د معاصر افغانستان بنسټګر، احمدشاه ابدالي

هغه په ۱۷۲۲میلادي کال کې د هرات د حکمران زمان خان ابدالي او مېرمن زرغونې په کورکې وزېږېده.

د زرغونې په نوم يوې نوميالۍ مور پر ۱۱۳۵ هجري شمسي کال کې افغانستان ته داسې يو بچی وزېږاوه چې نړۍ يې امپراتورۍ ته حيرانه وه. پر دې ستر انسان د احمد نوم کښېښودل شو چې وروسته په احمد خان بيا ورپسې په احمدشاه دراني/ او ابدالي بدل شو.

کله چې احمدشاه دراني د ميرويس نيکه په لاس د افغانانو ترمنځ د ملي اتفاق جوړ شوی څلی چې دا وخت د يرغلګرو او دښمنانو له لورې نړول شوی و، بيرته ورغاوه بيا ورته د بابا لقب ورکړل شو.

د معاصر افغانستان بنسټګر او په سيمه کې د افغانانو دې بې مثاله واکيالي په خورا سترو ستروجګړو کې برخه اخيستې چې په نتيجه کې يې لويې لويې فتحې لاس ته راوړي دی.

احمدشاه باباه له کندهاره تر اصفهان او ډهلي پورې داسې له اتلولۍ ډکه واکمني وچلوله چې په سيمه کې ټول يرغلګر او د افغان ټبر دښمنان يې هک حيران کړل.

هغه د خورا سترو جګړو له فتحو وروسته د افغانستان لپاره يو اداري او مسلکي سيستم جوړ کړ. چې هرات بدخشان، او نور ولايتونه چې د افغانستان له قلمروه بهرنيو يرغلګرو خېټې پر اچولی وې، بيرته دمعاصر افغانستان تر ملي حاکميت لاندې راوستل شول او مشري افغانانو ته ورکړل شوه. احمدشاه بابا په دې توګه د افغانانو ملي فاتح او د ياغي يرغلګرو لپاره په يوه تر ټولو ځواکمن جنګيالي بدل شو.

احمدشاه بابا د ملي مشر ميرويس نيکه په سياسي پوهه د افغانانو ترمنځ راوستلی ملي يوالی چې دښمن لمنځه وړی و، بيرته قايم کړ او خپل مليت ته يې ستر وياړ او وقار ورکړ.

پدی هیله چی یوه مور یو ځل بیا راته د احمدشاه درانی په څیر یو باتور اولاد نړۍ ته راوړی او دافغانستان دا تیت او پرک قومونه سره یو لاس شی او د یوه واحد سیاسی،او ټولنیز قدرت په توګه په سیمه کی یو ځل بیا راڅرګند شی او نړی په ګونډو کړی.

احمدشاه بابا په ۲۵کلنۍ کې د افغانستان پاچا ټاکل شوی تر ۲۶ کلنې پاچاهۍ وروسته د کندهار د توبې غره په لمن کې دپنجشنبې پر سهار وفات شوی دی.

احمد شاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې د جون پر درېيمه نیټه په کندهار کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه او له وصيت سره سم یی د کندهار ښار په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو چې پر مزار يې يوه لويه ګنبده جوړه شوې ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب