بریا او ناکاميژوند راز

د وخت ارزښت

وخت د انسان د عمر فرصتونه، کلونه، میاشتې، ورځې، ساعتونه، بلکې دقیقې، ثانیې او لحظې دي او دا هغه قیمتي پانگه ده چې له انسان سره تر هغې بله لویه اوقیمتي پانگه شتون نه لري. له وخت څخه سمه استفاده کول هغه لوی توفیق دی که د انسان په برخه شي نو د مادي او معنوي پرمختگ او لوړ والي تر ټولو اوچتو مرتبو ته رسېدای شي.

وخت له انسان سره په شته څیزونو کې تر ټولو ډېر  قیمتي او ارزښتناک دی ځکه وخت د انسان د هرې کړنې، هرې هڅې او هرې لاسته راوړنې لپاره ظرف (لوښی) دی چې په حقیقت کې د فرد او ټولنې رښتینې پانگه بلل کېږي. که په سمه توگه د ظاهر او باطن د ترقۍ لپاره وکارول شي نو د ترقۍ او لوړوالي زینه او ډېره ارزښتناکه سرمایه ده خو که په سمه توگه ورڅخه استفاده ونکړل شي بیا سرمایه نه، بلکې شرمایه ده، د ټولو ناخوالو او بدبختیو لپاره ځاله جوړېږي.

د قرآنکریم په ډېرو برخو کې د وخت يادونه د هغه په ارزښت باندې دلالت کوي البته خورا لوړ ارزښت یې له دې څخه معلومېږي چې الله تعالى په وخت باندې څو ځله قسم یاد کړی او په قرآنکریم کې یې پوره سورت (العصر) د وخت په نامه را نازل کړی دی. الله تعالی په وخت سره قسم یاد کړی او ویلي یې دي: ﴿وَ الۡعَصۡرِ ۙ﴿۱﴾ اِنَّ  الۡاِنۡسَانَ لَفِیۡ خُسۡرٍ ۙ﴿۲﴾ اِلَّا  الَّذِیۡنَ  اٰمَنُوۡا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ تَوَاصَوۡا بِالۡحَقِّ ۬ۙ  وَ تَوَاصَوۡا بِالصَّبۡرِ﴾.

علماء لیکي چې په وخت باندې د الله تعالی په قسم یادولو کې مؤمنو بنده گانو ته د وخت
د ساتنې او اهتمام لار ښوونه ده، ځکه له ژوند څخه د انسان برخه همدغه وخت او زمانه ده،نو انسان خپل وخت باید په هغه څلورو شیانو باندې ډک کړي د کومو یادونه چې د عصر په سورت کې شوې ده او که یې په دې څلورو شیانو سره ډک نه کړي، نو هرو مرو انسان په لږ یا ډېر خسران او تاوان کې دی. الله تعالی دي موږ، تاسې او ټول مسلمانان له دا ډول لوی تاوان څخه وساتي. هغه څلور شیان عبارت دي له : ایمان، نېک عمل، د الله تعالی لور ته بلنه او د همدې بلنې په سلسله کې پر مشکلاتو باندې صبر کول.

په ډېرو مبارکو نبوي احادیثو کې هم د وخت او فراغت د ارزښت په اړه لارښوونې شوي دي او وخت ته د الله تعالی د نعمت نوم ورکړل شوی دی ،د وخت د اهمیت په اړه څو مبارک احادیث له تاسې سره شریکوم : صحیح البخاري د ابن عباسعنهما په روایت سره یو حدیث را نقل کړی دی چې رسول الله. ویلي دي :﴿ نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنْ النَّاسِ الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ ﴾

ژباړه : د الله تعالی د دوو نعمتونو په تړاو ډېر خلک غولېدلي دي، هغه دوه نعمتونه صحت او فراغت دي).

د احادیثو نورو کتابونو د ابن مسعودعنه په روایت سره یو بل حدیث په لاندې متن سره را نقل کړی دی: «لَنْ تَزُولَ قَدَمَا عَبْدٍ بَيْنَ يَدَيْ رَبِّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسِ خِصَالٍ عَنْ عُمْرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلَاهُ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ أَصَابَهُ وَفِيمَا أَنْفَقَهُ وَمَاذَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ» ([1]).

ژباړه : د قیامت په ورځ به بنده د خپل رب په وړاندي تر هغو ولاړ وي چي د پنځو څيزونو پوښتنه ورځني نه وي شوې : د عمر يې چي په څه کي يې تېر کړى دى ؟ د شتمنۍ يې چي له کومه وررسېدلې او په څه کي يې لګولې او څه چي يې زده کړي څومره عمل يې په کړى دى.

۲- ځواني دي په څه شي کې ختمه کړه.

وختونه تل خالي نه پاتې کېږي، نو هغه باید د خیر په کړنو سره ډک کړل شي. هر انسان که خپل زړه او نفس په حق سره بوخت نه کړي نو نفس به دی په باطل سره مشغول کړي، په خاصه توگه کله چې ځواني، شتمني او بېکاري سره یوځای شي نو د خطراتو د گواښ کچه یې لوړېږي.

د وخت پر وړاندې د مسلمان مکلفيت:

د وخت په اړه تر ټولو لومړی او مهم د مسلمان دنده دا ده چي د خپل وخت ساتنه وکړي او د خپل وخت څارونکی وي. له مال څخه زیات باید د خپل وخت ساتنه وکړي ځکه مال بیا هم تر لاسه کېږي، خو وخت چې یو ځل تېر شي بیا په هېڅ ډول سره نه را گرځي. وخت نه عوض کېږي، نه ذخیره کېږي او په هر څومره لوړ قیمت سره نه شي اخیستل کېدلای. د ژوند هره لحظه باید د ځان او ټولنې د نېکبختۍ، مادي او معنوي ترقۍ لپاره ولگول شي. څوک چې د خپل ژوند وختونه بې گټې او بې پایلې تېروي یقینا هغه د خپل وخت حق نه دی پوره کړی او له ځان سره یې ظلم کړی دی.

وخت ته بايد سمه کتنه وشي:

په سمه توگه وخت ته کتنه هغه فکر دی چې تېره شوې، راتلونکې او موجوده زمانه په خپله غېږ ه کې رانغاړي او هرې یوې ته ځانگړې پاملرنه کوي. مسلمان ته اړینه ده چې تېرې شوې زمانې ته دقیقه او هر اړخېزه کتنه وکړي څو د پخوانیو امتونو له برخلیک او د هغوی په اړه د الله تعالی له کړنو څخه پند او عبرت واخلي ځکه تېره شوې زمانه د پېښو او عبرتونو خزانه ده.

اړینه ده چې انسان خپل راتلونکي ته هم یوه کتنه او یو څه پاملرنه وکړي ځکه انسان د طبیعت پر بنسټ له راتلونکي سره اړیکه لري او نه شي کولای چې له خپل راتلونکي څخه سترگې پټې کړي. لکه څنگه چې الله تعالی انسان ته حافظه ورکړې ده څو له تېرې زمانې سره اړیکه ورباندې ټینگه کړي همدا رنگه یې انسان ته د تخیل قوه ورکړې ده څو خپل راتلونکی د ځان لپاره مجسم کړي، خو مهمه دا ده چې انسان باید په موجوده (حال) زمانه کې هدفمند او مېوه لرونکی ژوند ولري او د راتلونکي لپاره معقوله هڅه وکړي، خپل فکر  د راتلونکي لپاره وکاروي او له تېر څخه عبرت واخلي ځکه همدا د شپو او ورځو تېرېدل هر تازه شی زړوي، هر لیرې شی رانږدې کوي، عمرونه را لنډوي، هلکان زړوي او زاړه د فنا لور ته ټېله کوي نو مسلمان باید د شپو او ورځو له بدلون څخه غافل نه وي، بلکې فکر وکړي چې د شپو او ورځو په دې بدلون کې د عقل د څښتنانو لپاره لویې نښانې دي.

د ژوند تنظیمول د ژوند د بریا لامل کېږي ځکه الله تعالی دنیا په یوه دقیق او هر اړخېز نظام سره روانه کړې ده داسې نظام چې په هغه کې گډوډۍ او عبث ته هېڅ ځای نشته. الله تعالی له خپل حکمت سره سم انسان ته آزادي او اختیار ورکړی دی څو د امتحان او آزمايښت دوره ورباندې تکمیل کړي، له دې آزادۍ څخه په گټې سره انسان کولای شي خپل ژوند تنظیم کړ ي، ښه او مؤثره استفاده ورڅخه وکړي او یا یې هم همداسې معطل او عبث تېر کړي.

د ژوند د نه تنظيم ځينې لاملونه :

ü له وخت څخه په گټه پورته کولو کې ټمبلي کول او په بې گټې شیانو سره د وخت ضايع کول .

ü د کارونو تر منځ توپیر نه کول. لکه چي دا نه ور معلومېږي چې د کوم کار اهمیت زیات دی او لومړی باید تر سره شي او د کوم یوه اهمیت له هغه څخه کم دی، لکه ځینې خلک چي فرايض او واجبات ور څخه پاتې وي، په مباح یا سنت کړنو باندې بوخت وي.

ü د هر کار لپاره یې خپل وخت په پام کې نه نیسي ځینې کارونه له وخته مخکې او ځینې نور یې بیا له خپل وخت څخه وروسته تر سره کوي چې دا دواړه کړنې د وخت د ضايع کولو په معنا دي.

ü د پیل کړي کار نه پوره کول، ځینې خلک ټول ژوند نن په یوه او سبا په بل کار کې په داسې توگه تېر کړي چې هېڅ یوه پیل کړې کړنه تر سره نه شي.

ü د یوه کار تکراري ترسره کول، یوه کړنه په دې فکر سره څو ځله تکرار کړي چې گواکي نه یې ده ترسره کړې.

څنگه له وخت څخه سمه استفاده وکړو:

د احادیثو کتابونو د ابو هریره  >په روایت سره یو حدیث را نقل کړی دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي دي: (من حسن إسلام المرء تركه مالا يعنيه) د نا مطلوبه او غیر مقصودي شیانو ترک کول د انسان د اسلام له ښکلا څخه دي. مطلب دا چې انسان باید خپل وخت په بې مفهومه او غیر مقصودي شیانو کې تېر نه کړي.

هر انسان باید د خپلو مثبتو کړنو لپاره د وخت په نظر کې نیولو سره دقیق او هر اړخېز پلان جوړ او داسې یې پلی او تعقیب کړي چې د کومې ورځې د نه پلې کېدو په صورت کې د ننگونې او کمبود له احساس سره مخ شي، د هغې د جبیره کولو هڅه وکړي. په دې اړه د اخلاقو ځینې علمالیکي چې انسان باید د ځان جوړونې او معنویاتو د ترلاسه کولو لپاره سهار د ورځې له پیل څخه بیا د شپې د خوب تر وخته پورې لاندې پنځه مرحلې په خاص ترتیب سره ترسره کړي : ۱- مشارطه. ۲- مراقبه. ۳- محاسبه. ۴- معاتبه. ۵- مکافئه.

مطلب دا چې انسان باید په لومړۍ مرحله کې له الله تعالی سره تعهد وکړي او شرط کړي چې گناه به نه کوي. په دوهمه مرحله کې به متوجه او مراقب وي څو په خپل عهد باندې وفا وکړي، د جدي مراقبت په پایله کې د گناه نه کولو ته ادامه ورکړي. په دریمه مرحله او د کار په پای کې باید له خپل ځان سره محاسبه وکړي، د خپلو کړنو او ویلو دقیق حساب او هر اړخېزه ارزونه وکړي. که یې په محاسبه کې وموندل چې گناه ورڅخه صادره شوېده نو په څلورمه مرحله کې باید توبه وکړي او خپل سرکښه نفس ورټي او ملامت یې کړي څو د نفس سرکښي یې ماته شي. او په پنځمه مرحله کې به متوجه وي چې له ده څخه د گناه ترسره کېدل یوه ننگونه ده نو د گناه له امله دغه را منځته شوې تشه باید په نېکوکړنو او د خیر په کارونو سره ډکه کړي. د پنځو مرحلو دغه کړنلاره په یو ډول سره د وخت پېژندل او له طلایي وخت څخه د گټې پورته کولو یو فرصت دی چې هرو مرو د معنوي ترقۍ او په دنیا او آخرت کې د بري لامل کېږي.

هره کړنه ځانګړی وخت لري:

که انسان د شپو او ورځو بدلون او یو پر بل پسې راتلو ته دقیق شي نو وبه مومي چې هره لحظه یې ځانگړی طبیعت لري او د جلا کړنې غوښتنه کوي، په دې اړه د شریعت کړنلاره ډېره ښکاره ده د بېلگې په توگه لمونځ چې په خپل خاص وخت کې ترسره کېږي، همدا ډول نور عبادتونه. هره کړنه په خپل معین کې وخت کې د خورا لوړ ارزښت څخه برخمنه وي او که له وخت څخه تېره شي نو یا خو له سره ارزښت نه لري او یايې هم ارزښت را کمېږي. په اصطلاح په اوسنۍ پرمخ تللې نړۍ کې هم  د هرې کړنې لپاره د وخت په نظر کې نیول خورا ارزښتناک کار دی چې هغوی ورتهDeadline وايي، که څوک خپل کارونه په ټاکل شوي وخت کې ترسره کړي نو بریالی او هدف ته رسېدونکی انسان دی.

خپل وخت مو څنگه تنظيم کړو؟

آیا (د وخت تنظیمول) سمه او معنا لرونکې جمله ده؟ ځواب یې دی، نه! ځکه وخت پخپله منظم دی تاسې گورئ یوه دقیقه ۶۰ ثانیې ده، یو ساعت ۶۰ دقیقې دی، شپه او ورځ ۲۴ ساعته دي، نو ویلای شو چې وخت له پیل څخه ښه تقسیم شوی او تنظیم شوی دی. آیا (د وخت اداره کول) سمه او معنا لرونکې جمله ده؟ ځواب یې بیا هم منفي دی! ځکه وخت نه اداره کېږي او ممکنه نه ده چې موږ پر وخت باندې کنترول ولرو د بېلگې په توگه شپه او ورځ د ۲۴ ساعتونو پرځای ۳۰ یا ۳۵ ساعته کړو، بلکې وخت دی چې موږ اداره کوي، غوره دا ده چې د (ژوند یا ځان تنظیمول) اصطلاح ور ته وکاروو، ځکه موږ کولای شو چې د وخت په تړاو خپل ځانونه منظم او اداره کړو.

د دې لپاره چې انسان له خپل وخت څخه سمه استفاده وکړای شي باید د خپلو کړنو لپاره اهداف وټاکي، او په هدف ټاکلو کې هم مهم اصل دا دی چې هدف باید یو وي، د هغه له ترلاسه کېدو وروسته باید بل هدف وټاکل شي که یوڅوک د ځان لپاره دوه یا درې هدفونه وټاکي نو ترلاسه کول به یې ستونزمن او ټکني وي. انبیاوو9، صحابه کرامو?، تابعینو او په همدې ترتیب پخوانیو متینو مسلمانانو له وخت څخه سمه استفاده کړې ده او د هدف په ټاکلو کې بریالي وو، ځکه هغوی یو هدف ټاکلی وو چې هغه د الله تعالی رضا وه که هر کار به یې ترسره کولو مطلب به یې دا وو څو خپل هدف ته ور نږدې شي، که به یې جهاد کولو، که به یې عبادت کولو، که به یې تجارت کولو، که به یې له چا سره ناسته او ولاړه کوله او… په ټولو کې یې مقصد هماغه ټاکلي هدف ته ځان رسول وو. او همدوی وو چې له وخت څخه یې سمه استفاده کړې ده، هغوی د وخت په تړاو د ځانونو په تنظیم کې د نورو لپاره تل پاتې مشالونه دي او که هر مسلمان د هغوی په قدم روان شي هرو مرو به بریالی وي. د هغوی د ژوند حالاتو ته په کتو سره ویلای شو چې وخت باید په دریو برخو سره وویشل شي:

۱- د وخت یوه برخه له الله تعالی سره په مناجات، له حقیقي خالق، مالک او رازق سره په اړیکه ټینگولو کې باید تېره کړل شي.

۲- د وخت بله برخه د ژوند د اړتیاوو، لکه خوراک، لباس، مسکن او.. په پوره کولو او برابرولو کې باید ولگول شي.

۳- او د وخت دریمه برخه په استراحت او له حلالو څخه په خوند اخیستلو باندې باید تېره شي.

د عقل لرونکي انسان هېڅ کړنه باید له دغه دریو برخو څخه بهرنه وي. په عامه توگه انسانان خپل قیمتي وخت تر مال او ثروت قربانوي او هغه د مادي ترقۍ لامل بولي حال دا چې مال او ثروت باید د وخت په خدمت کې مصرف کړل شي.

هر څوک چې د وخت ارزښت وپېژني او له هغه څخه معقوله او په جدیت سره استفاده وکړي یو ځای ته رسېږي او که څوک خپل وخت بې گټې او معطل پرېږدي نو خپل ځان د تباهۍ کوهي ته غورځوي. ځینې انسانان د ښو فرصتونو نه شتون د خپلې ماتې لامل بولي، حال دا چې لوی خلک فرصتونه را منځته کوي او له ډېرو وړو پېښو څخه لوی لوی فرصتونه جوړوي. د انسان لپاره تر ټولو لویه تېروتنه دا ده چې د ځان لپاره د فرصت پیدا کولو پر ځای ټول عمر د فرصت راتللو په انتظار کې تېر کړي. لویو خلکو هېڅ شی د بخت پرېکړو ته نه دي پرېښي بلکې د مادي او معنوي ترقیو تر ټولو لوړو څوکو ته یې د همت او ټینگ هوډ په ملتیا ځانونه رسولي دي.

د تېرو ناکامیو په جنازه باندې د ویر او ماتم پر ځای د راتلونکو کامیابیو لپاره باید لاس پر کار شئ. تېره شوې زمانه مړه او د ترمیم وړ نه ده کوم شی چې د ترمیم قابلیت لري هغه موجوده او راتلونکې زمانه ده نو پورته شئ له همدغو خامو موادو (حال او راتلونکو زمانو) څخه داسې شکل او صورت جوړ کړئ چې خوښ مو وي. د وخت ضايع کول له مرگه سخت دي، ځکه د وخت ضائع کول تاسې له الله تعالی‘ او آخرت څخه جلا کوي او مرگ تاسې له دنیا او اهل څخه جلا کوی، انسان چې کله مړ شي، د ایمان او نېکو اعمالو خاوند وي نو له دنیا څخه جلا خو د آخرت له ښکلاوو سره یو ځای کېږي چې په حقیقت کې تاوان نه بلکې لویه کامیابي او بریا ده ځکه هر انسان له فاني دنیا څخه تلونکی دی. او بالعکس که څوک خپل وخت د الله تعالی‘ له عبادت او اطاعت څخه پرته ضائع کړي نو دا شخص له الله تعالی‘ او آخرت څخه لېرې شو چې دا په حقیقت کې لوی تاوان او نه جبیره کېدونکې ضائعه ده.  حسن بصري رحمه الله ویلي دي: ته همدغه ورځې یې نو یوه ورځ چې کمه شي په حقیقت کې ستا یوه برخه کمه شوه او پوهېږئ چې دا په کوم لوري ورکمه شوه؟ د آخرت او قبر په طرف!

ځینې خلک وايي هومره بوخت دی چې د پلان او تنظیم لپاره وخت نه لري خو دا خبره یې کاملا
غلطه ده، ځکه سم پلان او ښه تنظیم له انسان سره د بوختیاوو په ښه تر سره کولو کې مرسته کوي. وایي یوه سړي به تل په ځنگله کې ونې ماتولې او په بازار کې به یې لرګي پلورل، یوه ورځ یو شخص ورباندې تېرېږي گوري چې د ونو وهونکي تبر هومره پڅ دی چې په ډېرې سختۍ سره ونه پرې کوي او د یوې ونې په پرې کولو یې زیات وخت ضائع کېږي، له ونې وهونکي یې وپوښتل چې ولې د تېر مخکې له مخکې تېره کړی نه دی؟ هغه ور ته وویل: زه باید تل کار وکړم او وخت نه لرم چې تبر تېره کړم!!. هغه کسان چې وايي د پلان او ژوند د تنظیم لپاره وخت نه لري مثال یې په قصه کې د لرگي وهونکي دی، که هغه خپل تبر تېره ساتلی نو د ونو په وهلو کې به یې ورسره مرسته کوله او په لږ زحمت به یې ډېره گټه ترلاسه کوله. همدا رنگه د ژوند تنظیم له انسان سره د کارونو په ترسره کولو کې مرسته کوي په کمه هڅه لویه لاسته راوړنه او ډېر فرصتونه پیدا کولای شي.

تجربې ښيي چې د وړو چارو تر سره کول هم په کلنی کچه د ژوند ډېر ساعتونه خوري، د بېلگې په توگه که ستا د کور او کاري ځای تر منځ لس دقیقې لار وي نو په ورځ کې شل دقیقې په تلو او راتلو باندې مصرفېږي او که دا شل دقیقې د هفتې په پنځه کاري ورځو کې، هغه په میاشت او کال کې ضرب کړو فکر وکړه چې په کلنۍ کچه څومره ساعتونه ستا په دې تلو او راتلو کې له منځه ځي؟ انسان کولای شي چې له دې شلو دقیقو څخه په ورځنۍ بڼه د تعلیمي یا نورو اړونده پروگرامونو
د آورېدلو او… لپاره ښه استفاده وکړي.

([1])-  دغه حديث بزار اوطبراني له معاذ بن جبل څخه او أبو عبد الله محمد بن نصر بن الحجاج المَرْوَزِي په تعظيم قدر الصلاة  کي له ابن مسعود څخه روايت کړى اوحديث پوهانو  (صحيح لغيره) بللى دى.

 

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: