د لاجوردو لار

 

د لاجوردو لار ۲۰۰۰کاله تاريخی مخينه لري چې،  پخوا پدې لار افغانستان لاجورد او نورې قيمتې ډبرې روسيې ،قفقاز،بالکان، شمالی افریقا او اروپايې هيوادونو ته وړل کيدې.
پدې ورستيو کې د ګاونډيو هيوادونو ترانزيتي او سوداګريز فشارونوله کبله چې هیواد او هيوادولو ته يې لوړ تاوانونه واړول نو افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې شو، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لاجوردو لار طرحه جوړه کړه چې د ښکیلو هيوادونو(ترکمنستان،اذربايجان،ګرجستان او ترکيه) لخوا يې تود هرکلې وشو.

دا لار د افغانستان د هرات ولايت د تورغنډۍ بندر څخه پيل او ترکمنستان ته رسيږي او د کسپين بحيرې څخه وروسته د ادزبايجان هيواد،ګرجستان هيواد او بيا د ترکيې هیواد استنبول ته رسيږې او د اروپا سره نښلیږي.

دا لار په حقيقت کې سهيلي اسيا سره د لارې بندولو په معنی نه  ده بلکي هدف تري سهيلې اسیا د منځنۍ اسيا او د اروپايې هیوادونو سره نښلول دي.

د افغانستان،منځنۍ اسیا،بالکان،قففاز او مرکزي اروپا ترمنځ د توکو ليږد راليږد مناسبه لاره ده چې، خوشبختانه د ولسمشر اشرف غنې لخوا په هرات ولايت تورغندۍ بندر کې رسما افتتاح شوه چې د افغانستان د پاره ډيرې مزایاوې لرې په لنډ دول ورته اشاره کوم.
–  د ګاونډيو هيوادونو د فشارونو څخه خلاصون.
–  سوداګريزتعرفو او ترانزيتي خنډونه له منځه تلل.
–  هيوادوالو ته د کار زمینه برابريدل.
–  بهرنيو پانګوالو پانګه اچونه.
–  د توليد زياتيدل.
–  افغانستان توکو لپاره نړيوال مارکيټ پيدا کيدل.
–  د ضرورت وړ توکې په ارزانه بيعه راواردول.
–  افغانستان داسيا ترانزيتی، سوداګريزی او ترانسپورتې څلور لارې باندي بدليدل.

ليکنه : اکرام الله صافی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب