د لیمو ۱۹ مهمي ګټي، او په ورځنيو چارو کې د هغه استعمال

لیمو په خپل ځان کې ډیري ګټي لري، او حتی د ډیرو ګټو له وجي ورته د پوره دوا خانې لقب ورکړه شوی، ځیني ګټی يې په لاند توګه درسره شریکوو.
۱- لیمو د هر رنګه وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پزه بهیدنه، سترګي بهیدنه، او دې ته ورته ټولو امراضو څخه انسان ساتي، لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي، او ویټامن سي عموما داسي مرضونو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي، د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل سي، ډیر ګټور تمامیږي.
۲- لیمو بولي جاري کوي، او همداسي د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، او ټول هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.
۳- د بندونو د دردونو مخه نیسي، او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، او همداسي اعصابو ته ارام ورکوي.
۴- که وچیښل شي، او یا په جلد باندي ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.
۵- د مالیریا، کولیرا، او ټای پایډ څخه د ژغورني لپاره کارول کیږي.
۶- د وټامن سي او روټین (Rutinn) په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.
۷- د ښځو لپاره : په رحم کې دننه د ویني بهیدنه کمه وي.
۸- د صحت په ساتنه کې ګټور تمامیږي، او همداسي د جسم قوت مدافعه تقویه کوي.
۹- د مخدره موادو د نشې څخه د علاج لپاره کارول کیږي.
۱۰ – که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د ایني د ساتني او په صفايي کی مهم رول لوبوي، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.
۱۱- په جسم کې طبیعي توازن ساتي.
۱۲- د سټریک په نامه تیزاب (Citric acidd) په لیمو کې وجود لري، کوم چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدني مخه نیسي.
۱۳- د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي، او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون (glycosides flavone) وجود لري.
۱۴- د معدې چینجي له منځه وړي.
۱۵- د ویني فشار تنظیموي، او که چیري د ویني فشار لوړ سي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې مریض ته د لیمو جوس ورکول دي.
۱۶- د تنفسي امراضو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي، او د ناروغي په تخفیف کې ګټور تمامیږي.
۱۷ – د سترګو د ډیرو مشکلاتو لپاره مفید مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن (Hesperidin) په نامه ماده موجوده ده، کومه چې د سترګو د ډیرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، او دسترګو دید صفا کوي.
۱۸- او څوک چې په شوګر مرض مبتلا وي، دهغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.
په ورځنیو چارو کې د لیمو استعمال او ګټي:
۱۹- لیمو که په بدن باندي د زیتون د تیلو سره ولګول شي، نو دا ډیره زیات ګټور تمامیږي، او خصوصا په جلد کې چې کومي خلایاوي مړې شوي وي، د هغوی په را ژوندي کیدو کي مهم رول لري، او همداسي جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او همداسي د تورو داغونو څخه د علاج لپاره کار امد ثابتیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب