دینونه او مذاهب

د فقهي اختلاف فکري لاملونه (قرضاوی)

 په فروعو کې اختلاف یو ضرورت او رحمت دی

الف: اختلاف یو ضرورت دی:

هغه خلک چې غواړي دا ټول خلک په عباداتو او معاملاتو کې په یوه نظر را غونډ کړي، باید پوه شي چې دا د داسې یو څیز غوښتنه ده چې ترلاسه کیدل یې ممکن نه دي، دوی باید پوه شي چې دا هڅې نه یوازې اختلاف نشي کمولۍ بلکې په همدې سره د اختلاف کړۍ لا پسې لوییږي، دا هڅې پرته له شکه یو ښکاره ساده توب دی، ځکه د غیر اساسي شرعي احکامو په فهم کې اختلاف یو داسې اړتیا ده چې ضرور باید موجوده وي.

دا ضرورت او اړتیا زموږ د دین طبیعت دی، د عربې ژبې طبیعت دی، د بشر طبیعت دی د ژوند او دغه جوړې نړۍ طبیعت دی چې پرته له شکه دغه طبیعتونو ته په کتو یې اړتیا جوتیږي.

د دین طبیعت:

الله جل جلاله اراده کړې چې د دین په احکامو کې ځینې داسې وي چې نص یې په هکله راغلۍ وي او ځینې داسې وي چې په اړه یې کوم نص نه وي موجود، بیا هغه چې نص یې په هکله راغلۍ ځینې محکمات (یعنې له د معنا له اړخه معلوم) وي او ځینې متشابهات (د معنا له اړخه نا معلوم)، ځینې قطعي وي او ځینې ظني، ځینې صریح وي او ځینې تأویل ته اړتیا ولري، دا ټول د دې لپاره ترڅو انساني عقلونه په اجتهاد او استنباط کار وکړي، ترڅو کوم چې استنباط او اجتهاد قبلوي په اړه یې اجتهاد وکړي، او کوم چې استنباط او اجتهاد نه قبلوي هغه ته تسلیم شي او په غیب باندې یې ایمان وګڼي، حق یې و بولي، په همدې سره هغه امتحان ځای نیسي کوم چې الله جل جلاله د انسان د موجودیت سره تړلې ده: (إِنَّا خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ) انسان ۲. بیشکه موږ پیدا کړی دغه انسان له نطفې ګډې کړل شوې څخه ترڅو ویې آزمویو.

الله جل جلاله کولۍ شوی چې دغه دین ټول روښانه او ښکاره وګرځوي، په یوه ژبه یې نازل کړي ترڅو د اختلاف ځای پکې نه وي او د اجتهاد اړتیا له منځه ولاړه شي، که څوک د یوه ویښته په اندازه ترې چپ شوی وی نو هغه به کافر وي.

خو داسې یې ونکړل، ځکه ترڅو دغه د دین طبیعت د ژبې له طبیعت سره اړخ ولګوي او د خلکو له طبیعت سره برابر شي او په پایله کې د الله بنده ګان په پراخه ساحه د خپل رب عبادت وکړی شي او له سختې تنګۍ څخه وژغورل شي.

هوکې، که چیرې الله غوښتۍ چې ټول مسلمانان په هر څه متفق وي، او د اختلاف ځای نه وي ورته پاتې، فروع او اصول ټول د هر چا په وړاندې ښکاره او روښانه وي، نو بیا به یې داسې کتاب نازل کړی وو چې د نصوصو له مخې محکم (د ښکاره معنا ګانو درلودونکي) وی او د دلالت له مخې قطعي، ترڅو په دې توګه د خلکو فهم ترې مساوي وی او د تفسیر له مخې نه سره جلا کیدی، خو رب تعالی جل جلاله اراده کړې وه چې په خپل سپیڅلي کتاب کې یې هم محکمات (د ښکاره معناګانو درلودونکي) وي چې د کتاب ډیره برخه ده، او هم متشابهات (د غیر معینو معناګانو درلودونکي) چې د کتاب لږ برخه شمیرل کیږي، ترڅو له یوه پلوه دا د الله د بنده ګانو لپاره یو امتحان شي او له بله پلوه انساني عقلونه په کار واچوي په اړه یې اجتهاد وکړي هڅه وکړي.

الله تعالی وايي: (هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ 7) آل عمران. الله جل جلاله هغه ذات دی چې پرتا یې دغه کتاب (قرآن) نازل کړی، چې ځینې د دغه کتاب آیتونه محکمات (د ښکاره معناګانو درلودونکي) دي چې د کتاب اصل جوړوي، او نور آیتونه متشابهات (د نا څرګندو معناګانو درلودونکي) دي، هر هغه څوک چې په زړونو د دوی کې میلان دی له حق څخه باطل ته پیروي کوي د متشابهو کلماتو له دې کتاب څخه ترڅو فتنه و پاروي، ترڅو معنا یې و لټوي، حال داچې نه پوهیږي په معنا د دغه متشابهاتو مګر یو الله، او هغه کسان چې په علم کې پاخه دي وايي ایمان مو راوړی دا ټول له لوریه د رب زموږ دي، او پند نه اخلي مګر څښتنان د عقلونو.

مخکې له دې چې د قرآن د تفسیر او فهم په اړه فکر وکړو، د قرآن د تلاوت او قرآءت مرحله وینو، چې د الله کتاب په اوو قرآءتونو سره نازل شوی بلکې په لسو قرآءتونو سره، دا قرآءتونه د اسلامي امت له لوریه منل شوي، یو عالم هم په دې هکله د کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی، ځکه دا ټول قرآءتونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي.

د بخاري حدیث دی چې ابن مسعود څخه روایت کوي او وايي: (د یوه سړي نه مې د قرآن یو آیت واوریده خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې همدغه آیت په بله بڼه آوریدلۍ وو، نو ځکه مې رسول الله له دغه کار څخه خبر کړ، د هغه په مخکې مې د کرکې نښاني ولیدې او ویې ویل: (تاسې دواړه یې سم وایۍ، اختلاف مه کوﺉ، ځکه چې ستاسو نه مخکې قومونو اختلاف وکړ نو هلاک شول)[i].

یوه بل ټولي په همدې بڼه حدیث د عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت کړی چې د هشام بن حکیم څخه یې شخړه راغلې وه[ii].

علامة ابن الوزیر د دې موضوع په تړاو وايي:

(دا هغه اختلاف دی چې منع یې راغلې، او د هلاکت ویره ترې جوتیږي، دا اختلاف د دوښمنۍ، بدبینۍ او تفرقې په معنا دی، او هغه اختلاف چې دوښمني او بدبیني نه ترې ښکاري هغه یې تایید کړی، نه وینې چې ابن مسعود ته یې هغه وخت وویل چې د بل چا سره د آیت په تلاوت کې ورته نه وو: (تاسې دواړه یې سم وایۍ)، بیا یې ورته وویل چې وروسته تردې اختلاف مه کوﺉ ځکه دواړه په سمه روان یۍ، نو اختلاف چې منع ترې راغلې هغه د لارو اختلاف نه دی چې دواړو جلا جلا ټاکلې، بلکې هغه اختلاف دی چې د کینې، دوښمنیو او دروغ ګڼلو په معنا وي او په پایلې کې یې خپلمنځي فساد ته لاره هواریږي، اسلام کمزورۍ کیږي، او د اسلام دوښمنان په مسلمانانو لاس بري کیږي، نیک اختلاف هغه دی چې هر یو د خپل علم په پایله کې عمل وکړي پرته له دې چې د مخالف لوري سره دوښمنۍ او کینې ته لاس واچوي)

بیا وايي: (همدې معنا ته په کتو سلف صالح په مرتبو ویشل شوي، چې اهل بیت، صحابه او تابعین دي)[iii].

د ژبې طبیعت:

پرته له شکه چې د دین بنسټیز مصدرونه قرآن او سنت دي، چې ټولټال دین ورته منسوبیږي او د همدغه مصدرونو په تړاو استدلال کیږي او همدغه مصدرونه دي چې ټول مسلمانان مکلف دي چې ایمان پرې راوړي الله جل جلاله وايي: (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ) الاحزاب ۳۶. نه دي روا هیڅ مؤمن نارینه او مؤمنې ښځې ته دا چې الله او رسول په څه پریکړه وکړي او د دوی لپاره په هغه پریکړه کې څه اختیار وي (یعنې د الله او رسول پریکړه لازمي ده، د چا لپاره په هغه کې خوښه نشته چې ترسره یې کړي او که یې نکړي).

ښکاره ده چې قرآن کریم د لفظونو او قولونه مجموعه متنونه دي، همدارنګه د سنتو (نبوي حدیثونو) ډیره برخه اقوال او لفظونه دي چې متني بڼه لري، نو دا لفظونه او قولونه د نورو قولونه او لفظونو په څیر ویل کیږي، فهم او تفسیر یې هم د خلکو په وړاندې یو شان نه دی، چې همدا د ژبې طبیعت دی او همدا د مفرداتو او ترکیبونو غوښتنه ده، ځکه په ژبه کې ډیر داسې ټکي یا لفظونه شته چې د یوې معنا څخه زیاتې معنا ګانې لري یعنې د معنا له اړخه سره مشترک دي، ډیر داسې لفظونه دي چې حقیقي او مجازي معناګانې دواړې ترې اخیستل کیدی شي.

داسې لفظونه شته چې په ویلو یې معنا څرګندیږي، داسې ډیر دي چې له مفهوم څخه یې حکم جوتیږي، ځینې عام دي ځینې خاص، ځینې مطلق دي او ځینې مقید، چې هر یو بیا کیدای شي قطعي وي کیدای احتمالي، کیدای شي راجح وي کیدای شي مرجوح، دا هم شونې ده چې د یوه کس په وړاندې یو قول راجح وي د بل په وړاندې همدغه قول مرجوح.

د بیلګې په توګه د مایدې له سورت څخه د اوداسه آیت را اخلي چې وايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ) اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی کله چې د لمانځه تکل کوی نو پریمنځۍ مخونه خپل او لاسونه خپل تر څنګلو پورې او مسحه وکړﺉ په سرو خپلو او پریمنځۍ پښې خپلې تر ښنګریو پورې، که چېرې په جنابت کې وی نو پاکي وکړﺉ، که چیرې مریضان یاست او یا هم په سفر کې وی، یا یو له تاسو نه له اودس ماتي راځي یا د خپلو ښځو سره یو ځای شۍ او ونه مومۍ اوبه نو تیمم ووهۍ په خاوره پاکه سره او مسحه کړﺉ په هغې خاورې سره مخونه او لاسونه خپل.

ګورو چې په پورتني آیت کې فقهاء مختلف نظریات لري، هر یو د خپل فهم او درک سره برابر نظر ورکوي او په دې توګه د آیت د تفسیرونو شمیره ډیریږي ځکه هر یو خپل نظر د ژبې له اصولو سره نیښلوي او حکم ترې وباسي.

آیا په اوداسه کې د اعضاوو مینځل یا مسح کول په یاد شوي ترتیب سره فرض دي کنه؟، آیا هغه غایة چې په (الی المرفقین) کې یاده شوې یا په (الی الکعبین) کې یاده شوې په منیځلو کې داخله ده کنه یوازې تر څنګلو او ښنګریو پورې مینځل دي؟ یعنې ښنګري او څنګلې باید د آیت له مخې پریمنځل شي کنه؟

آیا د باء تورۍ په دې قول کې چې وايي (برؤوسکم) د الصاق لپاره دی کنه د تبعیض لپاره؟ یعنې د همدې ټکې له مخې د ټول سر مسحه فرض ده کنه یوازې د یوې برخې د سر مسحه.

که چېرې په آیت کې راغلۍ ټکۍ (وأرجلکم) د لام په زیر یا کسره سره وویل شي نو تأویل به یې څه وي؟

د الله جل جلاله دا قول څنګه تفسیریږي چې وايي (أولامستم النساء) آیا د دې نه مراد یوازې لمس کول دي چې پوستکۍ په پوستکي ولګیږي، یا دا چې مراد ترې جماع ده لکه څرنګه چې ابن عباس وايي؟

د تیمم په تړاو په آیت کې راغلۍ د (صعید) ټکۍ څنګه باید تفسیر شي، آیا یوازې خاوره ترې مراد ده کنه هرڅه چې د ځمکې له جنس څخه وي؟

په آیت کې د تیمم په هکله راغلۍ د ید (لاس) څخه مراد څه دی چې وايي: (فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ) آیا یوازې د لاس ورغوي یا خپړ ترې مراد ده کنه په دې هم همغه د اوداسه حکم جاري کیږي چې تر څنګلو پورې باید مسحه شي؟

د دې ټکي معنا څه ده چې وايي (فلم تجدوا) آیا په حکمي توګه د اوبو نشتوالۍ ترې اخیستل کیږي اګر که په حقیقي توګه اوبه موجودې هم وي؟ د بیلګې پو توګه یو څوک اوبو لري خو اړتیا ورته لري چې ویې څښي، اوړه پرې لامده کړي او داسې نور؟ په دې هکله علماوو اختلاف کړی.

او دېته ورته نور احتمالات چې هر امام د خپل درک او ژورې څیړنې له مخې پرې عمل کړی.

د بشر طبیعت:

الله جل جلاله انسانان په مختلفو طبیعتو سره پیدا کړي، د هر انسان سره خپلواک شخصیت موجود دی، ځانګړی فکري ځواک لري، ځانګړې شخصي کړنلاره پلې کوي، دا ټول د هغه په مادي او معنوي وجود کې انځوریږي، لکه مخونه یې چې سره ورته نه دي، غږونه یې یو شان نه دي، د کوتو ختونه یې برابر نه دي، همداشان د دوی فکري رنګ او ذوقي میل سره برابر نه دی، هر یو په خپل فکر او نظر سره اشخاص، دریځونه او کړنلارې ویني.

دا به د وخت ضایعه وي که څوک ټول خلک په هر څه کې یوشان غواړي، دا به د فکر کمزوري وې چې څوک د خلکو نه دا وړ اختلاف له منځه وړل غواړي، غواړي ټول خلک په یوه لین او یوه څیره وویني، دا یو ناشونۍ او غیر ممکن کار دی ځکه دا د انساني فطرت سره اړخ نه لګوي کوم چې الله جل جلاله د دې بشر په وجود کې نغښتۍ، بیا که څوک وتوانیږي چې په ډیرو هڅو دا اختلاف په یوه ټولنه له ټولنو کې له منځه یوسي نو دا به د الله د خلقت مخالفت څرګند شي او په دې توګه به بشر ترې ګټه وانخلي، یاده دې وي چې د الله د خلقت سره مخالفت زرترزره د خدایي عذاب د راکوزیدو لامل کیدی شي.

بیا دا اختلاف د دوښمنیو ټکر نه دی بلکې یو سر سریز نوعي اختلاف دی، چې په بنسټیزه توګه د نوعې اختلاف د ځواک او قوت مصدر دی، او د الله جل جلاله د خدایۍ د لویو نښانو څخه یوه لویه نښانه ده، او د هغه د حکمتونو یوه بې سارې نمونه ده (وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ 22) الروم، او د الله د قدرت د نښانو څخه پیدا کول د آسمانونو او ځمکې دي او اختلاف د ژبو او رنګونو ستاسې دی، بیشکه په دغه اختلاف کې ډیرې نښې د قدرت دي لپاره د پوهانو.

لکه څرنګه چې الله د خرماوو خوراکي بڼه سره مختلفه کړې، د فصلونو او زراعتونو خوندونه یې سره مختلف کړي، د زیتونو او أنارو څیرې یې سره مشابه او غیر مشابه جوړې کړې، مختلف زراعتونه او مختلفې میوې یې بشر ته پیرزو کړې (يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ) چې په یو اوبو سره اوبه کیږي او ځینې په ځینو نورو په خوراک کې غوراوۍ مومي، همداشان الله جل جلاله انسانان هم د یادو شوو څیزونو په څیر پیدا کړي اګر که ټول نارینه یا ښځینه دي.

لیدلي به مو وي چې ځینې انسانان تشدد او سختۍ ته میلان لري، ځینې بیا آساني او هوسایي خوښوي، ځینې انسانان د قرآني متن ظاهر ګوري او عمل پرې کوي، ځینې نور بیا د دیني متنونو روح او معنا لټوي، ځینې د خیر په لټه کې دي ځینې د شر څخه ځان خبروي ترڅو ورته ونه رسیږي، ځینې د پراخه او نرم طبیعت څښتنان دي ځینې ګونځې او تریخ طبیعتونه لري.

دا انساني او بشري صفات او نفسي غوښتنې دي، چې ضرور په کړنلارو کې انځوریږي، هغه وخت چې د څه په هکله حکم کوي، د کوم څیز په تړاو دریځ نیسي یا کومه کړنلاره خپلوي، هرڅوک د شته پوهې او درک په رڼا کې حکم پرې کوي، چې همدا بیا د فقهې په علم کې را ښکاري، سیاستونه ترې جوړیږي او یا په ورځنيو تګلارو کې ځای نیسي او سمبالیږي.

یوه ښکاره بیلګې د دا رنګه اختلاف موږ د دوو اصحابو په کړنلارو کې ګورو، چې دا دوه اصحاب کرام عبدالله بن عمر او عبدالله بن عباس رضی الله عنهم دي.

عبدالله بن عمر د خپل بشري طبیعت له مخې له ماشومانو لرې ګرځیده ترڅو د هغوی لاړې پرې ونه لګیږي او په دې توګه له نجاست څخه ځان وساتي، خو عبدالله بن عباس بیا تل ماشومان ډیر خښول او ځانته به یې نیږدې کول او ویل به یې دا ښکلې بویونه دي چې موږ یې بویوو.

عبدالله بن عمر به د سترګو څټونه هم په اوداسه کې منیځل، د ښځې په یوازې مس کولو به یې اودس مات شمیرلو، خو عبد الله بن عباس به بیا په دې توګه په اوداسه کې سختي نه کوله.

عبدالله بن عمر به د حج په مراسمو کې د تیږو د ویشتو په ځای کې کوزیدل د حج له سنتو څخه شمیرل، خو عبدالله ابن عباس به ویل چې دا کار سنت نه دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم کوزیدل دلته د تشریع په موخه نه وو.

عبدالله بن عمر به خوښول چې که په سختۍ هم وي ځان حجرالأسود ته ورسوي، له سعید بن منصور څخه روایت دی چې وايي قاسم بن محمد وویل: ما عبدالله بن عمر ولیده چې حجرالأسود ته د رسیدو یې ډیر ټینګار کولو تردې چې زخمي به شو (یعنې وینې به پرې ماتې شوې).

په یوه روایت کې راغلي چې هغه ته د دې کار وویل شول، هغه په ځواب کې وویل: د زړونو مینه ورسره پیدا شوې، غواړم زما زړه هم په همغو زړونو کې راشي.

خو بل خوا فاکهي د عبدالله بن عباس څخه په روایت کې وايي هغه به حجرالأسود ته په مزاحمت او سختۍ رسیدل مکروه ګڼل او ویل به یې: مه نورو ته اذیت رسوۍ او مه هم ځان په اذیت کوﺉ[iv].

مخکې له عبدالله بن عمر او عبدالله بن عباس څخه موږ ګورو چې د ابوبکر او عمر ژوند هم دیته ورته وو، هر یوه ځانګړې تګلاره درلوده، د خلکو د ستونزو په حلولو کې هر یوه ځانته نظر پلۍ کړی دی، ابوبکر به تل د آسانۍ او نرمۍ څخه کار اخیسته، خو عمر به بیا ځواک او قوت خوښولو، چې همدا د دوی طبیعت د دوی د ژوند په اړخونو کې را څرګندیږي.

د بیلګې په توګه د دوی دواړو نظریات د بدر د بندیانو په هکله سره ورته نه وو.

حافظ ابن کثیر په خپل تفسیر کې د دغه آیت لاندې کاږي (مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 67 لَّوْلاَ كِتَابٌ مِّنَ اللّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 68 فَكُلُواْ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلاَلاً طَيِّبًا وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ 69) التوبة، نه ښايي نبي لره چې وي ده لره بندیان تر هغه پورې چې ځواکمن شي په ځمکه کې، اراده لرۍ تاسې د اسبابو د دنیا، او الله اراده لري د آخرت، او الله ښه غالب ښه د حکمت څښتن دی، که نه وی حکم د الله مخکینۍ نو رسیدلۍ به وو تاسې ته په عوض د هغه فدېې چې اخیستې ده تاسې عذاب ډیر لوی، نو وخورﺉ تاسې له هغه ماله چې په غنیمت مو اخیستۍ حلال پاک، او وویریږﺉ له الله بیشکه الله ښه بښونکۍ ډیر مهربان دی.

(امام أحمد وايي: علي بن هاشم روایت کوي د حمید څخه چې هغه روایت کوي د أنس رضی الله عنه څخه: نبي کریم صلی الله علیه وسلم د بدر د بندیانو په هکله د بدر په ورځ مشوره وغوښته، نو ویې ویل: (الله جل جلاله تاسې پرې برلاسي کړي یاست) عمر بن الخطاب پورته شو او ویې ویل: اې د الله رسوله، سرونه به یې غوڅ کړو، نبي کریم مخ ترې وګرځاوه بیا یې مخ را واړولو او ویې ویل: (اې خلکو الله تاسې پرې برلاسي کړي یاست، او بیشکه دا ستاسې پروني وروڼه دي) بیا عمر پورته شو او ویې ویل: اې د الله رسوله سرونه یې باید غوڅ شي، بیا رسول الله مخ ترې واړولو بیا نبي کریم مخکینۍ خبره تکرار کړه، ابوبکر پورته شو او ویې ویل: اې د الله رسوله، موږ فکر کوو چې ته به بښنه ورته وکړې، او د دوی نه به فدیه قبوله کړې، وايي: نو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مخ څخه د غم نښانې لرې شوې، او ټول یې وبښل او په بدله کې یې فدیه ترې قبوله کړه، بیا وايي چې په همدې وخت کې الله جل جلاله دا آیت نازل کړ: (لَّوْلاَ كِتَابٌ مِّنَ اللّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 68). هغه زیاتوي: چې د سورت په لمړیو کې د ابن عباس څخه د مسلم په حواله ورته حدیث یاد شو، أعمش وايي: د عمرو بن مرة څخه روایت دی چې هغه د أبي عبیدة نه روایت کوي او هغه د عبدالله نه روایت کوي او وايي: د بدر په ورځ رسول الله وویل: (د دغه بندیانو په هکله څه وايۍ؟) ابوبکر په ځواب کې وویل: اې د الله رسوله دا ستا قوم او ستا اهل دی، پرې یې ږده او توبه یې ومنه، کیدای شي الله یې توبه قبوله کړي، عمر وویل: اې د الله رسوله، دې خلکو ته دروغجن ګڼلۍ یې او ته یې له خپله کوره ایستلۍ یې، نو را وړاندې یې کړه چې زه یې سرونه ووهم، عبدالله بن رواحة وویل: اې د الله رسوله ته په داسې ځای کې یې چې لرګي ښه ډیر دي نو دا ځای له اوره ورته بل کړه او بیا یې پکې ور وغورځوه، رسول الله د مشورو په اوریدو چوپ پاتې شوه او ځواب یې ورنکړ، بیا پورته شو او د ننه ولاړ، ځینو خلکو ویل چې د ابوبکر مشوره به اخلي، ځینو ویل نه د عمر مشوره به اخلي، ځینو ویل د عبدالله بن رواحة مشوره به اخلي، رسول الله بیرته را بهر شو او ویې ویل: (بیشکه الله جل جلاله د ځینو کسانو زړونه دومره نرموي چې د شیدو نه هم نرم وي، او د ځینو کسانو زړونه دومره سختوي چې له تیږې هم سختیږي، بیشکه ته اې ابوبکره د ابراهیم په شان یې چې وايي (فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ 36) سورة ابراهیم، که څوک زما متابعت کوي نو بیشکه زما څخه دي او څوک چې زما نافرماني کوي نو بیشکه ته اې ربه غفور او رحیم یې، ستا مثال اې ابوبکره د عیسی په شان دی چې وايي (إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 118) سورة مایده، که عذاب ورکړې اې ربه نو بیشکه ستا خپل بندګان دي، او که بښنه ورته وکړې نو بیشکه ته ښه غالب او ښه د حکمت څښتن یې، او ستا مثال اې عمره د موسی په شان دی چې وايي: (رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُواْ حَتَّى يَرَوُاْ الْعَذَابَ الأَلِيمَ 88) سورت یونس، اې ربه زموږ د دوی مالونه ترې واخله او د دوی زړونه نور هم سخت کړه ترڅو ایمان را نوړي او ستا دردناک عذاب وویني، ستا مثال اې عمره د نوح په څیر دی چې وايي: (رَّبِّ لاَ تَذَرْ عَلَى الأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا 26) سورت نوح، اې ربه مه پریږده په ځمکه کې له کافرانو هیڅ یو، نو تاسې اې بندیانو نشۍ خلاصیدی مګر په اداء کولو د فدیې یا وهلو د غاړې ستاسې.

همدا د خلکو طبیعتونه او مزاجونه سره مختلف دي چې په بنسټ یې دریځونه سره ورته نه دي، که تاسې سکه وروڼه وګورﺉ همداسې دي، چې ښکاره مثال یې دوه وروڼه پیغمبران موسی او هارون علیهماالسلام دي، یا د صحابه وو نه حسن او حسین رضی الله عنهما کتلۍ شۍ، که تاریخ مطالعه کړﺉ نو وبه ګورﺉ چې هر یو ځانته طبیعتونه درلودل او د د طبیعتو له مخې یې په دریځونو کې هم توپیر موجود وو، سره د دې چې خدايي احکام د دوی په وړاندې پټ او نا څرګند نه وو.

د جهان او ژوند طبیعت:

د جهان هغه وړه برخه چې موږ پکې اوسیږو رب تعالی په مختلفو رنګونو او انځورونو سره پیدا کړې، رب تعالی وايي: (أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ 27 وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء ۲۸) فاطر، آیا نه ګورې چې الله جل جلاله د آسمان نه اوبه را تویوي او بیا موږ پرې مختلفې میوې را وایستلې حال دا چې مختلف دي رنګونه یې، او ځینې د غرونو خاوندان د لارو سپینو او سرو دي چې رنګونه یې سره مخالف دي او ځینې دي تک تور.

که لږ ژور فکر وشي دا اختلاف چې قرآن ورته اشاره کړې څه د ټکر او تناقض اختلاف نه دی لکه څرنګه چې هر وخت زه ورته اشاره کوم، بلکې د تنوع او رنګارنګ څیرو اختلاف دی، د همدې وجې نه په قرآن کې ډیر داسې راځي چې وايي (مختلف الوانه) رنګونه یې مختلف دي، چې د یوه سورت نه په زیاتو ځایونو کې راغلي، او د یوه مناسبت نه په زیاتو مناسبتونو کې یاد شوي.

قرآن په ښکاره ټکو نیغ په نیغه دا ردوي چې ګواکي د جهان په خلقت کې څه تناقض یا عیب موجود دی وايي: (مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ) وبه نه وينې ته په پیدایښت د رحمان کې څه تفاوت (عیب).

همدارنګه د ژوند مختلف اړخونه هم توپیر پیدا کوي تغیریږي، د مختلفو لاملونو سره رنګارنګ اوړي راوړي، وخت او ځای ته په کتو ژوند هم مختلفې څیرې غوره کوي.


[i] : حدیث بخاري په خپل صحیح کې د تفسیر او فضایل القرآن په کتابونو کې روایت کړی.

[ii] : متفق علیه دی، لکه څرنګه چې په لؤلؤ والمرجان کې راغلي چې شیخانو ورباندې اتفاق کړی د حدیث شمیره  ۴۶۸ ده.

[iii] : ایثار الحق علی الخلق کتاب وګوره، ص ۳۷۵، چاپ دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[iv] : الفتح ج ۳۷۵-۳۷۶/۳.

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف / اصلاح انلاین

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: