جغرافیهعمومي معلومات

د نړی ترټولو ډیر ککړ ښارونه

د بلک سمیت انستیتیوت، ټایم او ای بی سی چاپیریال ټولنی له خوا نه یوه څیړنه شوی چی د نړی ترټولو ډیر ککړ ښارونه یی په ګوته کړی دی.

د نړی ترټولو ډیر ککړ ښارونه:

۱ – د لینفین ښار په چین هیواد کی. د لینفین د چین د ډبرو سکرو ستری ‌‌‌‌ذخیری لری، چی د ښار په شاوخوا کی د ډبرو د سکرو بی شمیره تصدی کار کوی. داسی ویل کیږی چی پدی ښار کی چی کله وینځل شوی کالی په تناب خپاره شی نو تر وچیدو پوری د کالیو رنګ توریږی.

۲ – د سوکیندا ښار په هندوستان کی: د غه ښار د هند ۹۷٪ د کرومیتو کانونه لری چی د دغو کانونو د استخراج له امله یی په هوا، خاوره او دڅښاک اوبو کی یو نوعه زهرجن مواد چی کرومیم هکزاولینت ورته وایی ګډ شوی دی.

۳ – د لااورویا ښار په پیرو هیواد کی: د کانونو له نظره خورا ډیر بډایه ښار ده چی ددغو کانونو د استخراج له امله کوم دودونه هوا ته پورته کیږی، او چټل مواد یی په ځمکه کی خاوره او اوبه چټلوی.

که دغه پورتنیو دریواړو ښارونو ته وګورو نو د ککړتیا علت یی د کانونو موجودیت ده په دغو ښارونو کی خو کابل ددی ښارونو نه برعکس د نورو عواملو له امله ککړ دی، چی په لاندی توګه دی:

۱ –  ډیر ګردجن سړکونه.

۲ –  د شاوخوا۶۰۰۰۰۰ موټرو موجودیت دی چی دغه موټر د کابل په کچه سرکونو او کوڅو کی د ناغیړه موټرچلونکو له امله ډیر زیات ګرد او دوړه هوا ته پورته کوی، او همدارنګه ددغو موټرو شاوخوا ۸۰٪ زاړه دی او د نړیوال معیار نه ټیټ دی چی په نوره نړی کی دا شان موټر د ګرځیدو اجازه نه لری، چی دا موټر ډیر زیات دود کوی او دغه دود هوا ته پورته کیږی.

۳ – د پلاستیکو، سوی مبلینو، ټیرونو او ډیزلو نه د سوخت لپاره ګټه اخیستنه، چی ددی شیانو سوخت په ژمی خپل اعظمی حد ته رسیږی.

۴ – د کابل ښار د کاسه په توګه د غرونو په وسیله سره حصار شوی دی چی دغه شاوخوا غرونه ددی عامل ګرځی ترڅو ګرد او دود پری نږدی چی د کابل له ښاره ووځی.

۵ – د غیر معیاری تیلو نه کار اخیستنه.

۶ – په ډیریو وختونو کی د بریښنا د نه موجودیت له امله د جنریترونو نه ګټه اخیستنه.

۷ –  د ډبرو سکرو او لرګیو استعمال د پخلی لپاره او په ژمی کی د کورونو د ګرمولو لپاره.

۸ – د ونو پریکول، د شنه سیمی کمیدل او د زراعت له منځه تګ.

۹ – د وګړو ناغیړی. د خپلو کورونو خځلی او نور ګند په خلاسه ساحه کی غورځول.

۱۰ – د نفوس زیاتوالی.

په کابل کی د نفوسو شمیرپه ډیره کمه سیمه کی ډیر زیات دی، چی دغه تراکم د نفوس ددی باعث ګرځیدلی چی د کابل غرونه، غونډی او شنی ساحه په مسکونه سیمو تبدیلی شی. د کابل ښار د چټلو اوبو او موادو د ایستلو لپاره کوم سیستم موجود ندی چی له دی امله دغه چټلی په کوڅو کی د ویالو د بندیدو سبب ګرځی او په بارانی ورځو کی د باران اوبه دغه چټلی سرکونو ته انتقالوی، چی وروسته د خلکو او موټرو د ګرځیدو له امله دغه چټلی د پوډر شکل ځانته اختیاروی او کله چی خټی وچی شی دغه پوډر د موټرو او باد په وسیله سره هوا ته پورته کیږی. چی وروسته یی مونږ ټول تنفس کوو. چی دعامه روغتیا د وزارت د راپور له مخی کابو ۸۰٪ سلنه ناروغان د کابل روغتونونو کی دهمدغی ککړی هوا د تنفس کولو او ککړو اوبو د څښلو له امله دی.

د کابل د ښاروالی د راپور له مخی په کابل کی هره ورځ کابو ۲۰۰۰ مترمکعب جامد کثافات تولیدیږی چی ښاروالی یی یواځی د ۴۰۰ مترمکعبو پاکولو ظرفیت لری او باقی نور په ښار کی پاته کیږی.

د کابل په هوا کی مختلفی زهری مادی او غازونه خپاره دی چی په لاندی جدول کی یی مونږ کچه، د رامنځ ته کیدو عوامل او تاثیرات واضح کړیدی.

د هوا ککړتیا

د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنی معیار

سرچینه

تأثیرات یی د وګړو په صحت باندی

PM 2.5 یو ډول زهرجن مواد

24  ساعتونو کی

35 μg/m3

کلنی 15 μg/m3

د موټرو د سلنسر دود، د ډیزلو، لرګیو، پلاستیل او ټیرونو سوخت

د سږو ناروغی او د سرطانونو زیاتوالی لامل کیږی.

د مخکی له وخته ولادتونو عامل ګرځی.

د نوی پیدا شویو ماشومانو د مړینی عامل ګرځی.

کابن اکساید CO

1 ساعت

40 μg/m3

د موټرو د سلنسر دود، د ډیزلو، لرګیو، پلاستیل او ټیرونو سوخت. د جنریترونو دود

د انسان مغز کمزوری کوی. سردرد، ستومانی، د خوب احساس را منځ ته کوی. د انسان په بدن کی د کاربوکسایل هیموګلوبین جوړیدو باعث کیږی او کیدی شی د انسان د مرګ سبب هم وګرځی.

نایتروجن اکساید

د کال

100 μg/m3

د موټرو د سلنسر او د جنریترونو دود

د تنفس سیستم متأثره کوی، سږی او د بدن لاندینی برخه تخریبوی. د اوبو په مقابل کی عکس العمل ښکاره کوی او نیتریک اسید په سترګو، تنفسی سیستم او سږو کی رامنځ ته کوی.

سلفر دای اکساید SO2

کلنی

0.03 ppm

د موټرو دود، د لرګیو او د ډبرو د سکرو دود

په سترګو، پوزه، ستونی او سږو کی د اوبو په مقابل کی عکس العمل کوی او سلفوریک اسید تولیدوی. چی په نتیجه کی یی به دغو اندامو کی د خارښت رامنځ ته کیدو لامل ګرځی.

اوزون

8  ساعتو کی

0.12 ppm

د موټرو دود

د سږو په فعالیت کی نامنظموالی رامنځ ته کوی. په ماشومانو، سپین ږیرو او مریضانو کی د ساه تنګی تکلیف رامنځ ته کوی.

PB یو نوغه ذهری ماده

3  میاشتی

1.5 μg/m3

د موټرو دود

د ټیرونو او سویو مبلینو سوزول

د زده کړی توان کموی، د ماشومانو مغز تخریبوی، د نارینه وو په منی کی د تخمو د کمیدو سبب ګرځی، په نوی پیدا کیدونکو ماشومانو کی د سو شکل زیاتوالی.

بنزو پایرین

د معیار نه لوړ

د لرګو د سوزولو نه او د موټرو دود

د سرطان باعث ګرځی

ډیکسون

د معیار نه لوړ

د پلاستیک، ټیر او سوی مبلینو له سوزولو نه

جلدی تکلیفونه پیدا کوی،

د پوستکی سوزیدل، په مخ باندی د سوروالی او خالونو پیدا کیدل.

په بدن د اضافی ویښتو را شنه کیدل او حتا په ځینی حالتونو کی د سرطان باعث ګرځی

PCBs یو نوعه زهری ماده

د معیار نه لوړ

د پلاستیک، ټیر او سوی مبلینو له سوزولو نه

د پوستکی تخریش، د سږو سرطان، د کم وزنو ماشومانو پیدا کیدل او د ماشومانو د مغزو ضعف

PAHs یو نوعه زهری ماده

د معیار نه لوړ

د لرګیو او ډبرو سکرو د سوزولو نه

د مختلفو امراضو لامل ګرځی

Cd یو نوعه زهری ماده

د معیار نه لوړ

د سوی مبلینو د سوزولو نه

د ګردو د سرطان لامل ګرځی

Cr+6 یو ډول زهری ماده

د معیار نه لوړ

د ټیرونو له سوزولو نه

د پوزی او خولی سرطانونه، او د پوستکی تخریش

اسیتایل دیهاید

د معیار نه لوړ

د ټیرونو له سوزولو نه

د پوزی د سرطان باعث کیږی

فورمال دیهاید

د معیار نه لوړ

د ټیرونو له سوزولو نه

د پوزی د سرطان باعث کیږی


په کابل کی د هوا د ککړتیا دغه حالت زړه بوګنونکی دی او که چیری همداسی دوام وکړی نو شونی ده چی د ککړتیا له امله د مړینو کچه ډیره لوړه شی.

د هوا او بو پاکول د دی ککړتیاو نه شونۍ ده خو ډیر ستونزمن هم ده چی په لاندی تدابیرو سره امکان لری:

۱ – کوم تیل چی هیواد ته را واردیږی، هغه باید د نړیوال معیار سره برابر وی او د ټیټ معیار لرونکو تیلو له واردولو څخه مخنیوی وشی.

۲ – د سوی مبلینو، لرګیو، د ډبرو سکرو، پلاستیکو او د ټیرونو د سوزولو نه مخنیوی وشی او په بدل کی یی خلکو ته د ګاز او بریښنا اسانتیاوی محیا شی. چی دا ډیروخت او ډیری پانګه ته اړتیا لری.
۳ – کچه سرکونه او کوڅی باید ټولی پخی کړای شی.

۴ – په زړو او نړیوال معیار نه ټیټ موټر باید کباړ کړی شی او په ښار کی د تګ را تګ اجازه ونلری.

۵ – د اوسنی ښار سیمه پراخه کړی شی او هغه خلک چی په غیر پلانی سیمو کی پراته دی ور انتقال شی. او د کابل ټولی شنی ساحه بیا ورغول شی.

۶ – په کابل کی باید په هر کور، کوڅه، د سرکونو غاړو او ګلدانونو او همدارنګه په شنو ساحو کی نیالګی ولګولی شی.

دغه پورتنی لاری چاری چی کومی وړاندی شوی عملی کول یی خورا ستونزمن دی او ډیر وخت ته هم اړتیا لری، او یواځی د حکومت په وس هم پوره ندی، باید ټول وګړی برخه پګی واخلی.

سرچینی

۱ – sustainable development by IPS – Inter Press Service and IFEJ – International Federation of Environmental Journalists, for the Alliance of Communicators for Sustainable Development

۲ – لومړنی څیړنه د کابل د هوا په کیفیت باندی، د دوکتور عتیق صدیقی، د کانونو د وزارت مشاور

۳ – د ران وایدن (د امریکی د سنا د مجلس غړی) لیک د متحده ایالاتو سنا ته.

۴ – په نړی کی د هوا د ککړتیا په اړه د څیړنی راپور، د بلک سمیت انستیتیوت، ټایم او ای بی سی چاپیریال ټولنی له لوری

(و من الله التوفیق)
لیکنه او راټولونه: احمد خالد ننګ احمدزی

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: