سرطان

د سینې (تي) سرطان

د سینې سرطان د سرطان هغه ډول ته ویل کیږي چې د سینې په انساجو کې منځ ته راځي.

د سینې سرطان دوه عمده ډولونه لري:

• د شیدو د کانالونو سرطان: دا د سینې هغه ډول سرطان دی چې د سینې په هغه کانالونو کې منځ را ته راځي چې شیدې پکې بیرون ته انتقالیږي. د سینۍ ډیری سرطانونه په همدې ډول پورې اړه لري.

• د شیدو د تولیدونکو برخو سرطان: دا د سینې هغه ډول سرطان دی چې د سینې په هغه برخ و کې منځته راځي چې د شیدو د تولید مسؤلیت پغاړه لري.

په ډیرو کمو حالتونو کې د سینې سرطان د سینې په نورو برخو کې منځ ته راځي.
د سینې سرطان کیدای شي متهاجم او یا غیر متهاجم خاصیت ولري. متهاجم خاصیت په دې معنې چې کولای شي له خپل اصلي ځای (د شیدو کانالونه او د شیدو د تولید برخې) څخه د سینې نورو برخو ته خپور شي. غیرمتهاجم هغه ډول سرطانونو ته ویل کیږي چې له خپلو اصلي برخو څخه ېې د سینې نورو برخو ته نه خپور شوی. کچیرې د سینې د سرطان دا ډول پروخت تشخیص او تداوي نشي، متهاجم خاصیب غوره کوي او کیدای شي د سینې نورو برخو ته هم ځان خپور کړي.

د خطر عوامل:

• سن او جنسیت –  د سن په لوړیدو سره د سینې د سرطان پیښې هم لوړیږي. په ښځینه وو کې د سینې د سرطان پیښې په ۵۰ کالو څخه په لوړ سن کې ډیرې لیدل کیږي. په ښځینه وو کې نسبت نارینه وو ته د سینې د سرطان پیښې سل چنده ډیرې لیدل کیږي.
• ارثیت – کچیرې د یوه شخص د کورنۍ په غړیو کې د سینې، رحم، تخمدان او کولمو د سرطان پیښې لیدل شوي وي، د سینې په سرطان د نوموړي شخص د اخته کیدو ډیر احتمال موجود دی. د ۲۰ – ۳۰ سلنه پیښو کې د کورنۍ تاریخچې رول ثابت شوی دی.
• جین – ځینې کسان داسې ډول جینونه لري چې د سینې په سرطان د دوی د اخته کیدو چانس زیاتوي.
• میاشتنی عادت – هغه میرمنې چې د ۱۲ کلنۍ څخه ېې مخکې لومړنی میاشتنۍ عادت تجربه کړی وي او د ۵۵ کلنۍ څخه وروسته دمینوفار دورې (د وچیدو دوره) ته داخلې شي، تر نورو د سینې په سرطان د اخته کیدو ډیر احتمال پکې لیدل کیږي.
• د الکولو څښاک – د الکولو استعمال د سینې د سرطان د اخته کیدو خطر زیاتوي.
• لنګون – هغه میرمنې چې هیڅ ماشومان نلري او یاېې تر ۳۰ کلنۍ وروسته ماشومان دنیا ته راوړي، تر نورو د سینې په سرطان د اخته کیدو ډیر احتمال پکې لیدل کیږي.
• د استروجن اخیستل ـ د ډیرو کلونو لپاره د تداوی موخه د استروجن په نامه د یوه هورموم څخه استفاده کول هم د سینې په سرطان د اخته کیدو چانس زیاتوي،
• چاغتوب ـ اګر چې پر دې موضوع تر اوسه بحثونه او څیړنې روانې دي خو ویل کیږي چې چاغې میرمنې د نورو په پرتله د استروجن د تولید زیاته وړتیا لري او د استروجن همدا لوړه کچه کیدای شي د سینې د سرطان په پرمختګ کې رول ولري.
• شعاګانې ـ هغه میرمنې چې د ماشومتوب او یاهم د ځوانۍ په لومړیو وختونو کې ېې د سینې قفس د سرطان د تداوۍ په موخه له طبي شعاوو څخه استفاده کړي وي تر نورو د سینې په سرطان د اخته کیدو ډیر احتمال پکې لیدل کیږي.

نښې نښانې:

د سینې سرطان د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې نښانې نښانې نلري تر څو ناروغ وهڅوي چې د تشخیص او تداوی په لټه کې شي، په همدې اساس د سینې منظم معاینات ډیر اړین بریښي تر څو د سینې سرطان د خپل پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او په تداوی ېې لاس پورې شي.
د سینې سرطان د پرمختګ په وخت کې لاندې نښې نښانې له ځانه سره لري:
• په سینه او یا هم تخرګ کې کلکې ټوټې چې معمولا غیرمنظمې څنډې لري پیدا کیږي. دا ټوټې معمولا درد نلري.
• د سینې په شکل، اندازه او احساس کې تغیر را منځته کیږي.
• د سینې له څوکې د غیرنورمالو مایعاتو راوتل، چې کیدای شي دا ډول مایعات سور رنګي، زیړ رنکي او یا هم شین رنګي وي.
د سینې سرطان د خپل پرمختګ په وروستیو پړاوونو کې لاندې نښې نښانې له ځانه سره لري:
• د هډوکو درد،
• د سینې درد،
• په سینه کې د زخم پیدا کیدل،
• د مټ یا بازو پړسوب او دا معمولا په هغه مټ یا بازو کې لیدل کیږي چې ناروغې سینې ته نژدې وي،
• د وزن بایلل.

معاینات:

د سینې د سرطان د تشخیص او کنټرول لپاره معمولا د لاندې طبي معایناتو څخه استفاده کیږي:
• د سینې ام آر آی: په سینه کې د ټوټو د پیدا کیدلو او یاهم په سینه کې د غیرنورمال تغیر د رامنځته کیدلو د پیژندلو لپاره بهترینه وسیله ده،
• د سینې التراسوند: د دې معاینې په وسیله په سینه کې د پیدا شویو ټوټو د ماهیت او جوړښت په باب پوهیدلی شو،
• د سینې د نمونې اخیستنه: د دې معاینې په وسیله د ناروغې سینې یوه کوچنۍ ټوټه د معایناتو لپاره اخیستل کیږي،
• سي ټي سکن: د دې معاینې په وسیله د سینې د سرطان د خپریدو کچه معلومیدای شي،
• ماموګرافي: په سینه کې د غیرنورمال حالت د معلومولو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي. په عادي حالتونو کې هم معمولا له همدې وسیلې ګټه اخیستل کیږي.
د پرمختګ د کچې د معلومولو او د تداوۍ د پلان لپاره د سینې سرطان معمولا مرحله بندي (سټیج بندی) کیږي او ستیج د سرطان د خپریدو تر کچې پورې اړه لري یعني هر څومره چې سرطان ډیر خپور شوی وي په هماغه انډول ېې ستیج لوړ وي. د سینې سرطان د صفر څخه تر ۵ پورې سټیجونه لري.

درملنه:

د سینې د سرطان تداوي په زیاتو عواملو پورې اړه لري، مهم ټکي ېې په لاندې ډول دي:
• د سرطان په ډول او سټیج پورې،
• د ځینو خاصو هورمونو په مقابل کې د سرطان پر حساسیت پورې،
• د سرطان په واسطه د یوه خاص جین پر تولید پورې.

په عام ډول د سرطان درملنه لاندې ډولونه لري:

• د داروګانو په وسیله،
• د طبي شعاګانو په وسیله،
• د جراحی عملیات په وسیله.
څه وخت باید ډاکټر ته مراجعه وکړو:
د لاندې حالتونو د موجودیت په صورت کې باید حتما اړونده متخصص ډاکټر ته مراجعه او د معایناتو په لټه کې شو:
• په سینه یا تخرګ کې د کلکو ټوټو پیدا کیدل،
• د سینې له سورې څخه د غیرنورمال مایعاتو راوتل.

ډاکټر جاوید حبیبی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: