د شريعت سرچينه عقل ده که…؟

ايا سنت، اجماع او قياس د اسلامي شريعت سرچينې نه دي؟

داسلام پرخلاف ځواکونه نه يواځې داچې دخپلوپوځونوپه وسيله  ځمکې اوښارونه اشغالوي بلکى داسلامي نړۍ پرخلاف يلغار اخلاقي ،کلتوري اوديني بڼه هم لري .لويديځه نړۍ په دي هڅه کې ده ديوداسې اسلام ماډل مسلمانوپرګنوته  وړاندې کړې چې دواقعي اسلام سره هيڅ ډول تړاؤ ونه لري بلکې داسې يودين وي چې نوم خويې اسلام وي مګرپه حقيقت کې دلويديځ افكارو اوتمدني ارزښتونولپاره په شرعي نصومو دتحريف له لاري دتبريراودلايلومجموعه وي .داکارلويديځوال پخپله نه کوي بلکې داکار دداسې خلکو په لاس کول غواړي چې نوم ي مسلمان اوفکري جوړښت يې غربي وي.په شرعي نصوحوکى دتحريف په ذريعه عامو مسلمانانو ته فريب اودوکه ورکول يې هدف وي .دااوس مهال په افغانستان کې په سلګونوجرايد اوليکوالان په دغه چوپړ اخته دي سپين سترګې سره دداسې يواتل مسلمان ملت دديني ارزښتونوپر خلاف په ليکلولاس پورې کوي چې ديوې پيړۍ په دننه کې يي دوؤ ښکيلالګرو ځواکونوته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې اودتاريخ کندې ته يې سپارلې دخپل دين دساتنې اوحمايې په خاطر يي دوه مليونه شهدان ورکرې اودهيواد څپک څپک دخاوره يې دسر پوره ډاډ زموږ په دينى مقدساتوغورځنګونه کوى  د حقوق زن مجلې مدير محقق على نسب دنوموړي ځينى خرافات ليكلى  اوپه همدغه اساس دسترى محكمى له خواپربندمحكوم شوچه له څومياشتوبنداو دتوبي له ويستلو وروسته خوشې كړاې شو مونږددغه  ليكوال ويناته ددرنو لوستونكو پام را اړوو اوكټ مټ يې تقديموو بيابه وروسته په هره برخه جلا جلا نيوكه وكړو اودقرآن او سنتوپه رڼا كې به موضوع روښانه كړو.

دنوموړى مجلى په څلورم مخ كې يې داسي ليكلي دي: برآنيم كه ازحقوق زنان براساس قرآن مقدس وخرد انساني دفاع كنيم  از اينجاكه فقيهان مسلمان منابع شريعت  را قرآن،سنت،اجماع وقياس دانسته اند ما عقيده داريم كه منابع اصلي شريعت كتاب خدا وخرد انساني است اما سنت،اجماع وقياس از اختراعات متشرعان وعالمان قديم هستند.
دمضمون ليكوال يواځى قران عظيم الشان اوبشرى عقل دقانون سرچينه بولى.له درى نورو اساساتو نبوى سنتواجماع اوقياس څخه انكاركوى په داسي حال كې چې داسلام له لمړى دور نه ترننه پورې ددغو اساساتوپه هكله ټول امت په يوه نظر دي هيڅوك داسي نشته چې داسلاميت له دعوا سره سم پورتنى اساسات ونه مني داخبره هيڅكله صحت نه لرى چې سنت دپخوانيو  علماؤ له اختراعاتوڅخه دي هيڅكله نه موږبه په دغه گڼه كې درنو لوستونكو ته دسنتوحجيت ثابت كړو داجماع اوقياس ثبوت اوعلمي دلايل به په بله گڼه كې انشاالله تقديم كړو سنت په شرعى اصطلاح كې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له وينا،فعل اوتقرير څخه عبارت دى تقرير ديته وايې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم په حضوركې يو چاپه كوم كاراووينا لاس پورې كړى وى او رسول صلى الله عليه وسلم پري سكوت كړي وي درد او انتقادګوته يې ورته نيولى نه وي داصحابو كرامو له ځلانده دورى نه ترننه پورى ټول اسلامى امت په دى خبره متفق دي چې له رسول صلى الله عليه وسلم څخه كومه وينا،كار اوياتقريرصادر شوى وي او هدف يې اقتدا اوقانونى بڼه وي اومونږ ته په صحيح اوغوڅ سندسره رارسيدلي وي داسلامى امت لپاره حجت دليل اوقانوني سرچينه ده مقصد دادى چې كوم احكام په دغه شي اواياتوكې راغلى وي داسي مثال لري لكه چې په قران كې راغلي وي اوحكم قانونې واجب الاتباع حيثيت غوره كوي داچې سنت داسلامى قانون اساسى سرچينه ده زمونږ ددي ادعا دثبوت لپاره گڼ دلايل دي .

لومړى له قران عظيم الشان څخه:- 

په قران عظيم الشان كې ډيردلايل موجوددي چې دالله دسپيڅلي پيغمبرپه اطاعت او امرمنلو غوڅ حكم كوى دالله درسول اطاعت داسي بولۍ لكه دالله عزوجل اطاعت.الله جلت عظمته په خپل سپيڅلى پيغام قران كريم كې حكم كوې چې دخپلوشخړواومنازعاتودحل اوفصل لپاره دالله كتاب او دپيغمبر سنتوته مراجعه وكړې دالله او رسول دپريكړې په وړاندي مؤمن مسلمان دهيڅ اختيارڅښتن نه دي په همدي توګه يې له هغه چاڅخه ايمان نشت بللى چې درسول الله پريكړې ته ځان نه سپارې دا ددي څرګند دليل دي چې درسول الله سنت داسلامى قانون اساسي واجب الاتباع سرچينه ده.مونږ دنمونى په توګه يوڅو ايتونه ذكركوؤ:(قل اطيعوالله والرسول ط) ال عمران
په همدي توګه په بل ځاى كې ارشاد دي (ياايهاالذين امنواطيعوالله واطيعوالرسول واولى الامرمنكم ط فان
تنازعتم فى شئ فردوه الى الله والرسول ان كنتم تؤمنون باالله واليوم الاخرذالك خيرواحسن تاويلاً) دالنساسورة
(وماكان لمؤمن والامؤمنة اذاقضى الله ورسوله ان يكون لهم الخيرة من امرهم) داحزاب سورة

دويم: داصحابوكرامواجماع
ټول اصحاب كرام درسول اكرم صلى الله عليه وسلم په ژوندانه اودده مبارك تروفات وروسته هم دسنتوداتباع په وجوب متفق اوديوه نظرڅښتنان دي هلته چې رسول الله صلى الله عليه وسلم معاذبن جبل رضى الله تعالى عنه يمن ته دقاضي او والي په توگه ليږه ورته ويلي يې ؤ  بم تحكم؟ ته به په څه شي پريكړې كوي؟ په ځواب كې يې ورته وويل (بكتاب الله) يعنى الله په كتاب بيا يې ورته وويل كه په كتاب الله كې درته په لاس رانشى په ځواب كې يې ورته وويل چې (بسنة رسول الله) يعنى دخداى درسول په سنتوكې به يې لټه كوم اوپريكړه به پري كوم. دټولو څلو واړو خليفه ګانو تعامل ؤچې خپلى معاملي اوچاري به يې كتاب الله ته وړاندي كولې كه چيرته به يې هلته ونه موندلي بيا به يې اعلان كاوه چې په دغه مسئله كې خوچاته درسول الله صلى الله عليه وسلم سنت په يادنه دي دسنتوپه موندلو سره به يې په هغې پريكړې كولې .

در يــــــم :-
په قران كې ډيراحكام په اجمالى توګه بيان شوي تفصيل يې په سنتوكې دې لكه دلمانځه،روژى، زكاة،اوحج اجكام او داسي نورقران كريم دغه مطلب ته داشاري په ترڅ كې  فرمايې: (وانزلنااليك الذكرلتبين للناس مانزل اليهم) يعنى : اومونږتاته قرانكريم نازل كړى دي ترڅويې ته په خپله خلكوته ددوۍ دلارښوونې په خاطر راكوزشوى پيغام بيان اوڅركندكړې. نوكه چيرته نبوي سنت دحجت،دليل اوداسلامى قانون داساسې سرچينې په توګه ونه ګڼل شي دقراني احكاموتطبيق تنفيذ اوتغيربه امكان ونه لري .

د قرا ن عظيم الشا ن په وړاندې د  سنتو حيثيت:-
په نبوي سنتو كې چې كوم احكام واردشوې هغه په دري ډوله دي:
۱-داچې داسې يوحكم ثابت كړې چې په قرانكريم كې راغلې وي نودغه قانوني حكم ددوؤمصادرو اوسرچينو په وسيله ثابت شو.
۲-داچې دقرانكريم دمجمل اومقيدحكم لپاره به تفصيل اوتفسيروي په قرانكريم كې دلمانځه، روژي،زكاة اوحج  احكام ذكرشوې چې تفصيل اوتفسير يې په نبوي سنتوكې بيان شوى.
۳-داچې داسي يوحكم ثابت كړي چې په قرانكريم كې يې له سره ذكرنه وي شوى سرچينه يې الهى الهام اوياپخپله درسول الله صلى الله عليه وسلم اجتهادوي دپيغمبرصلى الله عليه وسلم اجتهادهم دوحى له سرچيني څخه خړوبيده داځكه چې يابه رسول الله په خپل اجتهادكې حق ته رسيدلي ؤ اويانه، كه رسيدلي وي ښه ترښه اوكه نه؟ حتماً اسمانى وحى دخطادرفع په خاطر نازليدله په خطاباندي درسول الله صلى الله عليه وسلم اجتهادنه پاتي كيده البته كوم احكام چې رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه صادرشوى اوشرعي دليل پري وجود ولري چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پوري خاص دي دامت لپاره عامه تشريع اوقانون نه تشكيلوى لكه له څلورو ښځونه له زياتوسره نكاح اوياهغه چاري يې چې دعادت په لحاظ ترسره كړې نوپردي اساس دپيغمبرصلى الله عليه وسلم ويناوې،كړنې اوتقريرات پردي بنسټ چې امت ته دعام  قانون اونمونې په توګه وي مسلمانانولپاره ترقيامته پوري دواجب الاتباع قانون حيثيت لري داچې ليكوال محقق على نسب سنت،اجماع اوقياس دپخوانيو علماؤاختراع بولې اوسنت داسلامې قانون داساسې ماخذپه توګه نه پيژني دده په منلو اويانه منلوسره اسلام ته زيان نه پيښيږي دي پخپله خپل ايمان او اسلام ته زيان اړوي په دنياكې ډيرخلك شته چې له خداېه  اوټول دين څخه منكردي دهغوۍپه انكارسره الله جل جلاله اودين ته كومه صدمه نه رسيږي مونږمحقق على نسب ته دهدايت دعاكوؤددخ دخيرخواه يوخوهيڅ ليكوال حق نه لري اونه بايدزمومسلمان ملت چاته دغه فرصت اوموقع وركړى چى دين پورې ملنډې ووهي اوناپوه اوجاهل ليكوالان ددين اودديني مقداساتوپه هكله فتواوې ته دهدايت دعا كوؤ دده خير خواه يوخوهيڅ ليووال حق نه لري اونه بايدزمونږمسلمان ملت چاته دغه فرصت اوموقع وركړې چې دين پوري ملنډي ووهلي اوناپوهه اوجاهل ليكوالان ددين اودديني مقدساتوپه هكله فتواوي وركړي دانكارسنت فتنه داستعمارې دورديلغار نتيجه ده ښكيلاكګره ځواكونه داسلام پرضدپه غيرمستقيم ډول پخپله مسلمانان ديته هڅوي ترڅوددين پرضدليكنې اوپه كې فتنه اواختلاف واچوي داچى ټول دين دالله عزوجل دسپيڅلې پيغمبرپه وسيله موږ ته رسيدلى له سنتواجماع اوقياس څخه انكار داسلام دسپيڅيلې شريعت دتعطيل سبب ګرځي.سنت ،اجماع اوقياس دملايانودفكرزيږنده نه بلكى نبوي سنت دوحى سرچينه ده اواجماع اوقياس هم په قرانى دلايلو اونبوي سنتوټينګښت لري په هندي نيمه وچه كې دانګريزي استعمارپه مهال غلام احمدپرويزد قاديانيت فتنه رامنځته كړه هغه هم يواځي قران كريم منلواوله سنتوڅخه يې انكاركاوه ترننه پوري هغه فتنه دوام لري اوترشايې بيرونې اسلام دښمن ځواكونه دي ځماپه اندافغان ليكوال محقق على نسب دغلام احمدپرويزاو سلمان رشدى يادتازه كول غواړي اودخپلوغيرمسؤلانه ليكنوپه وسيله داسلام ددښمنانو مډالونه تر لاسه كوي  داسلام دښمنان د اسلام په سپيڅلي حريم خپلو يرغلوته دوام وركوي خپلې سپيڅلې عقيدې او ديني اساساتو كلكه دفاع د هر يو بادركه باهدفه مسلمان دينې فريضه ده. داسې غورځنګونه ديته ورته دي لكه چې يو څوك د خپلې خولې پوكي سره د لمر د رڼا پاى ته رسول وغواړي خو دلمر رڼا هيڅكله په پوكيو سره له مينځه تللې نه شي او بس.

پوهندوى محمدشريف”رحمانى”
دننګرهارپوهنتون دشرعياتوپوهنځى استاد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب