د پیرنګي ښکیلاکګرو او زبیښاکګرو په وړاندې د افغانانو درې ګونې جګړې

دپیرنګي ښکیلاکګرو او زبیښاکګرو پر وړاندې د افغانانو درې ګونې جګړې او دافغانستان خپلواکي
دزمری دمیاشتی( ۲۸) نیټه چې د زیږدیز کال دآګست دمیاشتې د (۱۸ ) نیټې سره سمون خوري د انګریزي ښکیلاکګرو او زبیښاکګرو نه دګران افغانستان دخپلواکۍ کالیزه ده. انګریزي بلو سګرو کله چې دهند دنیمې وچې باندې خپلې استعماري منګولې ښخې کړې وی نو دوی درې ځلې زموږپر پاکې او سپیڅلې خا ورې بریدونه وکړل او غو ښتل یې چې د تل لپاره دا سپیڅلې خاوره دغلامۍ په منګولو کې ښکیل کړی ، خو ویاړلو افغانانو درې ځلې دوی ته غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړل .

انګریزانو لومړی څل د۱۸۳۹ نه تر ۱۸۴۲ کلونو پورې دافغانانو سره جګړې وکړلې چې په دغه وخت کې امیر دوست محمد خان دافغانستان واکمن و.په دغو جګړو کې ملی مبارزین دمیر مسجدی خان ،عبدالله خان اڅکزي ،نایب امین الله خان لوګری،محمد شا ه خان غلجي او سردار محمد اکبرخان او په زرګونو نورو ملی مبارزینو په ملګرتیا د۱۸۴۱ او د۱۸۴۲ کلونو په ملي او ولسیزو پاڅونونو کې دوی ته ماتې ورکړه او دپیرنګیانو دیرش زره لښکرې په ټول افغانستان کې له مینځه لاړې .په همدې کال کې انګریزی افسر الیکزانډر برنس او ددوی سفیر مکناټن او هم شاه شجاع په کابل کې ووژل شول او د۱۸۴۲ کال دجنوری دمیاشتې په ۶ نیټه پیر نګیانو د افغان ولس دپاڅون په پایله کې کابل خوشی کړ..

دپیرنګیانو سره دافغانستان دخلکو دویمه جګړه په ۱۸۷۸ زیږدیز کال پیل شوه کله چې انګریزان دخیبر ،کورمې او بولا ن له لارې پر افغانستان تیری پیل کړ. په دغه وخت کې امیر شیر عليخان دافغانستان واکمن و چې دهغه تر مړینې وروسته امیر محمد یعقوب خان دافغا نستان واکمن شو. په دغه وخت کې ملی مبارزین بیا دهیواد ددفا ع لپاره راپورته شول چې په هغوی کې دملا مشک عالم ، محمدجانخان وردګ ، سردار عثمانخان ساپی،غازی صاحب خان تره کی،غازی محمد ایوب خان او په زرګونونورو ملی مبارزینو مقاومت وکړ او د۱۸۸۰ زیږدیز کال دجولای په ۲۷ نیټه دانګریزانو اشغال پای ته ورسید ،دمیوند جګړه هم په همدغه وخت کې وشوه، خو انګریزانو پر امیر یعقوب خان باندې دګندمک شوم او بد مرغه تړون لاسیلک کړ او افغانستان ددې تړون پر بنسټ د خیبر ،پښین او کورمې سیمې له لاسه ورکړلې.

زموږ پر هیواد باندې دانګریزانو دریم ځل یرغل د ۱۹۱۹ زیږدیز کال دمی او جون په میاشتو کې په څو جبهو کې پیل شو.

چې دغه جبهې دخیبر ،پکتیا،کندهار ،چترال،وزیرستان ،پیواړاو ټل جبهې وې. افغانانو دخپل ملی واکمن اعلیحضرت امان الله خان تر مشر تابه لاندې انګریزي یر غلګرو ته خوله ماتوونکي ګوزارونه ورکړل او انګریزانو دافغانو سره سوله وکړه اوپه۱۹۱۹ زیږدیز کال کې یې دافغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژندله.دځینو هغو ملی مبارزینو نه چې دافغان –انګریز په دریمه جګړه کې یې برخه اخیستلې وه کولای شو دچکنور ملا صاحب ،میرزمان خان کونړي ، دکجوری ملا صاحب ،دسرکاڼو دمیا صاحب ،ببرک خان ځدراڼ ،ملا پیونده صاحب او نورو په زرګونو مبارزینو نومونه واخلو.دانګریزي یر غلګرو په وړاندې افغانستان خپلواکۍ دملي اتل غازي امان الله خان او د هیوا دآزادۍ دلارې دټولو شهیدانو اروا دې ښاده وي.

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب