همدا شان د تازه اوبو سره واقع کیږي ، محض کله چې تقاضا د هغې د تولیدي ځواک د شونتیاوو څخه ډیره شي . دا پدیده د „ اوبو سترس „ په نوم یادیږي .

د ستراتیژیک مطالعاتود بنسټ مدیر او د اوبو او انرژۍ تر مینځ د متقابلو اړیکو ( عمل) ماهر“ الکساندر تایت „ ، یو ویروونکی ) ډاروونکی ) انځور انځوروي . هغه وویل : » د مدیترانې د جنوبي او ختیځو غاړو هیوادونو کې ــ هغه خبرداری ورکوي ــ سیمه اییزو چارواکو پریکړه کړې چې د اوبو رسولو زېرمې زیاتې کړي . دا پالیسي، لکه د سمندر د اوبو خوږول ( بې مالګې کول ) ، همدارنګه د ځمکې لاندې اوبوراویستنه او د زیات مقدار اوبو لېږدول، د انرژۍ لویو لګښتونو ته اړتیا لري » .

د هغه د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ ز کال کې به په دغو هیوادونو کې د اوبو رسولو لپاره د بریښنا لګښت د ټول لګښت ٪ ۲۰ جوړوي . اوس دا شاخص ٪ ۱۰ دی . خوږول (بېمالګې کول) ، چې معمولآ د اوبو د کمښت د ستونزې د حل کولو لپاره د نړیوالې لارې په توګه ، چې ډیره انرژي مصرفوي او ټول هیوادونه نشي کولی دا توان ولري ، وړاندې کیږي . سعودي عربستان چې د اوبو د خوږولو لوړه وړتیا( ځواک ) یا ظرفیت لري ، هره ورځ ۵،۵ میلیونه متر مکعب اوبه تولیدوي . د دغه مقدار اوبو د ترلاسه کولو انرژي ، په هره ورځ کې د ۳۵۰ زره بیریل تیلوسره برابره ده .

په خپل وار ،د بریښنا تولید او د سون توکو کیندل په ډېره اندازه اوبو ته اړتیا لري . په ځانګړې توګه ، دتایت (Taithe) په وینا، په فرانسې کې د سیند ۶۰ سلنه د اټومي انرژۍ د فابریکو او د حرارتي بریښناد فابریکود سړولو لپاره کارول کیږي . په ورته وخت کې باید یادونه وشي چې فرانسه د اتومي انرژۍ د تولید ( بریښنا تولید ) له اړخه په نړۍ کې دوهم ځای لري ، او دا اوبه چې ( په اصل کې ککړ نه دي ) په لږ لوړ حرارت سره بیرته د سیندونو حوزو ته لیږدول کیږي ، د سمندري واښو د خپریدو او د کبانو د شمېر د کمیدولامل ګرځي . د اوبو په سیسټم (دوران ) کې، هرڅه سره تړل شوي دي . د طبیعي شیانو هر ډول بدلون د ضمني اغیزو سره مخ دي .

د هايډروليک په کارولو سره دژور ګاز توليد د یو ځانګړي بحث مستحق دي . د دې ټکنالوجۍ له برکته ، متحده ایالاتو وکولا ی شول اقتصادي پرمختګ ترلاسه کړي او جیوپولیټیک توازن یې بدل کړی، نورپه عربي تیلو پورې تړاونه لري . مګر له 500 څخه زیات فعاله څاه ګانې د هر یو کندلو لپاره ( چې ډیری یې د اوبو فشارونو( سترس ) په سیمو ( زونونو) کې دي ) د سرطان زا (carcinogenic ) په شمول د ۳۶ کیلوګرامو کیمیاوي توکو سره مخلوط له ۷۵ څخه تر ۱۸۰میلیون لیتر اوبو ته اړتیا ده .

نو موږ اوبه او خپله روغتیا- د اقتصادپه قربانۍ باندې راوړو . په عمومي توګه، د تقاضا زیاتوالی د جدي اندیښنې سبب ګرځي : د ۲۰۵۰ زکال پورې به د څښاک د اوبو غوښتنه ٪ ۵۵ اود برېښنا په برخه کې ٪ ۷۰ زیاته شي او دا د دې حقیقت سره ، چې دواړه یې د ټول بشریت لخوا نه کارول کیږي . شاوخوا ۸۰۰ ملیونه خلک د پاکو اوبود سرچینو څخه لېرې ژوند کوي، او ۱،۳ ملیارده په کور کې برېښنا نه لري . د ټایټ په وینا، د اوبو استخراج لپاره د انرژۍ زیاتیدونکې تقاضا “د ډیرو هیوادونو د پرمختګ ترټولو مهم خنډ او د انرژي امنیت ګواښ” بلل کیږی .
تر کوم بریده د اوبو کمښت د نظامي شخړو لامل کېدی شي ؟ تایت فکر کوي دا غیر منطقی ده . د هغه په اند، هیوادونه (دولتونه ) د همکارۍ په لټه کې دي – ۲۵۰ نړیوال تړونونه لا دمخه لاسلیک شوي دي – سره له دې چې نور ماهران اټکل کوي ، چې راتلوونکي جګړې به د اوبو په سرچینو باندې وي . د کونور په باور ، دا راتلوونکې لا دمخه د راتلو په حال کې ده . کارپوهان په دې باور دي ، چې بې سارې وچکالۍ ، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ ز کالونو پورې یې د پخوانۍ Mesopotamia یا بین النهرین ساحه وځپله ، چې د غنموپه نرخونو کې د پام وړ زیاتوالي لامل شو اوپه پایله کې اوړو او ډوډۍ د سوریې په جګړه کې مهم رول لوبولی دی . د وچکالۍ له امله ، ۱،۵ ملیونه خلک د کلیوالي سیمو څخه ښارونو ته وکوچېدل، چې دمخه یې د بشار الاسد رژیم پر ضد لاریونونه پوښلي وو.

کونور په ۲۰۱۰ ز کال کې په روسیه کې وچکالي د لوی اور لګېدوسره او عرب پسرلي کې منځ ته شوې وه د علت ــ اغېز ، تر منځ اړیکې ښيي : په لنډه توګه وای : « روسیه عربي هیوادونو ته د غنمو عمده عرضه کوونکې ده، مګر د اوړو بیه دوه برابره شوې، چې په ټولنه کې د ناخوښۍ لامل شو » . ایا د دې شدیدو کړنو پرته به یې د ډيموکراتیک کولو لپاره داسې ملاتړ ترلاسه کړی وی ؟ دکونور په فکر ، چې نه .
د بحرین ( مدیترانې ) په سهیلي ساحل کې، تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی . په ایتوپیا کې د لوی بند جوړول د مصر سره د اړیکو د خړپړتیا د زیاتوالي لامل شوی ، د هغه د جوړولو مخالفت ، ځکه چې د قاهرې په وینا، دا به په نیغه د نیل په ذخیره اغیزه وکړي او د اوبو رسولو سره ستونزې زیاتوي .

« په هغو ځینوځایونو کې چېرې ، چې د زېرمود سمبالولو( جوړولو) شونتیاوې شتون لري، د چاپیریال لپاره به ډیر منفي پایلې له ځانه سره ولري . دا اړینه ده ، چې د حل نورې لارې چارې پراختیا ومومي » ، ــ فېریریس (Fereres ) وايي . په هند او د چین په جنوب ختیځ کې کروندګرو د ځمکې لاندې اوبو د استخراج لپاره یوه بله بدیل حل لاره موندلې ده . د هدفمندو کړنو له برکته ، په ډیرو سیمو کې پرمختګ راغلی،خو رښتیا د عواقبوپرته نه . په وروستيو کلونو کې د بریښنائي او ډیزلي پمپونو خرڅلاو زیات شوی دی ( د اټکل له مخې، په چین کې ۲۰ میلیون او په هند کې ۱۹ میلیون ) ، چې د بریښناد لګښت د زیاتوالي لامل شوی . په ځینو سیمو کې د ټولې برېښنا ٪ ۳۵ څخه تر٪ ۴۵ پورې جوړوي .

ټایټ (Taithe) دا پېښه د « په لویه پیمانه د ۲۰۱۲زکال د جولای په میاشت کې د بریښنا بندونې ( پارچاوۍ ) د هند په شمال ـ ختیځ کې ۶۷۰ میلیون خلک د بریښنا درڼا پرته پریښودل » سره نښلوي . سږکال هغه وايي ، موسمي بارانونه ډیر پیاوړي نه وو، او چارواکود ورځې د ۶ــ۸ ساعاتونو لپاره د اوبو لګولو د ونډې د زیاتیدو غوښتنه وکړه . په نتیجه کې، د بریښنا زړې شبکې نه شول کولای هغه تحمل کړي .
آن نور څیړونکي لا د چاپیریال د پایلو لپاره خبرداری ورکوي : ‎« هغه ادعا کوي ــ د اضافي اوبو سرچینې یو غولوونکی احساس دی . مګر اوس د اوبو لپاره دا اړینه ده ، چې د تل د ژورو جیولوژیکي جوړښتونو څخه راوباسل شي، او لکه تېل د نوي کولو وړ نه دي » . لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو په راپور کې ښودل شوي ، د ځمکې لاندې اوبه د ٪ ۲۰ نه په ډیره اندازه استخراجیږی . پوسټل ( Postel ) ګوت څنډنه وکړه „ مونږ اوس ، د راتلوونکې لپاره د ټاکل شوو اوبو کار اخلو“ .

د جیو ټیکنالوجۍ انجنیر ، د اوبو کارولو متخصص او په بشري پروژو کې د پراخه تجربولرونکی ، مایت ګوارډیولا (Maite Guardiola) لیکي : مخ پر ودې ډینامیک هیوادونو کې د نفوسو وده او د اوبود زیات حجم اوبوکارولو سره نړیواله اقلیمي تودوښه اضافه کیږي . « د لوی سیلابونو په وخت کې، داسې ښکاري ، چې د اوبو زېرمې بې حده وي، مګر وروسته اوږده وچکالي بیرته راځي، او د اوبو کمښت د ژورې اندېښنې موضوع ګڼل کیږي . دا په ځانګړی توګه په مدیترانه ( بحرین ) کې څرګند دی او د اقلیمي بدلون یوه پایله ده » .
په برازیل کې، هغه چې د نړۍ د اوبو ترټولو لویه حوزه امازون یې په خاوره تیریږي ، په سن پاولوSan Pauloکې په څرګند ډول د ښاري حومې د ودې څخه د اوبو د کمښت ستونزې د را منځ ته کېدو له کبله ، د اوبو لګولو لپاره نورم (راشن ) ایښودلو ته ، اړ کړلای شول .
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، « په اوبو او کانالیزاسیون د تامینیدونکو ښاري اوسیدونکو زیاتېدل په مستقیم ډول د مخ په وړاندې هیوادونو کې د متناوب ( لېرې ) سیمو چټک پرمختګ سره تړاو لري . په ۲۰۲۰ م کال کې ، د دوی شمېر ۹۰۰ میلیونه خلکو ته نژدې کیږي ، او دا هغه کسان دي چې تر ډېره بريده د لوی شدید اقلیمي اوبود اغیزې لاندې وي » .

د عمل کولو اړتیا ، مګر څنګه ؟

په داسې حال کې ، چې ساینس پوهان لکه (Stephen Hawking ) په نورو سیارود لاسبري په لټه کې دي ، ادعا کوي ، چې په سلو راتلوونکو کالونو کې « د نړۍ زړښت چیرته چې خلک ډیر او سرچینې لږ ې شتون ولري » له امله انسانان د ویجاړۍ له ګواښ سره مخامخ کیږي ، نور بیا داسې ډراماتیزم ته مایل نه دي ، د لګښت نورم جوړولو (راشن ) په خوا ولاړ دي . د ملګرو ملتونو راپور وايي، « د سیارو د خلکو د مخ پر ودې اړتیاود پوره کولو لپاره د اوبو کافي زیرمې شتون لري، مګر دا به د اوبو د سرچینو په مدیریت کې بدلونونو ته اړتیا ولري » . په ځانګړې توګه ، دا به د چاپیریال د مقرراتو سره سم د طبیعی سرچینو ویشلو لپاره یو بشپړ حقوقي کاري چوکاټ ته وده ورکړي .

د کونور او فیریریس په وینا، د ستونزې د هوارولو کلید د اوبو لګولو د عصري سیسټمونو او د هغه نباتاتو چې د هرې سیمې لپاره تر ټولو مناسب وي تطبیقول دي . د دوی په وینا، د داسې نوښتونو د حل لارو لکه د هوا څخه اوبه اخیستل یا د هغو نباتاتوترویج ، چې تقریبآ اوبه کولو ته یې اړتیا نه وي ، د څیړنو لپاره له ۲۰ څخه تر ۳۰ کلونواړتیا ده . د میئت ګوارډیولا( Mayte Guardiola) ، د خپلې خوا د دوهم ځل لپاره د ناولو ( ضایع شوو ) اوبو په کارولو تمرکز کوي . د هغه په اند، که چیرې د اوبو لګولو (خړوبولو ) لپاره یې وکار وو، په دې توګه به په هسپانیه کې ، په کرنه کې کارول شوې اوبه کېدای شي ٪ ۳۰ کم شي » .

Fereres همدارنګه وایي د خوړو د جوړښت بدلون ته هم اړتيا ده ،ددې لپاره چې اوبو ته اړتيا کمه شي پروټين کم کړئ . په بوتلونوکې د اوبو سره ټینګ مخالفت لري : « ټولنه د اوبو پاکولو په برخه کې ډیرې پېسې لګوي . کله چې زه یو رستورانت ته ځم، نو غواړم چې ما ته په لوښي ( د اوبو جیک ) کې اوبه د اوبو د نل څخه راکړي . د ګوارډیوولا Guardiola له انده ، دا د افسوس وړ ده ، چې هسپانیه په بوتلونو کې د اوبو خورا لوی پیریدونکي هیواد دي . دا قیمت د نل د اوبو څخه د ۵۰۰ څخه تر زر ځلې لوړ دی ، همدارنګه ، په چاپیریال د پلاستيکي بوتلونو او ترانسپورت داغیز په اړه خو لا خبرې پرېږده » .

لوبغاړی (Actor)مات دامون (Matt Damon) هڅه کوي ، چې د فلم جوړونې میدان ته د رسېدوسره سم په سر د تشناب څخه د اوبو ډک سطل په اړولو سره ، د خلکو پام ځان ته راوګرځوي : « هغه کسانو ته چې زما د میرمنې په څیر فکر کوي چې دا ناراحت (ځوروونکی ) کوونکی دی ، زه کولی شم ووایم : په لوېدیځو هېوادونو کې دتشنابو اوبه د هغه اوبو په پرتله ، چې د مخ په وړاندې هیوادونوکې د خلکو لخوا کارول کیږي ، ډیرې پاکې دي » . دامون یو د هغو هغووتلو کسانو څخه دی ، چې د خپلې غیر حکومتي موسسې Water.org له لارې، د اوبو د کمښت او د ستونزو د لاملونو په وړاندې مبارزه کوي .

۱۲ کلنه سوډانۍ نجلۍ هره ورځ له ۲ نه تر ۴ ساعتو پورې وخت ددې لپاره مصروفوي ، چې دومره اوبه راغونډې او په سر باندې په جګ ( مشک ) کې یوسې تر څو یوازې پنځه لیټره تازه اوبه د خپل پایښت لپاره ترې چمتو(تیارې ) کړي . دا د هغه ( ۲۰ ) لیتره ، چې نړیوال روغتیايي سازمان اوهمدارنګه یونیسیف یې د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پوره بولي ، څلورمه برخه کیږي . په دې ارزي چې ووایو ، ملګرې یې په کاناډا کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ د ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ لیترو پورې اوبه مصروفوي .

« اوبه پخپله هومره ډیر ګران نه دي . د اوبو پاکول اوتآمینول ډېر د پام وړ ګران دي ، دا هغه څه دي ، چې خلک ور ته متوجه نه دي » . په هسپانیه کې په منځنۍ توګه سړي سر د اوبو لګښت په هره ورځ کې ۱۴۲ لیتر دی . په هرصورت، د ګوارډیوولا Guardiola په وینا، د اوبو رسولو سیسټمونو د خراب وضعیت له امله، مستهلیکینو ته د اوبو رسولو پر مهال ٪ ۱۷،۵ اوبه ضایع کیږي . په آلمان کې، دا شمېره٪ ۵ ده .
دا څرګنده ده ، چې پورته دا ټول اقدامات نه شي کولای د تقاضا زیاتوالی جبران کړي . راتلونکې پرته له اوبو ، کله چې خلک بایدځمکه پریږدي ، لکه څنګه چې په اړه یې خوځند افسانوي فلم (Wall.E) بیانوي ، مالومیږي ، چې د سټیفن هاوکینګ Stephen Hawking وړاند وینې ته نږدې دی . نامتو ستور پوه ( astrophysicist ) وایي « موږ باید ددې مخنیوی وکړو اوخپل ‌B پلان جوړ کړو . او ولې په ریښتیا آبي سیاره په سور بدله نه شي ؟ د نیو میکسیکو پوهنتون لخوا د څیړنې په اساس، د اوبو لویې زیرمې کېدای شي د مریخ په سطح متمرکز وي .

اخذ :
https://inosmi.ru/world

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: