د پوځکی له ګټو ځان خبر کړئ

سماروغ یا پوځکی د انسان روغتیا لپاره ډیره زیاته ګټه لري. دغه بوټۍ اکثر د حکیمانو له خوا په یوناني درملو کې استعمالیږي.

دلته مو د پوځکی له پنځه ګټو سره اشنا کوو:

۱- پوځکی د غذايي او نورو ګټورو موادو غوره منبع ده. څیړنو ثابته کړې چې دغه خواړه د نورو ډيرو ګټو سربیره د زړه روغتیا لپاره ډير زیات ګټور دی. دغه خواړه د انسان زړه له مختلفو ناروغیو د ژغورلو وړتیا لري.

۲- دا معلومه خبره دی چې هیڅ انسان نه غواړي خپل یاداشت له لاسه ورکړي. ساینس ثابته کړې چې دغه خواړه د الزایمر ناروغی خطر تر ۷۰٪ کموي.

۳- پوځکی د فایبر په نوم موادو تر ټولو غوره منبع ده کوم چې د زړه روغتیا ساتلو کې مهمه ونډه لري. که څوک د زړه ناروغي لري نو دغه خواړه به ورسره ډیره زیاته مرسته وکړي.

your ads

۴- پوځکی د انسان دفاعي سیستم پیاوړی کوي کوم چې له نورو ډیرو نارغو لکه زکام، تبه، حساسیت سربیره په بدن کې ټول هغه راډیکالونه له منځه وړي کوم چې د انسان ځیګر ته ضرر رسوي.

۵- تر ټولو مهمه داده چې دغه خواړه په لوړه کچه د سرطان څخه مخنیوی کوي. هغه کسان چې هره ورځ پوځکی استعمالوي په هغوي کې د سرطان خطر ۶۴٪ کمیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب