د عبرت په آئینې کې | یو بیتۍ
هره پـــــاڼه چي د ګــل څـــخه تویږي
صاحبدل په خپل انجام باندې پوهیږي
«««««««
چې هر چا نه په دنیا کې ، تل قربان او صدقه یم
په خپل عجز یم رسیدلی ، ځکه دومره شکسته یم
«««««««
په غرور کې ، په ټول عمر وم ستـــــومانه
چي په خود شــــوم ، عمر تللی وو له ما نه
«««««««
که دنیا بی وفایي نه ، څوک غافل دی
د عبرت درس په فریاد کې د بلبل دی
«««««««
که دمرګ څخه ډار نه وي ، دا به څنګه زنده ګي وي
مرګ نشان د معرفت دی ، په هر شی، چي په خلقت دی
«««««««
په غرور کې مي نظر وو په خپل ځان
عاجزۍ کې مي نظر شو په جــــــــهان
«««««««
بزرګۍ زیری می هلته په نصیب شو
چي د اوښــــکو ، سیــــــــلابو ، لمبیدلم
«««««««
انګازی چي د غرور می هر خوا اوری
زه همــاغه پرونۍ یم ، د خـــپو خاورې
«««««««
په یوه نفس په سوړ، د محشر لمر شي
که دا خپل سوزاو ګداز راسره مل وي
«««««««
رژیدو د ګل ته وګوره په خود شه
دفاني دنیا نه ، دومره اشارت بس
«««««««
د ویالي تر غاړه ، وګوره ، د عمر ګذر
خاوندانو ته دفهم ، همدومره اشارت بس
«««««««
دا چي څو کر خي په ګوتو باسی ، لارې
دغه ګوتي به سبا وي ، د ګـــور خاورې
«««««««
بی خــــــبره یو شــــــیبی کې و له فانی دنیـا یم تلـــونۍ
په خپل حال باندی می پام دی ، ځکه یمه ژړه غونۍ
«««««««»»»
درنه چوپتیا ده ، په نظر کې د غافل په هدیری کې
د عبرت رســــــــا غوږونه ، تر ی نه اوري حکــــــمتونه
«««««««»»»»»
زمانه په هر انداز عبرت سازی کړي
تر څو ویښ کړي له لکونو، له غافل
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
چي لـــــــه مکـره ، د فـــــــــــاني دنیــــا خـــــــبر وي
په خپل حال باندی یي ، هر لمحه نظر وي
«««««««»»»»»»»»
لکه ګل په شان غوړیږو،بیا یوه خولګي،خندیږو
خو په رمز کې د فانی ژوند ، تر قیامته نه پوهیږو
«««««««»»»»»
فرصت مو غنیمت کړۍ ، ځان مه پریږدۍ وزګار
زمانه هســـــــي تیریږي ، درنګ نه کـــــړي، روزګار
«««««««««««««««
چي فاني دنیا له مکره وي ، غافل
دا ده نښه د مغرور او د جــــــاهل
«««««««»»
هر شی چي ګورم ، فنا کیږي ، دلته هیڅ شی نه پاتي کیږي
عبرت په سل رنګه طرزونو، په دي چمن کې ښکاره کیږی
«««««««»»»»»
لکه تصویر په سینمـــــــا کې ، پردي له مـخي نه تیریږي
غافله زه یم له حقیقت نه ، چي راته ژوند غوندی ښکا ریږي
«««««««»»»»»
د عبرت نښي به ډیري ورښکاره شي
چـــــــا چي سترګي وي پرانیستي د لټون
«««««««»»
«««««««««
تصور کې چي خپل عجز مخي ته دریږي
د زړه ویني می له سترګـــو نه توییږي
«««««««
نه پو هیږم څه اسرار دی دفنــــــا ،او څه حکمــــــــت
چي چا ونه لوست له دي دیوان نه حرف و عبارت
««««««««««««««
نه پوهیږم چي زه څه یم ، پیدا شوي زه په څه یم
سر ګردانه دي عالـــــم کې ، له معنی نه خبر نه یم
««««««««««««««
له دي خاورو پیــــدا کــــیږو ، په همـــــــــدي خـــــــاورو فنا کیږو
په همدي دستور روان یو ، په خپل تکلیف هم نه پوهیږو
««««««««««««««
څوک هر لمحي کې ، د دنیا له مکارۍ وي ، خبر دار
څـوک په آواز د کلندونو ، د ګور کن کې شي بیدار
«««««««»»»
چي تیریږۍ می له قبره په غرور او به خرام
دلته وګوره آیيني کې ، د عبرت خپل انجام
«««««««
په ټول عمر په عذاب کې ، روح او تن وو
عمر نه وو ، په رښـــتیا چي ځنــــــــــکدن وو
«««««««
تن وجود مو په ټول عمر خوار و زار وو
ژوندون نه وو، هسي مرګ ته انتظار وو
«««««««««««
زه همداسي چي یو دم ، بی خبري کې یم راغلی
بی خــبره یوه ورځ به ، له فــــــــــاني دنیا یم تللی
«««««««««««
تغافل په دي چمـــــن نه دی ، په کار
ځکه پټ یي خار وخس کې دي ، اسرار
«««««««
اشارت د عاجزۍ دومره دی ، بس
چي طوفــان کې د فنا یم لکه خس
«««««««»»
لا یو دوه ټکي پوه نه وم ، په اســـــــــــرار د دي دنیا
چي می تګ شو ، په حیرت کې ، د عدم په لورې بیا
«««««««
د عارف په هر قدم کې ، په خپل حال باندی وي پام
ځکــــه ويني په رڼا د معــرفت کې ، خـــپل انــجام
«««««««
خبر دار له خپله حاله وي ، مدام
چي د زړه په سترګو چا ولید انجام
«««««««
پیدایښت کې چي له خاورو یو پیدا
فرق به څه وي ای غافله زما و ستا
«««««««پیدایښت کې چي له خاورو یو پیدا
فرق به څه وي ای غافله زما و ستا
«««««««
که مي سر شي په لحد کې ایری خاوري
هر ذرې کې به مصرع ســــتا د ثنا وي
«««««««»»»»»
ډیر حکمت په پټه خوله د ګل کې ، پروت دی
چي په رمـوز باندی یی رســــــی ، بلــــبلان
«««««««
د محشر د لمر به تاو هم ماته نه وي
که زما سره وي ، دا نمـجني ، سترګي
«««««««
په وجود کې ، روح اوتن راته ژړیږي
اشارت چي د رفتن ، راباندی ، کیږي
«««««««
داسي مه ګڼه چوپتیا می ، چي په هیڅ هم نه پوهیږم
لکـه ګل په خامـوشۍ کې ، په هزار ژبـــو وییږم
«««««««
درست وجود می ، لکه خس راته ښکاره شو
لامبو زن ، چي په ګــرداب د کایيــــنات وم
«««««««
که عدم دی که هستي ده ،که نیستی ده
په دي یو ځـــــــــــای کې هم نشته ،هوساینه
««««««««««««««
»»»»»»»
نازک وختونه
ساقــی ژر کړه ، د شــــــــــرابو نوبتونه
چي تیریږي ، د دنــــیا نازک وخـــــتونه
تر دي دمخــــــه ، چي مـکاره زمـــــانه
د سر کنډول څخه مو جوړ کړي جامونه
«««««««»»»
اندیښمند وګړي
د چا په مرګ باندی خندا نه ده په کـــار
چي ټاکـــل شوی ده ، بشــر ته دغه لار
په جهان وي اند یښمـــند هغـــــه وګړي
چي یي تل وي له خپل انجامه ځیني ډار
««««««««««««««
د غرور په لومه
څوک چي لافه د هستی وهی جــاهل دی
له خپل عجز ا و له انجام ځینی غافل دی
له خپل ځانه بی خبر ، هغــــه نادان وي
چي په لومه د غرور، نښـــتی ، تل دی
«««««««««««
د بلبلې پیغام
خــبر نه یـــي، د ســــحر په وخت بلبله
ژړه غونی ، لــه فــانی دنیــا په خـــپله
دا پیـغام یي ، په فریاد کې دی ، نغښتي
چی غفلت له خوبه ویښ ، شه ای غافله
«««««««»
د عبرت آوازونه
چي می پورته په غرور کــړل ، قدمــونه
له دي خاورو نه تر غوږ شول ، آوازونه
قـــدم رو ږده ، ای نـــادانه ، بــی خــبره
چي کـکرې دي ، مخـــونــه دي لاســونه
«««««««»»»
ازلی علم
له سپیرو خاورو یي ، جــوړ کړو زمونږ پیکر
نښي یي کیښودي ، په کــې د خـــــــــپل مظهر
که په سترګو د حکمت ځیر شئ ، خپل ځان ته
ښکـــــــاره به شـــــي ، د ازلي علــم ،ګـــوهر
«««««««»»»
فانی دنیا
زه هغه وم ، چي مي تل وو ، په خپل حــال باندی ژړل
هر نظـــــر کې د عبرت می ، خپل انــــــجام ته وو ،کتل
خواهشاتو د خپل نفس هومره ځـــــان باندی ، میشته کړم
چي یي هر دم د فـــاني دنیا لــــه مکره کـړم غافل
«««««««»»»»»»»
د روزګار مکتب
لوړ مکــــــتب د فلسفی دی ، روزګار
لوی استـاد دی ، د نادان او د هوښیار
د عبرت نښي پرتي دي هر زمـان کې
صاحبدل که وي ، په زړه باندی بیدار
««««««««
نوی عبارت
له هر بوټي د ګلــــشن نه ، بوی د رحمت راځي
له خاموشه خوله د ګل نه ، رمز د حکمت راځي
خـــاونـــــدانو ته د حــــــال ، پــه دي چمن کې
خار وخــس څــخه ، یو نـــوی ، عبارت راځي
««««««««««
د فانی دنیا عمر
ساقی راوړه ډک جــامونه ،په ســبا اعتبار نشته
دغــه دم په تیریدو دی ، په دنیــا اعتـــبار نشته
ته به څو پوری ډاډه یي ، د فـــانی دنیا په عمر
دلته هر شی ګذری دی ، په هیڅ چا اعتبارنشته
«««««««
سست بنیاد
که هر څومره په دي کور باندی ، خواری کړم
مهـــارت د استــادۍ ، او معمــاری کــــــــــړم
پاتي کیږي بــــه ضرور، په یـــــــوه ورځ کې
د فـــانی دنیـــا په مــخ چــــي ، آبــــادی کــــړم
««««««««««
نیمګړې آرزو ګانی
لا جوړ نه وي ، دوه دیوالــه مو د کور
اجل راشي په تړون کـــې شو ، د ګور
آرمانونه ، آرزو ګــاني شي ، نیمګړي
دي دنیــــــا نه په سفر شــو، په بل لور
«««««««»»»»»
انجام لیدل
هره خښـــــــــته له بنیاده ، دلتــــه خـــام وینم عالمه
د دنیا د مکــــــــارۍ هر خـــواته دام وینـم عــالــمه
داچي زه یم هر لمحي کې ، په سوچونو اندیشنو کې
زه د زړه په سترګو خدایږو، خپل انجام وینم عالمه
«««««««»»»»»»»»
د هستی نظام
د رحمت ورښت دي تل ، په خاص وعام دی
نیم کـــــتو کې دي ، په هرڅــه باندی پام دی
فلسفیـــان متــحیر دي ، ستــــا حــــــکمت ته
چي دا څرنــــــګه جوړښت ، ستا د نظام دی
«««««««
د اجل کمین
په فاني دنیا می هیڅ اعتـبار نشته
ځــکــــه دی نه ،د وفـــــــا انتــظار نشته
اجل هر ځای په کمین کې راته ناست دی
یو شیبه ، د اوســــیدو اخــتیار نشــــــــته
«««««««»»»
خپل عجز
یو شیبه لکه د ګرد په شـــان ښکاره شوم
په حیرت کې ، د جهان په ننــــداره شوم
لا په خپل عجز می ، نظر نه وو، لویدلی
چي لــه دي دارفنـــا نه ، آواره شـــــــوم
«««««««»
په رڼو سترګو نظر
دغه وخت دی ، چي په خلاصو سترګو و ګورو دنیا
ځان خبر کړو د هستي لـــــــه فلــسفی ، او له معنی
که نه بیا به پس له مرګه ، ډیر کــــلونه او عمرونه
خاوری خاورې به پراته یو ، د عــدم په لارې بیـــا
«««««««»»»»
د معنی لټون
د اجل څخه مو نشته دی ، خلاصون
که په پوهه ، ارسطو شــو ، افلاطون
بوعلی که ســــقراط کــه بقراط وو
د دي تکي د معــنی ول ، په لټـــون
«««««««««««««««««««««««
فلسفی نظر
په ژور سوچ چي می وکتل خپل ځــــــان ته
کوږ رفتار د دي جهــــان او د زمان ته
چي د عقل می نظر په عــجز ، پریوت
دومره لوړ شومه ، چي وختم آسمان ته
««««««««
فلسفی خیالات
په سو چــــونو زړه ته می ، رانغلو قرار
نه خیالات د فلسفی می شــــــــول ،مـهار
شیرین عمر ، په حیرت کې رانه تیر شو
خو ښکاره نه شو ، د پردې شاته اسرار
««««««««««
د تحقیق سوچونه
خاورې شوی دي ، سرونه په فکرونو
په تحــــــــقیق د حقیــقت او ګرویږ نو
فلسفیانو ډیری شپی دي سبــــا ، کړي
د خلقت په اندیښنو ، او په ســــوچونو
«««««««««
د اوښکو دریابونه
د دردمنو می په حــــال شـول ، قلم زړونه
چې احسـاس یی کړل ، زما د زړه دردونه
کاتبــــــان می د کرام ټول ، په ژړا ، کړل
چې له اوښکو نه می جوړ کړل ،دریابونه
«««««««»»»»»»
د فانی دنیا د سست بنادۍ په هکله ،او د فانی دنیا د نازکو لمحو نه د عبرت درس اخیستل، او په دې ګلشن کې په هیڅ شي له تغافله نه تیریدل ،دلته د روانو اوبو د کذر نه هم عبرت ټکي راټولول ،او دې ته هم پام اړول ، چې د غه سبا چې مونږ ورته انتطار یو ،چې دا سبا به وي او که نه، یعنی چې دا سبا چې مونږ ورته انتطار یو چې دا سبا به راځي او که نه، ځکه یو شیبی کې له دې فانی دنیا نه تلونې یو ،او یا بی خبره تګ لرو ،نو په کار ده چې د غرور او تکبر نه ځان وساتو ،چې د بایزید بسطامی په قول چې ( هیڅ کله د متکبر نه بوی د معرفت نه راځي )یانې څوک چې د خپل عاجزۍ درک کوی بی له شکه چې د معرفت وږمې ترې راخیږي ، دلته ښايی د عبرت غوږونه خلاص وساتو او د زمانې د هر ادأ نه چې زمونږ د عبرت او پند له پاره راڅرځي د عبرت ټکي واخلو،یعنی د عبرت او د لټون د زړه سترګي خلاصی وساتو، او د عبرت په آېینې کې یو ځل خپل انجام ووینو ،یانی د ګل د هر پاڼې د لویدو سره مونږ لکه د حال خاوندانو په څیر خپل انجام په کې ووینو،او د زړه او درک خاوندانو په شان د عبرت درس تری واخلو ،نو زما لاندني اشعار یو بیتی او څلوریځي ټول چې په دې مختصر کې دي، په همدې خبرو راڅرخي او دا مطالب په خوا کې نیسي