کتاب او مطالعه

د مطالعې عادت… يوه تحريکي زاويه!

د اسلامی تحريک وګړي که له نن څخه د ۵۰ کلونو مخکې منظرباندې نظر واچوي نو په دعوت او د دعوت په طريقو کې به د کتاب مرکزي مقام په نظر ورشي. ډېر داسې افراد چې له تحريکي شخصيتونو او دعوت سره به يې د مخالفت او يا سرکاري دندې له امله ځانونه په واټن کې نيول، که به په محض تصادفي ډول له تحريکي کتابونو څخه د کوم کتاب د مطالعې موقع په لاس ورغله، نو له اسلامي دعوته به له متأثر کېدو، نه پاتې کېدل. په دوی کې ځينې د همداسې تصادفونو په نتيجه کې دومره متأثر شوي چې سرکاري دندې يې پرېښي او د تحريک د يو عام کارکوونکي په حيث اماده شوي وو. د کتاب او ليکنې دا جادو يوازې د ادبي اسلوب پر بنسټ نه وو، بلکې د يوې خبرې د حقانيت پر بنسټ وو او د تصنع، غوړه مالۍ او سختلارتوبه لرې، يوازې پر ساده لفظونو د حق بيانولو پر بنا وو. په دې کې شکه نه شته چې په دې کې د ليکلو د اخلاص او للهيت ډېر اثر دی، د کتاب او ليکنې دا اړخ د اسلامي دعوت د خپراوي او قبوليت يوه نه انکارېدونکې پېښه ده.

که فکر وشي نو د اسلامي دعوت په الهامي کړنلاره کې اسماني صحيفې بنيادي کردار لري. د قرآن په لور دعوت د دغه عظيم کتاب په غور سره د مطالعې، د هغه پر مفهوم د پوهېدو او د هغه د تعليماتو د عملي کولو دعوت وو. له همدې امله په وار وار ويل شوي دي: فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ (26) إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ (27) لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ (28) (التکویر ۸۱:۲۶۔۲۸)

ژباړه: نو چېرې تاسو روان ياست؟ قرآن پرته له دې چې ټولو نړيوالو لپاره پند دی بل څه نه دی، په ځانګړي ډول هغو ته چې سم شي. (التکوير ۸۱:۲۶۔۲۸)

په يو بل ځای کې فرمايل شوي دي: فِي صُحُفٍ مُكَرَّمَةٍ (13) مَرْفُوعَةٍ مُطَهَّرَةٍ (14) بِأَيْدِي سَفَرَةٍ (15) كِرَامٍ بَرَرَةٍ (16) ‘‘۔ (عبس ۸۰:۱۲۔۱۶)

ژباړه: په غوره پاڼو کې ليکل شوی، په لوړو او پاکو پاڼو کې، د ليکونکو په لاسونو، چې غوره او نېکو کارې دي. (عبس ۸۰:۱۲۔۱۶)

د الکتاب اهميت يې ځای په ځای بيان کړی، او لارښوونه يې کړې چې:
وَرَتِّلْ الْقُرْآنَ تَرْتِيلاً (المزمل ۷۳:۴۔۵)

ژباړه: او قرآن خورا ښه او واضح او کره لوله. (المزمل ۷۳:۴۔۵)
د قرآنکريم په تلاوت کې دې تېزي او بيړه هم نه غوره کېږي ځکه د دې مقصد يوازې د ثواب حاصلول نه دي، بلکې مقصد دا دی چې پر دې کتاب په پوهېدو سره د ژوند په معاملو نافذ کړای شي. په همدې بنسټ په وار وار دا يادونه شوې چې لکه څنګه دا د هدايت کتاب دی له همدې امله ساده او اسان ګرځول شوی، تر څو يو عام حق غوښتونکی هم ورڅخه لارښوونه تر لاسه کړي. ’’ فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (58) ‘‘ (الدخان ۴۴:۵۸)
ژباړه: نو ای پېغمبره مونږ دا قرآن ستا پر ژبه اسانه کړ، تر څو هغوی پند واخلي. (الدخان ۴۴:۵۸)
له دې عظيم کتاب څخه لرې والی او په تعلق کې کمی نه يوازې په دنيوي ژوند کې انسان له هدايته لرې کوي بلکې په آخرت کې يې هم له محرومۍ او سختې ځواب وينې سره مخ کوي. وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُوراً (30) ‘‘۔(الفرقان۲۵:۳۰)
ژباړه: او پېغمبر به وايي چې: ای زما ربه! زما قوم دغه قرآن بالکل پرېښی وو. (الفرقان۲۵:۳۰)

له قرآن کريم سره نزدې اړيکه او پر ده پرله پسې غور د اسلامي حرکت د دعوت لومړنۍ غوښتنه ده. په پوره يقين سره دا خبره کېدای شي چې اسلامي حرکت د قرآن ترجمه يعنې په خپلو معاملاتو کې د قرآن د نافذولو دعوت دی. له دې سره سره د اسلامي حرکت سره د تړون او فکر ته د تازه ګۍ ورکولو لپاره اړينه ده چې هغه ليکنې مطالعه شي چې د قرآن او سنت پر بنسټ فکر وړاندې کوي او د نننيو ستونزو اسلامي حل په نښه کوي.

دا تصور بې بنياد دی چې که يو حرکي غړي له حرکت سره د تعارف پر مهال څو رسالې مطالعه کړې وي او په حرکت کې شامل شوی وي، يا يې د غړيتوب پر نصاب سر سري نظر غورځولی وي او بيا د وخت په تېرېدو سره په حرکت کې مسئوول هم ګرځېدلی وي، نو د هغه دا سرسري مطالعه د هغه د دين د معتبر ديني علم لپاره کافي ده.

د حرکت د فعال ساتلو په خاطر اړينه ده چې د هغه هر غړی متحرک فکر ولري، او نه يوازې له اساسي کتابونو بلکې د اسلامي مصادرو څخه پوره پېژندنه ولري. حرکت چې کومې خبرې ته بلنه کوي، يوازې پر سړکونو د خپل قوت او شمېر ښودنه نه ده، بلکې د اسلامي فکر د برترۍ، تازه ګۍ او د عصري مسائلو د حلولو صلاحيت دی. دا خبره د دې غوښتنه کوي چې هره شېبه په قرآن کريم باندې پوهېدل زيات شي. که کوم غړي تفهيم القرآن له اوله تر اخره مطالعه کړی وي نو په خپله د تفهيم القرآن د انفراديت (بې جوړېتوب) پېژندلو په خاطر ضروري ده چې عصري تفسيرونه، درې څلور مطالعه کړي. او بيا وکتل شي چې د قرآن کريم جامع او عملي تعليمات څرنګه په نننۍ زمانه کې جاري کېدای شي.

د اسلامي حرکت غړی به نه يوازې قرآن کريم بلکې د نبي عليه السلام پاک سيرت له دې زاويې مطالعه کوي چې د هغه مبارک ژوند د ننني دور د ستونزو په اړه کومې لارښوونې ورکوي. او د هغه په شخصي، کورني ټولنيز، اقتصادي، سياسي او تعليمي ژوند کې د دې مطالعې په پايله کې کوم بدلونونه بايد راشي.

د اسلامي حرکت غړی بايد په فقه کې دومره معلومات ولري چې د حلالو او حرامو په منځ کې فرق وکړای شي، او په اساسي عبادتونو او معاملاتو کې د خلکو لارښوونه وکړای شي. يو داعي يوازی يو جذباتي ويناوال نه وي، چې نورو ته په وينا کې ماته ورکړي، بلکې د هغه اصلي دنده د ماتې ورکولو پر ځای د نورو ګټل، خپل ځانته نزدې کول، او د مخالف پنډغالي پورې اړوند وګړي خپل جماعت ته راښکل دي.

د دين حکمت نه نن او نه پخوا دا وو چې د مخالفينو شمېر دې زيات کړای شي، او پر خپلې هرې تېزې او توندې خبرې دې د هغوی له تجريح کولو خوند واخېستل شي، بلکې د دين غوښتنه دا ده چې څوک دې تر پرونه د ځان دښمن وو، هغه دې په خپلې نرمې خبرې او حکمت او مينې سره (وَلِیٌّ حَمِيمٌ) ګرم دوست وګرځول شي. د دعوتګر خبره او کړنلاره هغسې وي چې د ګل په پاڼو د الماسو ځيګرونه کوشېروي، دا هغه وخت ممکن دي چې نبوي سيرت د دې لپاره مطالعه شي چې د دعوت طريقه، استقامت، صبر او د دعوت حکمت باندې پوهه ترلاسه کړي. د دې جاج اخېستل ضروري دي چې کوم اعضاء او مسئوولين چې له اسلامي حرکت سره له ۱۰، ۲۰ او ۳۰ کلونو راپه دې خوا وابسته دي، په دې ميدان کې يې د نبوي سيرت اړوند خپل معلومات او علم څومره زيات کړی دی، له سيرته پرته يې څومره نور کتابونه په تېرو لسيزو کې لوستي، او آيا نبوي سيرت يې همغسې لوستی څرنګه يې چې حق دی؟

د دې خبرې اړتيا هم شته چې له اسلامي کتابونو پرته د خپلې زمانې افکار، تصورات، تحريکونه هم په دقت سره مطالعه شي، او د اسلام او اسلامي تحريکونو په وړاندې چې کومې فکري او تمدني ننګونې شته هغه وپېژني او د مقابلې علمي او عملي استعداد پيدا کړي. دا هغه وخت ممکن دي چې اعضاء او قيادت له دغو اړخونو خپل ځانونه خبر او يوازې د ماضي فکر پر سرمايې قناعت ونه کړي.

د اسلامي تحريک د پرمختګ او کاميابۍ لومړنۍ زينه خپله د دعوتګر له فکري ترقۍ سره تړلې، که مطالعه ونه شي نو زمونږ ذهن به د نويو زاويو او متبادل حل د کوښښونو څخه نيمګړی وي او مونږ به د رسم و رواج په شکنجو کې بند د مقرراتو يو جماعت شو، کوم چې به دستور او مقرراتو ته پابند وي خو د دستور له روح او د مقرراتو له حکمت سره به مکمل نااشنا وي. ددې نوم جمود دی، ددې نوم تحجر دی، د دې نوم محافظه کاري ده، دا جدا خبره ده چې مونږ دې ته د دود و دستور، اشرافيت، او تقوا په ويلو سره ځانونه خوشالوو.

د کتاب فرهنګ چې تر څو ژوندی وي نو حرکت به هم ژوندی او خوځنده وي، هر نوی راتلونکی فکر به يو دعوتګر د قرآن او سنت په طرف او له هغه ځايه هدايت اخېستلو ته تشويقوي، او هغه به د دې تش په نوم ګلوبلايزيشن (نړيوالتوب) په نويو زېږېدونکو مسايلو کې اجتهادي رايه ورکولی شي. که هغه مطالعه پرېښوده، نو مقلد به شي خو قائد به نه شي. د اسلامي تحريک بنيادي کوښښ دا دی چې په هر غړي کې قائدانه وړتيا پيدا کړي او هغه د تحريکي ذهن او اسلامي اخلاقي قوانينو په رڼا کې له هر حالت څخه د وتلو صلاحيت پيدا کړي.

د تحريکونو ژوند د قيادت له خوا د مسلسلو فکري غذاو په برابرولو پورې تړلی، دا فکري غذا يوازې پر سياسي مسائلو نه بلکې پر سوچه علمي مسائلو هم همغسې ضروري ده. که په نړيواله کچه د اقتصادي، ټولنيزو، رسنيزو، او نړيوالو معاملو په اړه زمونږ مطالعه سطحي وي، نو تحريک به هم ورځ په ورځ د فکري محدوديت او نېستۍ ښکار وي. او که له دې سره حالت دا هم وي چې د اسلامي تحريک قيادت چې له نن څخه ۵۰ کلونه مخکې کوم تحليل او د مسائلو حل وړاندې کړی، پر هغو هم تحقيقي نظر نه وي، نو بيا خو دې د تحريک الله مل شي.

د دې عمل د جاري ساتلو لپاره به تحريکي قيادت په خپله بېلګه وړاندې کوي او د نوي فکر د زېږولو له لارې به د فکر نوې زاويې په نښه کوي. په ۱۹۶۲ کې چې مولانا مودودي رحمه الله په کراچۍ کې پر کوم بنسټ د يوې تحريکي تحقيقي ادارې بنياد ايښې ؤ، د هغه د يو عيني شاهد په توګه زه داسې ګڼم چې د هغه په وړاندې د يو داسې ټيم تيارول وو چې نه يوازې د هغه فکر بلکې د هغه له فکر څخه مخکې د علم او عمل نوې څنډې ولټوي او د تحريک په علمي پرمختګ کې تعميري کردار اداء کړای شي.

دا د راتلونکي لپاره د يوې علمي دارايۍ تيارولو د غوښتنې څرګندونه وه، دا د هغه عزم څرګندونه وه چې تحريک پر سوچه علمي بنياد له قرآن، حديث، فقه، تاريخ، نبوي سيرت، او مسلمانو علماو او مفکرينو له کارونو سره په مستقيم ډول اشنا شي او بيا د نويو تحريکي کتابونو د تصنيف او فکري قيادت لپاره تيار کړای شي. دا محض د مولانا د خپلو رسايلو د ژباړلو، او يا په مختلفو مجموعو کې د هغو د مرتبولو کار نه وو، بلکې په بدليدونکو حالاتو کې د جرائت، مسئووليت او پر نصوصو ولاړ علم په واسطه په هېواد او بهر کې هدايت غوښتونکو انسانانو ته د دعوت رسولو په خاطر د يو پوره نسل تيارولو د غوښتنې څرګندونه وه.

نن چې تحريک له کوم دور څخه تېرېږي په هغه کې نه يوازې د تازه فکر بلکې کوم فکر چې د اسلامي حرکت قيادت وړاندې کړی وو خپله د هغه تازه کولو اړتيا ده. د سيد مودودي رحمه الله ځينې ليکنې داسې دي چې که هغه څومره ځلې ولوستل شي همدومره ځله نوي اړخونه مخې ته راځي. د دې خبرې اړتيا ده چې د يوې پاليسۍ په توګه د تحريک په وګړو کې د مطالعې فرهنګ د فکري حلقو له لارې ژوندۍ شي، او په پرانېستي ‌ذهن سره نه يوازې د تحريکي مشرانو بلکې د نورو اسلامي سرچينو تحقيقي مطالعه غوره کړای شي.

د اسلامي دعوت لومړنۍ مرحله فکري انقلاب دی، تر څو چې فکر تبديل نه شي، تر هغې به ټولنيزه تبديلي، سياسي انقلاب او د قيادت تبديليدل يوازې يوه ښکلا وي خو حقيقت به ونه ګرځي. په پوره اعتماد سره د زړه او دماغو يوشان کېدل د دعوتي کاميابۍ لومړنۍ مرحله ده، دا مرحله که کمزورې وي، د اسمان تر لوړو پورې چې کومه وداني جوړېږي هغه به په يو کوږ او منځ تشي بنياد درېدلې وي. د ودانۍ ظاهري عظمت به هغه تر ډېره ثابته ونه ساتي، هغه به د ځمکې په يو معمولي حرکت سره له لوړو ښکته راوغورځېږي.

د کومې پاکې ونې مثال چې قرآن کريم ورکړی د هغې بنياد پر عظيم کتاب دی، او عظيم کتاب دا حکم کوي چې نه يوازې يو عام غړی او مسئوول بلکې خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم دې د (اقرأ) پر حکم عمل وکړي، په غور او وار وار سره د قرآن کريم او تحريکي کتابونو مطالعه، تحريک د نوي فکر زېږونې په لور پرمخ وړي، تر څو چې په فکر کې تازګی نه وي، اسلامي حرکت به په ملي او نړيوال ډګر کې د قيادت مقام ته و نه رسیږي.

مأخذ:
ترجمان القرآن مياشتنۍ اردو مجله، مارچ ۲۰۱۴

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه: ډاکټر انيس احمد
ژباړه: ډاکټر وحيدالله مصلح

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: