د سکندر مقدوني یرغلونه

سکندر مقدوني د یونان په شمال کې د مقدوني پاچا فلیپ زوی ، نوموړی په ۳۵۶ ق م کال زېږېدلی . پلار یې د درېیم امین تاس زوی او مور یې المپیاس د مولوس د پاچا ( ني روپ تولم ) لور وه.
کله چې یې پلار فلیپ پر ۳۳۶ ق م په یو جشن کې د یوتن یوناني له خوا ووژل شو، سکندرمقدوني په همدې وخت د شل کالو په عمر د یونان د پاچاهۍ پرتخت کېناست. نوموړي د ملکونو په نیت له یونان څخه را ووت. ایران ته تررسېدلو وروسته یې سترګې په افغانستان ښخې کړې. کله چې یې تر (۷ ) میاشتو محاصرې وروسته هرات ونیو، په ۳۳۰ ق م کې یې د فراه د لارې په زرنج حمله وکړه او بیا یې هلمند هم لاندې کړ. د یادونې وړ ده ، چې دا مهال افغانستان د هخامنشیانو د امپراطورۍ یوه برخه وه او د سکندر د یرغلونو په مقامل کې ټول سیمه ییزحکمرانان لکه د بلخ، سیستان او خراسان واکمن سکندر ته یو لاس شول، خو تر دوه کاله جګړو وروسته یې باختري سردار بسوس ونیو. سکندر له هلمند نه وروسته یې ارغنداو تسلیم کړ او بیا هرات ته تر ورتلو وروسته یې کابل ته مخه کړه. د ۳۲۹ ق م کال د نومبر په میاشت کې کابل ته ورغی او له هغه ځایه کاپیسا ته ولاړ او په هوپیان کې یې خپل مرکز جوړ کړ.
سکندر د همدې کال په پسرلي کې د اندراب له لارې د هندوکش ترغرونو واوښت . د آمو له سیند نه د سغد خوا ته تېر شو او تر دوه کلنې جګړې وروسته یې سغدیانه او باختر هم ونیول. تر دې وروسته د هندوستان د لویې وچې د نیولو او فتح کولو فکر ورته پیدا شو، نو سم د لاسه یې د باختر له زلمیانو څخه دېرش زره لښکر جوړ کړ.
سکندر د ( ۱۲۰ ) زره پیاده ، (۱۵ ) زره سواره او د (۷۰ ) زرو اسیایی خلکو په ګډون د ۳۲۷ ق.م کال په پسرلي کې د هندوکش له لارې د هند په لور روان شو.
دی له خپل ستر لښکر سره له کاپیسا نه د نجراو، تګاو په لاره لغمان ته ولاړ او د ډرونټې له لارې کونړ ته ورغی. د اسمار، باجوړ او جندول سیمې یې خپلې کړې. پاتې دې نه وي ، چې د کونړ په سیمو کې تر باجوړه د پښتنو له کلک مقاومت سره مخامخ شو. له سوات او بنیر څخه د ۳۲۶ ق م په ژمي کې تر اټک واوښت ، ټیکسلا ته ورسېد او بیا د همدې کال په اوړي کې جیلم غاړې ته ورسېد د همدې کال په جولایي کې د هند د پاچا پوروس ترتسلیمېدو وروسته د بیاس تر غاړو وړاندې ولاړ. په دې وخت کې یې د خپلو عسکرو د داخلي کړکېچ له امله له وړاندې تللو څخه ډډه وکړه او بېرته راستون شو. د سند په لویدیځه غاړه ملتان ته ورسېد. د ۳۲۵ ق م کال په جولایي کې اوسنۍ کراچۍ ته ورسېد او بیا د بلوچستان او افغانستان د جنوب له لارې پارس ته لاړ، خو کله چې بابل ته ورسېد ، هلته د ۳۲۳ ق م کال د جون د میاشتې په ۱۳ نېټه د ۳۲ کالو په عمر د ملاریا په ناروغۍ اخته او بیا مړ شو.
دا څرګنده ده ، چې سکندر مقدوني په افغانستان کې څلور کاله په جبري توګه پاتې شوی، خو نوموړي د افغانستان په ګڼو ځایونو لکه هرات، میمنه، اندخوی ، شبرغان ، سرپل ، کاپیسا ، لغمان او نورو ځایونو کې پوځي کوټونه او لوی لوی دیوالونه چاپېر کړي، سترې کلاګانې یې جوړې کړې، په سونو او زرونو یوناني ټولي یې دلته پریښي دي. په همدې وجه یې نوم، رسم الخط ، فرهنګ ، ادبیات ، د مجسمه جوړونې هنر، طب او د هغو هنري نمایش او ارزښت زموږ په هېواد کې ژورې او دوامدارې خاطرې پرېښي دي ، چې لرغون پېژندونکي ورځ تر ورځ ترې پردې لیرې کوي او څرګندوي یې.
ماخذ:
افغانستان پېژندنه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب