د نړۍ ترټولو ګرمه سیمه!

دغه سیمه چې د لوط د دښتې یا دشت لوط په نوم سره هم یادیږي، په ایران کې موقیعت لري او د نړۍ پنځه ویشتمه لویه دښته ده، خو دا د نړۍ تر ټولو ګرمه سیمه ده، چې آن اویا درجو ته یې تودوخه رسیږي.

په فارسي ژبه کې لوط (لوت) بې اوبو او بې وښو بیابان یا دښتې ته ویل کیږي، ساینسپوهان وایي چې دا سیمه میلونونه کاله دمخه د سمندر سطحه وه چې بیا د وخت په تېریدو سره یې اوبه په بخار بدلې شوې او ورکې شوې، چې یوازې د مالګې ډک میدان یې پاتې شو.

دا دښته اوسمهال دوه پنځوس زره کیلو متره مربع پراخوالی لري، چې د عرب د بحیرې او د اتلانتیک د سمندر هوا هم ورته نه رارسیږي او په دې سیمه قدم ایښودل داسې مثال لري لکه په ګرمه تبۍ چې څوک پښه کیږدي.

که څه هم په امریکا کې د ډیټ ویلي، کیلیفورنیا کې ځینې صحراګانې، لیبیا کې الغریزیه او په ایتیوپیا کې یوه سیمه د نړۍ له ګرمو ځایونو څخه دي.

له ۲۰۰۳ کال تر ۲۰۱۰ پورې د ناسا ایکوا سپوږمۍ د نړۍ د مختلفو برخو د تودوخې درجه په نښه کړي وه، چې د دغې سیمې د تودوخې درجه په ۲۰۰۵ کال اویا عشاره اوه ښودل شوي وه.

دلته د ګندم بریان په نوم یوه ډېره ګرمه سیمه شتون لري، ځکه چې ۴۸۰ کیلو متره مربع د اور شیندنې څخه پیدا شوي تورې تیږې د لمر وړانګې جذبوي او د سپرغټې په څېر ګرمیږي، په فارسۍ کې ګندم بریان پاخه شوو غنمو ته وایي، که چېرته په دې سیمه کې غنم وشیندل شي نو په څو ورځو کې پخیږي.

ددې هر څه سره بیا هم دلته ځینې نباتات شتون لري، چې ځینې یې آن د لسو فوټو په اندازه هم وي، که چېرته په دې سیمه کې هګۍ په تیږه واچول شي پخیږي.

عبدالرازق حیدری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب