د عصري ادارې نښې او ځانګړينې

مديران يي بايد ولولي؟
د نن زمانې عصري او كاميابه اداره بايد د خپل د ښه والي او ګټورتوب په موخه ځينې ځانګړنې او ټګي په پام كې ونيسي چې په لاندې توګه ورته اشاره كيږي.
نرمښت او د پرمختګ لپاره نوښتونو په وړاندې كولو دوامداره توان درلودل.
او د دغې موخې د لاسته راوړلو لپاره ستراتيژيكو تګلارونه يوه داده چې نوي افكار او نوښتونه و هڅول شي چې د جاپان په ادارو كې خبره لدې څخه هم په مخ لاړله او هغه داسې چې هرې ادارې د كال په سركې خپل كاركونكي او افراد اړويستل څو نوي پلانونه او پروګرامونه وړاندې كړي چې ترټولوښو لسو ته به يي ډالۍ او جوايز وركولې اوهغه بيا د كار په ډګر كې د پلي كيدو لپاره وړاندې كيدل تر څنګ يي بيا د كال په اخر كې پايلو ته كتنه كيده چې كه ښه پلان به يي جوړكړۍ وو نو په وظيفه او رتبه كې يي پرمختګ صورت نيولو .
خو د نويو افكارو لپاره د ذهنونو د هڅولو اوپه كار اچولو تګلاره نور شمير مهارتونو ته اړتيا لري چې له افرادو سره مرسته كوي:
۱_ له مامورينو سره ښه چلند او په خلاص ذهن تعامل كول.
۲_ د كار د طبيعت د پرمختګ لارو چارو او ستونزو د حل په اړه پرانيستې مناقشې او څيړنې كول.
۳_ د هر چا خبره په ښه توګه اوريدل.
۴_ ټولو ته د هغوى د علمي او ټولنيزو سويو په پام كې نيولو پرته درناوۍ او احترام درلودل.
۵_ پوښتنه او د څرګنداوي غوښتنه.
۶_ كه نوي افكار ډير ساده هم وي ملنډې پرې ونه وهل شي.
۷_ د هرې نوې طرحې ستاينه او  هغه هڅول د لا پرمخ بيولو غوښتنه كول.
۸_ د راحت او فكر په كار اچولو لپاره كافي وخت وركول.
۹_ تخصص لرونكي ذهنونو نه ګټه اخيستل.
۱۰_ خطا او سهوه منل او له هغه سره مثبت چلند كول ترڅو ترې ښه او ګټوره پايله را ووزي.
۱۱_ د وظيفې او معاش زيات والى، په كار كې له نوښت او پرمختګ سره تړل.
۱۲_ په پيښ حالت قناعت نه درلودل بلكې د نوښت په لور هڅه كول.
۱۳_ په ګواښ ، ناكامۍ او برياليتوب كې د ګډون روحيه ايجادول.
۱۴_ د ټولو افكارو او طرحو ساتنه تر څو د اړتيا پرمحال ترې ګټه واخيستل شې.
دا څرګنده خبره ده چې د ادارې په چاپيريال كې ډول ډول افراد او مشران شتون لري چې ځينې بيا يا د ښه نيت يا بد نيت او يا هم د ناپوهۍ له امله افكار او نوښتونه په پيل كې وژني نو ځكه خو د دغو ټكو يادونه اړينه و بلل شوه تر څو مونږ هم د افكارو او نوښتونو له وژونكو څخه ونه اوسو بلكې د افكارو او نوښتونو هڅونه او غوړيدنه زده كړو او كه دا كار مو ونه كړ نو بيا به مونږ له ډيرو هغو ادري افتونو څخه ځان خلاص نه  كړو چې زمونږ په ټولنه كې خپاره دي او د اصلاح ، پرمختګ او نوښتونو ملا ماتوي او راتلونكى مو له ګواښ سره مخامخ كوي

 ژباړه : عبدالفتاح جواد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب