افغانستان پيژندنهجغرافیه

د هندو کش غرونه

د غرونو دا لړۍ د افغانستان منځ برخه جوړوي چې د پاکستان تر شمال غځيدلې ده.
دا غرونه په يوناني ژبې کې “پاراپاميساداي” او په سانسکرت کې “پري ياترا پرواتا” ( د ښاپيرو د ليدوغر) نوميدل. د هندوکش نوم په لومړي ځل ۱۳۳۳ م کې د مراکش سېلاني ” ابن بطوطه” پخپلو ليکنوکې وکاروو. دې واي چې په دې غرونو کې د گرمو سيمو هندو مرئيان چې افغان واکمنو له ځانه سره وړل په کنگل کې مړه شول نو ځکه يې هندوکش بولي.
لرغون پوهان واي چې په ۳۳۰ ق م کې د اسکندر مقدوني دا غرونه د قفقاز (کوه قاف) په مقابل کې ” هندې قفقاز” په نوم ياد کړل. په يوناني کې ” کوکسس اندوکس” وروستو يواځې “اندوکس” شو او باورلري چې له هم هغه وخته دا غرونو د اندوکس نه هندوکش” شول.

ځينې تاريخونه وايي چې د “هندوکش” تورې يواځې د دې سلسلې هغه يوې څوکې لپاره کارېدو چې ” کوشان دره” نومېږي او په لومړي ميلادي پيړۍ کې د کشان واکمنو مرکز و. کوشان دره د سالنگ په لوېديځ کې ده.
د هندو کش غرونه د کابل او د هلمند سيندونه له يو بل جلا کوي چې د امو سيند او د اباسين تر منځ ولاړ دي چې په ختيځ کې يې د پامير غرونه دي.

د هندو کش د اوبو نه د هلمند، هري رود او د کابل سيندونه جوړېږي او لږ اوبه يې د ” سيستان خلې ته هم ورغورځي.
د کابل سره نږدې دا غرونه ۶۰۰۰ ميتر لوړ دي خو د دې د عمومي ارتفاع ۴۵۰۰ زره ميټر وي. د دې غرونو سلسله په شمال جنوب کې ۹۶۶ کلوميټر اوږد غځيدلې ده چې يواځې ۶۰۰ کلوميټر برخه يې هندوکش نومېږي. پاتې يې په نورو نومونو يادېږي، لکه کوه بابا، سالنگ، د پغمان غرونه، سپين غر، سلېمان غر، تورغر، د خواجه محمد غر، او د ترکستان د بند سلسله ده.

د دې غرونو تر ټولو مهمه دره ” شيبر” نومېږي چې د شلمې پېړۍ تر نيمايي به ورباندې خلک بلخ ته ورتلل. په ۱۹۶۴ م کې د ” سالنگ” ټونل او د يو پوخ سړک په جوړېدو، اوس شمال او جنوب پخپلو کې نښلول شوي دي.
د هندو کش د غرونو بله مهمه او تاريخي دره د خېبر دره ده. نورې وړې درې، لکه “لته بند” د کابل په ختيځ کې، د “وخجير” دره چې واخان د چين سره نښلوي، د ” باروگل” او د “کاچين” درې چې چترال د کونړ او بدخشان سره نښلوي.
د شتر گردن دره لوگر او پکتيا نښلوي، د بازارک دره مزار شريف ته ووځي، خاوک د کابل نه پنجشېر ته ورځي، انجمن دره چې د پنج شير په سر کې ده او شمال ته لاره وباسي. د حاجيگک او اوونۍ ختيځ هزاره جاتو ته ووځي.

د افغانستان په لوېديځ کې د دې درې ۶۰۰ ميتر لوړې دي چې د سبزک دره د هرات او د بادغيس په منځ کې د افغانستان لوېديځ او ختيځ سره نښلوي. په دې سيمو کې د هندو کش غرونه دشتې دي چې خال خال ونې پکې شنې کېږي.
د هندوکش د کوکچې په غرونو کې د لاجوردو ډېر لرغوني کانونه و. د کابل په شمال او پنجشېر کې د زمردو کانونه راوتلي دي. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د اب پنج سره چې د هندو کش او د پامير د غرونه پکې يو ځاې کېږي د ياقوت (لعل) کانونه وموندل شول.

د هندو کش لوړ غرونه زيات په پاکستان کې او تر ټولو لوړه څوکه ” تريچ مير”د خېبر پښتونخوا په چترال کې ده چې ۷۷۰۸ ميټر لوړه ده. د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ” نوشک” په بدخشان کې ده. د چترال د غرونو په واورينو اوبو د کونړ او د بشگل سيند ونه جوړېږي.
د هندوکش د لارې ارياي قامونه د اباسين تودو سيمو ته ورتلل او د دوي نښې اوس هم د چترال او د گلگت په لاره په لويو تيږو ليدل کېږي.
ليکوال: ص . حليم

 

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close