د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار لنډه پيژندنه

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار په ۱۹۳۷ مېلادي کال د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانيستې . لومړنىښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ” ابن سينا او دارالمعلمين ” كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .

کر د ګلو کړه چي سيمه دي ګلزار شي
اغزي مه کره په پښتو کي به دي خار شي     رحمان بابا

پر 1962 زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .

له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .

له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار “اكسفورډ” كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .

چاري او دندي يې :

1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .

 علمي او ادبي هستوني :

پوهنيزې څېړنې

    1. پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات (الماني)
    2. پښتو پښويه
    3. پښتو ويي پوهنه
    4. پښتو ليكلار
    5. پښتو شعر څنګه جوړېږي؟
    6. پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې
    7. پټه خزانه يوه لغوي خزانه
    8. پښتو سيندګى (هممانيزونه)
    9. پښتو سيندګى (نويزونه)
    10. انګرېزي – پښتو سيندګى (سربلونه + اوستربلونه)
    11. د خوشال ادبي پښتو
    12. د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود
    13. د ژبپوهنې بنسټونه
    14. غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر)
    15. درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه .

ژباړې

    1. پښتانه او ورونه مليتونه
    2. د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني )
    3. پټه خزانه (پرالماني)

 ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولګې

    1. زنداني نغمې
    2. سوزونه او سازونه
    3. وينه او مينه
    4. ګلكڅونه، ګلولې
    5. اندوژوند
    6. اندو واند
    7. رزم وبزم
    8. پوهه او ګروهه
    9. د سبرونو نڅا
    10. ګلوييونه
    11. څڅواكي
    12. زما نړۍ
    13.  د مرجانونو څانګې
    14. نوې پېړۍ او نوې زرۍ
    15. اور و وينې
    16. ساندې او سندرې
    17. مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپيگيليگ ( نثري تولگه ) .

د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي ريكارډأ څښتن كړى دى .

پر دغو ټولو علمي – فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان – پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د ” يوې – كره ليكنۍ پښتو ” او ” نوي – ازاد پښتو شعر ” غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده . لرغونپوهنه هم د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅيړنيزو بوختياوو څخه ده .

د پوهاند زيار د پېيلي، ازاد، سپين او ناپېيلي شعرونو ځيني بېلګي 

 ها کرلې سترګې

د لاسونو وچ ډاګونه مې

خړوب ستا د وېښتانو په باران شول

او د ژوند زمولې شېبې مې

ستا د مخ په بڼ کې تاندې…

خو بياهم،

دا يو ارمان مې دی

لاهسې پر زړه پاتې

چې مې ستا تر پلونو لاندې

ها کرلې سترګې نه شوې را زرغونې!

       ښځينه ناز

يوازې په انسانانو کې نه،

  بلکې په ژويو کې هم

ښځينه پر نارينه ناز پلوري،

تر دې چې:

ننګ  سيالۍ او زور ازمايۍ ته يې

هم اړباسي.

14-6-2006

کته کړی مېړه

مېړه دلته کته کړی خر د ښځې،

تل يې اېښې د سپرلۍ په پار پرې کته…

که لغتې خوري پر خوله لکه د خرې ترې،

دا په دې چې د خرې مينه ده لغته !

                              20-4-2006

 د جنت خوند

بنسټپا ل به

          له هغه جنته

     څه خوند واخلي

چې د ښوونځي د ما شومانو

      په ويشتلو يې

             ګټل غواړي !

                       21-4-2006

 جنت وجنا يت

تر هغه به

      بل د خدای دښمن

                  نه وي

چې جنا يت د جنت کيلي

                  انګېري

او په دې پلمه يې

    بېګناه بنده ګان

                     وروژني!

                                      22-4-2006

Pashto semenar Austria 17 11 2007%20(118)

کاوبايي ډموکراسي

د امريکايي ولسواکۍ

       يوازې د کارو زيار

                  په لښکر پسې راخېستې ده

او له همدې له لامله يې

              له تيارخوروبډايانو،

                               ټوپکوالو او ترهګرو سره ټلواله

ورځ پر ورځ پراختيا او پياوړتيا مومي!

                                10-11-06

   درېواله

له راهبې مې د مينې هيله وکړه،

دې ملا او کليسا راته پلمه کړه…

ورته ما کړه جګې جګې پار د خدای،

دې پاک روح، مريم، عيسا راته پلمه کړه!

                        2-12-06

    ځانوژلي- بلوژلي

ما وېل ګوندې اشرارو

                   – د مېږيانو غوندې-

      وزرونه کړي

     او نوربه يې له شره خلاص شو،

له دې څه باګه،

     چې له الوتو سره

                   موږ هم الوځوي!

                                12-12-06

مېړه او ملا

که ښځې نه وای،

     د مېړه او ملا پر مخ به

                  نورڅه پاتې ول!

اخځونه:

ويکيپيډيا پښتو پوهنغونډ
لراوبر ويبپاڼه www.larawbar.com
د شعرونو غورچاڼ : پوهاند زيار صاحب
عکسونه : عبدالله احسان

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب