ادبي فنون

د عروض علم

ضروري توضيح :

دمخه تردې چي تاسي د عروض علم وپېژنئ، دا نكته بايد تاسي په زړه ولرئ چي د پښتو ملي اشعار چي ددې ادب مهم ركن دى د عربي ژبى د عروض تر قواعدو لاندي كورت نه راځي، بلكي د اروپايي ژبو د اشعارو په څېر د سيلاب او سيلابل له رويه وېشل كيږي، او په هجايي صورت ئې سم او ناسم سره بېليږي، چي وروسته به درته راوړه شي.
هو ! د پښتو ځيني اشعار په عربى عروضو تكلفاً برابريږي مګر دا اشعار د دېوانو اشعار دي چي شاعرانو يې د عربى او پارسي په تقليد اشعار ويلي دي په دې تكلفي اشعارو كي هم اكثر شعرونه نه برابريږي، ځكه چي د پښتو د ځينو كلمو ابتداء په ساكن كيږي نو كه دا كلمې د بيتو په سر كي راشي ددې دپاره په عربى عروضو كي هيڅ قاعده نه لري، ځكه چي په عربي كي ابتداء په ساكن له سره شته نه، او بل دا چي خليل بن احمد د عربى ژبي دپاره بحور ټاكلي نه ( ددوي په اصطلاح) دعجمي ژبو دپاره، تر دې يادوني وروسته به نو اوس دعروض دعلم په ښووني پيل وكړو، او څنګه چي پښتو شعرونه اصلاً نه پر برابريږي او هغه چي برابريږي هم بې خونده دي نو مثالونه د پارسي څخه راړو كه څه هم دا عروض د پارسي ژبي دپاره هم نه دي وضع شوي.

تعريف :

عروض عرضه كولو ته وايي (1) او اصطلاحاً هغه علم دى چي دعربي شعر د اوزانو كره او ناكره صحيح او فاسد په پېژندل كېږي (2).

موضوع :
ددې علم موضوع شعر ته د سموالي اوناسموالي له حيثه كتل دي.(3)

واضع :
د عروض د علم واضع خليل بن احمد الفراهيدي دى چي په دوهم هجري قرن كي ئې ژوند كاوه. (4) كه څه هم تر دې دمخه نورو شاعرانو پر همدې عروضو برابر نظمونه ويلي وه مګر دا علم چا نه وْ ورته وضع كړي.

دا علم ولي عروض بولي ؟
ځكه چي اشعار د خليل پر قواعدو عرضه كيږي، او څوك لا وايي چي خليل دا قواعد په عروض كي چي يو ځاى دي وضع كړي دي نو د هغه ځاى په نوم ئې ياد كړيدي. (5)

د عروض اركان :
د عروض د علم ركنونه ددې علم اجزاء او افاعيل دي افاعيل هغه متحركات او سكنات دي چي بيت ځيني جوړيږي، بيت په عربي خوني او كور ته وايي هر بيت دوې برخي وي ، چي هري برخي ته مصراع يا مصرع وايي، او مصراع د دروازې يوې پلې ته وايي د بيت د لومړۍ مصراع لومړي جز ته صدر وايي او آخر جز ته يې عروض د دوهم مصراع لومړى جز ابتداء او وروستى جز ضرب يا عجز بولي او هغه اجزاء چي د صدر او عروض يا ابتداء او ضرب په مينځ كي راځي هغه ته حشو وايي.(6)

افاعيل :

افاعيل لس كلمې دي : فعولن، فاعلن، مفاعيلن، فاعلاتن، مستعفلن، مفاعلتن، متفاعن، مفعولات، فاعلاتن، مس تفع لن، چي دوره ئې پنځه حرفيز او نور ټول اوه حرفيز دي، د درو شيانو څخه تركيبيږي : سبب، وتد، فاصله.
سبب دخېمې مراندو ته وايي، وتد ئې زيرك دى فاصله د دوو مراندو تر منځ جلاوالي ته وايي، او دلته سبب دوه حرفيزه كلمه ده، نو كه ئې آخر ساكن وْ لكه “تن” خفيف سبب ورته وايه شي، او كه متحرك وْ ” تنه ” (غير ملفوظي هـ) ثقيل سبب دى، وتد درې حرفيزه كلمه ده نو كه ئې د مينځ تورى ساكن وْ لكه “تان” هغه مفروق وتد دى او كه يې آخر ساكن وْ لكه (وزر) مجموع وتد ورته وايي، فاصله څلور حرفي يا پنځه حرفيزه كلمه ده دا هم كه اول درې توري متحرك او څلورم ساكن وْ، لكه اچول د اصغرا فاصله بولي او كه څلور توري متحرك او پنځم تورى ساكن وْ، لكه اچولى دا نو كبرى فاصله ده.

زحافات :
افاعيل كله كله د خپل اصلي حاله تغير خوري،دې تغير ته زحاف وايي زحاف له مقصده ليري كېدل دي دا زحافات پر درې قسمه دي : يو دا چي متحرك ساكن كړي، بل دا چي د ركن له تورو يو تورى كم كړي، دريم دا چي پر اصلي تورو نور څه اضافه كړي، ټول ازحيف پنځه دېرش دي. (7)

1. اخمار :
په لغت كي بوټول او ډنګرولو ته وايي، اصطلاحاً د متفاعلن (ت) ساكنول دي، او څنګه چي دا غير مانوس كيږي نو متفاعلن په مستفعلن اوړي، اخمار خاص په بحر كامل كي راځي.

2. عقب :
سر تړلو او د وني د ښاخ غونډولو ته وايي، اصطلاحاً د مفاعلتن د لام- ساكنول دي، دا په بحر وافر كي راځي.

3. خبن :
پټولو ته وايي، اصطلاحاً د هغه خفيف سبب ساقطول دي چي د ركن په اول كي راشي فاعلن په فعلن شي دا په رجز، رم، مديد، بسيط، متدارك، سريع، خفيف، مجتث، منسرخ او مقتضب كي راځي.
4. وقف :
درېدو ته وايي، او اصطلاحاً د مفعولاتو د (ت) ساكنول دي، دا په سريع، منسرح، مقتضب بحرو كي راځي.
5. طى :
د كالو يا كاغذو پېچلو ته وايي، اصطلاحاً د هغو دوو خفيفو سببو د څلرم ساكن توري ساقطول دي چي بې فاصلې د ركن په اول كي وي، نو مستفعلن به مستعلن او مفعولات به مفعلات شي دا په بسيط، رجز، سريع، منسرح او مقتضب بحر كي راځي.

6. قبض :
تړلو او بندېدلو ته وايي، مګر اصطلاحاً د پنځم سببي ساكن توري ساقطول دي نو مفاعيلن به مفاعلن او مفعولن به فعول پاته شي.دا په طويل، مديد، هزج اومتقارب كي راځي.

7. عقل :
د اوښ زنګون تړلو ته وايي، خو په اصطلاح كي د مفاعلتن د ركن متحرك لام ساقطول دي، دا په بحر وافر كي راځي.

8. كف :
د ګرځول او جامې د كنارې كنډولو ته وايي، اصطلاحاً د اووم سببي ساكن تورى ساقطول دي، نو مفاعيلن به مفاعيل او فاعلاتن به فاعلات شي دا په طويل، مديد، رمل، خفيف، مجتث او مضارع كي راځي.
9. وقس :
مغزي ماتولو ته وايي، مګر اصطلاحاً د متفاعلن د ركن دوهم متحرك توري ساقطول دي دا په بحركامل كي راځي.
تبصره : 
(تردې ځايه پوري مفرد زحافات بلل كېده تردې وروسته ئې مزدوجه زحافات بولي)

10. شكل :
څلور پښې په رسۍ تړلو ته وايي، اصطلاحاً متصل د فاعلاتن او مستفعلن په ركن كي د خبن او كف يو ځاى كېدل دي، دا په مديد، خفيف، رمل او مجتث كي راځي.

11. خزل :
پرېكول، كمول دي، اصطلاحاً مضمن، متفاعلن مطوي كول دي يعني څلرم تورى، ساقطول دي دا په بحر كامل كي راځي.

12. تشعيث :
د تيتولو او تللو په معنا دي اصطلاحاً د فاعلاتن د وتد مجموع له دوو متحركو څخه يو تورى ساقطول دي دا په مديد، خفيف رمل او مجتث كي راځي.

13. اذاله :
لمن ايله كولو ته وايي، او دلته د آخر ركن په وتد مجموع كي الف زياتول دي نو مستفعلن به مستفلان او فاعلن به فاعلان او متفاعلن به متفاعلان راشي، دا په رجز، متدارك، بسيط، كامل، سريع، منسرخ او مقتضب كي راځي.

14. قصر :
لنډولو ته وايي، خو اصطلاحاً دا درې چي سببي ساكن د ركن او آخره څخه وغورځوي او تر هغه دمخه تورى ساكن كړي، نو مفاعيلن به مفاعيل او فاعلاتن به فاعلات او فعولن به فعول او مستفعلن به مستفعل شي او دا په طويل ، مديد، هزج،رمل متقارب،مضارع خفيف او مجتث كي راځي.

15. قطع :
پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً دادى چي د وتد مجموع ساكن د ركن له آخره وغورځوي او تر ده دمخه تورى ساكن كړي، نو له مستفعلن څخه به مستفعل او له فاعلن څخه فاعل او له متفاعلن څخه به متفاعل پاته شي دا په رجز كامل، متدارك، بسيط،مديد، سريع، خفيف او مقتضب كي راځي.

16. كسف :
د اوښ پوندي پرېكولو ته وايي، د مفعولاتو د اووم حرف ساقطول دي يا د وقف او كف اجتماع ده دا په سريع، منسرح، مقتضب كي راځي.
17. حذف :
له يو شي څخه يو شى كمول دي، د ركنو له آخر څخه د خفيف سبب ساقطول دي يا دوقف او كف يو ځاى والى دى، دا په مديد، خفيف، هزج، رمل، مضارع، مجتث، طويل او متقارب كي راځي.

18. اخذ :
اخيستل او قطع كول دي، دلته د اركانو له آخر څخه مجموع وتد ساقطول دي، دا په كامل، بسيط، رجز او متدارك كي راځي.

19. صلم :
د غوږ او پزي پرېكول دي، اصطلاحاً د مفعولاتو د پاى مفروق وتد ساقطول دي دا په سريع منسرح او مقتضب كي راځي.

20. قطف :
د انګور د وږي يا نور څه پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً د مفاعلتن په آخر كي د خفيف سبب ساقطول او دمخه تر هغه ساكتول دي يا د عصب او حذف اجتماع ده، دا په وافگر بحر كي راځي.

21. بتر :
د لكۍ پرېكولو ته وايي، يا له بيخه كښل ، اصطلاحاً په فعولن كي د حذف او قطع يو ځاى كېدل او په مفاعيلن كي دحب او حزم اجتماع، دا په متقارب، هزج، رمل، مضارع، مجتث او خفيف كي راځي.

22. تسبيغ :
لغتاً تمامولو ته وايي، اصطلاحاً په خفيف سبب كي چي د ركن په آخر كي راغلى وي او په عروض او ضرب كي واقع وي الف زياتول دي، دا په هزج، رمل، مضارع، متقارب، مديد، طويل او مجتث كي راځي.
23. ترفيل :
لمن اوږدول دي، پر مجموع وتد باندي چي په عروض او ضرب كي واقع شي خفيف سبب زياتول دي دا مختص په عربي پوري دى، په پارسي كي لږ راځي په عربي كه هم په بحر كامل كي دى.

24. جدع :
پزه او غوږ او لاس پرېكول دي، د مفعولات څخه د دواړو سپكو سببو غورځول اود “ت” ساكنول دي دا په بحر سريع، منسرح او متقضب كي راځي.

25. حب :
خسي كول دي، او اصطلاحاً د مفاعيلن د ركن څخه د دوو خفيفو سببو ساقطول دي دا په بحر هزج او مضارع كي راځي.

26. هتم :
په لغت كي غاښ له بېخه كښل دي، اصطلاحاً په ففاعيلن كي د حذف او قصگر يوځاى كول دي، دا په بحر هزج او مضارع كي راځي.

27. نحر :
د اوښ د غاړي پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً د مفعولاتو د تا او د دوو خفيفو سببو ساقطول دي دا په سريع، منسرح او متقضب كي راځي.

28. مراقبه :
په لغت كي د يو بل ساتني ته وايي، اصطلاحاً په مفاعيلن مفعولات، مستفعلن كي يوازي د دوو خفيفو سببونهْ حذفول، دا په مشاكل، قريب او جديد كي لازم او په سريع ، منسگرح او خفيف كي روا دي.

29. معاقبه :
په يو بل پسي تلل، اصطلاحاً دوه خفيف سببونه چي په شعر كي يو ځاى شوي وي د هغو دواړو ساقطول يو ځاى روا نه دي دا په مديد، منسرح، رمل، وافر، هزج، خفيف، طويل كامل مجتث كي راځي.

30. زلل :
په لغت كي هغه وزن ته وايي چي غوښي نه لري، اصطلاحاً په مفاعيلن كي د هتم او حزم يوځاى كول دي دا په هزج او مضارع كي راځي.

31. عقص :
د وېښتانو پېچل، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د حزم او نقص يو ځايوالى دى دا په وافر كي راځي.

32. خبل :
په لغت كي لاس او پښه پرېكول دي، په مستفعلن او مفعولات كي دخبن او طى يو ځاى كول دي دا په منسرح او نورو كي راځي.

33. غضب :
په لغت كي د پسه يو ښكر كېدل دي، اصطلاحاً د مفاعلتن په ركن كي حزم دى او په وافر كي راځي.

34. خرب :
په لغت كي ورانول دي، اصطلاحاً په مفاعلين كي د خرم او كف يو ځاى كېدل دي، دا په هزج او مضارع كي راځي.

35. شتر :
د سترګو باڼو اوښتل دي، اصطلاحاً په مفاعيلن كي د خرم او قبض يو ځاى كېدل دي، دا په هزج او مضارع كي راځي.

36. ثلم :
په لغت كي كنډو كول او ګوښه كېدل دي، اصطلاحاً د فعولن خرم، كول بېله كوم تغيره دا په طويل او مقارب كي راځي.

37. ثرم :
د مخ د غاښ ماتولو ته وايي، اصطلاحاً په فعولن كي د قبض او خرم يوځاى كېدل دي دا په طويل او متقارب كي راځي.

38. خرم :
پزه پرېكول دي، د هغه مجموع وتد څخه چي د ركن په سر كي راسي لمړى متحرك تورى ساقطول دي دا په هزج او مضارع كي راځي. 

39. قصم :
غاښ ماتولو ته وايي، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د عصب او خرم يو ځاى كېدل دي، دا په بحر وافر كي راځي.

40. جمعه :
په جنګ كي سړى بې نېزې كېدلو ته وايي، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د عقل او عصب اجتماع ده.

بحرونه :

د عربي عروض بحرونه شپاړس ټاكل شويدي چي پنځلس خليل بن احمد جوړ كړي او يو بحر متدارك ابوالحسن اخفش باندي زيات كړيدى. شپاړس بحرونه دا دى :

(1) بحر طويل :
بيت په بحر طويل كي په څلور واره فعولن، مفاعيلن تمامېږي يعني داسي :

فعولن مفاعيلن فعولن مفاعيلن 
مثال چه ګويم نګارينا كه بامن چها كردي
فعولن مفاعيلن فعولن مفاعيلن
قرارم دل بــــــردى زصبرم جدا كردي

(2) بحر مديد :
په دې بحر كي بيت په څلور واره فاعلاتن فاعلن تماميږي مثلاً :
دل زهجرت اى صنم خون خود را ميخورد
جان بدستت اى پسر جامه برتن مى درد
“جامي”
(3) بحر بسيط :
ددې بحر بيت په څلور واره مستفعلن فاعلن تمامېږي مثلاً :
چون خار وخس _ روز وشب افتاده ام در رهت
باشد كه برحال من افتد نظر ناګــــــــــــــــــــــهت 
“جامي”

(4) بحر سريع :
په دې بحر كي بيت په دوه واره مستفعلن مستفعلن مفعولات تماميږي مګر د زحافاتو په اثر اوړي چي يو ډول ئې دادى : مفتعلن مفتعلن فاعلات مثلاً :
وقت ضرورت چونماند ګريز
دست بګيرد سر شمشير نيز

(5) بحر خفيف :
ددې بحر بيت په دوه واره فاعلاتن مس تفع لن فاعلاتن تماميږي مګر د زحافاتو په اثر اوړي چي يو ډول ئې دادى : فعلاتن مفاع لن فعلا تن راځي لكه :

اى صبا بوسه زن زمن دراورا
ورنرنجند لب چوشك كراورا

(6) بحر منسرح :
منسرح آسان ته وايي، دا بحر په څلور واره مستفعلن مفعولات تمامېږي مګر د زحافاتو په اثر اوړي مفتعلن فاعلات مفتعلن راځي لكه :
شاه جهان باد تا زمـــــانه بود
كز كرمش خلق شادمانه بود

(7) مجتث :
په څلور واره مس تفع لن فاعلاتن تمامېږي، مګر د زحافاتو په اثر اوړي چي يو ډول ئې دادى چي څلور واره مفاعلن فعالتن راشي لكه :
تو آن ګلى كه مه آسمان جبين تو بوسد
فلك زصد ره فرود آيد و زيدين توبوسد

(8) بحر مضارع :
د مشابه په معنى څلور واره مفاعيلن فاع لاتن راځي. او د زحافاتو په اثر اوړي يو ډول ئې مفعول فاعلاتن څلور واره راځي :

وزمن جفا نخيزد دانم كه نيك داني
از تو وفا نيايد داني كه نيـــــك دائم

“خاقاني”
(9) بحر مقتضب :
د پرېكولو معنا لري په دې بحر كي څلور واره مفعولات مستفعلن راځي او دا د منسرح عكس دى خو زحافات ئې اوړي يو ډول ئې فاعلات مفتعلن راځي لكه :

سرو ګلعذار مني فصل نوبهار مــــني
من اګر چه ننګ توام عز وافتخار مني

(10) بحر وافر :
اته واره مفاعلتن راځي لكه :
چه شد صمنا كه سوى كسى بچشم وفا نمى نګرى
زرسم جفا نمى ګذرى طريق وفا نمــــــــــــــــى سپري
“سيفى عروضى”

(11) بحر كامل :
اته واره متفاعلن راځي چي د زحافاتو په اثر اوړي او دوه واره متفاعلن ، مستفعلن، مستفعلان لكه :
چو عيان شوى آســــــــايدم روح وروان
چو نهان شوى از جان من خيزد فغان

(12) بحر هزج :
په دې بحر كي اته واره مفاعيلن راځي لكه :
ز فرق سر وتو ګرمـــاه مى تابد چه فرق آخر
ببين از راس آن سروم ، هلال ابروان قمرى

(13) بحر رجز :
اته واره مستفعلن راځي لكه :

اى چهره زيباى تو رشـــــــــــــــك بتان آذرى
هرچند وصفت ميكنم درحسن زان بالاترى

(14) بحر رمل :
اته واره فاعلاتن راځي لكه :
باز درپوشيد ګيتى تازه ورنـــــګين قبائى
عالمى را كرد مشكين بوى زلفى آشنايى

(15) متقارب :
اته واره فعولن راځي لكه :
زشرم رخت لالــــــــــه را داغ بردل
زرشك قدت سرورا پاى در ګل

(16) متدارك :
اته واره فاعلن راځي لكه :

حسن ولطف ترا بنده شـــد مهرومه
خط وخال ترا مشك چين خاك ره
تبصره :
د افاعيلو هر ركن د بيت يو جز دى او دبحرو بشپړ اجزا اته دي نو كه اته سره په يوه بيت كي راغلي وه هغه ته مثمن وايي، او كه شپږ جزو راغلي وي مسدس ئې بولي، او كه څلور جزو راغلي وي مربع ئې بولي، په عجمي ژبو كي مثلث او مثنى او موحد هم راغلي دي،مګر په عربي كي نشته او د هر بحر چي په اركانو كي تغير راغلى وي هغه بحر مزاحف بولي او كه تغير نه وي راغلى هغه سالم بولي

د پښتو عروض :

دمخه مو وويل چي د پښتو ملي شعرونه پر عربي عروضو نه برابريږي، اوځكه چي پښتو آريايي ژبه ده نو داروپايي ژبو د اشعارو په شان د سيلاب او سيلابل له رويه پېژندل كيږي، يعني په هجايي صورت ئې سم او ناسم سره بېليږي، كه څه هم د پښتو ځينو شاعرانو د پاړسي ژبي د شاعرانو په څير خپل اشعار په زور او ستم برابر كړي مګر په عمومي او اساسي ډول هېڅ نه برابريږي – دا ولي ؟
يو خو دا چي پښتو آريايي ژبه ده او عربي سامي ژبه ده او د دواړو ژبو خصوصيات سره بېل دي، بل دا چي په پښتو كي ابتداء په ساكن بيخي ډېره راځي، او دا په عربي كي هـيڅ جواز نه لري، او نه خليل بن احمد پخپلو عروضو كي د ابتداء په ساكن مراعات كړيدى، له دې څخه هم ښكاري چي خليل خاص د عربي ژبي دپاره عروض جوړ كړيدي نو كه د پښتو د بيت په سر كي ابتداء په ساكن راشي، تقطيع به ئې څنګه كوو؟ ځكه نو بايد سېلاب وپېژنو:
سېلاب يوې هجا ته وايي، هجا د خولې يو وار ښورېدل دي، يعني د حروفو ډېر والي يا لږوالى اهميت نه لري مثلاً : در، ور، پر،كه څه هم دوه توري دي مګر سېلاب ئې يو دى، لكه لا داسي وي چي څلور توري يو سېلاب ولري لكه : ورور، ترور يا نور. دوه سېلابي كلمې لكه: اتر، خبر، زنه،پزه، ګټل، وهل، درې سېلابي كلمې لكه زړه ور، مرور، كښېناستل، څلور سېلابي كلمې لكه : دړي وړي، لاندي باندي ترله وتل. پنځه سېلابي كلمې لكه وژلي شوي، خوړلي شوي. شپږ سېلابي كلمې لكه خبري اتري، يا نوري داسي كلمې، سېلاب چي وپېژانده شو نو دا هم ښكاره ده چي دپښتو د شعر په تقطيع كي فقط حركت او سېلاب اهميت لري د تورو ډېرښت ته نه كتل كيږي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: