د قيامت حساب د عيسويانو په اند

نصاری دقيامت په ورځ عقيده لري خو ورسره په دې عقيده هم دي چي دقيامت په ورځ به حساب حضرت عيسی عليه السلام ته و سپارل شي اوهغه به دخلگوسره حساب کوي.
په دې هکله په انجيل يوحناکي بيان راغلی دی:لکه چي پلارمړي پاڅوي اوهغوی ته ژوندورکوي دغه شان زوی هم هرچاله چي وغواړي ژوندورکوي .بياداچي پلارديوه کس هم عدالت نه کوي دعدالت ټول کاريې زوی ته سپارلی دی(انجيل يوحناباب ۵آيت :۲۱ ،۲۲)
همدارازلږوروسته ليکي: دابن آدم په حيث هغه ته دااختيارهم ورکړل شوی دی چي هغه عدالت وکړي.په دې حيرانېږئ مه ځکه چي يوداسي وخت راتلونکی دی چي هغه ټول څوک چي په قبرونوکي دي به دده داوازاوري.اوچاچي نيکي کړې وي هغوی دتل ژوندون  لپاره اوچاچي بدکړي و ي هغوی به سزالپاره راپورته کړل شي.(انجيل يوحناباب ۵آيت ۲۷، ۲۹):
همدارازدپولس په دوهم خط کي چي کورنتيانوته يې استولی وو،راغلي دي:ځکه ضروري ده چي موږټول به دمسيح دعدالت دتخت مخ ته ورځو،زموږټولوحالت به ښکارکړل شي،څوهرڅوک دخپلوکارونوبدله ومومي کوم چي ده په خپل بدن سره کړي وي،که هغه ښه وي اوکه بد(دکورنتيانوپه نوم دپولس دوهم خط باب۵ آيت۱۰)
ددوی ددغودلائلوجواب دادی چي ستاسودامسئله به هلته ثابتېږي چي ستاسودليل ثابت شي.
ستاسودليل اوسنی انجيل اودپولس خط دی.
دانجيلونو په هکله به وروسته تحقيق راشي چي دااوسني اصلي انجيلونه نه دي اودپولس دخط جواب دادی چي دده خبره هم دمنلووړنه ده ځکه نوموړی متعصب يهودي دی،دخپل تعصب پربنياديې په نصرانيت کي غلطي مسئلې ورگډي کړلې چي ترده مخکي يې سابقه نه درلودله چي يوه مسئله يې داهم ده.
په دې هکله صحيح عقيده داده چي دحساب اختياردالله پاک سره دی اوالله پاک به په خپله دبندگانوسره حساب کوي،دااختياربل چاته نه سپاري الله پاک په قرآن کريم کي فرمايلي دي:ان اليناايابهم،ثم ان عليناحسابهم(سورة الغاشية آيت:۲۵ ،۲۶)
ژباړه:يقيناددوی راگرځېدل زموږلورته دي بياددوی حساب کول پرموږباندي دی!!
د دې وجه داده چي حساب پوره قدرت اوپوره علم غواړي دادواړه صفات يوازي دالله پاک دي نوځکه حساب کول هم يوازي دالله پاک کاردی.
مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب