ادب، لیکوالي او ژبپوهنهشعر

د شعر د شكل او محتو ا تر منځ ا ړيکې

كه په دقيق ډول يو اثر او يا يو هنري پديده وكتل سي په حقيقت كي به هغه د شكل او مضمون د وحدت نتيجه وي چي ددوى په منځ كي د هنري ارتباط كړۍ يا مزي را ټينګوي . لكه چي د ټولنيزو او ادبياتو يو پوه ( فيستر) په خپل كتاب (ضرورت هنر در روند تكامل اجتماعي) كي ليكي چي د مضمون تر منځ نه شلېدونكي يوالى په ډير قوت موجود دى .

او هغه څه چي موږ په اثر كي ورته شكل وايو د محتوا يا مضمون د مادي حالت يو تعادل راښيي ، چي دا تعادل بيا ډير وخت تغير كوي ځني وخت په نامحسوس ډول او كله بيا د عمل په شدت سره ضديت پيداكوي زوړ شكل د منځه وړي او يو نوى شكل رامنځ ته كوي ، خو لكه   څنګه 

چي پورته اشاره ورته وكړل سول د شكل او مضمون تر منـــــــــــــــــــــــــځ نه جلاكېدونكي اړيكي موجودي دي . دا پيوستون ، اړيكي او انډول لاپخوا د پښتو ژبي تكړه شاعرانو راوړى او ذكر كړى دى چي يو ښه مثال يې د پښتو ژبي وتلى شاعر كاظم خان شيدا دى ، دى پدې هكله باندي داسي وايي:

مضمون د شعر لكه پيكر دى     رنګين الفــــــاظ يي رخت او زېور دى

ورته ضرور دي دا دواړه څيـــــــــــزه پيكـــــر كه هرڅومره دلربـــــا تــــر دى

په دغو ابياتو كي كاظم خان شيدا دا موضوع په عملي ډول څونه په ښه ډول ترسيم او انځور كړېده .

خو دلته داهم بايد په نظر كي ولرو چي هر اثر د خپلي چټكي ودي        په نتيجه كي شكل اړه وي خو مضمون  بيا د شكل ټاكونكى  ګرزي

چي بيا هم ددوى دواړو اړيكي يو د بله لازم او ملزوم دي چي په اصل كي دا ، انډول او اړيكي د ساده او لومړنيو پېژندګلويو په نتيجه كي په ښه ډول راڅرګنديږي خو په هر صورت پدې هكله باندي د ادبي پوهانو نظريات يو ډول نه دي چي ځني پوهان وايي چي په هره پديده كي د مضمون په پرتله د شكل موجوديت ځنډنى او د مضمون د تكامل څخه وروسته دى .بايد چي شكل  او محتوي د هري پديدې يو متعادل او متناسب حالت رامنځ ته كړي ، مګر مضمون ګړندى مخ كي دى خو شكل بيا وروسته او اخيرنى دى چي ددوى تر منځ يعني د شكل او مضمون تر منځ تضاد رامنځ ته كيږي .

نو همدا سبب دى چي نوى مضمون يا نوي محتوا د خپل ځان د هويت د څرګندولو دپاره و يوه نوي شكل ته اړتيا لري چي د تضاد قانون په لحاظ زوړ شكل نور له منځه ځي او يو نوى شكل اختياروي . چي دا مسئله هم د پښتو په اشعارو كي ښه او په څرګنده توګه ليدلاى سو . كه موږ د پخوانيو شاعرانو وڅېړو هلته به راته څرګنده سي چي ځنو شاعرانو په اشعارو كي د شكل د رويه په هغه وخت كي داسي الفاظ راوړي دي چي اوس يا هغه د استعماله لوېدلي او يا پكه ښكاري چي اوس هغه خپل هنري خوند او ښكلا د لاسه وركړې ده او هم يې د محتوا او شكل د رويه تعادل نه دى مراعات كړى . يعني شكل يې وروسته پاته معلوميږي او محتوا يې تر شكل قوت ناكه او ځواكمنه راغلې ده . او هم يې د ټولني په لحاظ د شكل او مضمون تر منځ تضاد ليدل كيږي چي د ټولني غوښتنه نه ده پكښي مراعات سوي .

د يوه بل نظر خاوند يعني د فرماليزم د مكتب پلويان بيا د مضمون په پرتله زياته پاملرنه و شكل ته كوي .

مګر ځني نور بيا د شكل په نسبت و محتوا  يا مضمون ته په زيات اهميت قايل دي . دغه دواړه ډلي د اثر د شكل او مضمون د ارتباط او انډول څخه منكر دي او دا نظر كورټ ترديده وي او ني مني .

ځني بيا د خاصو شرايطو او چاپيريال تر تاثيراتو لاندي د هنري اثر مضمون ته پاملرنه نه كوي او بله ډله بيا وايي چي بايد په هنري پديدو كي خصوصا په شعر كي فورم يا قالب ته جدي او هر اړخيزه توجه وسي ځكه چي د قالب د هنري اړخ يعني د ښكلا له لاري كولاى سو چي محتوا يا مضمون په ښه ډول څرګند او ولېږدوو .

خو په واقعيت كي د نوي او اوسني ادبياتو پوهان د پورته نظرياتو كمواكي په ګوته كي او وايې: په هر هنري اثر كي كه يو اړخ يعني شكل او بل اړخ يعني مضمون يو نسبت و بل ته كمواكه او يا بل وهغه بل ته ځواكمن وي او يا يې  ځواكمن كړي دا به د هغه اثر هنر او ښكلا ته سخت زيان ورسوي خو په دې شرط چي ددوى په منځ كي منطقي يوالى موجود وي نو ځكه دا خبره ډيره مهمه ده چي د دواړو طرفو موجودګي لازم او ملزوم ده .كه چيري داسي وسي چي په يوه اثر كي چي شكل د موضوع څخه ليري سي او يا يې اهميت په نظر كي ونه نيول سي په حقيقت كي به هغه اثر مړ وي او يا به خوشي او عادي خبري وي او همداسي د مضمون يا محتوا په برخه كي ، نو دلته ددوى د تعادل د منځه ځي او هغه هنري ارزښت چي موږ و شعر ته قايل يو نو هغه نه پكښي پاته كيږي او كه داسي وسي چي په يوه اثر كي دواړه خواوي په نظر كي ونيول سي مګر د قالب او شكل پله يې درنه وي مګر د مضمون او يا محتوا پله يې څه سپكه وي خو د مضمون نيمګړتيا يې بيا قوي شكل ورپوره كولاى سي ځكه چي هنري اړخ يې كه زيات وي نو كولاى سي چي مضمون د هنر په ډګر كي وځلوي او يو هنري ارزښت تر لاسه كړي په مجموع كي ددې يادوني اصلي هدف به داوي چي په هنر كي هڅيال اړخ ډير مهم او د قدر وړ دى او بايد ليكوال او شاعران دې ټكي ته پوره توجه وكړي .

خو په اخير كي بايد دا خبره څرګنده سي چي د تاريخ په اوږدو كي د شكل د پلويانو نظريات او د مضمون د پلويانو نظريات د اوسني وخت د اديبانو او څيړونكو له خوا څخه رد او د منلو وړ نه دي او دغه څيړونكو داسي نتيجه لاس ته راوړې ده چي شكل او مضمون يو له بله نه جلا كيدونكي دي او كه چيري يو له دغه دواړو څخه له نظره وغورځول سي نو د اثر موجوديت تر پوښتني لاندي راځي . نو ځكه څيړونكي ، ليكوالان او شاعران پدې باندي ډير ټينګار كوي چي شكل او مضمون يو له بله د سكي دوه مخه دي كه يو مخ يې نه وي نو سكه د چلند وړ نه ده كوټه بلل كيږي . نو ليكوال او شاعر ته دا ضروري ده چي د اثر دواړه خواوي يعني شكل او مضمون داسي تر نظر لاندي ونيسي چي ددوى په منځ كي انډول بر قراره وي . خصوصا په نظم يا شعر كي .

حيات الله رفيقي

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close